لمر څرک (قطبي شفق/سپيده چاودې)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لمر څرک چې عموماً د قطبي رڼا په نوم پېژندل کېږي، د ځمکې په اسمان کې د يوې طبيعي رڼا څرګندېدل دي چې په بنسټيز ډول په لوړ عرض البلد سيمو کې ليدل کېږي (د شمالي او سويلي قطب په څنډو کې). لمر څرک (شفق) د په زړه پورې رڼاګانو خوځنده بېلګې ښيي، کومې چې د ټول اسمان پوښونکې پردې، وړانګې، منحني بڼې، يا خوځنده ځلېدونکي په توګه ښکاري.[۱]

لمرڅرک د لمريز باد له امله مقناطيسي کره کې د زيان پايله ده، د تاجي غارونو او تاجي کتلو له وتلو څخه د لمريزې هوا په چټکتيا کې د زياتوالي له امله ډېر خنډونه (خلل/نقصان) منځ ته راځي. دا خللونه په «ميګناټوسفيريک» (مقناطيسي پوښ) پلازما کې د چارج شويو ذرو چټکتيا ته بدلون ورکوي. دا ذرې، په ځانګړي ډول اليکترون او پروټون، په لوړ اتموسفير (ترموسفير/ايکسپوسفير) کې رسوب کوي. د اتموسفيري اجزاوو په پايله کې د «ايونايزيشن» او پارونې د ډول ډول رنګونو او پېچلتياوو روښنايي خارجوي. د لمرڅرک بڼه، د دواړو قطبي سيمو د شا او خوا لیکو په داخل کې منځ ته راځي او رسوب کونکو ذرو په چټکتيا پورې اړه لري.

په لمريز نظام کې ډيری سيارې، ځينې طبيعي سپوږمکۍ، قهوه يي رنګه کوچني ستوري او ان لکۍ لرونکي ستوري هم لمرڅرک (شفق) لري.

ارپوهنه[سمول]

د انګليسي ژبې « aurora» ټکی د روم د لمر خاته د ښځينه خدای له نوم څخه اخيستل شوی دی، Aurora، چا چې د لمر د راتګ په اعلانولو سره له ختيځ څخه تر لويديځ پورې سفر کاوه. لرغونو يوناني شاعرانو د سهار خاته ته د اشارې کولو لپاره دې ته ورته نوم Eos  په استعاري ډول کارولو، عموماً په تور اسمان کې د رنګونو د لوبې يادونه کوي (د بېلګې به ډول، د ګلابي ګوتو سهار).[۲][۳]

«بورياليس» او «استراليس» ټکي د شمالي هوا (بورياس) او سويلي هوا (اسټر) د لرغونو خدايانو له نومونو څخه اخيستل شوي دي.

پېښېدل[سمول]

ډيری لمر څرک په هغه ليکو کې موندل کې چې د «ايورورل زون» (د لمر څرک سيمه) په نوم پېژندل کېږي، کوم چې له درې څخه تر شپږو درجو پراخه طول البلد کې خپور وي او په ټولو سيمه ييزو وختنو (طول البلد) کې له جغرافيايي قطبونو څخه د لس او شل درجو تر منځ وي، په يو تور اسمان کې د شپې تر مخې لېدل کېږی. هغه سيمه چې اوسمهال يو لمرڅرک ښيي هغه د «قطبي بيضاوي لمر څرک» په نوم پېژندل کېږي، دا هغه ليکه وي چې د لمريزې هوا په مټ د ځمکې د شپې پر لور لېږدول کېږي. جيوميقناطيسي اړيکې ابتدايي شواهد د لمر څرک د څارونکو له شمېرو څخه ترلاسه کېږي. «الياس لومس» (۱۸۶۰) او وروسته «هرمن فرټز» (۱۸۸۱) او «سوفس ټروم هولټ» (۱۸۸۱) په ډېر تفصيل سره ثابته کړې ده چې لمر څرک په بنسټيز ډول د سپيده چاود په سيمه کې راڅرګندېږي.[۴][۵][۶][۷][۸]

