له افغانستان نه د متحده ايالاتو د ځواکونو وتل (۲۰۲۰-۲۰۲۱)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ايالاتو وسله والو ځواکونو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په دېرشمه نېټه له افغانستان څخه د وتلو بهير بشپړ کړ او په دې توګه يې د افغانستان د ۲۰۰۱-۲۰۲۱ز کلونو جګړه پای ته ورسوله. له افغانستانه وتل د دوحې د تړون (په رسمي ډول افغانستان ته د سولې راوستلو تړون نوم ورکړل شوی) سره په مطابقت کې ترسره شول، کوم چې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د ټرمپ د ادارې او طالبانو تر منځ، بې له دې چې د افغانستان حکومت په کې برخه واخلي، لاسليک شوی و. همدې تړون له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره لار پرانيسته، په مقابل کې طالبانو ژمنه وکړه چې القاعده ته به د دوی تر واک لاندې سيمو څخه د فعاليت اجازه نه ورکوي او په راتلونکي کې به د دايمي اوربند لپاره د طالبانو او افغان دولت تر منځ خبرې کېږي. [۱][۲]

د دوحې د تړون د يوې برخې په توګه، د ټرمپ ادارې موافقه کړې وه چې په لومړي سر کې به د ۲۰۲۰ز کال د جولای تر مياشتې پورې په افغانستان کې د ۱۳،۰۰۰ امریکايي سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ سرتېرو ته راکم کړي، له دې وروسته به د ۲۰۲۱ز کال د مۍ تر لومړۍ نېټې ټول بهرني ځواکونه ووځي، خو په دې شرط که طالبان په خپله ژمنه ودرېږي. د بايډن د ادارې په پيل کې، په افغانستان کې ۲،۵۰۰ امريکايي سرتېري موجود وو او په اپريل کې بايډن وويل چې متحده ايالات به د مۍ له لومړۍ نېټې د دې سرتېرو ايستل پيل نه کړي، بلکې د سپتمبر تر يوولسمې به د انخلاء پروسه بشپړه کړي. طالبانو د مۍ په لومړۍ نېټه وروستۍ جګړه پيل کړه. د جولای په اتمه نېټه، له افغانستان نه د انخلاء لپاره نوې نېټه چې هغه د اګست يودېرشمه وه وټاکل شوه. که څه هم بايډن د اګست له يودېرشمې وروسته هم د انخلاء د نېټې غزولو باندې غور وکړ، خو رد يې کړ. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په لومړيو کې په افغانستان کې نږدې شپږ سوه او پنځوس امريکايي سرتيري موجود و، دوی ته دنده سپارل شوې وه چې د کابل نړيوال هوايي ډګر او د متحده ايالاتو سفارت وساتي. په جولای کې د متحده ايالاتو څارګرو ادارو ارزونو اټکل کړی و چې له افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته په څو مياشتو يا څو اونيو کې به کابل سقوط وکړي، خو امنيتي وضعيت په چټکۍ سره خراب شو.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ټول افغانستان کې د طالبانو له پرله پسې برياوو وورسته د اګست په دولسمه نېټه د بايډن ادارې اعلان وکړ چې درې زره نور امريکايي سرتيري به د کابل نړيوال هوايي ډګر ته واستول شي، تر څو د سفارت د کار کوونکو، د متحده ايالاتو اتباع او د ايس.آی.وي (SIV) لپاره عريضه کوونکو د تخليې امنيت خوندي کړي. په ولايتونو کې د طالبانو په چټک پرمختګ سره، د اګست په څوارلسمه نېټه متحده ايالاتو د خپلو سرتېرو شمېر پنځه زرو ته لوړ کړ. د اګست په پنځلسمه نېټه د کابل په سقوط سره زر نور سرتېرې هم واستول شول او د اګست په شپاړسمه نېټه زر نور عسکر واستول شول، په دې توګه د ټولو سرتېرو شمېر اوه زرو ته ورسېد. وروستيو امريکايی الوتکو د ۲۰۲۱ز کال د اګست مياشتې په دېرشمه نېټه د شپې په يوولس بجو او نهه پنځوس دقيقو د کابل هوايي ډګر تر شا پرېښود. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

