Jump to content

له جګړې وروسته د انګلستان ټولنیز تاریخ (۱۹۴۵-۱۹۷۹ز)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګلستان ټولنیز تاریخ له ۱۹۴۵ نه تر ۱۹۷۹ز کال پورې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شو. په دې جګړه کې انګلستان یو ګټونکی هېواد و، خو له ټولنیز او اقتصادي پلوه بریا ډېر ستونزمنه وه. له همدې امله تر ۱۹۴۰ز لسیزې وروستي وختونه د اقتصادي ریاضت او اقتصادي محدودیت وخت و، چې په ۱۹۵۰ز لسیزه کې یې ودې او سوکالۍ ته لار هواره کړه. د کارګر د ګوند مشري کلیمنټ اتلي کوله، چې د جګړې د وخت د لومړي وزیر مرستیال و، له جګړې وروسته د ۱۹۴۵ز کال په ټولټاکنو کې په ناڅاپي توګه بریالی شو او خپل لومړنی اکثریت حکومت یې جوړ کړ. د کارګر ګوند تر ۱۹۵۱ز کال پورې حکومت وکړ، چې په ۱۹۴۷ز کال کې یې هند ته خپلواکي ورکړه. زیاتره نور لوی بهرني استعمارونه د ۱۹۵۰ز لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰ز لسیزې په لومړنیو کلونو کې خپلواک شول. انګلستان د سړې جګړې پر مهال له ۱۹۴۷ز کال وروسته او په ۱۹۴۹ز کال کې له امریکا سره له نږدې همکاري وکړه همدارنګه د شوروي د کمونیزم د خپرېدو او پراختیا پر وړاندې یې د ناټو په جوړولو کې د پوځي اتحاد په توګه مرسته وکړه. له یوه اوږده بحث او لومړنۍ بدبینۍ او شک وروسته، انګلستان د ۱۹۷۳ز کال د جنوري په لومړۍ د ایرلیند او ډنمارک له جمهوریت سره یوځای د اروپا له اقتصادي ټولنې سره یوځای شو. د بریتانیا له سترواکۍ او مشترک المنافع هېوادونو نه کډوالیو په نننۍ بریتانیا کې د څو کلتوري ټولنې بنسټ رامنځته کړ، حال دا چې دودیز انګلیکان او د مسیحیت یا عیسویت نورې ډلې له زوال سره مخ شوې.

په ۱۹۵۰مه لسیزه کې انګلستان ته سوکالي بېرته راوګرځېده، چې په ټول انګلستان کې منځنۍ طبقې او تر ډېره کارګرې طبقې ته ورسېده. لندن د نړۍ مالي او کلتوري مرکز شو، خو دا هېواد نور یو زبرځواک نه و. د بهرني سیاست په برخه کې انګلستان د مشترک المنافع هېوادونو (په اقتصادي ډګر کې) او اتلانتیک اتحاد (په پوځي ډګر کې) دودولو ته وده ورکړه. په کورني سیاست کې له جګړې وروسته اجماع د دې لامل شوه، چې د کارګر او محافظه کاره ګوندونو مشرتابه تر ډېره د سوداګریزو اتحادیو، د سوداګرۍ تنظیمول او د زیاتره پخوانیو صنایعو ملي کولو په ملاتړ سره د کینیزیا په سیاستونو موافقه وکړي. د شمالي سمندر د تیلو کشف کېدا یو شمېر مالي فشارونه کم کړل، خو په ۱۹۷۰ز لسیزه کې اقتصادي وده سسته شوه، بېکاري او دغه راز د کارګرانو خپلمنځي شخړې زیاتې شوې. له ۱۹۷۰ز کال نه وروسته غیر صنعتي کول یا د درنو صنعتونو له لاسه ورکول، په تېره بیا د ډبرو د سکرو کان کیندنې او د کښتیو جوړول او تولید خراب شول، ځکه چې د بریتانیا اقتصاد د خدماتو لور ته ولېږدول شو. لندن او سویل ختیځ لوري خپله سوکالي وساتله، ځکه چې لندن په اروپا کې پر مخکښ مالي مرکز بدل شو او په نړیوالو چارو کې یې لویه ونډه پیدا کړه.