په شمالي عرض البلد کې، دا اغېز د قطبي لمر څرک يا شمالي رڼاګانو په نوم سره پېژندل کېږي. لومړۍ اصطلاح په ۱۶۱۹ز کال کې د «ګليليو» له خوا وضع کړای شوې وه چې دا د لمر خاته لپاره د رومي ښځینه خدای نوم دی او د شمالي بادونو لپاره يوناني نوم دی. د دې سويلي مقابل لوری، قطبي لمر څرک يا سويلي رڼاګانې، له قطبي لمر څرک سره نږدې ورته ځانګړتياوې لري او په شمالي لمر څرک سيمه کې کيدونکي بدلونونو سره سره بدلون مومي. قطبي شفق په انټرکتيکا، چلي، ارجنټاين، سويلي افريقا، نيوزي لينډ او استراليا کې له لوړ سويلي عرض البلد څخه لېدل کېدای شي. قطبي لمر څرک د شمال قطب دايرې مرکز، لکه الاسکا، کاناډا، ايس لينډ، ګرين لينډ، ناروی، سويډن، فن لينډ او روسيې سره په نږدې کېدو ليدل کېدای شي. په ډېرو کمو حالاتو کې، قطبي لمر څرک په زيات سويل کې ليدل کېدای شي، د بلېګې په ډول استونيا، لتويا، لتوانيا، سکاټ لينډ، ايرلينډ، ډنمارک او د متحده ايالاتو اړند شمالي برخې.[۹][۱۰][۱۱]

د یو جيومقنتاطيسي توپان له امله بيضاوي لمر څرک (شمال او سويل) پراختيا مومي، د کوم په پايله کې چې لمر څرک ښکته عرض البلد ته راوړل کېږي. د لمر څرک سملاسي وېش (قطبي بيضاوي) يو څه مختلف وي، د کوم مرکز چې د مقناطيسي قطب نږدې ۳-۵ درجې د شپې په لور وي، تر څو د لمر څرک قطب د استواء ليکې پر لور تر ټولو زيات لرې ځای پورې ورسېږي، په داسې حال کې چې تر نظر لاندې مقناطيسي قطب د ليدونکي او لمر تر منځ وي. لمر څرک هغه مهال په ښه ډول ليدل کېدای شي، کوم ته چې مقناطيسي نيمه شپه ويل کېږي.[۱۲]

شونې ده چې د بيضاوي لمر څرکونو په داخل کې ليدل کېدونکي لمر څرکونه نېغ په نېغه د سر دپاسه وي، خو له لرې ځايه، د قطبي افق شين رنګه ځلا په توګه، يا کله کله د سوربخون رنګ په توګه روښانه وي، کټ مټ داسې لکه لمر چې د غېر معمولي اړخ څخه راخيژې. لمر څرکونه هم د شفق سيمې په قطبي برخه کې يا خو د خپرې شوي ځمکې يا د غشو په څېر موندل کېدای شي، چې د لیدل کېدو لاندې وي.[۱۳]

