لمريز سيستم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لمریز سیستم د جاذبې له مخې محدود سیاره اي د لمر سیستم دی او له دې سره په مدارونو کې هغه تنې دي چې په مستقیمه یا غیرې مستقیمه توګه له لمر څخه چار چاپیره په مدار کې ګرځي. له لمر څخه په مدار کې په مستقیمه توګه ۸ لویې سیارې تاویږي خو په غیرې مستقیمه توګه وړې پنځه سیارې او د دې تر څنګ نورې اسماني تنې دي چې له لمر څخه په مدار کې تاویږي. همداسې سپوږمۍ په ټولو سپوږمیو کې دوه له وړو سیارو غټې دي.

لمریز سیستم ۴.۶ بیلیونه کاله وړاندې د ستورو ترمنځ له مالیکولي ورېځو رامنځته شوی. په دې سیستم کې تر ټولو لویه تنه لمر دی او تر ټولو دویمه لویه تنه مشتري سیاره ده. څلورو سیارو (عطارد، زهرا، ځمکې او مریخ ) ته (terrestrial planets) نوم هم اخلي ځکه چې په بنسټیزه توکه له ډبرو او وسپنې جوړې شوي. له دې څلور بهر سیارې غټې سیارې دي. دوه سیارې مشتري او زحل د ګاز لویې تنې دي او په بنسټیزه توګه له هایډروجن او هېلیم جوړې شوي. دوه نورې تر ټولو بهر سیارې اورانوس او نپټون سیاره له کنګل لویې جوړې تنې دي. په دې کنګل کې اوبه، امونیا او میتان شامل دي.

په لمریز سیستم کې وړې تنې هم موجودې دي. د (asteroid belt) کمربند چې د مشتري او مریخ مدارونو ترمنځ دی په دې سیمه کې ډېرې داسې اسماني تنې موجودې دي چې له ډبرو او وسپنې جوړې شوي. د نپټون سیارې له مدار ورهخوا (Kuiper belt and scattered disc) کمربند او ډېسک دی په دې سیمو کې چې کومې اسماني تنې دي ډیری یې له کنګل جوړې شوي او د (trans-Neptunian objects) په نامه یادیږي.تر دې ورهخوا تنې د (sednoids) په نامه یادیږي په دې تنو کې سلګونه زره داسې تنې موجودې دي چې خپلې د جاذبې قوې ګرد شکل ورکړی دې ډول تنو ته په انګرېزۍ کې (dwarf planets) نوم هم اخلي. له دې پرته په سیمه کې نورې وړې تنې هم شته کومو ته چې (asteroid Ceres and the trans-Neptunian objects Pluto and Eris) نومونه اخلي او د فضا په دې سیمه کې ازاد تګ کوي.

سیارې او ځینې نورې تنې خپل طبیعي سټلایټونه لري کومو ته چې سپوږمۍ نوم اخیستل کیږي او له همدې اسماني تنو په مدار کې تاویږي. له لمر څخه د لرې سیارو له ټولو سپوږمیو د دوړو او نورو تنو کړۍ تاو دي.

د لمریز سیستم بنسټیزه برخه لمر دی. لمر د ټول لمریز سیستم ۹۹.۸۶% حجم جوړوي او له لمر وروسته بیا څلور لویې سیارې د لمریز سیستم ۹۹% حجم جوړوي. یوازې مشتري او زحل د لمریز سیستم ۹۰ % حجم تشکیلوي. له یادو تنو پرته د لمریز سیستم نورې تنې څلور لمر ته نږدې وړې سیارې همداسې (dwarf planets) سیارې، سپوږمۍ، اسټېرویډ او کومېټ اسماني تنې دي او ټولې په ګډه د لمریز سیستم په ټول حجم کې ۰.۰۰۲% حجم جوړوي. ټولې سیارې او نورې اسماني تنې په خپل مدار کې په یو لوري له لمر څخه تاویږي که د ځمکې له شمالي قطب څخه ورته وکتل شي نو د ساعت له ثانیه ګر سره په یو لوري له لمر څخه تاویږي خو استثنا هم پکې شته لکه د (Halley’s Comet) په نامه اسماني تنه.

زیاتې سیارې خپل دوېم سیستم لري او په دې سیستم کې طبیعي سټلایټ یا سپوږمۍ په خپل مدارې کې له دې سیارو تاویږي. په دې سپوږمیو کې دوه سپوږمۍ تیتان او ګانیمید (Ganymede) له عطارد سیارې څخه لویې دي. زیاتې سپوږمۍ له خپل محور څخه نه تاویږي بلکې په یوه مخ له خپلې سیارې په مدار کې تاویږي. کومې تنې چې لمر ته نږدې دي د لمر د جاذبې له امله تېز تګ کوي او په چټکۍ په خپل مدار کې له لمر تاویږي خو کومې چې لرې دي له لمر څخه تاوېدنه یې ډېر وخت نیسي. کومې تنې چې لمر ته نږدې دي زیاتره یې له ډبرو، وسپنې، سیلیکېټ او نیکل جوړې شوي.

له لمر څخه د ځمکې واټن د ستور پوهنې یو واحد (1 astronomical unit AU) ده د ستور پوهنې یو واحد ۱۵۰۰۰۰۰۰۰ کیلو متره یا ۹۳۰۰۰۰۰۰ مایله کیږي. مشتري له لمر څخه ۵.۲ د ستورپوهنې واحده لرې ده تقریبا ۷۸۰۰۰۰۰۰۰ کیلومتره کیږي.