له اسلام وړاندې عربستان کې دیني چارې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له اسلام وړاندې د عربستان د ټاپووزمې په دینونو کې لرغونی عربي شرک، لرغوني سامي ادیان، عیسویت، یهودیت، مندئېزم او زردشتېزم شامل وو.

له اسلام وړاندې په دغه سیمه کې شرک او یا هم د بتانو عبادت دود چاره وه، چې بېلابېلو خدایانو او ورته مهال یې د ارواه ګانو په نوم د نورو مواردو عبادت کاوه. دوی په بېلابېلو زیارتونو او عبادت ځایونو کې چی یو له دغو څخه په مکه کې کعبه وه د هغو عبادت کاوه؛ په خدایانو کې یې هبل او په الهو کې یې بیا لات، عزا او منات شامل وو. خدایانو ته یې په بېلابېلو ډولونو له ډلې د زیارت کولو، فال کتلو او همدارنګه آئیني قربانۍ په واسطه درناوی کاوه. په مکه کې د خدای د رول اړوند بېلابېلو نظریاتو شتون درلود. له اسلام وړاندې د شته خدایانو ډیری فیزیکي ځانګړنې تر ډېره په هغو بتانو کې انځور شوې وې چې په ځانګړې توګه یې کعبې ته نږدې موقعیت درلود او ویل کېږي چې د دغو بتانو شمېر تر ۳۶۰ پورې رسېد.

نورو ادیانو هم په بېلابېلو کچو، خو تر ډېره یې په لږ اندازه په کې شتون لرلی. د نږدې رومي او اکسومي تمدنونو اغېز بیا د سعودي عربستان د ټاپووزمې په شمال لویدیځ، شمال ختیځ او سوېل کې د عیسوي ټولنو د رامنځته کېدو لامل وګرځېد. له دې سره هم په دغه ټاپووزمه کې عیسویت ډېر لږ اغېز درلود، خو په یو شمېر سیمو کې یې د دین بدلون ته لار پرانیسته. په شمال ختیځ او فارس خلیج کې د نسطوري آئین په استثنا، په دغه ټاپو وزمه کې د عیسویت غالب ډول، میافیزیت و. دغه ټاپووزمه د رومیانو له مهال راهیسې د یهودانو د کډوالۍ اصلي مقصد و چې له امله یې دلته یوه یهودي ډیاسپورا ټولنه رامنځته شوه چې بیا د سیمه ئیزو نوو اوښتل شوو پر مټ یې تکامل وموند. سربېره پر دې په یاده ټاپووزمه کې د ساساني سترواکۍ اغېز د فارسي ادیانو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی و. په ختیځ او سوېل کې یې زردشتي آئین شتون درلود، په داسې حال کې چې داسې شواهد شتون لري چې په ډېر احتمال سره په مکه کې مانوي او مزدکي آئین هم دود و.

مخینه او منابع[سمول]

شاوخوا تر څلورمې پېړۍ پورې، د عربستان د ټاپووزمې نږدې ټول ادیان په شرک لرونکو چارو بوخت و. په داسې حال کې چې پام وړ یهودي او عیسوي اقلیتونو هم په کې شتون درلود، خو له اسلام وړاندې په کې غالب اعتقادي نظام شرک او د بتانو عبادت و. [۱][۲][۳]

له اسلام وړاندې د عربستان په ټاپو وزمه کې د ادیانو اړوند په اطلاعاتي معاصرو منابعو کې ډېر لږ شمېر کتیبې او حکاکي شوي موارد، له اسلام وړاندې اشعار، بهرني منابع لکه یهودي او یوناني روایات او همدارنګه اسلامي کلتور او د اسلام د مبارک دین قانون یا قران کریم او نورې اسلامي لیکنې شاملېږي. خو له دې سره هم د هغو اړوند اطلاعات محدود دي. [۲]

د عربي شرک یو له لومړنیو منابعو څخه هم اسرحدون کالیزې دي چې د عثترسمین، نهي، رضي (الهه) او اتارقروما نومونه په کې راغلي دي. هرودت په خپل تاریخ کې لیکلي چې عربو د اورتالت (په دیونوسوس نوم پېژندل کېده) او اللات (په افرودیت نوم پېژندل کېده) عبادت کاوه. سترابون څرګندوي چې عربو دیونوسوس او زئوس ته عبادت کاوه. اوریګن بیا د هغوی معبودان دیونوسوس او اورانیا بولي. [۴][۵][۶]