په دې دوره کې تر یوه بریده بنسټیز تعلیمي اصلاحات له ځینو پرمختګونو؛ لکه د ښوونځي له پرېښودلو سره د عمر زیاتوالی، د لومړنیو او ثانوي ښوونځیو تر منځ د انشعاب پېژندل او تر دې وروسته په لویه کچه د دستوري ښوونځیو اړوند سیستم له منځه یوړل شو. د لیبرالي کولو ټولنیز اصلاحات په ځینو برخو؛ لکه د جنینونو سقط، طلاق، د همجنس ګرایانو LGBT حقونه او د اعدام سزا په برخو کې رامنځته شول، د ښځو حالت ورو ورو ښه شو. د ځوانۍ کلتور د ۱۹۶۰ز لسیزې راهیسې د بیتلز او رولینګ ستونز په څیر نړیوالو مشهورو شخصیتونو سره راڅرګند شو.

له جګړې وروسته دوره

[سمول]

د ریاضت زمانه

[سمول]

د ۱۹۴۵ز کال په می میاشت کې حکومتی ائتلاف منحل او د دې لامل شو، چې د ۱۹۴۵ز کال ټولټاکنې پیل شي، چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلې وې. په دې ټاکنو کې د کارګر ګوند له ۵۰ سلنې نه کمې رایې او اکثریت ۱۴۵ څوکۍ ترلاسه کړې. نوي لومړي وزیر کلیمنت اتلي اعلان وکړ: «د هېواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د کارګرانو یو غورځنګ له سوسیالیستي سیاست سره باوري رایې ترلاسه کوي».[۱][۲][۳]

د جګړې په لړ کې، سروې وښودله چې عمومي افکار د کیڼ اړخ لوري ته حرکت کوي او د پراخو ټولنیزو اصلاحاتو په ګټه دي. خلکو محافظه کاره ګوند د دوو جګړو د کلونو له پراخې بېوزلۍ او بیکارۍ سره تړلی وباله. د هنري پلینګ په نامه تاریخ لیکونکی وايي؛ ټولپوښتنې ښيي، چې له ۱۹۴۲ز کال نه وروسته به د کارګرانو ګوند تر ټولو مخکښ وي او په دې توګه په واک کې د ګوند پر وړاندې عادي بدلون ته اشاره کوي. د محافظه کارانو د نوښت له لاسه ورکول، د ۱۹۳۰ لسیزې د لوړې کچې بېکارۍ ته د بیاګرځېدو وېره پیدا کړه، دا موضوع چې سوسیالیستي پلانونه به په اقتصادي چلند کې ډېر اغېزمن وي او دغه راز دا غلط باور چې چرچیل به د پایلې په پام کې نیولو پرته د لومړي وزیر په توګه دوام ورکړي او دا احساس چې ټولو بریتانویانو د «خلکو په جګړه» کې برخه اخیستې او ټول د جایزې وړ دي، دې ټولو مواردو متحرک رایه ورکونکي راوپارول. [۴][۵][۶]

د جګړې له پای ته رسېدو او د امریکا د Lend Lease ناڅاپي پای د دې لامل شو، چې خزانه داري له ماتې سره مخ شي او د کارګرو نوي پلانونه هم ورسره پای ته ورسېدل. اقتصاد تر ۱۹۵۰ لسیزې پورې تر جګړې مخکې حالت ته ور ونه ګرځېد. د سهمیه بندۍ د دوام او زیاتېدو له امله تر جګړې وروسته پرلپسې کلونه د ریاضت زمانې په نامه یادېږي، (چې د ۲۱مې پېړۍ د ریاضت له زمانې سره باید غلط نه شي).[۷][۸]

