له مور نه محرومیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له مور څخه د محرومیت اصطلاح یوه علمي اصطلاح ده چې له مور (یا د مور له ځای ناستې) څخه د نوو زېږېدلو ماشومانو د جدا کولو اړوند د اروايي طبیب او اروايي څېړونکي جان بولبي د لومړنیو چارو لنډیز دی؛ په داسې حال کې چې د ماشوم د ودې پر مهال د مور د له لاسه ورکولو اغېز ته لا له وړاندې د فروید او نورو نظریه ورکوونکو له خوا پام شوی و. د جنایت کوونکو او بې عاطفې ماشومانو اړوند د روغتوني او سازماني پالنو اړوند د بولبي کار د دې لامل وګرځېد؛ هغه مهال چې بولبي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په لندن کې د ټاویسټوک کلنیک د مور او ماشوم د څانګې مشرۍ ته ورسېد په اروپا کې یې د بې کوره ماشومانو د روغتیا اړوند د نړیوال روغتیا سازمان په راپور لیکلو لاس پورې کړ. د هغه د کار پایله د میندو د پالنې او اروايي روغتیا د مونوګراف په توګه په ۱۹۵۱ زکال کې خپره شوه، چې له مور څخه د محرومیت فرضیه یې وړاندې کړه. [۱][۲][۳]

بولبي هغه مهال په ټوله اروپا کې د دغې موضوع اړوند تجربي شواهد لکه د سپیتز (۱۹۴۶ زکال) او ګولډ فارب (۱۹۴۳، ۱۹۴۵ زکال) چارې راغونډې کړې. د هغه د کار اصلي پایله دا وه چې «نوی زیږېدلی ماشومان او نور ماشومان باید له خپلې مور (یا د مور له ځای ناستې) سره ګرمه، صمیمي او دوامداره اړیکه ولري چې دواړه ور څخه راضي او خوند واخلي» او که چېرې داسې نه وي کېدای شي پام وړ او بېرته نه راګرځېدونې ‌ذهني اغېزې له ځانه سره ولري. دغه مونوګراف په ۱۴ بېلابېلو ژبو وژباړل شو او یوازې په انګلیسي ژبه یې ۴۰۰ زره کاپیانې وپلورل شوې. د بولبي فعالیت د اتو رانک او ایان سوتي له فعالیت څخه چې مورنۍ پالنه یې د ماشوم د ودې لپاره اړینه بلله؛ مخکې شو او له دغه پالنې څخه یې د محرومو ماشومانو پر ودې د هغو په بالقوه پایلو تمرکز وکړ. [۴]

په ۱۹۵۱ زکال کې د روغتیا د نړیوال سازمان نشریات د نویو زېږدلو ماشومانو څخه د سازماني پالنو په لارو چارو کې د پراخو بدلونونو لامل وګرځېدې او په روغتونونو کې یې د کوچنیو ماشومانو د ساتنې اړوند لارو چارو په برخه کې ډېر اغېز وکړ او والدینو له خپلو ماشومانو سره د مکررو او اوږدو لیدنو مهال وموند. په داسې حال کې چې دغه مونوګراف په اصل کې له کوره څخه د ماشومانو د ویستو اړوند و، خو له هغو څخه د یو شمېر سیاسي اهدافو په موخه هم ګټنه وشوه څو ښځې کار خوشی کړي او د ماشومانو په ساتن ځایونو کې د ماشومانو د پرېښودو مخه ونیسي او همدارنګه پخوانیو سرتېرو ته د کاري زمینې برابرولو کچه لوړه کړي. دغه نشریات همدارنګه د نورو ارواه پوهانو، اروايي طبیابونو او د زده کړو د برخې د نظریه ورکوونکو لپاره بحث پارونکي و او د ماشومانو د لومړنیو اړیکو د موضوع اړوند یې پام وړ څېړنې او بحثونه راوپارول.