د عربو د شرک اړوند د مسلمانانو له خوا په لیکل شوو منابعو کې اتمې پېړۍ ته اړوند د هشام بن الکلبی د بتانو په نامه کتاب (Book of Idols) شامل دی، چې فرانسېس اډوارډ پیټرز یې په اړه ویلي دا له اسلام وړاندې د عربستان په ټاپو وزمه کې د مذهبي چارو اړوند تر ټولو ډېر معلومات وړاندې کوونکی اثر دی؛ هماغه ډول چې د سویلي عربستان د دیني باورونو اړوند د یمني تاریخ لیکونکي الحسن الهمداني لیکنې دي. [۷][۸]

د بتانو د کتاب پر بنسټ، د ابراهیم(ع) زوی (اسماعیل(ع)) چې په مکه کې استوګن و، نورو سیمو ته یې هجرت وکړ، هلته یې له ځانه سره له کعبې څخه ډبرې یووړې او د کعبې په څېر یې د هغو طواف کاوه. د کلبي په خبره دغه چاره بیا ډېر وروسته د بت پرستۍ د رامنځته کېدو لامل وګرځېده. د دې پر بنسټ، کېدای شي دا احتمال شتون ولري چې عربو په پیل کې دغو ډبرو ته درناوی کاوه او بیا د بهرني اغېز لاندې یې د بتانو عبادت ته مخه کړه. د خدای او ډبرې ترمنځ اړیکه او د هغه د ځای ناستي په توګه له یوې ډبرې د ګټنې اړوند معلومات کولای شو د دریمې پېړۍ په سریاني ژبې باندې لیکل شوي اثر کې چې د شبه میلټون د تبلیغ (Homily of Pseudo-Meliton) په نامه دی، ومومو. په دغه اثر کې توضېح شوې چې د بین النهرین د شمالي برخې وګړو د بتانو عبادت کاوه؛ دغو وګړو په سریاني ژبه خبرې کولې او تر ډېره عربان و. [۹][۱۰][۱۱]

عبادت[سمول]

خدایان[سمول]

له اسلام وړاندې د عربستان په ټاپووزمه کې ډیری وګړي مشرکین و او د هغوی د ډیری خدایانو نومونه هم څرګند دي. د پاچاهیو په کچه د هغو رسمي زیارت ځایونو په متغیرو اندازو شتون لرلی، له ساده ښارونو نیولې د قبایلو تر ټولګو پورې ټول دغه ځایونه پام وړ دي. قبیلو، ښارونو، طایفو، لړیو او کورنیو ځانته مخصوص خدایان لرل. کریسټین جولین څرګندوي چې د هغوی د باورونو دغه جوړښت د هغه مهال د ټولنو منعکس کوونکی دی. ورته مهال سوداګریزو کاروانونو هم په دغو وګړو باندې مذهبي او کلتوري اغېزې لرلې دي. [۳][۱۲][۱۳]

د دوی ډیر شمېر خدایانو خاص نومونه نه لرل او داسې عناوین یې ورته ټاکلي و چې د هغو د کیفیت او یا یې هم د سیمو او کورنیو اړیکه بیانوله.[۱۳]

د کوچیانو او اعرابیانو باورونو او مذهبي چارو بیا د مکې په څېر ښارونو د استوګنو وګړو له باورونو او چارو سره توپیر درلود. باور دا دی چې په کوچیاني مذهبي سیسټمونو او اعمالو کې فتیشېزم (شی پرستي)، توتمېزم (سمبول پرستي) او همدارنګه مړو ته تکریم شامل دی، چې اساسا له فوري اندېښنو او مشکلاتو سره اړوندو لویو فلسفي مسایلو لکه له ژوند وروسته مرګ ته یې پام نه کاوه. بل پلو تصور دا دی چې ښاري عربانو بیا د خدایانو په پېچلو ټولګو باور درلود. په داسې حال کې چې د مکې وګړو او همدارنګه د حجاز نورو وګړو د خپلو ښارونو په دایمي زیارت ځایونو کې خپلو خدایانو ته عبادت کاوه، خو کوچیانو بیا د حرکت په حالت کې خپلې مذهبي چارې ترسره کولې. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Berkey 2003، ص. 42.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Nicolle 2012، ص. 19.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Hoyland 2002، ص. 139.
  4. Teixidor 2015، ص. 70.
  5. Mouton او Schmid 2014، ص. 338.
  6. Doniger 1999، ص. 70.
  7. Robin 2006، ص. 92.
  8. Peters 1994a، ص. 6.
  9. Hoyland 2002، ص. 140.
  10. Peters 2003، ص. 45.
  11. Teixidor 2015، ص. 73-74.
  12. Meyer-Hubbert 2016، ص. 72.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Robin 2006، ص. 87.
  14. Peters 1994b، ص. 105.
  15. Aslan 2008، ص. 6.