له جز څخه کل د قیا (استقرا) مسئله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د استقرا مسئله د توجیو په اړه، که چېرې شتون ولري، د هرې پوهې د ودې لپاره چې د فلسفې په کلاسیکې مفهوم کې لاس ته راشي، یوه فلسفي پوښتنه ده – یعني هغه پوهه چې د  مشاهدو د یوازینۍ ټولګې له پولې څخه وړاندې ځي – او توجیه له ځانه سره نه لرې، په ځانګړې توګه:

  1. د شیانو د یوې ټولګي ځانګړتیاوو ته د نوموړې ټولګې د ځانګړو بېلګو د یو شمېر مشاهدو پراساس عمومیت ورکول (د بیلګې په توګه، په داسې استناد سره چې "ټولې هیلۍ چې موږ لیدلې دي سپینې دي، او له همدې امله، ټولې هیلۍ سپینې دي"، مخکې له دې چې تورې هیلۍ کشف شي) یا
  2. له مخه داسې انګېرل چې په راتلونکي کې به یو لړ داسې پېښې را منځ ته شي لکه څرنګه چې په تېر کې را منځ ته شوې وې (د بېلګې په توګه، د فزیک قوانین به په همغه بڼه شتون ولري لکه څنګه چې مشاهده شوي). هیوم دې ته د طبعیت د یوشانه والي د اصل نوم ورکوي. [۱]

دودیز استقرا پلوه په دې نظر وو چې ټول ادعا شوي تجربې قوانین، هم په ورځني ژوند کې او هم د سایسنې تګلارې په بنسټ، د استدلال د ځينو بڼو په بنسټ توجیه کېدای شي. ستونزه دا ده چې ډېرو فیلسوفانو هڅه وکړه چې دا ډول توجیه ومومي مګر د دوی وړاندیزونه د نورو له خوا ونه منل شول. د یوه ساینسي لیدلوري په توګه د استقرا پاله نظر د تشخیص په اړه، سي ډي بورډ وویل چې "استقرا د ساینس وياړ او د فلسفې رسوايي ده". برعکس، د کارل پاپر نیوکه کوونکي منطق ادعا وکړه چې استقرايي توجیې هېڅکله په ساینس کې نه کارول کېږي او د هغه پر ځای یې وړاندیز وکړ چې ساینس د حدس او وړاندوېینې د فرضیو په بنسټ ولاړ دی چې د تعلیلي استدلال په بنسټ پایلې محاسبه کوي او بیا په تجربي ډول هڅه کوي چې هغوی غلطې وګڼي.

د هغه څه اصلي سرچینه چې نن ورځ د مسئلې په نوم یادېږي د اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې د ډېوېډ هیوم له خوا وړاندیز شوه، که څه هم استقرایې توجیې د هېلېنستي فلسفې د پیرهونیستي مکتب او د لرغوني هندي فلسفې د کارواکا مکتب له خوا په مخالف ډول لا دمخه داسې استدلال شوې وې چې د استقرا د مسئلې په اړه یې رڼا اچولې وه.  

د مسئلې جوړښت  [سمول]

له جز څخه کل ته استدلال کې، یو کس د مشاهدو یوه لړۍ ترسره کوي او د هغو پر بنسټ نوې ادعا را منځ ته کوي. د بیلګې په توګه، د یو لړ مشاهدو پر بنسټ چې یوه ښځه د دوشنبې د ورځې په سهار په ۸ بجو خپل سپی د بازار په لور د قدهم وهلو لپاره وړي، دا د اعتبار وړ ښکاري چې استنباط کړو چې راتلونکې دوشنبه به هم ورته کار وکړي، یا په عمومي توګه، دا چې ښځه له خپل سپی سره هر دوشنبه له بازار څخه تېرېږي. دا چې راتلونکې دوشنبه ښځه له بازار څخه تېرېږي یوازې د مشاهدو لړۍ زیاتوي، مګر دا نه ثابتوي چې هغه هره دوشنبه له بازار څخه تېرېږي. تر هرڅه د مخه، د مشاهدو له شمېر هاخوا، دا ډاډ نشته، چې ښځه تل د دوشنبې په ورځ د سهار په ۸ بجو له بازار څخه تېرېږي. په حقیقت کې، ډېوېډ هیوم حتی په دې استدلال وکړ چې نشو کولای دا ادعا وکړو چې دا "ډېر احتمالي" دی، ځکه چې دا لاهم دې فرضیې ته اړتیا لري چې تېر وخت د راتلونکي اټکل کوي.

