له سرچینې یا مرجع څخه استدلال کول
له سرچینې یا مرجع استدلال کول (argumentum ab auctoritate) چې مرجع ته رجوع یا argumentum ad verecundiam هم ورته وایي؛ د استدلال یو ډول دی چې په دې کې د یوې موضوع په اړه د یوې سرچینې نظر د استدلال د ملاتړ د ثبوت په توګه کارېږي. ځینې داسې فکر کوي که چېرې د یوه بحث ټولې خواوې په متن کې د ورکړل شوې سرچینې پر باوريتوب همغږې وي، دا په یوه قانع کوونکې بڼه کارېږي. ځینې نور بیا په دې اړه داسې فکر کوي چې دا به تل یوه مغالطه/ناسم استدلال وي چې د یوې سرچینې نظرونه په تر بحث لاندې موضوع کې د استدلال د ملاتړې وسیلې به توګه ووایي. [۱] [۲][۳] [۴]
عمومي کتنه[سمول]
د تاریخ په اوږدو کې مرجع ته د رجوع په اړه نظر یو نه و: په ګڼو سرچینو کې ځینې وخت سم استدلال یا نه تېروتنه ښودل شوې او ځینې وخت بیا ناسم استدلال یا تېروتنه/مغالطه؛ ځینې په دې سترګه ورته ګوري چې دا کېدای شي پیاوړی یا لږ تر لږه د اعتبار وړ باطل کېدونکی استدلال وي او ځینې نور بیا وايي چې دا کمزوری او په بشپړه توګه یوه مغالطه یا تېروتنه ده.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د دغه ډول استدلال عمومي بڼه دا ده:
یو کس یا A کسان ادعا کوي چې X سم دی.
یو کس یا A کسان د X اړونده برخه کې متخصصین دي.
ځکه خو باید پر X باور وشي.[۱۵]
په ساینس کې یې ګټه اخیستنه[سمول]
ساینسي علم د سرچینې او مرجع له مخې د استدلال پر ځای پر شواهدو او تجربو ولاړ دی او مرجع په ساینس کې هېڅ ځای نه لري. له مرجع څخه د استدلال په ه اړه د د کارل سیګن لیکنه: [۱۶][۱۷][۱۸] [۱۹][۲۰]
د ساینس یو له تر ټولو لویو حکمونو دا دی چې، «له مرجع څخه بې باوره استدلال.».... ګڼ شمېر دغه ډول استدلالونه په ډېره خواشینۍ ناسم ثابت شوي. مرجعګانې باید د بل هر چا په شان خپلې مباحثې ثابتې کړي.[۲۱]
په ساینس کې مرجع ته د رجوع یوه بېلګه د ۱۹۲۳ کال ده، کله چې یوه مخکښ امریکايي ژوپېژندونکي، تئوفیلوس پېنټر د خپلو کمزورو معلوماتو او متضادو مشاهدو پر اساس وویل چې انسانان ۲۴ جوړې کروموزومونه لري. له ۱۹۲۰ تر ۱۹۵۶ کلونو پورې ساینسپوهانو دغه «واقعیت» د پېنټر په مرجعیت خپور کړ، سره له دې چې بیا بیا شمېرلو د ۲۳ سمه شمېره ښوده. ان په درسي کتابونو کې، چې په انځورونو کې به یې ۲۳ جوړې ښکارېدې، په غلطه ویل چې ۲۴ جوړې دي. دا یې د هغه جمعي توافق د سرچینې یا مرجع پر اساس ویل چې پخوا یې ۲۴ جوړې منلې وې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
دغې ظاهري تصدیق شوې شمېرې د څېړونکو تر منځ د تصدیق لېوالتیا رامنځته کړه او « ډېری حجره پوهانو، د پېنټر کشف شوې شمېرې ته تمه لرله او تل یې داسې وکړل». د پېنټر « نفوذ دومره ډېر و ډېر ساینسپوهانو د ریښتینو ثبوتونو پر وړاندې، د ده پر شمېر باور وکړ» او له پېنټر سره د موافق کېدو لپاره یې خپل معلومات پرېښودل.[۳۱][۳۲][۳۳]
کاذبې مرجع ته رجوع[سمول]
دا مغالطه یا ناسم استدلال هغه وخت کارېږي چې کله یو کس د یوې ادعا د ثبوت په توګه کاذبې مرجع ته رجوع وکړي. له مرجع څخه دغه ناسم استدلالونه د مرجع په توګه د نا مرجع ویل دي. دوو فیلسوفانو، ایروینګ کوپي او کارل کوهن دا د مغالطې په توګه وښوده « کله چې د یوې موضوع په اړه داسې ډلو ته رجوع وشي چې د مرجعیت د ادعا لپاره هیڅ مشروعیت نه لري». کوپي لیکلي: « د یوې پېچلې او سختې پوښتنې په اړه د یو چا د فکر جوړولو لپاره، دا کس باید هڅه وکړي چې د یوه داسې تصدیق شوي متخصص په قضاوت لارښوونه ورته وشي چې دا موضوع یې پوره لوستې وي [...] د استدلال دا مېتود په ګڼو حالتونو کې غوره مشروعیت لري. [...] خو کله چې یوې مرجع ته د داسې موضوع په اړه د سند لپاره رجوع وشي چې د هغې مرجع خپله ځانګړې څانګه نه ده، دا رجوع د (argumentum ad verecundiam) مغالطه کېږي».[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
