له ستونزمنو خلکو سره جوړجاړی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ستونزمنو خلکو سره د جوړجاړي چلند – Dealing with Difficult People ۱- د ستونزمنو خلکو په اړه د پوهې پراختیا ۲- بنسټیز اصول د کومې په ذریعه چې له ستونزمنو خلکو سره جوړ جاړی کولای شې ۳- د دې ثابتول چې ته له هر ډول خلکو سره د جور جاړي چلند اختیار کولای شې لرلید یا نظر لرل له ستونزمنو خلکو سره د چلند لپاره هر څه دي. پراخه لرلید لرل تر ټولو اول باید خپل نظر یا لرلید پراخ کړو. تر اوسه پورې تر ټولو غوره ۴۶۲۸ انساني ځانګړتیاوې او یا د چلند ډولونه پېژندل شوي. په دې مجموعې کې تر اوسه پورې هر یو چلند له ډېرو کسانو سره مرسته کړې او په ډېرو ټولنو او کلتورونو کې یو ته بد بل ته ښه وېل شوي. د بېلګې په توګه لکه د سګرټ څکول او غوښې خوړل چې ډېر خلک به ورته بد وایي مګر ډېر خلک ېې سم کار ګڼي د دې بدي او ښه والی په انساني لرلید کې له چا سره د نړۍ په کوم ځای کې خبرې کوې تړاو لري. دوه ډوله اروا پوهنه په بهر او داخل تمرکز . ډېر وخت انسانان په چاپیریال تمرکز کوي او غواړي په دې وپوهیږي چې په چاپیریال کې څه روان دي په همدې کې بوخت شي او دا هېر کړي چې د دې کس په داخل کې څه دي . دواړو ته پام کول اړین دي. په چاپیریال تمرکز که چېرې ډېر په بهر باندې تمرکز وکړې نو نور خلک به داسې فکر کوي چې ته خپل مسولیت ته پام نکوې، پر نورو کنټرول کوې، د نورو د خوښې مخنیوی کوې یا په نور فشار راوړې چې ستا په خوښه یو څه وکړي.