دویم، مشاهدې په خپله د استقرایي استدلال اعتبار منځ ته نه راوړي، مګر په استقرایي توګه. برترند رسل (د فلسفې ستونزې) په کتاب کې په دې ټکي رڼا اچولې ده:  

کورني څاروي هغه وخت د خوړو تمه کوي چې هغه څوک وویني چې دوی ته معمولا خواړه ورکوي. موږ پوهېږو چې د یوشانتوب دا ټولې ساده تمې ګمراه کوونکي دي. هغه سړی چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې هره ورځ چرګ ته خواړه ورکړي، په پای کې د هغې سر غوڅوي، چې دا ښیې چې د طبیعت د یوشانتوب په اړه نور غوره نظرونه به د چرګ په اړه غوره ګڼل کېدل.  

لرغونې او عصري سرچینې[سمول]

پیرهونیزم[سمول]

د پیرهونیست فیلسوف سکستوس امپریکوس آثار ترټولو لرغوني پاتې آثار دي چې د استقرایي استدلال د اعتبار په اړه پوښتنې را پورته کوي. هغه لیکلي: [۲]

تر هغه ځایه چې زه وینم، آسانه ښکاري چې له جز څخه کل ته تګلاره له پامه ورغورځوو. ځکه چې، کله چې دوی د استقرا له لارې د جزئیاتو څخه د عمومیت د رامنځ ته کولو وړاندیز کوي، دوی به دا کار د ټولو یا ځینې ځانګړو بېلګو د بیاکتنې په بنسټ ترسره کړي. که هغوی یوازې د ځینو بیاکتنه وکړي، استقرا به نا مطمئنه وي، له دې امله چې په استقرا کې د ځینو جزئیاتو حذفول د عمومیت بڼه زیانمنوي؛ په داسې حال کې چې که د ټولو بیاکتنه وکړي، هغوی به له نا ممکن حالت سره مخ شي، ځکه چې جزئیات نامعلوم او لایتناهي دی. له دې امله، لکه څنګه چې زه فکر کوم، د دواړو شرایطو په بنسټ، پایله داده چې استقرا له اعتبار څخه لوېږي.

د فرضیو او پایلې تر منځ هغه تشه چې په پورتني متن کې په ګوته شوې، په دایروي استدلال باندې د هیوم له څېړنې څخه توپیر لري. خو وینتراب په فلسفې درۍ میاشتنۍ (مجله) کې ادعا کوي چې که څه هم مسئلې ته د سکستس دریځ مختلف ښکاري، د هیوم چلند په حقیقت کې د استدلال کارول وو چې د سیکسټس له خوا راپورته شو:[۳][۴]

هغه څوک چې د حقیقتونو قضاوت کولو ادعا کوي، اړ دي چې د حقایقو د قضاوت په شرایطو باندې پوه شي. بیا دا شرایط د یو قضاوت کوونکي له خوا یا تصدیق شوي دي یا هم نه دي. خو که تصدیق شوي نه وي، نو له کومې معتبرې سرچینې څخه راځي یا نه؟ ځکه چې په هېڅ دلیل شخړه نه باید له قضاوت پرته د اعتبار وړ وګڼل شي. او که دا تصدیق شوي وي، هغه څه چې دا تصدیق کوي، په خپل وار سره، یا تصدیق شوي دي او یا هم نه دي، او همداسې نور تر لایتناهي پورې.

که څه هم د شرایطو شخړه هم له کل څخه جز ته او هم له جز څخه کل ته تګلارو کې کارول کېږي، وینتراب په دې اند دی چې د سکستس استدلال "په کره توګه هغه ستراتیژي ده چې هیوم یې د استقرا په وړاندې غوښتنه کوي: یعنې، دا نشي توجیه کېدای، ځکه چې که وړاندیز شوې توجیه استقرایي وي نو د دایروي استدلال بڼه لري". هغه دې پایلې ته ورسېده چې "د هیوم ترټولو لوی میراث هغه انګېرنه ده چې استقرايي توجیه له تعلیلي توجیې سره ورتوالی نه لري". هغه د تعلیلي استدلال له اعتبار څخه د هیوم د څرګند تصدیق په اړه بحث پای ته رسوي، چې هیوم هغه ادراک په ګوته کوي چې په یو ډول عصري مبنی پالنې ته ورته والی لري.  