په ادراکي تعصب کې ریښې[سمول]
په نا اړونده څانګه یوې مرجع ته د رجوع د تېروتنې یا مغالطې یوه بېلګه دا ده چې البرټ انشټین ته په دیني مسله کې د یوه د تصدیق لپاره مرجع وویل شي، په داسې حال کې چې د ده اصلي تخصص په فزیک کې و.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
دا هم شخص ته د رجوع ناسم استدلال یا تېروتنه ده چې ووایو د یو چا خبرې مرجع یا سرچینه نه لري، ځکه خو باید د دغه کس استدلال ته پام ونه شي. د مرجع درک شوي نشتون ته د رجوع په اړه که ووایو، دا ډول استدلالونه مرجع ته د رجوع د دلیل پشان، دا هم مغالطه یا تېروتنه ده.[۴۶]
له مرجع څخه هغه استدلال کول چې پر دغه نظر ولاړ وي چې یو کس باید له یوې درک شوې مرجع سره سم وي یا معتبرې ډلې د اش (سلومون اش) اغېز پشان رواني ادراکی تمایل کې ریښه لري. د اش د سمون د تجربو په مشخصو او تکراري بېلګو کې دا خبره لاسته راغله چې د لوړ وضعیت لرونکي کسان د یوې موضوع یو پیاوړی احتمال رامنځته کوي چې له یوې ښکاره ناسمې پایلې سره توافق کوي، سره له دې چې له موضوع په ښکاره دا معلومېږي چې ځواب ناسم و.[۴۷]
سربېره پر دې، انسانانو ښودلې چې له مراجعو او اکثریت سره د ځان سمولو پر وخت سخت احاساتي فشار حس کوي. د څېړونکو د یوې بلې ډلې د تجربو تکرار موندلې چې «د ګډون کوونکو په اړه دا راپور ورکړل شوی چې د ډلې تر فشار لاندې ډېر زړه تنګي وو»، ۵۹ سلنو یې ښکاره ناسم ځواب منلی و او لږ تر لږه یو ځل یې ځان ورسره سم کړی و؛ حال دا چې ناسم ځواب په ډېره نادره توګه ورکړل شو چې هېڅ دا ډول فشارونه نه و. [۴۸] [۴۹][۵۰]
پوهانو ویلي چې ځینې چاپېریالونه د دغو پروسو د ترسره کېدو لپاره په زړه پورې وضعیت برابروي، د ډلهییز فکر سبب کېږي. په ډلهییز فکر کې د یوې ډلې غړي دا تمایل احساسوي چې شخړه کمه کړي او انطباق او منل وهڅوي. مرجع ته د رجوع له لارې، د ډلې یو غړی ښايي هغه فکر د ټولو په خوښه وړاندې کړي او د ډلې نور غړي وهڅوي چې د ټولو په خوښه درک شوې موضوع یا مرجع سره په توافق کولو سره په ډلهییز فکر کولو کې دخیل شي. د ریاضیاتو د فلسفې په اړه په یوه مقاله کې راځي چې، په یوه اکاډمیک چاپېریال کې،
که چېرې ... یوه کس زموږ ډیسیپلین او انظباط ومانه او د ریاضیاتو په برخه کې یې تر فارغېدو دوه درې کاله تېر کړل، هغه زموږ د فکر کولو بڼه اخلي او نور هغه بیرونی نیوکه کوونکی نه دی چې یو وخت و... که یو زده کوونکی زموږ د فکر بڼه خپله نه شي کړی، بې شکه چې موږ یې ناکاموو. که چېرې زموږ د موانعو له ډګره تېر شو او بیا یې پرېکړه وکړه چې زموږ استدلالونه نا روښانه او ناسم دي، موږ یې د یوه بدخویه، لیوني او زموږ له چاپېریال سره ناسمېدونکي کس په توګه رخصتوو.[۵۱]
د شرکتونو چاپېریال هم د دولت او پوځ پشان، هغو درک شوو مرجعګانو او متخصصینو ته په رجوع کې زیان منونکی دی چې د ډلهییز فکر سبب کېږي.[۵۲][۵۳]
سرچينې او ياداښتونه[سمول]
- ↑ "Fallacies". University of North Carolina at Chapel Hill. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lewiński, Marcin (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Comments on 'Black box arguments'"]. Argumentation 22 (3): 447–451. doi:10.1007/s10503-008-9095-x.