داخل باندې تمرکز که چېرې د خپل ځان داخل باندې تمرکز وکړې نو د نورو خلکو نظر کې به یو داسې کس شې چې یواځې خپل خیال ساتې او د نورو اړتیاو ته نظر نه کوې دواړه اړین دي د بقا لرونکې اړیکې لپاره دواړه اړین دي خو دا زده کول پکار دي چې کله خپل داخل یا بهر په چاپیریال نظر کوې له یو نه خپل نظر څرنګه په ډېره ارامي سره د بل مطالعې ته واړوې او همدا مهارت د ستونزمنو خلکو سره د جوړ جاړۍ لپاره اړین ده. هر انسان په ژوند کې تجربه لري او د همدې تجربې او زده کړې په بنسټ یو څه ته ښه یا بد وایي همداسې ته ېې او همداسې ستونزمن کس ده نو پوه کس څوک د خپل ځان داخل او چاپیریال مطالعه کولای شي له ستونزمنو خلکو سره هغه څه په وېلو کې شریکوي کوم چې د دوي تر منځ شریکه تجربه وي تر څو اړیکې ته بقا ور وبښلی شي. د دوه انسانانو تر منځ تضاد هغه وخت پیدا کیږي کله چې د ژوند په اوږدو کې په لاس ته راوړل شوې تجربې د بل د خبرو قضاوت پېل کړي. نو دلته کیدای شي هغه ستا د خبرې نه بل هغه مفهوم واخلي کوم چې ستا د خبرو موخه نه ده نو د دې لپاره بل په خبرو یا هدف سم پوهول اړین دي تر څو د ستونزمنو خلکو سره په خبرو کې جوړ جاړې ته ورسېږو. کله هم چې یو کس ستا د خبرې په مفهوم پوه نشي نو لاندې څه رامنځ ته کیږي: ۱- د دوه کسانو تر منځ د درناوي له منځه تلل ۲- د باور له منځه تلل ۳ – خپګان پېدا کېدل ۴- داړېکې خرابېدل ۵- د ټیم په توګه د کاري روحیې له منځه تلل ۶- د تولید مخه ډب کېدنه ۷- اداره له منځه تلل له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته اډوارډ ډیمینګ چې د امریکا وو د جاپان درهبري کولو لپاره یو استازی وټاکل شو. اډوارډ د جاپانیانو لپاره ۱۴ ټکي وټاکل: ۱– روښانه موخه لرل ۲– همغږې رهبري ۳ – خپل منځ کې په یو بل باور لرل ۴– د بریا لاس ته راوړنه بې له دې چې د ماتې په مخه ډب کولو ځان بوخت وساتئ ۵– په خبرو کې داسې ښودل چې خپلې چارې په شعوري توګه تر سره کوی ۶– په خپل کار کې شخصي وياړ لرل ۷– د دوامداره زده کړو لپاره چمتو اوسېدل ۸– د خپل ځان په اړه الهام لرل ۹– د خپلې چارې لپاره شوق اوانرژي ۱۰– د خپل خلاقیت ښوونه ۱۱– د خپل ځان په اړه د احترام احساس کول ۱۲ – ادارې ته د وفاداري احساس لرل ۱۳– موثره رهبري لرل ۱۴– په ټیم کې د غړیتوب احساس لرل دا ۷ وضعیتونه له هیچا په هیڅ قیمت نه شی اخیستی. ځکه چې دا تحفې دي او معمولا انسانان هغه چا ته تحفه ورکوي څوک ېې چې په نظر کې د تحفې وړ وي: ۱- ستاسې احترام ستاسې د ارزښت او اهمیت له وجې ۲- له تاسې سره مناسب چلند ۳- د یوشخص په توګه ستاسې خیال ساتل ۴- ستاسې خبرې ته هر وخت غوږ کېښودل ۵- په تاسې باور کول ۶- د اړتیا په وخت ستاسې ملاتړ کول ۷- داړتیا په وخت کې ستاسې ن نګونه له ستونزمنو خلکو سره لکه د طبعي قوانینو په څېر توازن اختیار کړئ! نه ښه نه بد د بېلګې په توګه یوه باراني ورځ بده نده ځکه چې ځمکه لندوي او د ځمکې په ایکو سیستم کې توازن رامنځته کوي. همداسې یوه لمریزه ورځ ښه نده ځکه چې وچوالی رامنځته کوي، هر ډول خوړو کې کمی رامنځته کوي، د انسان پوستکی سوزوي. په طبعیت کې داسې واقعې نه بدې دي او نه ښې دي. یوازې توازن رامنځته کوي تر څو تکامل او بقا یقیني کړي. نور خلک تاسې ته انګیزه درکوي ؟ یا تاسې نورو خلکو ته انګیزه ورکوی ؟

په بیالوژیکي توګه او د ارواپوهنې له لحاظه هر انسان له داخل نه خپله هڅول شوی وي او انګېزه لري. که چېرې دا رښتیا وي چې نور خلک تا هڅوي په دې معنی ده چې ته خپله خوښه نلرې چې په کوم ځای تمرکز وکړې. او دا یوه غېرې معقوله خبر ده. 
یو پولیس افسر ودروی او پوښتنه ترې وکړی چې تاسې او ستاسې ټوپک د دې وجه ګرزېدلې چې خلک د قانون او ستاسې اطاعت وکړي ؟ 

نو همداسې ته هم د نورو کنټرول کولو پسې لیونی ېې! که چېرې ته مشر وای نو تا به هم فکر کاوه چې نړۍ او خلک باید څرنګه وي او څه باید وکړي. که چېرې تا کنټرول کړی وي په دې معنی ده چې تا فکرکړی چې باید نړۍ ستا په خوښه وي (ستاسې د اړتیاو مطابق وي). مونږ ټول نړۍ داسې مخکې وړل غواړو چې زمونږ ستونزې پکې حل شي. د نورو کنټرول کول یو خیال او تصور ده او له ستونزمنو خلکو سره په دې پوهېدل ډېر اړین دي. که چېرې یو ستونزمن کس کنټرول کړو نو ستونزې ته د حل لارې کتلو پر ځای ستونزه نوره هم ستروالی شو.