هندي فلسفه[سمول]

کارواکا چې د هندي فلسفې یو مادیات پالونکی او شکاک مکتب دی، د استقرا له ستونزې څخه کار واخیست ترڅو د اعتبار وړ پوهې د ترلاسه کولو لپاره د یوې لارې په توګه د استنباط کارولو نیمګړتیاوې په ګوته کړي. دوی باور درلود چې لکه څرنګه چې استنباط د وسطي اصطلاح او خبر تر منځ د غیر متحولې اړیکې په توګه اړین دی، او همدارنګه، له دې امله چې د غیر متحولې اړیکې د رامنځ ته کېدو لپاره کومه لاره نشته، نو د اعتبار وړ پوهې د یوې لارې په توګه د استنباط اغېزمنتیا هېڅکله بیان کېدای نشي.  [۵][۶]

د نهمې پېړۍ هندي شکاک جیاراسي باتا هم په استدلال او د پوهې په ټولو وسایلو باندې برید وکړ او د تعلیلي استدلال یوه بڼه یې وښودله چې د ځانګړو بېلګو له مشاهدې په بنسټ د عموميت د اړیکو څخه د پایلې د ترلاسه کولو لپاره هېڅ لاره نشته. [۷][۸]

د منځنیو پېړیو فلسفه[سمول]

د منځنیو پیړیو لیکوالانو لکه الغزالي او د اوکام اوسېدونکی ولیم په دې اند وو چې ستونزه د خدای (ج) له مطلق قدرت سره تړلې ده، او داسې پوښتنه یې کوله چې څنګه موږ ډاډ ترلاسه کولای شو چې نړۍ زموږ له تمې سره سم چلند ته دوام ورکوي په داسې حال کې چې خدای (ج) په هره شیبه کې د معجزې په توګه برعکس حالت را منځ ته کولای شي. خو ډنس سکوتس استدلال وکړ چې د محدود شمېر جزئياتو څخه عمومیت ته حرکت ته استقرایي استنباط په "روح کې د شته قضیې" په بنسټ تایید کړ، یعنې 'هر هغه غیر آزاد څه چې په ډېرو مواردو کې د یو لامل له مخې را منځ ته کېږي، د هغه لامل طبیعي اغیزه ده. '"  د ۱۷مې پیړۍ د عیسوي ټولنې ځینې غړو استدلال وکړ چې که څه هم خدای (ج) کولای شي د نړۍ پای په هره شیبه کې راپېښ کړي، دا ډېره یوه نادره پېښه ده او له همدې امله موږ په دې باور یو چې دا به ډېر ژر پېښ نشي چې دا په پراخه کچه توجیه شو. [۹][۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Hume, David (January 2006). An Enquiry Concerning Human Understanding. Gutenberg Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)#9662: Most recently updated in 16 October 2007
  2. Sextus Empiricus. Outlines of Pyrrhonism, Book II, Chapter 15 Section 204 trans. Robert Gregg Bury (Loeb ed.) (London: W. Heinemann, 1933), p. 283.
  3. Sextus Empiricus. Against the Logicians, trans. Robert Gregg Bury (Loeb ed.) (London: W. Heinemann, 1935), p. 179
  4. Weintraub, R. (1995). What was Hume's Contribution to the Problem of Induction? The Philosophical Quarterly 45(181):460–470
  5. Dr. S. Radhakrishnan, Indian Philosophy Vol I, p. 279
  6. S. Dasgupta, A history of Indian philosophy, Vol III. pg 533
  7. Piotr Balcerowicz, "Jayarāśi"
  8. Franco, Eli, 1987, Perception, Knowledge and Disbelief: A Study of Jayarāśi's Scepticism
  9. Franklin, J. (2001), The Science of Conjecture: Evidence and Probability Before Pascal (Baltimore: Johns Hopkins University Press), 232–233, 241.
  10. Duns Scotus: Philosophical Writings, trans. A. Wolter (Edinburgh: 1962), 109–110; Franklin, Science of Conjecture, 206.
  11. Franklin, Science of Conjecture, 223–224.