- ↑ Emermen, Frans (2010). Strategic Maneuvering in Argumentative Discourse: Extending the Pragma-dialectical Theory of Argumentation. د کتاب پاڼې 203. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9027211194. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Sadler, Troy (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Promoting Discourse and Argumentation in Science Teacher Education"]. Journal of Science Teacher Education 17 (4): 330. doi:10.1007/s10972-006-9025-4.
- ↑ Underwood, R.H. (1994). "Logic and the Common law Trial". American Journal of Trial Advocacy: 166. http://uknowledge.uky.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1258&context=law_facpub.
- ↑ Walton, Douglas N. (2008). "Appeals to authority". Informal logic: a pragmatic approach (الطبعة 2nd). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 209–245. doi:10.1017/CBO9780511808630.009. OCLC 783439050. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521713801. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Appeal to Authority". Association for Critical Thinking. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسينېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Salmon, Merrilee H. (2013). Introduction to logic and critical thinking (الطبعة 6th). Boston: Wadsworth. د کتاب پاڼي 118–121. OCLC 805951311. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781133049753. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bedau, Mark (2009). The ethics of protocells. Boston, Massachusetts; London, England: Mit Press. د کتاب پاڼي 341. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-01262-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Goodwin, Jean; McKerrow, Raymie (2011). "Accounting for the force of the appeal to authority". OSSA Conference Archive. http://scholar.uwindsor.ca/cgi/viewcontent.cgi?article=1009&context=ossaarchive.
- ↑ Carroll, Robert. "Appeal to Authority". The Skeptic's Dictionary. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Woodward, Ian. "Ignorance is Contagious" (PDF). University of Tasmania. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Knight, Sue; Collins, Carol (October 2005). "The Cultivation of Reason Giving". International Journal of the Humanities 3 (2): 187. http://connection.ebscohost.com/c/articles/25038782.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
- ↑ "The Rival Theories of Cholera". Medical Press and Circular 90: 28. 1885. https://books.google.com/books?id=wBgCAAAAYAAJ&pg=PA28.
- ↑ Curtis, Gary N. "Misleading Appeal to Authority". The Fallacy Files. د لاسرسينېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ McBride, Michael. "Retrospective Scientific Evaluation". Yale University. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسينېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Zinser, Otto (1984). Basic Principles of Experimental Psychology. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780070728455. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Stephen, Leslie (1882). The Science of Ethics. G. P. Putnam's sons. د کتاب پاڼې viii. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Stevenson, I. (1990). Some of My Journeys in Medicine (PDF). The University of Southwestern Louisiana. د کتاب پاڼې 18. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Quick, James Campbell; Little, Laura M.; Cooper, Cary L.; Gibbs, Philip C.; Nelson, Debra (2010). "Organizational Behavior". International Review of Industrial and Organizational Psychology: 278. https://www.researchgate.net/publication/229724832.
- ↑ Sagan, Carl (July 6, 2011). The Demon-Haunted World: Science as a Candle in the Dark. Ballantine Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780307801043. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Painter, Theophilus S. (April 1923), "Studies in mammalian spermatogenesis. II. The spermatogenesis of man", Journal of Experimental Zoology, 37 (3): 291–336, doi:10.1002/jez.1400370303 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Glass, Bentley (1990). Theophilus Shickel Painter (PDF). Washington, DC: National Academy of Sciences. د کتاب پاڼي 316–17. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Mertens, Thomas (October 1979). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Role of Factual Knowledge in Biology Teaching"]. The American Biology Teacher 41 (7): 395–419. doi:10.2307/4446671.