لمر څرکونه کله کله د قطبي سيمې په ښکته عرض البلد کې ليدل کېږي، کله چې يو جيومقناطيسي توپان په لنډمهالي ډول بيضاوي شفق پراخوي. ستر جيومقناطيسي توپانونه د يوولس کاله لمر خالونو د اوج پر مهال، يا له اوج څخه وروسته د درې کلونو په اوږدو کې تر ټولو زيات عام وي. په يوه زاويه کې د سيمې د لیکې په اړه يو اليکترون هغه شان څرخي (ګايريټس)، کوم چې په ترتيب سره د دې د سرعت د مسير، متوازي او ولاړ، سيمه ييز جيومقناطيسي ځای مسير B سره ټاکل کېږي. دا زاويه د ذرې د «ولاړې زاويې» په څېر پېژندل کېږي. په هر وخت کې د ځای له ليکې څخه د اليکترون واټن، يا شعاع د هغې د «لارمور» شعاع په نوم پېژندل کېږي. يوه ولاړه زاويه هغه مهال زياتېږي، کله چې اليکترون د اتموسفير سره نږدې د زيات ځای پياوړتيا سيمه کې سفر کوي. په همدې بنسټ، د ځينو ذرو بېرته راتګ، يا اينه کېد ممکن دي، که په اتموسفير کې له ننوتلو څخه مخکې زاويه نوي درجې شي، څو هلته د شته ګڼو ماليکولونو سره وجنګيږي. نورې ذرې چې نه اينه کېږي، هغه په اتموسفير کې داخلېږي او د لوړوالي په يوه اندازه کې په شفقي ښودلو کې ونډه لري. له تشيال څخه د نورو ډولونو لمر څرکونه ليدل کېدای شي؛ د بېلګې په ډول په قطبي څوکه د لمر په لور خپاره شوي، «قطبي غشي» او له ماسپښين سره نږدې «د ورځې په څنډو کې غشي». دا په پرتليز ډول کم دي او ډېر کم پېژندل کېږي. نورې په زړه پورې اغېزې يې موندل کېږي، لکه ځلېدونکی شفق، «تور شفق» او يو څه ليدل کېدونکي سره رنګه غشي. پر دې ټولو سربېره، يوه کمزورې ځلا (اکثراً ژور سور) د دوه قطبي څوکو په شا اوخوا کې ليدل کېدای شي، د سيمې ليکې چې ځمکې ته نږدې وي، له هغو څخه جلا کوي چې په لکۍ کې کږيږي او له لرې ځايه بنديږي. [۱۴][۱۵][۱۶]

انځورونه[سمول]

د لمر څرک په انځور اخيستلو باندې ابتدايی کار په ۱۹۴۹ز کال کې د ساسکيچيوان پوهنتون د SCR-270 په نوم رادار په استعمالولو سره وکړ. هغه لوړوالی چې لمر څرک ځينې راوځي، «کارلس سټورمر» او د هغه ملګرو وموند، چا چې د ۱۲۰۰۰ څخه زياتو لمر څرکونو د مثلث جوړولو لپاره کامرې وکارولې. دوی وموندله چې ډيری رڼاګانې له ځمکې څخه په نوي کيلو متره (۵۶ ميله) او يو سل او پنځوس کيلو متره (۹۳ ميله) تر منځ واټن کې توليد شوي دي، په داسې حال کې چې کله کله دا زر کيلو متره (۶۲۰ ميله) څخه زيات پورې خپرېږي.[۱۷]

بڼې[سمول]

د کلارک (۲۰۰۷) په وينا څلور مرکزي داسې بڼې شته چې له ځمکې د لیدل کېدو وړ دي، دا له لږ تر لږه څخه تر زيات پورې ليدل کېدای شي:[۱۸]