محدود تجربي اطلاعات او د مورنۍ پالنې او اروایي روغتیا اړوند د پایلو د توضیح په موخه د جامعې نظریې نشتوالی د بولبي له خوا د اړوندتیا د نظریې په نامه د راتلونکې نظریې د جوړېدو لامل وګرځېد. د مورني پالنې او اروایي روغتیا تر نامه لاندې د کتاب له خپرېدو وروسته بولبي په نور برخو لکه تکاملي بیولوژي، اخلاقو، د تکاملي ارواه پوهنې، د اروايي علومو او د کنټرول د سیسټم د نظریاتو په برخو کې د نوي درک د رامنځته کولو په هڅه کې شو څو د تکاملي فشار په پایله کې د یو نوي زېږېدلي ماشوم د اړیکو بنسټ فورمول بندي کړي. بولبي ادعا وکړه چې د اړوندتیا/دلبستګۍ په نامه خپل بل کار کې چې د ۱۹۶۰ زکال او ۱۹۸۰ زکال ترمنځ خپور شو د مورنۍ پالنې او اروایي روغتیا په اثر کې یې د «اطلاعاتو او د ادعايي معلول او علت ترمنځ د اړیکې د تیوري د نشتوالي تشه» جبران کړې. [۵][۶][۷]

په داسې حال کې چې له مور څخه د محرومیت د نظریې مرکزي اصل – دا چې د فردي اړیکو څخه د ماشومانو تجربیات د هغوی د اروايي ودې لپاره ډېر مهم دی او دا چې له ماشوم سره د یوې دوامدارې اړیکې جوړول د تجربیاتو، انضباط او پالنې د وړاندې کولو په کچه د والدینو یو له اساسي دندو څخه ده – په ټولیزه توګه منل شوی، «له مور څخه محرومیت» د یو جلا سنډروم د مفهوم په توګه اوس مهال ډېره کارونه نه لري او یوازې د شدید محرومیت لکه «د ودې په رامنځته کېدو» کې ترې ګټنه کېږي. دغې اصطلاح د لومړنیو اړیکو په برخه کې تر ډېره بریده د اړوندتیا د نظریې او نور اړوندو نظریاتو له مخې د والدینو او ماشومانو ترمنځ د تعاملاتو ځای نیولی. د یو مفهوم په توګه د والدینو نشتون د راتلونکو ستونزو د یو زیان اړونکي په توګه نه د هغو د مستقیم علت په توګه په پام کې نیول کېږي. د سازماني پالنو اړوند ډېری وروستۍ څېړنۍ د محرومۍ د فردي عناصرو، محرومیت، لږ تحرک او هغو کمښتونو اړوند شوې چې له سازماني پالنې  سرچینه اخلي.

تاریخچه[سمول]

علمي څېړنو له ماشومانو څخه د محرومیت په اړه د میندو په ځورېدو ټینګار کړی، خو له تاریخي پلوه د کوچنیو ماشومانو د مور د له لاسه ورکولو اړوند څه نه دي ویل شوي؛ دا کېدای شي له دې امله وي چې د شیدو خوړولو په وخت کې د مور له لاسه ورکول تر ډېره د شیدې خوړونکي ماشوم د مړینې په معنا وي. په نوولسمه پېړۍ کې فرانسوي ټولنې داسې یو سیسټم رامنځته کړ چې له مخې یې نوي زېږیدلي ماشومان د خپلو رضعي میندو په کورونو کې تغذیه کېدل او له شیدو اخیستو وروسته به خپلې بیولوژیکي کورنۍ ته راوړل کېدل همدا و چې د دغه مضاعف جلاتوب هېڅ احتمالي نښې په ماشوم کې نه څرګندېدلې. [۸]