جګړې تقریباً بریتانیا ماته کړه، حال دا چې دغه هېواد د نړیوال ځواک پاتې کېدو په موخه یوه نړیواله سترواکي وساتله. یو لوی هوایي ځواک او یو جبري پوځ یې اداره کاوه. له لینډ لیز پرته د ماتې له ګواښ سره مخ و. حکومت د ۱۹۴۵ز کال په ډسمبر کې له متحده ایالاتو څخه د ۳.۷۵ میلیارده ډالرو کم اندازه سود لرونکی پور ترلاسه کړ. د صادراتي عوایدو د اعظمي کولو په موخه بیارغونې مالي لګښت ته اړتیا درلوده، په داسې حال کې چې د انګلستان مستعمره هېوادونه او نور مشتریان هېوادونه دې ته اړ وو، چې خپلې زیرمې په پونډ باندې د «سټرلینګ بیلانس» په توګه وساتي. همدارنګه په ۱۹۴۸-۱۹۵۲ز کلونو کې ۳.۲ میلیارده اضافي ډالر، د امریکایي مارشال له طرحې نه ترلاسه شول، چې بېرته تادیه کولو ته یې هم اړتیا نه وه. په دې توګه دې طرحې انګلستان دې ته اړ کړ، چې سوداګریزې چارې عصري کړي او سوداګریز خنډونه له منځه یوسي. بریتانیا د مارشال د طرحې یو لوی او لیواله ملاتړې وه او له دې طرحې نه یې د اروپا د یووالي د لا زیاتې مستقیمې ودې لپاره د یو هرم په توګه کار واخیست.  د بریتانیا هېواد د ناټو د پوځي اتحاد د رامنځته کولو یو لېوال بنسټګر و، چې په ۱۹۴۹ز کال کې د شوروي پر وړاندې جوړ شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سهمیه بندۍ او په ځانګړې توګه د خوړو سهمیه بندۍ له جګړې وروسته کلونو کې هم دوام درلودې، ځکه چې حکومت هڅه کوله د تقاضا کچه کنټرول او اقتصادي حالت نورمال کړي. اندېښنې هغه وخت زیاتې شوې، کله چې هېواد په ۱۹۴۶ – ۱۹۴۷ز کلونو کې د تاریخ تر ټولو خراب ژمي سره مخ شو. د سکرو او اورګاډي سیسټمونه له کاره ولوېدل، فابریکې وتړل شوې او د نفوس لویه برخه د یخنۍ له امله زیانمنه شوه.[۱۴][۱۵]

سهمیه بندي / ځیره کول

[سمول]

