له سیاق پرته نقل قول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له سیاق پرته نقل قول، ځیني وختونه د زمینې یا د نقل قول را ایستلو په نوم هم یادېږي. دا یوه غیر رسمي تېروتنه ده، چېرې چې د وینا یوه برخه د هغې د منحصرې شاوخوا څخه په داسې ډول لرې کېږي، چې د هغه توقع کېدونکې معنا ګډوډوي. دغه شرایط یا زمینې کېدلی شي، قصدي یا ناڅاپي وي، کېدلی شي ، یو څوک د هغه په مفهوم باندې په تېروتنې سره پوه شي او د هغه د روښانه کولو لپاره یو اړین شی لرې کړي، ځکه دی فکر کوي چې هغه ته اړتیا نه شته. د یوې تېروتنې په توګه د خبرو له سیاق پرته نقل قول، له نا سم انتصاب سره توپیر لري، ځکه له سیاق پرته نقل قول، په صحیح سرچینې پورې تړل کېږي.[۱]

د دغې تېروتنې پربنسټ استدلال معمولا ً دوې بڼې لري:

  1. د یوه مغالطه کوونکي کس د استدلال په توګه - هغه نقل قول ته شامليږي، چې له سیاق پرته د نقل قول مخالف وي، ترڅو د هغه موقف ناسم ثابت کړي. په عامه بڼه دا یا ډېر ساده یا خورا سخت ښیي، ترڅو د هغه ردول اسانه شي. دا په سیاست کې عام دي.
  2. واک ته د اپیل په توګه- په دې کې له سیاق پرته د موضوع د نقل قول صلاحیت شاملېږي، ترڅو د ځینو موقیفونو د ملاتړ په موخه صلاحیت ناسم څرګند کړي.[۲]

له سیاق پرته نقل قول[سمول]

له  سیاق پرته نقل قول د خپلو اصلي ژبنيو شرایطو او سیاق د کلیمو انتخابي اقتباس ته اشاره کوي. په داسې ډول چې تر نظر لاندې معنا تحریفوي او دا هغه عمل دی چې معمولاً له سیاق پرته نقل قول بلل کېږي. دلته ستونزه د هغې له اصلي سیاق پرته د اقتباس لرې کول نه دي (لکه څنګه چې ټول نقل قولونه دي)، بلکې دا د لرې کولو لپاره د پریکړې کوونکي پریکړه ده، چې ځینې نژدې عبارتونه او کلیمات چې د لرې کېدلو په دلیل په زمینه یا موضوع باندې بدلېږي او د غوره شوو کلیماتو د اصلي معنا په څرګندولو کې مرسته کوي. ورځپاڼه لیکونکي میلتون مایر په دغه کړنه کې د جراحي تخریب سره پر پرتله کولو«له سیاق پرته نقل قول» اصطلاح رامنځته کړه او وروسته په المان کې د وایمار په وخت کې د نازي د مشهورې خپرونې د اېډېټور یولیوس استرایچر له خوا توصیف او وکارول شوه. دغې اونیزې د کارګر طبقې د عیسوي لوستونکو ترمنځ د یهودو ګړې پاروونکو احساساتو د پارولو لپاره سټرایچر په منظمه توګه Talmudic متن څخه لنډ نقل قولونه خپاره کړل، چې د دوی د لالچ، غلامۍ او د هغوی د رسمي عامه وژنې ملاتړ یې کاوه. که څه هم، له دې ډول افراطیت څخه په ندرت باندې کار اخیستل کېږي، مګر دا په معاصرو ډله ییزو رسنیو کې د ناسم بیان خپرولو یوه عامه طریقه ده. څېړنو ښودلې ده چې، د دې غلط بیان اغېزې، ان له دې وروسته چې اورېدونکي یې په اصلي شرایطو کې له اقتباس سره مخامخ کېږي، هم پاتې کېږي.[۳][۴][۵]

په اعلانونو کې[سمول]

په اعلانونو کې له سیاق پرته د نقل قول یو تر ټولو نامتو مثال «بیا کتنه» ده. د یوې غټې سټوډیو له لوري د رسنیو د رسواکېدلو لالچ چې د هغوی له خرابېدلو سره تړاو لري، کېدلی شي ځینې نیوکه کوونکي وهڅوي، چې د منځنیو فلمونو په اړه مثبتې بیا کتنې ولیکي. په دې ډول، ان هغه وخت چې کله یوه نیوکه په بشپړه توګه منفي وي، نو سټوډیوګانې د هغه د اقتباس یا نقل قول د ناسم ښودلو په اړه لږې څرګندونې لري.