زیګمونډ فروید کیدای شي یو له هغو لومړنیو کسانو څخه وي چې د ودې پر حالت کې د یو ماشوم د مور د له لاسه ورکولو پر اغېز یې ټینګار کړی، خو د هغه اندېښنه تر ډېرې لږ کچې د دې په پرتله چې ماشوم کېدای شي د خپلو تغذیه کوونکو تیونو د له لاسه ورکولو له امله یې احساس کړي؛ د مور د پالنې واقعي تجربې ته اړوند وه. له دې امله چې د فروید نظریه تر ډېرې لږ کچې پورې د نویو زېږدلو ماشومانو د مشاهداتو له مخې وه نو د له لاسه ورکولو د واقعي تجربو اغېز ته یې د پام په موخه ډېر لږ هڅه کړې وه. [۹]

د نوي زېږدلي ماشوم او مور ترمنځ د تجربې اړوند د فروید له لومړنیو انګېرنو وروسته، اتو رانک د شخصیت په وده کې د زیږون پر مهال د اروایي زیانونو پیاوړي رول ته نغوته وکړه. رانک له مور څخه د جلا کېدو په توګه د زیږون په اروايي زیان باندې د یوې ځورونکې فزیکي پېښې په پرتله ډېر ټینګار وکړ. له دغې نظریې ډېر ژر وروسته بریتانوي ډاکټر ایان سوتي بله نظریه وړاندې کړې خو ژر مړینې یې د نظریې اغېز کم کړ؛ د هغه نظریه دا وه چې ماشوم مورنۍ مینې ته له هر څه ډېره اړتیا لري او د ده ډېره اندېښنه له دې ده چې دغه ډول مینه دې له منځه ولاړه شي. [۱۰]

په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې ډیویډ لوی په هغو ماشومانو کې چې د ژوند په لومړیو کې یې خپله مور له لاسه ورکړې وي او په بېلابېلو کورونو کې را لوي شوي د «لومړنۍ عاطفي لوږې» په نامه ښکارندې ته اشاره وکړه. د هغه پر باور دغه ماشومان کېدای شي په ظاهر کې خوشاله ښکاره شي خو په باطن کې بې تفاوته دي. نوموړي دغه پوښتنه مطرح کړه چې آیا کېدای شي «د یو ودې په حالت کې ارګانېزم د تغذي عناصرو د کمښت له ناروغۍ سره پرتله کېدونکې په احساسي ژوند کې د عاطفي کمښت ناروغي» شتون ولري. [۱۱][۱۲]

په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې په یو لړ خپرو شوو څېړنو کې ارواه پوه بیل ګلدفارب د هغو ماشومانو چې په بنسټیزه توګه را لوی شوي او هغوی ترمنځ چې د ساتنې په مرکزونو کې را لوی شوي نه یوازې د اړیکې جوړولو په برخې کې توپیرونو ته بلکې د هغوی په ځیرکتیا کې توپیرونو ته هم اشاره وکړه. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Holmes 1993, p. 221
  2. Bretherton, I. (1992). "The Origins of Attachment Theory: John Bowlby and Mary Ainsworth". Developmental Psychology. 28 (5): 759–775. doi:10.1037/0012-1649.28.5.759. S2CID 3964292. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bowlby, John (1995) [1951]. Maternal Care and Mental Health. Bulletin of the World Health Organization. 2 (الطبعة Softcover). Northvale, NJ: Jason Aronson. د کتاب پاڼي 355–533. PMC 2554008. PMID 14821768. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56821-757-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bowlby 1995, p. 11
  5. Bowlby 1988, p. 24
  6. Cassidy, J. (1999). "The Nature of the Child's Ties". In Cassidy, J.; Shaver, P.R. (المحررون). Handbook of Attachment: Theory, Research and Clinical Applications. Guilford press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57230-826-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bowlby, J. (1986). "Maternal Care and Mental Health" (PDF). Bulletin of the World Health Organization. 3 (3): 355–533. PMC 2554008. PMID 14821768. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fildes, V. (1988). Wet Nursing. New York: Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-15831-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Brown, J.A.C. (1961). Freud and the Post-Freudians. London: Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-020522-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Suttie, I. (1935). The Origins of Love and Hate. London: Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-21042-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Karen 1998, pp. 13–17
  12. Karen 1998, pp. 20–21
  13. Karen 1998, pp. 18–22