«د متحده ايالاتو ځواکونو افغانستان فاروارډ» ماموريت د ۲۰۲۱ز کال د جولای په اومه نېټه جوړ شو، دا ماموريت د ټولو امريکايي ديپلوماتانو، امنيتي، سلاکارۍ او د تروريزم ضد عملې چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته دې هيواد کې پاتې و، د تخليې د چارو د څارنې لپاره د پخواني ماموريت د ځای ناستي په توګه رامنځ ته شوی و. متحده ايالاتو همدا راز «د متحدينو خونديتابه» په نوم عمليات هم پر لاره واچول، تر څو ټول ژباړونکي او هغه ټاکلي افغانان د الوتکو په واسطه امريکا ته انتقال کړي چې د غچ له ګواښ سره مخ وو. په هر حال، د ۲۰۲۱ز کال د اګست مياشتې په پنځلسمه نېټه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته له افغانستانه د ټولو امريکايانو، وړ افغانانو او د ناټو هيوادونو اتباعو د ايستلو عمليات ګړندي کړای شوي وو. د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت د ۲۰۲۱ز کال د جولای مياشتې په دولسمه نېټه پای موندلی و. [۱۷]

د متحده ايالاتو له وتلو وروسته، نږدې زر تنه د متحده ايالاتو اوسېدونکي او هغه افغانان چې د متحده ايالاتو يا نورو هيوادونو وېزې يې لرلې طالبانو ايسار کړل او د متحده ايالاتو حکومت ته يې اجازه ورنه کړه چې دوی بوځي. د ۲۰۲۱ز کال د سپتمبرمياشتې په اته وېشتمه او نهه ويشتمه نېټه، د متحده ايالاتو د دفاع وزير «لويډ اسټين»، د ګډو ځواکونو قوماندان جنرال مارک ميلي او د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک ميککنزي د امريکا د دفاع وزارت له هغو يو شمېر مسئولینو څخه وو چې د کانګريس په وړاندې د شاهدۍ پر مهال يې د ولسمشر بايډن پخوانۍ ادعا رد کړه چې ګوندې له افغانستانه د سرتېرو د ايستلو پرېکړه يې د متحده ايالاتو د لوړ پوړو پوځي مشرانو د مشورې پر بنسټ کړې وه، دوی وويل په حقيقت کې يې ولسمشر ته مشوره ورکړې وه چې افغانستان کې سرتيري وساتي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

پخواني پرمختګونه[سمول]

د اوباما اداره[سمول]

په ۲۰۱۱ز کال کې ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې په ۲۰۱۴ز کال کې به د متحده ايالاتو ځواکونه له افغانستانه ووځي او په دې توګه به د «تلپاتې ازادۍ عملياتو» ماموريت ته د پای ټکی کېږدي. که څه هم تر ۲۰۱۴ز کال پورې له افغانستانه د د پام وړ امريکايي او د ناټو د نړيوال امنيت مرستندويه ځواکونو (ايساف) سرتيري له افغانستانه وتلي و، د افغانستان په داخل کې ۹،۸۰۰ امريکايي سرتيري «د ازادۍ عملياتو څارنې» ماموريت پر مهال پاتې وو، دا سرتيري د ناټو د وروستي «پرېکنده ملاتړ ماموريت» برخه وو. د نوو پوځي عملياتو په رڼا کې جنرال جان ايف. کمپبيل د زرو نورو امریکايي سرتېرو غوښتنه وکړه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ټرمپ اداره[سمول]

د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ادارې لاندې، په افغانستان کې د متحده ايالاتو تګلاره د ۲۰۱۷ز کال د اپريل په مياشت کې په دې ډول اعلان شوه چې «د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ په موخه د ځانګړو عملياتي ځواکونو زياتول؛ د هغو عناصرو پسې پاکستان ته د تګ لپاره لا پياوړې طرحه کوم چې د طالبانو مرسته کوي؛ نوره توپخانه او هوايي ځواک استول او په کابل کې د اوسني حکومت د بقا په موخه سياسي ملاتړ».[۲۶]

