له تشدد پرته مقاومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

له تشدد پرته مقاومت، یا له تشدد پرته اعمال، د ټولنیز بدلون په څېر د موخو د ترلاسه کولو لارې چارې دي چې له تاوتریخوالي پرته د سمبولیکو اعتراضونو، مدني سرغړونو، په سیاسي او اقتصادي برخو کې د نه مرسته کولو، په یو حقیقت ټینګار او یا هم د داسې نورو لارو چارو په واسطه ترسره کېږي. دغه ډول چارې فردي او یا هم ټولیزې غوښتنې څرګندوي، چې احساس کېږي د مقاومت کوونکي کس یا ډلې د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره باید ترسره شي.

له تشدد پرته مقاومت په پراخه کچه خو په غلطه توګه د مدني سرغړونې سره په مترادفه معنی کارول کېږي. د دغو اصطلاحاتو هر یو- له تشدد پرته مقاومت او مدني سرغړونه- ځانګړی مفهوم او شرایط له ځان سره لري. بېرل لانګ د تشدد پرته مقاومت او مدني سرغړونې د یوځای کېدو مخالف دی، د ده په باور په دې دلیل چې د مدني سرغړونې د یوې چارې لپاره اړین شرایط عبارت دي له: (1)دغه چاره باید د قانون سره په ټکر کې وي، (2) په قصدي ډول ترسره شي، او (3) فاعل د خپلې کړنې په مقابل کې د ځان لپاره د دولت تنبیهي اقدامات په پام کې نیولي وي او په ډېره خوښه سره هغه په ځان ومني. که چېرې له تشدد پرته سیاسي مقاومت دغه شرایط و نه لري، لانګ استدلال کوي چې د دغه دوه ډولو چارو توپیر یو له بل سره نشي کېدلای. له دې سربېره، مدني سرغړونه د سیاسي چارو هغه ډول دی چې په لازمي بڼه موخه یې اصلاحات دي نه انقلاب. هڅې یې هم ځانګړي قانون او یا هم د قوانینو یوې مجموعې ته اړوندېږي چې دولتي چارواکي یې په اړه مسئول بولي. خو په مقابل لوري کې، د تشدد پرته مقاومت سیاسي چارې کېدای شي انقلابي پای ولري. د لانګ په باور، په مدني سرغړونه کې اړتیا نشته څو له تاوتریخوالي پرته وي، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي کچه او شدت د هغه کسانو غیر انقلابي نیت ته اړوندېږې چې په مدني سرغړونو لاس پورې کوي. لانګ استدلال کوي چې له تاوتریخوالي ډک هغه هم د دولت د مامورینو په وړاندې له وژونکي تاوتریخوالي پرته مقاومت، یوازې هغه وګړي کولای شي چې په زوره بند (زندان) ته وړل کېږي، کېدلای شي دغه ډول مقاومت د مدني سرغړونې په توګه وبلل شي خو له تشدد پرته مقاومت یې نشو بللی.[۱]

مهاتما ګاندي ددغه ډول مقاومت تر ټولو مشهوره څېره ده؛ ملګري ملتونه د هغه د زیږون ورځ، د اکتوبر دویمه، له تشدد پرته نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. هنري ډیوېډ تورییو، چارلس سټیوارت پارنیل، ټي وایټي او رونګومای، توهو کاکهی، لیو تولستوی، الیس پاول، مارتین لوترکېنګ، ډانیال بیراجن، پیلیپ بیراجن، جیمز بیوېل، واکلو هاول، آندری سکاروف، لیچ والسیا، ګینی شارپ، نیلسن مانډېلا، جوز ریزل او یو شمېر نور ددغه ډول مقاومت سرلاري دي. له ۱۹۶۶ کال څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې، له تشدد پرته مقاومت د ۷۶ استبدادي حکومتونو څخه د ۵۶ په بدلون کې مهمه ونډه لرلې.[۲]

