Jump to content

له نړۍ څخه د باندې ژوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


له نړۍ څخه د باندې ژوند ته ځيني وختونه په عامه ژبه بېګانه يا باندنی ژوند وايي او هغه فرضي ژوند دی، چې ښايي له ځمکې څخه د باندې پېښ او د ځمکې پر مخ نه وي رامنځته شوی. دا ډول ژوند ښايي له ساده بڼو څخه تر هسته نه لرونکو، ځيرک موجوداتو او ان هوښيار يا پوه موجوداتو سره پرتله شي، چې شونې ده د انسانيت په پرتله خورا پرمختللي تمدنونه رامنځته کړي. د ډرېک يا هيلۍ معادله (Drake equation) [هغه اټکلي استدلال دی، چې د شيدو لار کهکشان کې له نړۍ څخه د باندې فعال او مخابراتي تمدنونو د شمېر په اړه اټکل کوي] د نړۍ په بل ځای کې د پوه يا هوښيار “sapient” ژوند د شتون په اړه اټکل کوي. له نړۍ څخه د باندې ژوند پوهه په خپلو ټولو بڼو کې د اسټروبيولوژي (د ستورو بيولوژي يا astrobiology) په نوم پېژندل کېږي، چې د هغو قطعي يا ټاکونکو حالتونو او شونو پېښو د پلټلو هغه ګڼ روزنيز ډګر دی، چې په مرسته يې په نړۍ کې ژوند رامنځته کېږي، وېشل کېږي او تکامل کوي. [۱][۲][۳][۴]

د ځمکې له سيارې څخه د باندې د استوګن نړیو د شونتيا د نېټې په اړه اټکل لرغونو زمانو ته ورګرځي. ګڼو لومړنيو عيسوي ليکوالانو «د نړيو د ډېروالي» نظريه بحث کړه، چې د لومړنيو مفکرینو لکه دموکريت له لورې وړاندې شوې وه. اګوستين د خدای په ښار کې “City of God” کې د ايپيکور «د فضا د بې اندازې پراخوالي په اوږدو کې» د بې شمېره نړيو نظريې ته اشاره کوي. له معاصرو څخه مخکې ليکوالانو په عمومي ډول وانګېرل، چې له ځمکې څخه د باندې «نړیو» کې به ژوندي موجودات استوګن شي. ويليم اوريلنګ “William Vorilong” په ۱۵ مه پېړۍ کې هغه شونتيا ومنله، چې عيسی عليه السلام کولای شوای له ځمکې څخه د باندې نړيو د اوسېدونکو د خلاصون په موخه يادې نړۍ وویني. کيوسا نيکولاس “Nicholas of Cusa” په ۱۴۴۰ ز کال کې وليکل، چې ځمکه په فضا کې لکه د نورو اسماني جسمونو غوندې د ليدلو وړ يو «ځلاند ستوری» و، چې د اتموسفير په باندني پټ يا پوړ کې د «اورينې روښانتيا» د يو پوړ يا پټ له امله له يو باندني ليد څخه به لمر ته ورته ښکاره شي. نوموړي نظريه ورکړه چې له ځمکې څخه د باندې ټولو جسمونو کې د لمر په ګډون انسانان، نباتات او د ژوي استوګن کېدلی شی. ديکارت “Descartes” وليکل چې د دې ثابتولو لپاره هيڅ کومه وسيله نه وه، چې ستورو کې ځيرک يا هوښيار موجودات نه دي اوسېدلي، مګر شتون يې د اټکل يا فکر مسئله وه. د دې مفکرینو ليکنې ښيي، چې د تاريخ په اوږدو کې له ځمکې څخه د باندې ژوند په اړه لېوالتیا وه او انسانانو يې د پلټلو په موخه يوازې وروستيو کې وسيلو ته لاسرسی درلود. [۵][۶][۷][۸]

د ۲۰ می پېړۍ له نيمايي راهيسې له ځمکې يا نړۍ څخه د باندې ژوند د نښو کتلو په موخه فعاله څېړنه شوې ده، چې د ياد شته او تاريخي اړوند ژوند لپاره پلټنې او همدرانګه له نړۍ څخه د باندې د ځيرکو موجوداتو د ژوند لپاره يو څه ټاکلي يا محدود پلټل رانغاړي. مېتودونه د پلټلو د ډول له مخې د تيلسکوپ او نمونه يي معلوماتو له شننې څخه د هغې راډيويي پيغام تر استولو پورې لړۍ جوړوي، چې  د اړیکې اشارو يا زيګنالونو د موندنې او استولو په موخه کارول کېږي. [۹]

له نړۍ څخه دباندې ژوند او په ځانګړي ډول له نړۍ څخه د باندې د ځېرکتيا مفهوم په ځانګړي ډول په خيالي کيسه کې د باندې ژوند، يوه ستره کلتوري اغېزه لرلې ده. د کلونو په اوږدو کې د پوهې کيسې پوهنيزې نظريې وړاندې کړي دي، د شونتياوو يوه پراخه لړۍ يې انځور کړې ده او له نړۍ څخه د باندې ژوند په اړه يې عمومي لېوالتيا او ليدونه اغېزمن کړي دي. يوه ګډه تشه له نړۍ څخه د باندې ځيرکتيا سره د اړيکې د هڅې پر حکمت باندې بحث کول دي. ځيني پوهان له نړۍ څخه د باندې د ځيرک ژوند سره د اړيکې د هڅې په موخه تېري کوونکی لارې چارې هڅوي. ځيني نور چې د لږ پرمختللو ټولنو د غلام کولو يا له منځه وړلو لپاره په ټيکنالوژيکي ډول د پرمختللو انساني ټولنو د ميلان يادونه کوي، استدلال کوي چې په فعال ډول ځمکې ته د فکري تمرکز رابلل به ښايي ګواښوونکي وي. [۱۰][۱۱]

