Jump to content

له استعمار څخه وروسته فيمينيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

(Postcolonial Feminism) د فیمینیزم یوه بڼه ده، چې د پخوانیو مستعمرو او لویديځو کلتورونو کې یوازې د ښځو په تجربو د تمرکز کوونکي فیمینیزم په ځواب کې يې پرمختګ وکړ. (Postcolonial Feminism) غواړي دا توضیح کړي، چې توکمیز توپير او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې داستعمار اوږدمهاله اغېزې له استعمار څخه په وروسته نړۍ کې په غیر سپین پوست او غیر غربي مېرمنو اغېز کوي. له استعمار څخه وروسته فيمينيزم په ۱۹۰۸ يمو کلونو کې د فيمينیسټ تیوري ورکوونکو له خوا د يو انتقادي نظر په توګه په پرمختللو هېوادونو کې رامنځته شو، چې د فیمینیسټ نظریاتو او بحثونو نړيوال کېدو ته یې په دې ډول اشاره کوله، چې ګنې په غير لويديځو هېوادونو کې د ښځو ژوند ناسم تشرېح شوی دی. [۱][۲]

استعمار څخه وروسته فيمينيزم وايي چې د يوې نړیوالې ډلې په توګه د «ښځې» اصطلاح په کارولو سره، ښځې يوازې د هغوی د جنسيت له مخې تعريف شوي دي نه د یوې نړیوالې ډلې، توکم، نژاد يا جنسيتي غوره توب له مخې. همدارنګه استعمار څخه وروسته فيمينيزم د دې له پاره کار کوي چې د طبيعي نظريو او درېيمې نړۍ فيمينيزم پلوي غورځنګونه د غربي فيمينيزم ته ورشامل کړي. د درېيمې نړۍ فيمينيزم له دې نظريې څخه راوتلي چې په درېيمې نړۍ هېوادونو کې فيمينيزم له اولې نړۍ هېوادونو څخه مهم نه دی، مګر د داخلي نظرياتو او ټولنيزو او کلتوري عواملو څخه رامنځته کېږي. [۳][۴]

استعمار څخه وروسته فيمينيزم د فيمينيزم د اصلي مسير يا اصولو له مخې نقد شوی دی، چې ګنې استعمار څخه وروسته فيمينيزم د فيمينيزم پلوی لوی غورځنګ د هغه په وېشلو سره کمزوری کوي. همدارنګه د دوی د غربي تعصب يا تنګ نظرۍ له امله هم نقد شوی دی، چې په اړه به په لاندې ډول اضافي بحث وشي. [۵][۶]

تاريخچه

[سمول]

د نوي فيمينيزم پلوو غورځنګونو تاريخچه درې څپو باندې وېشل کېدلی شي. کله چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د فيمينيزم لومړۍ څپه رامنځته شوه، د شمالي نړۍ په منځنۍ کچې سپين پوستو مېرمنو تر منځ د يو غورځنګ په توګه راپورته شو. یادو ښځو په منطقي ډول سرچينو او زده کړو دواړو ته لاسرسی درلود. په دې معنا چې د فيمينيزم لومړۍ څپې په ځانګړي ډول هغه ښځې مخاطب يا خپله موخه وګرځولې چې په نسبي توګه هوسا وې. د لومړۍ څپې لارويانو د ښځو پر بنسټيزو حقونو لکه: د رايې حق او د قانوني جنسيتي مساواتو پر وړاندې پرتو خنډونو باندې تمرکز وکړ. دې ډلې خلکو د هغو مېرمنو حقيقتونه خپلو پرواګرامونو ته شامل نه کړل، چې نژادي فشار يې حس کاوه او يا له اقتصادي اړخه ورته ګټه نه وه رسېدلې، له کور څخه د راويستلو او د کمو پيسو په مقابل کې د دندې کولو تر فشار لاندې وې. که څه هم د فيمينيزم لومړۍ څپه د ښځو د رايې حق په ترلاسه کولو کې بریالۍ وه او په ځينو هېوادونو کې یې د طلاق او ماشومانو د پالنې او سرپرستۍ اړوند قوانينو کې بدلونونه راوستل. [۷][۸]

