له بڼکو جوړ چینجی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټول غټ، له برخو جوړ سمندري چونجیان چې د کورنۍ نوم ېې سبیلیدای او د کلاس نوم ېې پولیکیټا او پلرونه ېې انالیډا دي. دا نوم پولیکیټا چې د کورنۍ نوم ېې سېرپولیدای ده اوله دې چونجیانو سره نږدې تړاو لري هم کاریږي. دا چونجیان په اوږدو تونلونو کې چې له خاورې، شګې جوړ او په یوبلغم ډوله مادې باندې کاګل شوي دي ژوند کوي. خو پولیکیټا (سېرپولیډ) له کلسیم لرونکي مادې جوړو تونلونو کې اوسي. دا چونجیان د سر په یوه بله خوا کې تاج ته ورته د ښکرو په څېر ښاخونه لري. دا ښاخونه ډېر رنګونه لري. دا ښاخونه د خوړو راکش کولو او تنفس لپاره اوږدوي خو د خطر په احساس کولو سره ېې سم د لاسه راغونډوي. په لاروا دوره کې له مور او پلار نه لرې وي او ازاد حرکت کوونکی ژوند لري خو چې غټ شي د شکل تغیر(میټامورفوز) پکې رامنځ ته کیږي.

تړلې لیکنې[سمول]

چینجی