له ناپوهۍ استدلال کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


له ناپوهۍ استدلال کول (په لاتین کې: argumentum ad ignorantiam)، چې ناپوهۍ ته په رجوع کولو هم پېژندل کېږي ( چې دلته د ناپوهۍ معنا « د مخالفو شواهدو نه شتون» ده)؛ په نارسمي منطق کې یوه تېروتنه ده. دا وایي چې یوه موضوع ځکه سمه ده چې تر اوسه یې ناسموالی نه دی ثابت شوی او یوه موضوع ځکه ناسمه ده چې تر اوسه یې سموالی نه دی ثابت. دا یو ډول کاذبه دوه لارې ښيي چې دا امکان هم په کې شاملېږي چې ښايي د دې موضوع د سموالي او ناسموالي یا ریښتیاوالي او درواغوالي د ثابتولو لپاره پوره څېړنه نه وي شوې. د دې امکان اجازه هم نه ورکوي چې ځواب د پیدا کېدو او درک وړ نه دی؛ یوازینی شی چې د درک وړ دی، هغه راتلونکی دی؛ پوره سم او پوره ناسم نه دی. په مباحثو کې، ناپوهۍ ته رجوع ځینې وخت په دې موخه کېږي چې د ثبوت کولو بار له اوږو لرې شي. په څېړنه کې، کمزورو تجربو ته کاذب منفي (که تجربه ښه او لویه وی، اغېز به یې هم د مشاهدې وړ و) او کاذب مثبت (د مشاهدې وړ تصادفي اغېز) وایي. دا اصطلاح احتمالاً د ۱۷مې پېړۍ په وروستیو کې، فیلسوف جان لاک رامنځته کړې.[۱][۲][۳][۴]

بېلګې[سمول]

کاذب مثبت[سمول]

دا ډېر وخت په داستاني شواهدو، خرافاتو، له ځانه ناسم استدلال او کوچنیو تجربو کې لېدل کېږي. بېلګې یې دا دي:

  • « ما یوه بې اثره ګولۍ وخوړه او د ناروغۍ نښې مې یې لرې کړې. بې اثره ګولیو جوړ کړم.»
  • «ما سرې جورابې په پښو کړې او د بېسبال لوبه مو وګټله. سرو جورابو مرسته راسره وکړه چې لوبه وګټو».
  • « د ډېرو ایسکریمونو خرڅېدل د ډېرو مرګونو په معنا ده، ځکه چې ډېر ایسکریم د ډېرو مرګونو سبب کېږي». [۵]

(د دې خبرې اصلي لامل د ګرمۍ لوړه درجه ده. ډېره ګرمي د مرګ سبب کېږي، ایسکریم نه).

د شواهدو نه شتون[سمول]

دغه بېلګې د معلوماتو کموالی ښيي:

  • هغه جملې چې په «زه یې ثابتولی نه شم، خو ...» پیلېږي، ډېری وخت د شواهدو نه شتون ته اشاره کوي.
  • « دلته د قتل هېڅ شواهد نشته» دا جمله مستقیماً د شواهدو نه شتون ښيي.
  • « د پردي کس د شتون هېڅ ثبوت نشته، نو دلته هېڅ پردی نه و» دا هم د شواهدو نه شتون ښيي.
  • « یوې تازه څېړنې ویلي چې هېڅ داسې قوي شواهد نشته چې د غاښونو فلوس کول خالیګاوې کموي او د زامې ستونزې کموي». د ان آی اېچ د غاښونو د روغتیا یوه متخصص ویلي چې اوږدمهاله کلینیکي ازمېښتونه کول ډېر لګښت لري او ګواښونکي دي؛ نو د غاښونو فلوس کول ناروغ ته ګټه رسوي.[۶][۷]

کاذب منفي[سمول]

لاندې بېلګې د «کاذب منفي» پایله کېدای شي.

  • کله چې ډاکټر ووایي چې پایلې منفي وې ( خو یوه میاشت وروسته مثبتې شي).
  • مفتش ولیدل چې پر باکس لیکل شوي چې وینه (هغه چینجي چې لرګي خوري) «نشته» ( خو یوه اوونۍ وروسته پیدا شوه).
  • یو ناروغ یوازې یوه ورځ انټي بیوټیک کاروي، بیا یې دروي، ځکه دی احساس کوي چې ګټه نه کوي.(که یې ۷ ورځې کارولې وی، ګټه یې کوله).

د نه شتون شواهد[سمول]

دغه بېلګې مشخص شواهد لري چې کولی شي، د یوه شي نه شتون وښيي، اشاره ورته وکړي او استنباط یې کړي.

  • یو څوک په ډېر احتیاط د بل چا د موټر د شا سېټ ګوري او وینې چې هلته لویه کانګرو نشته.
  • پولیسو د تورن کس په جامو کې کومه وسله پیدا نه کړه.
  • د ډېر عمر لرونکي ناروغ په خوله کې کوم غاښ نه و.

له ناپوهۍ استدلال کول[سمول]

(د پوهې اوشواهدو له کموالي سره د یوې پایلې را ایستل چې د ټولو احتمالاتو لپاره یې فکر او محاسبه نه وي شوې).