  • يوه معتدله ځلا چې له افق سره نږدې وي. دا کېدای شي د ليدو وړ له حد سره نږدې وي، خو د سپوږمۍ د رڼا له وريځو څخه يې توپير کېدای شي، ځکه چې ستوري له کمېدو پرته د ځلا په مټ د لیدل کېدو وړ وي.[۱۹]
  • پردې يا سطحې، کومې چې د وریځو په بڼه ښکاري.
  • په ټول اسمان کې د غشي د کات په څېر وړانګې په غشو باندې معتدلې او تورې ټوټې دي، کومې چې په مختلفو مقدارونو کې پورته لور ته رسېږي.
  • تاجونه د اسمان ډېره برخه پوښلې وي او په هغې باندې له يوې نقطې څخه جلا کېږي. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Lui, A., 2019. Imaging global auroras in space. Light: Science & Applications, 8(1).
  2. کينډۍ:Cite dictionary
  3. "The Odyssey ca. 500 B.C. by Homer (translated by Samuel Butler 1900); online at Internet Classics Archive (Retrieved 15 February 2021)". 1993. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Feldstein, Y. I. (2011). "A Quarter Century with the Auroral Oval". EOS. 67 (40): 761. Bibcode:1986EOSTr..67..761F. doi:10.1029/EO067i040p00761-02. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bruzek, A.; Durrant, C. J. (2012). Illustrated Glossary for Solar and Solar-Terrestrial Physics. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-010-1245-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. See:
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Siscoe, G. L. (1986). "An historical footnote on the origin of 'aurora borealis'". History of Geophysics: Volume 2. History of Geophysics: Volume 2. Series: History of Geophysics. 2. د کتاب پاڼي 11–14. Bibcode:1986HGeo....2...11S. doi:10.1029/HG002p0011. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87590-276-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value). On p. 39, Galileo explains that auroras are due to sunlight reflecting from thin, high clouds. From p. 39: " … molti di voi avranno più d'una volta veduto 'l Cielo nell' ore notturne, nelle parti verso Settentrione, illuminato in modo, che di lucidità non-cede alla piu candida Aurora, ne lontana allo spuntar del Sole; effetto, che per mio credere, non-ha origine altrode, che dall' essersi parte dell' aria vaporosa, che circonda la terra, per qualche cagione in modo più del consueto assottigliata, che sublimandosi assai più del suo consueto, abbia sormontato il cono dell' ombra terrestre, si che essendo la sua parte superiore ferita dal Sole abbia potuto rifletterci il suo splendore, e formarci questa boreale aurora." ( … many of you will have seen, more than once, the sky in the night hours, in parts towards the north, illuminated in a way that the clear [sky] does not yield to the brighter aurora, far from the rising of the sun; an effect that, by my thinking, has no other origin than being part of the vaporous air that surrounds the Earth, for some reason thinner than usual, which, being sublimated far more than usual, has risen above the cone of the Earth's shadow, so that its upper part, being struck by the sun['s light], has been able to reflect its splendor and to form this aurora borealis.)
  11. Østgaard, N.; Mende, S. B.; Frey, H. U.; Sigwarth, J. B.; Åsnes, A.; Weygand, J. M. (2007). "Auroral conjugacy studies based on global imaging". Journal of Atmospheric and Solar-Terrestrial Physics. 69 (3): 249. Bibcode:2007JASTP..69..249O. doi:10.1016/j.jastp.2006.05.026. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Feldstein, Y. I. (2011). "A Quarter Century with the Auroral Oval". EOS. 67 (40): 761. Bibcode:1986EOSTr..67..761F. doi:10.1029/EO067i040p00761-02. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Frey, H. U. (2007). "Localized aurora beyond the auroral oval". Rev. Geophys. 45 (1): RG1003. Bibcode:2007RvGeo..45.1003F. doi:10.1029/2005RG000174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Stamper, J.; Lockwood, M.; Wild, M. N. (December 1999). "Solar causes of the long-term increase in geomagnetic activity" (PDF). J. Geophys. Res. 104 (A12): 28, 325–28, 342. Bibcode:1999JGR...10428325S. doi:10.1029/1999JA900311. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Papitashvili, V. O.; Papitashva, N. E.; King, J. H. (September 2000). "Solar cycle effects in planetary geomagnetic activity: Analysis of 36-year long OMNI dataset" (PDF). Geophys. Res. Lett. 27 (17): 2797–2800. Bibcode:2000GeoRL..27.2797P. doi:10.1029/2000GL000064. hdl:2027.42/94796. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Østgaard, N. (2003). "Observations of non-conjugate theta aurora". Geophysical Research Letters. 30 (21): 2125. Bibcode:2003GeoRL..30.2125O. doi:10.1029/2003GL017914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Størmer, Carl (1946). "Frequency of 12,330 measured heights of aurora from southern Norway in the years 1911–1944". Terrestrial Magnetism and Atmospheric Electricity. 51 (4): 501–504. Bibcode:1946TeMAE..51..501S. doi:10.1029/te051i004p00501. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Clark, Stuart (2007). "Astronomical fire: Richard Carrington and the solar flare of 1859". Endeavour. 31 (3): 104–109. doi:10.1016/j.endeavour.2007.07.004. PMID 17764743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Zhu, L.; Schunk, R. W.; Sojka, J. J. (1997). "Polar cap arcs: A review". Journal of Atmospheric and Solar-Terrestrial Physics. 59 (10): 1087. Bibcode:1997JASTP..59.1087Z. doi:10.1016/S1364-6826(96)00113-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. A, Brekke; A, Egeland (1994). The Northern Lights. Grøndahl and Dreyer, Oslo. د کتاب پاڼې 137. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-82-504-2105-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)