فکر وکړی د یو کس مغز عملیات کوی په دې کې تاسې سره همکار شته وي خو په یو کس کې نفوذ کول بې له همکاره کیږي او داخل ېې هم لکه د مغز نشې لیدلای تر څو کار پرې وکړی نو کوم یو ېې ډېر ستونزمن ده ؟ په همدې وجه باید فکر وکړئ چې د ستونزمن کس سره جوړ جاړی کول یو ډول چیلینج ده چې ته ورسره مخ ېې. د خوښې تیوري د خوښې تیور د انسانانو د چلند یو موډل ده. د کومې په ذریعه چې ستاسې د توازن لپاره داخلي غوښتنې پېژندل کیږي. د کومې په ذریعه ستاسې عمل مطالعه کیږي چې څرنګه عمل کولو ته خپلو داخلي غوښتنو هڅولي یاستی تر څو په خپلې فکري نړۍ کې توازن رامنځته کړی. تل یو غوښتنه شته وي! دا ډېر وخت د ستونزمنو خلکو په اړه سمه ده څوک چې تل فریاد کوي او یوه غوښتنه لري، نیوکه کوي او په نورو تور لګوي. تاسې باید په دې وپوهیږی چې هر فریاد، نیوکه، شکایت او تور لګونه خپلې فکري نړۍ کې د دوی یو لید ته توازن پیدا کول دي. دوي په هیڅ نه پوهیږي

په دې باید وپوهیږی چې ستونزمن خلک په دې نه پوهیږي چې څرنګه هغه څه لاس ته راوړي کوم چې غواړي. تر اوسه دوي د یو څه د لاسته راوړنې له لارو سره نه دي بلد. په دې راز پوره پوهېدل له ستونزمنو خلکو سره په جوړ جاړي کې ډېر موثر تمامېدای شي.

د خوښې تیوري کارولو په ذریعه تاسې کولای شي له ستونزمنو خلکو د هغه څه په لاسته راوړلو کې مرسته وکړئ کوم څه چې دوي غواړي. او کله چې د دې تیوري په کارونې تاسې ستونزمن خلک تر هغه څه رهبري کړی کوم چې دوي غواړي نو ستاسې لپاره د دوی په فکر او زړه کې احترام پېدا کیږي. چې پورته ۷ یادې شوې تحفې تاسې ته په بدل کې درکوي یو ځل دغه تحفې بیا لیکم تر څو سم پرې پوه شی. ۱- ستاسې احترام ستاسې د ارزښت او اهمیت له وجې ۲- له تاسې سره مناسب چلند ۳- د یوشخص په توګه ستاسې خیال ساتل ۴- ستاسې خبرې ته هر وخت غوږ کېښودل ۵- په تاسې باور کول ۶- د اړتیا په وخت ستاسې ملاتړ کول ۷- داړتیا په وخت کې ستاسې ن نګونه ځنې خلک له هغه چا سره اړیکې نشي ساتی کوم چې د دوي له شخصیت سره توپیر لري، د دوي همنظره نه وي، د دوي سره ېې د خبرو انداز کې توپیر وي. که چېرې مونږ خپل او د بل ارزښت ته احترام وکړو نو له هر چا سره خبرې کولای شو. د یو نږدې ملګري په اړه فکر وکړه له کوم سره چې ته شریک ارزښتونه او ځنې ارزښتونه مو خپلمنځ کې توپیر لري خو بیا هم ملګري یاستی ځکه ته د ملګري د ارزښتونو احترام کوې او بېرته بدل کې ستا ملګری ستا احترام کوي. همداسې هر چا سره که د احترام اړیکه پر مخ یوسې کولای شی له هر ډول خلکو سره په ورزنیو چارو کې ډېر په اسانۍ مخکې ولاړ شی او جوړ جاړي ته ورسېږی.

تړلې لیکنې[سمول]

ذکریا رحیمي