د ۲۰۱۷ز کال د جولای په مياشت کې، په داسې حال کې چې افغانستان کې د متحده ايالاتو د عملياتي سرتېرو رسمي شمېر اته زره او څلور سوه تنه و، ولسمشر ټرمپ د متحده ايالاتو پوځ ته د پرېکړې کولو اختيار وکړ، تر څو په سوريه، عراق او افغانستان کې د پوځي عملياتو لپاره، مخکې له دې چې د سپينې ماڼۍ رسمي تاييد واخلي، د سرتېرو شمېر زيات کړي. د متحده ايالاتو د دفاع وزير جيم متاييس وويل: «په افغانستان کې زموږ ټول ماموريت د پخوا په څېر په خپل حال پاتې کېږی».[۲۷].[۲۸][۲۹][۳۰]

د ۲۰۱۷ز کال د اګست د مياشتې په يو ويشتمه نېټه ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره د خپلې ادارې تګلاره اعلان کړه، هغه وويل «بريا به روښانه تعريف ولري: زموږ پر دوښمنانو بريد، په عراق او شام کې اسلامي دولت (داعش) له منځه وړل، د القاعده پاشل، د طالبانو له خوا د هيواد د نيولو مخنيوی او تر راولاړېدو مخکې پر امريکايانو د ډله ايزو تروريستي بريدونو درول دي». د اګست په څلورويشتمه په افغانستان کې د امريکايي او ناټو قواوو عمومي قوماندان جنرال جان ډبليو. نيکولسن تاييد کړه چې د سرتېرو شمېر، تګلاره او د بريا لپاره شرايط د جګړې تر حرکت او ځمکنيو شرايطو پورې تړلي دي، نه د خپلې خوښې تر وخت پورې. ټرمپ روښانه نه کړه چې څومره سرتيري به د هغه د نوي پرانيستې پايلې تګلارې تر مخې واستول شي، خو د کانګريس مسئولينو ته ويل شوي و چې څلور زره نور سرتيري به واستول شي. د اګست په دېرشمه نېټه واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې شونې ده افغانستان ته په نوو استول کېدونکو ځواکونو کې به د پراشوت روزل شوي سرتيري او همدا راز کم شمېر سمندري وسله والې توپخانې ځواکونه شامل وي چې هر واحد به سل يا د دې په شا او خوا کې سرتېري ولري، دوی به په ټول هيواد کې خپاره شي تر څو هوايي تشې ډکې کړی. د راپور پر بنسټ شونې ده چې د هوايي ملاتړ لپاره د ايف-۱۶ جنګني الوتکې، ای-۱۰ د ځمکني بريد الوتکې او نورې بي-۵۲ ‌ډوله بمبار ملاتړ، يا د دې تولو يوه ټولګه به هم وکارول شي. د ورځپاڼې په راپور کې زیاته شوې وه: «په کابل کې د متحده ايالاتو مسئولينو ويلي چې د متحده ايالاتو اضافي سرتيري به امريکايانو سره مرسته وکړي چې په ډېرو سيمو او د جګړې ډګر ته يه نژدې ځايونو کې افغان سرتېرو ته مشوره ورکړي. د هيواد له سترو پوځي مرکزونو څخه د زياتو واحدونو په لرې کېدو سره اضافي هوايي ملا تړ او توپخانې ته به اړتيا وي، تر څو دې ځواکونو ته پوښښ ورکړي». نيويارک ورځپاڼې ولېکل «امريکايي پوځيان به وکولای شي چې د جګړې په ډګر کې ټاکلو افغان پوځي غونډونو ته مشوره ورکړي، د دې پر ځای چې له لرې مرکز څخه د هغوی ته لارښوونه وکړي. دوی همدا راز کولای شي چې د ځانګړو عملياتو د ځواکونو د روزنې لپاره اقدام وکړي او په دې توګه د افغان کمانډو شمېر کې د پام وړ زياتوالی راولي. دا چاره به د جګړې له امريکايي قوماندانانو او سرتېرو سره مرسته وکړي چې د لا زياتو افغان پوځي واحدونو په استازيتوب د هوايي او توپخانې د ملاتړ غوښتنه وکړي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچینۍ[سمول]

