لعاب (لاړې)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لعاب (چې په معمول ډول ورته لاړې ویل کېږي) د حجرو څخه بهر مایع ده چې په خوله کې د لعابي غدودو له لورې تولید او افرازېږي. په انسانانو کې، لعاب کابو ۹۹ سلنه اوبه دي، سربېره پر دې الکټرولایټ، مخاط، د وینې سپینې حجرې، اپیټلي حجرې (له کومو چې DNA استخراج کېږي)، انزایمونه (لکه لیپاز او امیلاز)، د میکروب ضد مواد (لکه افرازي IgA، او لایزوزومونه) په کې شامل دي.[۱]

کوم انزایمونه چې په لعابو کې شتون لري د خوراکي نشایستې او غوړو د هضم پروسې د پیل لپاره اړین دي. دا انزایمونه همدارنګه د هغو خوراکي ټوټو په تجزیه کولو کې هم رول لري چې د غاښونو په منځ کې پاته کېږي، نو ځکه غاښونه د باکټریایي تخریب څخه ساتي. لعاب همدارنګه د ښوی کولو فعالیت هم ترسره کوي، خواړه خیشتوي او اجازه ورکوي چې خواړه تېرېدلو پیل آسانه شي، او د خولې مخاط له وچېدو څخه ژغوري.[۲][۳]

د حیواناتو بېلابېل دولونه د لعاب لپاره ځانګړې کارونې لري چې له هضم څخه ډېر وړاندې دي. ځینې ګړندي د خپل غوړ لعاب څخه د ځالو په جوړولو کې کار اخلي. د آئروډراموس ځالې د مرغانو د ځالو بنسټيز سوپ جوړوي. کبرا ماران، وایپران او د زهري کلاډ ځینې نور غړي د نېش غاښونو په واسطه تزریق شويو لاړو له لارې ښکار کوي. ځینې کاټرپیلاران د ورېښم پروټين څخه چې په اصلاح شویو لعابي غدودو کې ساتل شوي دي‌ (کوم چې له فقاري حیواناتو سره اړیکه نلري)، د ورېښمو تار تولیدوي.[۴][۵]

ترکیب[سمول]

د انسان لعاب چې په لعابي غدودو کې تولیدېږي، ۹۹.۵ سلنه اوبه په خپل ترکیب کې لري، خو همدارنګه ځینې نور مهم مواد هم لري، لکه الکټرولایټ، مخاط، د باکټریا ضد مکربات او بېلابېل انزایمونه. له طبي اړخه، د لعابو اجزاوې په غیر مداخله کوونکي توګه کولی شي د خولې او سیسټمي ناروغیو په هکله مهم تشخیصي معلومات وړاندې کړي.[۱][۶]