عموميات

[سمول]

بېګانه ژوند لکه د کوچنیو ژونديو موجوداتو، په لمريز نظام او ټوله نړۍ کې انګېرل شوی دی. دا انګېرنه د ليدلو وړ نړۍ پر پراخه اندازې او ثابتو فزيکي قوانيونو باندې تکيه کوي. د دې دليل له مخې چې د کارل ساګن “Carl Sagan” او سټيفن هاوکېنګ “Stephen Hawking” له لورې رامنځته شوی دی، له ځمکې پرته په بل کوم ځای کې د ژوند شتون به ښايي ناشونی وي. ياد استدلال ته په کوپرنيکي اصل “Copernican principle” کې بڼه ورکړل شوې ده. ياد اصل بيانوي چې پر ځمکه باندې د ژوند په اړه ځانګړي څه نه شته. د ژوند کيميا ښايي ۱۳،۸ بېليون کالونه پخوا له “Big Bang” څخه لږه موده وروسته د استوګنې وړ دورې پر مهال پيل شوې وي، چې دا هغه مهال و چې نړۍ يوازې له ۱۰-۱۷ کلونو په عمر وه. ژوند ښایي د ټولې نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې په خپلواک ډول راڅرګند شوی وي، ځکه چې د ځمکې پر مخ ژوند د کیمياوي بهيرونو له لارې نږدې ۴،۲ بيليون کلونه پخوا راپورته شو. يا هم کېدای شي چې ژوند په لږ پرله پسې ډول رامنځته شوی وي او بيا د اسماني تيږو په واسطه خپرېږي. د دليل په توګه: پېچلي عضوي ماليکونه ښايي د ځمکې له جوړښت څخه مخکې د لمر شا او خوا د خاورو ذرو په لومړنۍ سياروي داېره “protoplanetary disk” کې جوړ شوي وي. د دې څېړنو له مخې دا بهير يا دوران ښايي له ځمکې څخه د باندې د لمريز نظام پر بېلابېلو سيارو او سپوږميو او د نورو ستورو پر سيارو باندې پېښېدلی شي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

له ۱۹۵۰ ز لسيزې راهيسې ستورپوهانو وړانديز کړی، چې د ستورو شا او خوا ته د استوګنې وړ سيمې د ژوند د شتون لپاره تر ټولو شوني ځايونه دي. له ۲۰۰۷ ز کال راهيسې د دې ډول سيمو ګڼو موندنو شمېر له مخې ميليونونه سيارې اټکل کړي دي، چې ځمکې ته ورته جوړښت لري. تر ۲۰۱۳ ز کال پورې په يادو سيمو کې يوازې یو څو سيارې موندل شوې وې. په دې ډول د ۲۰۱۳ ز کال د نومبر پر ۴ مه ستورپوهانو د کپلر د فضايي ماموريت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړ، چې ښايي د ځمکې په اندازه ۴۰ بيليون نورې سيارې هم وي، چې په شيدو لار يا سحابي کهکشان کې د لمر ته ورته ستورو او “red dwarfs” د اوسېدنې وړ سيمو کې دوران کوي، چې له ډلې يې ۱۱ بيليون ښايي لمر ته ورته ستورو غوندې دوران کوي. د پوهانو په اند د دې ډول سيارو تر ټولو نږدې هغه يې ښايي ۱۲ نوري کلونه لرې وي. که چېرې د ګولډيلاکس څنډې “Goldilocks Edge” مفهوم ترکيب شي، ښايي د استوګن شویو نړیو شمېر زيات شي، چې په دننه کې يې د استوګنې وړ يا ناوړ سيمې اوسېدلې شي. د ستورو بيولوژي پوهانو “Astrobiologists” د اټکلي استوګنځايونو «د انرژي د څارلو» نظريه هم په پام کې نيولې ده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

تکامل

[سمول]

په ۲۰۱۷ ز کال کې يوه خپره شوې څېړنه وړانديز کوي، چې پر ځمکه باندې د نوعو د پېچلي تکامل د څرنګوالي له امله به دوی په بل ځای کې د بېګانه تکامل لپاره د اټکل کچه زموږ پر سياره (ځمکه) باندې ژوند ته ورته ښکاره کړي. د څېړنې د ليکوالانو له ډلې سام ليون “Sam Levin” يادونه کوي، چې «لکه د انسانانو غوندې، موږ اټکل کوو چې دوی د هستیو د مراتبو له سلسلې څخه رامنځته شوي دي، چې ټول د يو بېګانه توليد په موخه يو له بل سره مرسته کوی. د ژوندي موجود په هره کچه کې به په خپل ځای ځينې لارې چارې یا مېکانيزومونه وي، چې شخړې له منځه يوسي، ګډه مرسته وساتي او ژوندی موجود د کار کولو په حال کې وساتي. موږ ان د يادو مېکانېزمونو د څه والي په اړه ځينې بېلګې وړاندې کولی شو». د مخ پر وده ځيرکتیا لپاره د ژوند د وړتيا يا ظرفيت ټاکلو برخه کې هم څېړنه شته. وړانديز شوې ده چې ياده وړتيا يا ظرفيت د هغو احتمالي وړتياوو په شمېر سره رامنځته کېږي، چې يوه سياره يې لري او دا چې په خپله د ژوند پېچلتیا د سياروي چاپيريالونو د معلوماتو کثافت کې منعکس کېږي، چې په خپل وار سره له خپلو وړتياوو څخه محاسبه کېدلی شي. [۲۹][۳۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. کينډۍ:Cite conference
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).