  1. (په 29 February 2020 باندې). Afghanistan's Taliban, US sign agreement aimed at ending war. Al Jazeera.
  2. "Afghan conflict: US and Taliban sign deal to end 18-year war". BBC News. 29 February 2020. د لاسرسي‌نېټه September 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rai, Manish (21 March 2020). "U.S.-Taliban Deal: India should Chalk-out a New Strategy". Oped Column Magazine. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cronk, Terri Moon (14 April 2021). "Biden Announces Full U.S. Troop Withdrawal From Afghanistan by Sept. 11". U.S. Department of Defense (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Remarks by President Biden on the Way Forward in Afghanistan". The White House (په انګلیسي ژبه کي). 2021-04-14. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Miller, Zeke; Madhani, Aamer (8 July 2021). "Biden says US war in Afghanistan will end August 31". Associated Press (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Landler, Mark; Shear, Michael D. (25 August 2021). "Biden Sticks to Afghan Deadline, Resisting Pleas to Extend Evacuation". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 8 August 2021 باندې). As Taliban Capture Cities, U.S. Says Afghan Forces Must Fend for Themselves. The New York Times.
  9. Swanson, Ian (25 June 2021). "Roughly 650 troops to stay in Afghanistan after withdrawal: report". The Hill (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kevin Liptak; Jeff Zeleny; Kaitlan Collins; Jennifer Hansler; Maegan Vazquez (August 16, 2021). "Biden admits Afghanistan's collapse 'did unfold more quickly than we had anticipated'". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Merchant, Nomaan; Miller, Zeke (18 August 2021). "Misread warnings helped lead to chaotic Afghan evacuation". AP NEWS. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "US sending troops to help evacuate embassy staff in Kabul". Al Jazeera. 12 August 2021. د لاسرسي‌نېټه September 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Martin, David (12 August 2021). "Pentagon sending troops to Kabul to help evacuation of U.S. Embassy". CBS News. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2021-08-14 باندې). Biden authorizes additional troops to Kabul as Taliban closes in on capital.
  15. Kube, Courtney; Finn, Teaganne (August 15, 2021). "U.S. to send 1,000 more troops to Kabul after Afghan government collapses". NBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gaouette, Nicole; Hansler, Jennifer; Starr, Barbara; Liebermann, Oren (31 August 2021). "The last US military planes have left Afghanistan, marking the end of the United States' longest war". CNN. د لاسرسي‌نېټه September 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Satia, Priya (27 April 2021). Felsenthal, Edward (المحرر). "History's Warning for the U.S. Withdrawal From Afghanistan". Time. New York City. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 5 September 2021 باندې). U.S. Citizens and Afghans Wait for Evacuation Flights From Country’s North. The New York Times.
  19. (په 2021-09-05 باندې). GOP Rep. Michael McCaul: Taliban won't let planes of Americans leave Mazar-i-Shari. USA Today.
  20. (په 2021-09-28 باندې). Generals contradict Biden, say they advised leaving troops in Afghanistan. The Hill
  21. (په 29 September 2021 باندې). Top military leaders testify on Afghanistan withdrawal. CNN
  22. Satia, Priya (27 April 2021). Felsenthal, Edward (المحرر). "History's Warning for the U.S. Withdrawal From Afghanistan". Time. New York City. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 23 June 2011 باندې). Obama's drawdown in Afghanistan will shift tactics in war.
  24. (په 22 June 2011 باندې). Obama Will Speed Pullout From War in Afghanistan. New York Times.
  25. (په 29 December 2014 باندې). Amid Confusion, DoD Names New Mission 'Operation Freedom's Sentinel'. Military.com.
  26. (په 16 June 2017 باندې). Without plan, Trump allows more troops for Afghanistan.
  27. (په 14 June 2017 باندې). Mattis confirms White House has given him authority to set Afghanistan troop levels. CNN.
  28. (په 17 June 2017 باندې). Trump delegates troop decisions, to praise and concern. CNN.
  29. (په 13 June 2017 باندې). Trump Gives Mattis Authority to Send More Troops to Afghanistan.
  30. Copp, Tara (21 July 2017). "Mattis: Authority delegated by Trump in Afghanistan is tactical, not strategic". Military Times. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 21 August 2017 باندې). Politics Trump announces new strategy for Afghanistan that calls for a troop increase.
  32. (په August 21, 2017 باندې). Trump Outlines New Afghanistan War Strategy With Few Details.
  33. (په 24 August 2017 باندې). U.S. Troop Increase in Afghanistan Is Underway, General Says.
  34. (په August 30, 2017 باندې). Pentagon: US troop total in Afghanistan larger than reported. Associated Press.
  35. (په 30 August 2017 باندې). U.S. Says It Has 11,000 Troops in Afghanistan, More Than Formerly Disclosed.