دويمه څپه فيمينيزم د ۱۹۶۰ کلونو په لومړيو کې پيل شوه او ښځې يې وهڅولې چې د جنس پالنې هغو کوښښونو ته پام وکړي، چې د دوی په شخصي ژوند کې شته او په کارځايونو کې شته موضوعګانې، د جنسيت موضوعګانې، کورنۍ او ګټورو حقونو د موضوعګانو د شاملولو لپاره یې خبرې اترې پراخې کړي. دويمې څپې د مساوي اداينې او د جنسيت پر بنسټ توپيري چلند په لرې کولو سره د پام وړ برياوې تر لاسه کړې. د فيمينيزم اوله او دويمه څپه د توکم او ډلې له مخې د ښځو تر منځ د توپيري چلند په حساب کې پاتې راغله. دوی يوازې د هغو سپين پوستو ښځو اړتياوې او موضوعګانو ته پاملرنه وکړه، چې غورځنګ يې پيل کړ. له استعمار څخه وروسته فيمينيزم د دويمې څپې فيمينيزم د يوې برخې په توګه په ۱۹۸۰ کلونو کې له نورو ډېرو توکم پالونکو فيمينيزم پلوو غورځنګونو سره د دې له پاره راڅرګند شو، چې د ښځو د ژوند د بېلابېلو تجربو طبيعت منعکس کړي. اوډري لورډي (Audre Lorde) د ۱۹۸۴ کال د «د ماسټر وسایل به هېڅکله د ماسټر کور ويجاړ نه کړي» تر سرليک لاندې خپلې مقالې سره له استعمار څخه وروسته فيمينيزم سره مرسته وکړه. په ۱۹۸۴ کال کې د «د لويديځ تر سترګو لاندې» په عنوان د چاندار ټلپاډي موهانټي (Chandra Talpade Mohanty) مقاله راووتله. یادې مقالې د درېيمې نړۍ ښځو د همغږي کولو لويديځ فيمينيسټ انځوراوه. دا او دې ته ورته نور ډېر کارونه له استعمار څخه وروسته فيمينيزم د جوړښت بنسټونه وو. [۹]

د نړیوال کولو له لارې د لویو داستانونو څخه د لیرې کولو په هڅو کې، د استعمار وروسته تیوري د استعماري ادبیاتو د علمي انتقاد په توګه رامنځته شوه. د ښځو د بېلابېلو ډلو تر منځ د توپیرونو په منلو سره، د استعمار وروسته فیمینیزم هغه څه په ګوته کوي چې ځینې یې د لویدیځ فیمینیزم پراخ ساده کول یوازې د جنسیتي ظلم په وړاندې د مقاومت په توګه بولي. له استعمار وروسته فیمینیزم د ټولنې په دننه کې د نفوذ په نورو برخو پورې د جنسیت موضوعاتو سره هم تړاو لري. [۱۰]

تیوري

[سمول]

له استعمار څخه وروسته فيمينيزم د فکر يو نوی بهير دی، چې په ابتدايي توګه له استعمار څخه وروسته نظر خاوندانو له کار څخه وده کوي. د دې نظر څښتنان ځان د دې ارزولو په اړه اندېښمنوي چې څنګه د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې بېلابېلو استعماري او امپراتوري اړیکو د ځانګړو کلتورونو په لیدو اغیزه کړې. د فیمینیزم دا ځانګړی فشار د ظلم د پیچلو طبقو پراخ لید ته وده ورکوي چې په هره ټولنه کې شته.[۱۱]

له استعمار څخه وروسته فیمینیزم په ساده ډول د لویدیځ فیمینیزم او استعمار څخه وورسته تیورۍ د انتقاد په توګه پیل شو، مګر وروسته په دواړو برخو کې کلیدي مسئلو ته د رسېدو له پاره د تحلیل یو پراخ میتود شو. له استعمار څخه وروسته اصلي تیورۍ خلاف، چې د استعماريزم په اوږد مهاله اغېزو تمرکز کوي چې د هېوادونو په اوسني اقتصادي او سیاسي بنسټونو یې درلودلي دي؛ د استعمار څخه وروسته فيمينيزم د تیورۍ پوهان د دې تحلیل سره علاقه لري چې ولې له استعمار څخه وروسته تیوري د جنسیت اړوند مسئلو په حل کولو کې پاتې راغلې ده. له استعمار وروسته فیمینیزم هم هڅه کوي چې د لويديځ فیمینيزم پلوي فکر تمایل روښانه کړي ترڅو خپلې ادعاوې په ټوله نړۍ کې له دې امله په مېرمنو پلي کړي، چې د فیمینیسټ تیوري ساحه محدوده ده. په دې توګه، له استعمار وروسته فیمینیزم هڅه کوي چې له استعمار وروسته تیوري او په لویدیځ فیمینیزم کې د پام وړ کمزوریو حساب ورکړي. د استعمار مفکوره له استعمار وروسته فيمينيزم پلوې تیورۍ لړ لویدیځ فیمینیزم کې ډیری بېلابېل ځایونه نیسي. دا کولی شي د ځمکې د ترلاسه کولو لفظي عمل یا په ټولنه کې د ټولنیز، بحث وړ، سیاسي او اقتصادي غلامۍ ډولونو ته اشاره وکړي.[۱۲]

د آډرې لارډ (Audre Lorde) په مقاله کې، "د ماسټر وسایل به هیڅکله د ماسټر کور ویجاړ نه کړي"، لارډ (Lorde) د "ماسټر وسایل" او "د ماسټر کور" د استعارې په بڼه کاروي ترڅو تشرېح کړي، چې لویدیځ فيمينيزم د درېیمې نړۍ مېرمنو لپاره د مثبت بدلون په راوستلو کې د هماغه وسایلو په کارولو سره چې پر شځو د ظلم لپاره د پلارسالاري له خوا کاریدلي، پاتې راغلی. لارډ وموندله چې د لویدیځ فیمینسټانو ادبیات د ښځو تر منځ توپیرونه ردوي او د دوی له منلو څخه یې ډډه کړې. لارډ ټینګار کوي، چې د ښځو تر منځ توپیرونه باید د یوې ټولنې د جوړولو لپاره د ځواک په توګه وکارول شي تر څو ښځې په کې د یو بل د ملاتړ لپاره خپلې بېلابېلې وړتیاوې وکاروي.[۱۳]