د بېلګې په ډول: د نوي لاین سینما د ۱۹۹۵ ز تریلر Se7en لپاره د اعلانونو کاپي اوین ګلیبرمن ته منسوب شوې، چې د Entertainment Weekly منتقد دی، ده د "یو کوچنی شاهکار" تبصره کارولې ده. ګلیبرمن په واقعیت کې Se7en په ټولیزه توګه B− یاد کړ او یوازې پرانیستی کریډیټ یې په خورا عالي بڼه وستایه، هغه وایي: "د کریډیټ لړۍ، د هغې د چټک چوکاټونو او د رواني وسایلو د نږدې جټکو سره، د ډیمنشیا (د عقل زوال) یو کوچنی شاهکار دی." په ورته ډول یونایټید هنرمندانو د خپل فلاپ هوډلم flop Hoodlum په اړه د نیوکه کوونکي کینیت توران په بیا کتنه کې، یوازې د هغه یوه کلیمه «د مقاومت نه وړ» د خپل فلم په اعلانونو کې تر څېړنې لاندې نیولې، ان د لارنس فشبرن لمبه (شغله) ورکوونکې کړنې نه شي کولی هوډلم روښانه کړي، دا به یوازې د ګنګسټر افسانه وي، چې د نکل سیګرټ په پرتله لږ تودوخه تولیدوي. فشبرن بمپي سخت، مقناطیس او حتی د مقاومت وړ نه دی، خو یوازې دغه ممثل په یوازې ځان ډېر څه کولی شي. د دغو سرغړونو په پایله کې ځینې نیوکه کوونکي اوس په قصدي ډول په خپلو بیاکتنو کې د رنګارنګ ژبې کارولو څخه ډډه کوي. په ۲۰۱۰ز کال کې د پاپ کلتوري مجلې وینټي فیئر راپور ورکړچې، یاده مجله د بې باکه کره کتنې قرباني وه. وروسته له هغې چې د Lost ټلویزیوني خپرونې "د ټول وخت تر ټولو ګډوډ، غیر معمولي، مسخره یي، خو بیا هم په یو ډول د روږدي کېدلو په څېر په زړه پورې تلویزیون خپرونه" بیاکتنه کې برخه اخیستې وه او په خپلو اعلاناتي موادو کې یې، یوازې خپلې تر ټولو عادی ټلویزیوني خپرونې ته ځای ورکړی و. کارل بیالیک په ۲۰۰۷ز کې Live Free or Die Hard (وړیا ژوند وکړه یا سخت مړ شه) په اعلان کې په مختلف ډول، د قید اطلاق نمونه په یوه متفاوت فعل باندې ثبت کړه، چېرې چې د نیویارک ډیلي نیوز اقتباس، د "هیسټریک ډول ډېر تولید او د حیرانتیا وړ ساتیري" ته راټیټ شوی و.[۶][۷][۸]

په متحده ایالاتو کې د ناسمو اعلانونو په اړه د شته مقرراتو اضافه، د ګمراه کوونکي یا تېر اېستونکي فلم د بلورونو پروړاندې کوم ځانګړی قانون نشته . MPAA د دوی د جلب یا اقتباس د دقت پر ځای د ټون او منځپانګې لپاره د اعلانونه بیاکتنه کوي. ځینې سټوډیوګانې د یوه پراخ نقل قول له چلولو  وړاندې د دې په لټه کې وي، چې د اصلي نیوکه کوونکي تایید ترلاسه کړي. د اروپایی اتحادیې د غیر عادلانه سوداګریزو کړنو لارښود، له سیاق پرته د نقل قول منع کوي او هغه شرکتونه په نښه کوي، چې د خپلو محصولاتو لپاره یې داسې بڼه چې د اصلي تایید له شرایطو سره همغږي نه لري، د دروغجن اعتبار ادعا کوي. دغه قانون په انګلستان کې د عادلانه سوداګرۍ دفتر له خوا پلي کېږي اود نه مراعات په حالت کې یې تر ټولو لوړه سزا، د £ ۵۰۰۰ جریمې یا دوو کالو حبس دی.[۹][۱۰][۱۱]

د تخلیق-تدریجي تکامل شخړه[سمول]