  • « زه په دې نظر یم چې (په غربي ساحل کې د دښمن د ناوړه فعالیتونو) دغه نه شتون زموږ د ټول وضعیت تر ټولو شومه نښه ده. دا تر بل هر عامل ما ډېر قانع کوي چې کومې خبرابکارۍ او د پنځمې ستنې (جاسوسي دستګاه) فعالیتونه چې موږ به یې وینو، داسې وخت ته برابر شوي، لکه پارل هاربر ... زه باور لرم چې موږ په کاذب امنیت اراموي.» ایرل وارن، د کالفورنیا څارنوال ( مخکې له دې چې د ۱۹۴۲ز کال د فبروري په ۲۱مه په سان فرانسېسکو کې کانګریس ته وینا واوروي).
  • دا بېلګه په ښکاره ښيي چې ناپوهۍ ته رجوع څنګه وي: « که څه هم موږ ثابته کړې چې سپوږمۍ له نازکو لایو جوړه ده، دا مو نه ده ثابته کړې چې هسته یې په دغو لایو نه ډکېږي، نو د سپوږمۍ هسته په نازکو لایو ډکه ده.»
  • کارل سګن یې په خپل کتاب (د اهریمن له لوري ښکار شوې نړۍ) کې وایي:  

ناپوهۍ ته رجوع: هغه ادعا چې ناسمه نه ده ثابته شوې، باید سمه وي او همداسې برعکس. ( مثلاً؛ هېڅ داسې قانع کوونکي دلایل نشته چې ناپېژندل شوي الوتونکي شیان ځمکې ته نه راځي؛ نو دا ډول شیان شته او په کایناتو کې یو بل ځای ډېر ښه ژوند شته. او : ښايي بې شمېره نورې نړۍ هم وي، خو هېڅ یوه یې نه ده پېژندل شوې چې د ځمکې په اندازه اخلاقي پرمختګ ولري، نو موږ لا هم د کایناتو په مرکزیت کې یو). دغه ابهام لرونکې بې صبري په دغه عبارت نقد کېدای شي: د شواهدو نه شتون، د نشتون شواهد نه دي.

اړوند اصطلاحات[سمول]

مخالف مفهوم او مخکې وروسته والی[سمول]

مخالف مفهوم د استنباط یو منطقي اعتبار لرونکی قانون دی چې د موجودې موضوع له نفي کولو یا بیا جوړولو څخه د نوې موضوع رامنځته کولو اجازه ورکوي. دغه مېتود د (که الف وي بیا ب هم شته) په شان ټولو موضوعاتو کې د پلي کېدو وړ دی؛ نفې او برعکس کوي یې، په دې توګه یوه نوې موضوع لکه (که الف نه وي ، بیا ب هم نشته) رامنځته کوي چې د اصلي موضوع په څېر سمه ده؛ لومړۍ پر دویمه ضمني دلالت کوي او دویمه يې پرلومړۍ.

مخکې وروسته والی هم کټ مټ، لکه مخالف مفهوم داسې دی، خو په بله وینا کې ویل شوی.

خالي پایله[سمول]

خالي پایله یا پوچه پایله یوه اصطلاح ده چې په ساینس کې کارېږي او د نه شتون شواهدو ته اشاره کوي. د ځمکې پر سر د اوبو لټول ښايي د خالي پایلې سبب شي ( ځمکه وچه وي)؛ ښايي باران نه وي شوی.

اړوند استدلالونه[سمول]

له خپلې پوهې استدلال[سمول]

له خپلې پوهې استدلال په لاندې بڼو کې راځي:

  1. که هغه خبره سمه وی، زه به پرې پوهېدم؛ په حقیقت کې زه نه پرې پوهېږم، نو دا خبره سمه نه شي کېدای.
  2. که هغه خبره ناسمه وی، زه به پرې پوهېدم؛ په حقیقت کې زه نه پرې پوهېږم، نو دا خبره ناسمه نه شي کېدای.

دغه استدلالونه په عمل کې ډېری وخت ناسم وي او د ثابتې قضیې د ملاتړ پر واقعیت تکیه کوي. د مثال په توګه: که زه پر یوه وحشي څیزګي (خارپشت) ناست وی، پرې پوه شوی به وی؛ دا ښايي ناسم نه وي او په بشپړه توګه په لومړۍ ثابتې قضیې (پر دې د پوهېدو وړتیا) پورې اړه لري.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Duco A. Schreuder (2014). Vision and Visual Perception. Archway Publishing. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4808-1294-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Argumentum ad Ignorantiam". Philosophy 103: Introduction to Logic. Lander University. 2004. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Fallacies : classical and contemporary readings. Hansen, Hans V., Pinto, Robert C. University Park, Pa.: Pennsylvania State University Press. 1995. OCLC 30624864. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0271014166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  4. Locke, John (1690). "Book IV, Chapter XVII: Of Reason". An Essay Concerning Human Understanding. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Landers, Richard N. (2018). A Step-By-Step Introduction to Statistics for Business. SAGE Publications. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5264-1752-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Don't Toss the Floss!". 19 April 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sambunjak, D.; Nickerson, J. W.; Poklepovic, T.; Johnson, T. M.; Imai, P.; Tugwell, P.; Worthington, H. V. (2011). "Flossing for the management of periodontal diseases and dental caries in adults". The Cochrane Database of Systematic Reviews (12): CD008829. doi:10.1002/14651858.CD008829.pub2. PMID 22161438. S2CID 205196903. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)