سهمیه بندۍ د جګړې په وخت کې هم دوام وکړ او د لومړي ځل لپاره دا سهمیه بندي ډوډۍ ورکولو ته هم وغځول شوه، ترڅو د اشغال شوي آلمان په بریتانوي برخه کې د آلمان ملکي وګړو ته ډوډۍ ورکړي. د جګړې پر مهال حکومت پر آیس کریم بندیز لګولی و او دغه راز یې خواږه لکه چاکلیټ او نور خواږه سهمیه بندي کړي وو، چې بیا تر ۱۹۵۴ز کال پورې ټول خواږه سهمیه بندي کېدل. دا سهمیه بندي د زیاتره بېوزلو لپاره ګټوره وه، ځکه چې د دوی سهمیه بندي شوي خواړه له جګړې نه مخکې حالت کې د دوی د خوراکي رژیم په پرتله ډېر ښه وو او تر هغو یې  خوراکي ارزښت لوړ و. د کور مېرمنې له ریاضت سره د مخالفت لپاره تنظیم شوې. محافظه کارانو پر سوسیالیزم، اقتصادي ریاضت، سهمیه بندي او اقتصادي کنټرولونو باندې په برید کولو سره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ او په ۱۹۵۱ز کال کې بېرته واک ته راوګرځېدل.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۹۴۷ز کال کې له فلیپ مونت باتن سره د شهزادګۍ الیزابت د واده کولو او په ۱۹۴۸ز کال کې د دوبي په موسم کې د المپیکي سیالیو د ترسره کولو لېوالتیا زیاته شوه. په لندن کې بیارغونه پیل شوې وه؛ خو د نوو تاسیساتو لپاره هېڅ ډول بودیجه نه وه.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Oaten, Mark (2007). Coalition: The Politics and Personalities of Coalition Government from 1850. Petersfield: Harriman House. p. 157. ISBN 978-1905641284. N/A
  2. "History - World Wars: Why Churchill Lost in 1945". BBC. Archived from the original on 2019-12-26. نه اخيستل شوی 19 February 2017.
  3. Kynaston 2010، م. 75.
  4. "BBC Bitesize – National 5 History – Social Impact of WWII in Britain – Revision 2". www.bbc.co.uk. Archived from the original on 2017-12-20. نه اخيستل شوی 19 February 2017.
  5. Pelling, Henry (1980). "The 1945 general election reconsidered". Historical Journal. 23 (2): 399–414. doi:10.1017/s0018246x0002433x. JSTOR 2638675. S2CID 154658298.
  6. Morgan 1985، Chapter 1.
  7. "What's a little debt between friends?". news.bbc.co.uk. Archived from the original on 2019-05-20. نه اخيستل شوی 19 February 2017.
  8. Kynaston 2010.
  9. "BBC – History – British History in depth: Britain, the Commonwealth and the End of Empire". Archived from the original on 2020-01-08. نه اخيستل شوی 19 February 2017.
  10. Vinen, Richard (28 August 2014). "National Service: Conscription in Britain, 1945–1963". The Times Higher Education. Archived from the original on 2018-09-21. نه اخيستل شوی 19 February 2017.
  11. Das, Dilip (2004). The Economic Dimensions of Globalization. London: Palgrave Macmillan. p. 70. ISBN 978-1349514335. N/A
  12. Rhiannon Vickers, Manipulating Hegemony: State Power, Labour and the Marshall Plan in Britain (2000) pp 44–48, 112–30
  13. Morgan 1985، مم. 269–77.
  14. Ina Zweiniger-Bargielowska, Austerity in Britain: Rationing, Controls, and Consumption, 1939–1955 (2000) کينډۍ:Page needed
  15. Robertson, Alex J. (July 1989). [[[:کينډۍ:Google books]] The Bleak Midwinter, 1947]. Manchester University Press. ISBN 978-0-7190-2347-7. {{cite book}}: Check |url= value (help)کينډۍ:Page needed
  16. Hughes, R. Gerald (2007). [[[:کينډۍ:Google books]] Britain, Germany and the Cold War: The Search for a European Détente 1949–1967]. Taylor & Francis. p. 11. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  17. Richard Farmer, "'A Temporarily Vanished Civilisation': Ice Cream, Confectionery and Wartime Cinema-Going", Historical Journal of Film, Radio & Television, (December 2011) 31#4 pp 479–497,
  18. Hinton, James (1994). "Militant Housewives: The British Housewives' League and the Attlee Government". History Workshop (38): 128–156. JSTOR 4289322.
  19. Hinton, James (1994). "Militant Housewives: The British Housewives' League and the Attlee Government". History Workshop (38): 128–156. JSTOR 4289322.
  20. "London 1948 Summer Olympics – results & video highlights". International Olympic Committee. 31 January 2017. Archived from the original on 2019-10-10. نه اخيستل شوی 24 February 2017.
  21. Penrose, Sefryn (2012). "London 1948: the sites and after-lives of the austerity Olympics". World Archaeology. 44 (2): 306–325. doi:10.1080/00438243.2012.669647. S2CID 162298639.
  22. Kynaston 2010، مم. 445–453.