ساینس پوهانو او د دوی ملاتړو د ۱۹۹۰ز لسیزې په نیمایي کې د نیوز ګروپ په پوسټونو کې د اقتباس نقل قول اصطلاح کارولې، ترڅو د ځینې تخلیق کوونکو د نقل قول کولو عمل تشرېح کړي. دغه اصطلاح، د علمي ټولنې د غړو له خوا د هغه مېتود د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي، چې د تخلیق کوونکو له لوري د خپل استدلال د ملاتړ لپاره کارول کېږي، که څه هم دا کېدلی شي، ډېری وختونه د تخلیق – تدریجي تکامل څخه بهر کارول کېږي. د دغه عمل په اړه شکایتونه، په اصل کې د دغې اصطلاح د پېژندل شوې کارونې وړاندې مطرح کېدلې.  [۱۲][۱۳]

تیوډوسیس دوبزانسکي په ۱۹۷۳ز کې په خپله مشهوره مقاله کې لیکلي دي چې: "د تدریجي تکامل له رڼا پرته، په بیولوژي کې هېڅ شی مفهوم نه ورکوي"

د دوی [تخلیقیانو] غوره سپورت په احتیاط سره د اقتباساتو یا نقل قولو سره یوځای کول دي او ځینې وختونه په ماهرانه توګه له محتوا څخه ایستل، ترڅو وښيي چې، هېڅ شی  په رښتیا چې د تدریجي تکامل د ملاتړو ترمنځ نه دی رامینځته شوی یا همغږي شوی نه دی. زما ځینې همکاران او زه په خپله، د ځینو نقل قولونو په لوستلو باندې حیران شوي یو، چې ښیي چې موږ په رښتیا سره تر خپل پوستکي لاندې د تدریجي تکامل خلاف یو.

دا د متن د اثبات لپاره د عیسوي الاهیاتو له طریقې سره پرتله شوی دی:

په ظاهري توګه، ساینس پوهان زیاتره خپل ځان د ساینسي ادبیاتو په کارولو سره څرګندوي. د دوی د ساینسي څېړنو فکر یوازې د ساینسي مجلو او مونوګرافونو لوستل دي. دوی پر کلیمو باندې تمرکز کوي، نه په اصلي حقایقو او استدلال باندې. دوی د ساینس پوهانو یا عالمانو نظر یوازې ساینس یا علم بولي. د سیکولرانو لپاره ساینس، پر سپېڅلو ادبیاتو باندې بدلېږي. د هر ساینس پوه خبرې، د نورو خبرو او بیانونو لپاره تکیه او نقل قول جوړېږي. هره وینا مهمه ده او هره وینا د تفسیر وړ ده.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Engel, Morris S., With Good Reason: An Introduction to Informal Fallacies (1994), pp. 106–07 کينډۍ:ISBN
  2. Quoting Out of Context, Fallacy Files
  3. Mayer, M. (1966). They thought they were free: The Germans, 1933–45. Chicago, Illinois: University of Chicago Press.
  4. McGlone, M.S. (2005a). "Quoted out of context: Contextomy and its consequences". Journal of Communication. 55 (2): 330–346. doi:10.1111/j.1460-2466.2005.tb02675.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. McGlone, M.S. (2005b). Contextomy: The art of quoting out of context. Media, Culture, & Society, 27, 511–22.
  6. Reiner, L. (1996). "Why Movie Blurbs Avoid Newspapers." Editor & Publisher: The Fourth Estate, 129, 123, citing:
  7. Sancton, Julian (March 19, 2010). "Good Blurbs from Bad Reviews: Repo Men, The Bounty Hunter, Diary of a Wimpy Kid". Vanity Fair. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bialik, Carl (January 6, 2008). "The Best Worst Blurbs of 2007: The 10 most egregious misquotes, blurb whores, and other movie-ad sins of 2007". Gelf Magazine. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Beam, Chris (Nov 25, 2009). "'(Best) Film Ever!!!' How Do Movie Blurbs Work?". Slate. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Age banding, Philip Pullman, The Guardian, 7 June 2008
  11. Excellent! Theatres forced to withdraw misleading reviews, Amol Rajan, The Independent, 29 May 2008
  12. The Quote Mine Project, John Pieret (ed), TalkOrigins Archive
  13. The Revised Quote Book, E.T. Babinski (ed), TalkOrigins Archive