چندرا تالپاډ موهانتي (Chandra Talpade Mohanty) چې د غورځنګ په منځ کې یوه اصلي د نظر خاونده يانې تيوريسته ده، دا مسئله په خپله مشهوره مقاله "د لویدیځ تر سترګو لاندې" کې په ګوته کوي. په دې مقاله کې، موهانتي (Mohanty) ټینګار کوي چې لویدیځ فیمینیسټان د درېیمې نړۍ ښځو په اړه د یوه ترکیب په اړه لیکنې کوي، هغه واحد جوړښت چې ګواکې دوی خپل سرې او محدودې دي. نوموړې وايي چې دا ښځې په لیکنو کې د نارینه وو د کنټرول او د دودیز کلتور د قربانیانو په توګه ښودل شوي، پرته له دې چې د تاریخي شرایطو او له درېیمې نړۍ سره د کلتوري توپیرونو په اړه معلومات په کې ولري. دا کار داسې یو حرکت رامنځته کوي چې لویدیځ فیمینیزم د هغه اصل په توګه کار کوي، چې پر وړاندې یې په مخ پر ودې نړۍ کې حالت ارزول کیږي. د موهانتي (Mohanty) لومړنی نوښت دا دی، چې د درېیمې نړۍ ښځو ته اجازه ورکړي چې د فيمينيزم پلوۍ په برخه کې استازولي وکړي او خپل غږ ولري.[۱۴]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Weedon, Chris (2000). Feminist practice & poststructuralist theory (2nd which page? ed.). Oxford [u.a.]: Blackwell. ISBN 978-0-631-19825-3.
  2. McEwan, Cheryl (2001). "Postcolonialism, feminism, and development: intersections and dilemmas" (PDF). Progress in Development Studies. 1 (2): 93–111. doi:10.1177/146499340100100201. S2CID 144649971.[مړه لينکونه]
  3. Narayan, Uma (2000). "Decentering the Center". In Narayan; Harding (eds.). Essence of Culture and a Sense of History: A Feminist Critique of Cultural Essentialism. Bloomington: Indiana University Press.
  4. Jayawardena, Kumari (1986). Feminism and nationalism in the Third World (Rev. ed.). New Delhi: Kali for Women. ISBN 978-0-86232-265-6.
  5. Bulbeck, Chilla (1998). Re-orienting western feminisms: women's diversity in a postcolonial world. Cambridge New York: Cambridge University Press. ISBN 9780521589758.
  6. Chatterjee, Sushmita (2016-02-01). "What Does It Mean to Be a Postcolonial Feminist? The Artwork of Mithu Sen". Hypatia (په انګليسي). 31 (1): 22–40. doi:10.1111/hypa.12225. ISSN 1527-2001. S2CID 151755182.
  7. Suleri, Sara (1992). Women Skin Deep: Feminism and the Postcolonial Condition. Critical Inquiry. Vol. 18. Chicago: University of Chicago Press. pp. 756–769. doi:10.1086/448655. ISBN 9780415345651. S2CID 162324294.
  8. Lewis, Reina; Sara Mills (2003). Feminist Postcolonial Theory: A Reader. New York: Routledge.
  9. Mohanty, Chandra Talpade (Autumn 1988). "Under Western Eyes: Feminist Scholarship and Colonial Discourses" (PDF). Feminist Review: 333–358. Archived from the original (PDF) on 2015-06-21. نه اخيستل شوی 2013-04-22. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  10. Ali, Suki (2007-03-01). "Feminism and Postcolonial: Knowledge/Politics". Ethnic and Racial Studies. 30 (2): 191–212. doi:10.1080/01419870601143877. ISSN 0141-9870. S2CID 142840229.
  11. Said, Edward (1993). Culture and Imperialism. New York: Alfred A. Knopf Inc. ISBN 9780394587387.
  12. Mills, Sara (1998). Stevi Jackson; Jackie Jones (eds.). Contemporary Feminist Theories. Edinburgh: Edinburgh University Press.
  13. Lorde, Audre (1983). Moraga, Cherríe; Anzaldúa, Gloria (eds.). The Master's Tools Will Never Dismantle the Master's House. This Bridge Called My Back: Writings by Radical Women of Color. New York: Kitchen Table Press. pp. 94–101.
  14. Mohanty, Chandra Talpade (Autumn 1988). "Under Western Eyes: Feminist Scholarship and Colonial Discourses" (PDF). Feminist Review: 333–358. Archived from the original (PDF) on 2015-06-21. نه اخيستل شوی 2013-04-22. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)