په ۱۹۹۱ کال کې په بالتیک هېوادونو کې د سندرو ویلو انقلاب د شوروي اتحاد د پاشل کېدو لامل شو. په وروستیو کې له تشدد پرته مقاومت په ګرجستان کې د ګل انقلاب (Rose Revolution) د رامنځته کېدو لامل شو. څېړنې ښيي چې له تشدد پرته مقاومت په فضايي ډول خپرېږي. په یو هېواد کې له تشدد پرته مقاومت په اړه معلومات کېدلای شي د نورو هېوادونو له تشدد پرته چارو باندې د پام وړ اغېز وکړي.[۳][۴]

د عدم تشدد او سوله غوښتنې د فلسفې ډېری ترویج کوونکو خوځښتونو، خپلو سیاسي او ټولنیزو موخو ته د رسېدو لپاره سوله ییزې لارې چارې د اغېزمنو لارو په توګه غوره کړي. هغوی له تشدد پرته مقاومت له تکتیکونو کار اخیسته لکه: اطلاعاتي جګړه، د اعتصاب کول، لاریون، په وېښه د شپو تېرول، اعلامیې خپرول، په لاس د اعلامیو لیکل او یو تر بل رسول، د ویناوو او غږیزو پیغامونو کاپي کول، د هنر له مخې اعتراض کول لکه د سړک پر سر د تائتر اجرا کول، اعتراضي اشعار او سندرې ویل، ټولنې ته زده کړه ورکول او هغوی د سیاسي پوهې زیاتول، لابي ګري، د مالیاتو پر وړاندې مقاومت، مدني سرغړونې، تحریم کول، حقوقي یا دیپلماتیک زور وهل، د ځمکې لاندې پټه لار جوړول، د مډالونو له اخیستو ډډه او یا هم عمومي اعتصاب. اوس مهال له تشدد پرته مقاومت خوځښتونه عبارت دي له: په بېلاروس کې د جینس انقلاب، د امریکا په متحده ایالاتو کې (د تور پوستو ژوند مهم دی) تر نامه لاندې خوځښت، له کوبایي مخالفینو سره د مبارزې خوځښت، او د نړیوال چاپېریال ساتنې په موخه د Extinction Rebellion او School strike for climate په نامه خوځښتونه.

په داسې حال کې چې اعتراضي خوځښتونه کولای شي له تاوتریخوالي څخه په ځان ساتلو په پراخه کچه عامه مشروعیت خپل کړي، خو هغه مهال چې دغه خوځښتونه له خپلو ټولنیزو موخو سره مخالفت وکړي، د ټولنې یو شمېر ډلې هغه له خپلې اندازې څخه په زیاته کچه له تاوتریخوالي ډک فکر کوي. تر ډېره پورې په هغو فاکتورونو کار ته پام شوی کوم چې د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو لامل کېږي، خو هغه څه ته ډېر کم پام شوی چې درک کړای شي ولې اختلافات له تاوتریخوالي ډک او یا هم له تاوتریخوالي پرته کېږي، کوم چې د دودیز سیاست د دوه ستراتیژیکو انتخابونو په توګه یې پرتله کېدای شي.[۵][۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Lang, Berel (1970). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Civil Disobedience and Nonviolence: A Distinction with a Difference"]. Ethics 80 (2): 157. doi:10.1086/291763. 
  2. "A Force More Powerful". A Force More Powerful. 2010-07-01. مؤرشف من الأصل في ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gleditsch, Kristian (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Diffusion of Nonviolent Campaigns"]. Journal of Conflict Resolution 61 (5): 1120–1145. doi:10.1177/0022002715603101. 
  4. RezaeeDaryakenari, Babak; Asadzadehmamaghani, Peyman (2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Learning about principles or prospects for success? An experimental analysis of information support for nonviolent resistance"]. Research & Politics 7 (2). doi:10.1177/2053168020931693. 
  5. Hsiao, Yuan; Radnitz, Scott (18 August 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Allies or Agitators? How Partisan Identity Shapes Public Opinion about Violent or Nonviolent Protests"]. Political Communication: 1–19. doi:10.1080/10584609.2020.1793848. 
  6. Cunningham, K. G.. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Understanding strategic choice].