- ↑ Tjio, Joe Hin; Levan, Albert (May 1956), "The Chromosome Number of Man", Hereditas, 42 (1–2): 723–4, doi:10.1111/j.1601-5223.1956.tb03010.x, PMID 345813 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ O'Connor, Clare (2008), Human Chromosome Number, Nature, د لاسرسينېټه April 24, 2014 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gartler, Stanley (2006). "The Chromosome Number in Humans: A Brief History". Nature Reviews Genetics 7 (8): 655–60. doi:10.1038/nrg1917. PMID 16847465. http://www.nature.com/scitable/content/The-chromosome-number-in-humans-a-brief-15575.
- ↑ Orrell, David PhD. (2008). The Future of Everything: The Science of Prediction. د کتاب پاڼي 184–85. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Orrell, David PhD. (2008). The Future of Everything: The Science of Prediction. د کتاب پاڼي 184–85. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kevles, Daniel J. (1985). "Human Chromosomes--Down's Disorder and the Binder's Mistakes". Engineering and Science: 9. http://calteches.library.caltech.edu/594/2/Kevles.pdf.
- ↑ Orrell, David PhD. (2008). The Future of Everything: The Science of Prediction. د کتاب پاڼي 184–85. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ T. C., Hsu (1979). "Out of the Dark Ages: Human and Mammalian Cytogenetics: An Historical Perspective". Cell 18 (4): 1375–1376. doi:10.1016/0092-8674(79)90249-6. http://www.cell.com/cell/pdf/0092-8674%2879%2990249-6.pdf.
- ↑ Unger, Lawrence; Blystone, Robert (1996). "Paradigm Lost: The Human Chromosome Story". Bioscene. http://amcbt.indstate.edu/volume_22/v22-2p3-9.pdf. Retrieved 2016-03-24.
- ↑ Carroll, Robert. "Appeal to Authority". The Skeptic's Dictionary. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Woods, John (2012). "A History of the Fallacies in Western Logic". In Gabbay, D.M.; Pelletier, F.J.; Woods, J. (المحررون). Logic: A History of its Central Concepts. North-Holland. د کتاب پاڼې 561. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-093170-8. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Argument from False Authority". Logically Fallcious. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "False Authority: When People Rely on the Wrong Experts". Effectiviology. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Irving M. Copi, Introduction to Logic, p. 98, Macmillan Publishing Co. (7th ed. 1986).
- ↑ Ruggiero, Tim. "Logical Fallacies". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bennett, B. "Appeal to the Common Man". Logically Fallacious. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Williamson, Owen. "Master List of Logical Fallacies". The University of Texas at El Paso. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Sammut, Gordon; Bauer, Martin W (2011). "Social Influence: Modes and Modalities". The Social Psychology of Communication. د کتاب پاڼي 87–106. doi:10.1057/9780230297616_5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-24736-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2017 باندې). Contrasting Scientific & Non-Scientific Approaches to Acquiring Knowledge.
- ↑ Sheldon, Brian; Macdonald, Geraldine (2010). A Textbook of Social Work. Routledge. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135282615. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ McLeod, Samuel (2008), Asch Experiment, Simply Psychology الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Webley, Paul, A partial and non-evaluative history of the Asch effect, University of Exeter الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Milgram, S (1965). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Some conditions of obedience and disobedience to authority"]. Human Relations 18 (1): 57–76. doi:10.1177/001872676501800105.
- ↑ "December 2014 – Page 2". Disrupted Physician. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Definition of GROUPTHINK. (2017). Merriam-webster.com. Retrieved from https://www.merriam-webster.com/dictionary/groupthink
- ↑ Rossi, Stacey (2006). "Examination of Exclusion Rates in Massachusetts Public Schools" (PDF). الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ David, Phillip J.; Hersh, Reuben (1998). New Directions in the Philosophy of Mathematics (PDF). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 8. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lookwin, B. (2015). "Biopharma Training". الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Janis, Irving L. (1971). "Groupthink". Psychology Today. http://agcommtheory.pbworks.com/f/GroupThink.pdf.