  • اوبه: ۹۹.۵ ٪
  • الکټرولایټ:
    • ۲ – ۲۱ میلي مول/لیټر سوډیم (د وینې له پلازما څخه کم)
    • ۱۰ – ۳۶ میلي مول/لیټر پوټاشیم (له پلازما څخه ډېر)
    • ۱.۲ – ۲.۸ میلي مول/لیټر کلسیم (پلازما سره یوشان)
    • ۰.۰۸ – ۰.۵ میلي مول/لیټر مګنیزیم
    • ۵ – ۴۰ میلي مول/لیټر کلورایډ (له پلازما څخه کم)
    • ۲۵ میلي مول/لیټر بای کاربونېټ (له پلازما څخه ډېر)
    • ۱.۴ – ۳۹ میلي مول/لیټر فاسفېټ
    • آیوډین (میلي مول/لیټر غلظت یې په معمول ډول له پلازما څخه ډېر دی، خو په خوراکي رژیم کې د آیوډین اخیستو ته په کتو سره کېدای شي بدلون ومومي)
  • مخاط (په لعابو کې شته مخاطو کې په عمده توګه موکوپولي سکرایډان او ګلایکوپروټینان شامل دي)
  • باکټریا ضد مرکبات (ټایوسیانېټ، هایډروجن پراوکسایډ، او افرازي ایمیونوګلوبولین A)
  • اپیډرمي ودې فکټور (EGF)
  • بېلابېل انزایمونه؛ ډېر د پام وړ یې دا دي:
    • الفا – امیلاز (EC3.2.1.1)، یا تیالین، چې د پاروټیډ او سب‌مانډیبولر غدې اسیني حجرو په واسطه افرازېږي، ان مخکې له دې چې خواړه تېر شي د نشایسته هضم پیلوي؛ دا انزایم غوره ۷.۴ pH لري.
    • ژبنی لیپاز، چې د ژبې لاندې غدې اسیني حجرو په واسطه افرازېږي؛ د ۴.۰ شاوخوا غوره PH لري نو ځکه تر هغې نه فعالېږي ترڅو چې د معدې اسیډي چاپېریال ته نه وي د ننه شوی.
    • کالیکرېن، یو انزایم دی چې د لوړ مالیکولي وزن لرونکی کینینوجن په پروټیولایټیک ډول تجزیه کوي ترڅو برډي کینین تولید کړي، کوم چې د رګونو توسع ورکوونکی دی؛ دا انزایم د ټولو درې واړو لعابي غدو اسیني حجرو‌ په واسطه تولیدېږي.
    • د میکروب ضد انزایمونه چې باکټریا وژني:
      • لایزوزوم
      • لعابي لکټوپروکسیډاز
      • لکټوفرین[۷]
      • ایمونوګلوبولین A
    • له پرولین بډایه پروټینونه (د انامیل جوړونې، کلسیم نښلونې، میکروب وژنې او ښوی کولو کې دنده لري)[۸]
    • کوچني انزایمونه لکه: لعابي اسیډ فاسفټیز A+B، ان اسیټایلمورامویل-ال-الانین امیډاز، NAD(P)H ډیهایډروجناز (کوینون)، سوپراوکسایډ ډیسمیوټاز، ګلوتاتیون ټرانسفراز، د ۳م کلاس الډیهایډ ډیهایډروجناز، ګلوکوز ۶ فاسفېټ ایزومراز، او د نسج کالیکرېن (دندې یې نامعلومې دي).[۸]
  • حجرې: په هر ملي لیټر کې کابو ۸ میلیونه انساني او ۵۰۰ میلیونه باکټریایي حجرې شتون لري. د باکټریایي تولیداتو شتون (کوچني عضوي اسیډونه، امینونه او ټایولان) د دې لامل کېږي چې لعاب کله کله بد بوی پیدا کړي.
  • اوپیورفین، یو درد وژونکې ماده چې د انسان په لاړو کې پیدا کېږي
  • هاپټوکورین، یو پروټین چې له B12 ویټامین سره نښلي ترڅو مخکې له دې چې داخلي فکټور سره یوځای شي، په معده کې د هغه له تجزیې څخه مخنیوی وکړي.

د لعابو ورځنی محصول[سمول]

متخصصین د لعابو اندازې په هکله چې یو روغ کس یې تولیدوي د نظر اختلاف لري. اټکل شوی چې هره ورځ کابو ۱۵۰۰ ملي لیټره لعاب تولیدېږي او څېړونکي په عمده ډول مني چې دا کچه د خوب په وخت کې د پام وړ راټیټېږي. په انسانانو کې، سب منډیبولار غده کابو ۷۰ – ۷۵ سلنه لعاب تولیدوي، په داسې حال کې چې د پاروټیډ غده له ۲۰ تر ۲۵ سلنې لعاب افرازوي؛ په لږه کچه لعاب د نورو لعابي غدودو په واسطه افرازېږي.[۹][۱۰][۱۱]

دندې[سمول]

لعاب د خوړو په هضم او همدارنګه د خولې د پاکوالي ساتلو کې مرسته کوي. که د لعابو نورمال دنده شتون ونلري د غاښونو خرابېدو، د اوریو ناروغۍ (جینجیوایتس او پریوډونټایټس)، او د خولې نورې ستونزو کې په مکرر ډول د پام وړ زیات والی راځي. لعاب د باکټریایي پټوجن وده محدودوي او غاښونو خرابېدو مخنیوي او د میکروبونو لپاره د شکر او نورو خوراکي سرچینو لرې کولو سره د خولې او سیسټمي روغتیا په ساتلو کې یو لوی فکټور ګڼل کېږي.[۱۲]

غوړول[سمول]

لعاب د خولې مخاط پوښوي او په میخانیکي ډول یې د خوراک، خوړو تېرولو او غږېدلو په وخت کې له صدمې څخه ساتي. د هغو کسانو چې لاړې یې کمې شوې وي (زیروسټومیا) په هغو کې د خولې درد ډېر عام وي او خواړه (په ځانګړې توګه وچ خواړه) په خوله کې د ننه نښلي.

هضم[سمول]

د لعابو هاضمي دنده کې د خوړو مرطوبول او د خوړو بولوس جوړولو کې مرسته کول شامل دي. د لعابو غوړولو دنده د خوړو بولوس ته اجازه ورکوي چې له خولې څخه مرۍ ته په اسانۍ سره تېره شي. لعاب د امیلاز په نوم انزایم، چې تیالین هم ورته ویل کېږي، لري، کوم چې دا وړتیا لري ترڅو نشایسته د مالټوز او ډکسټرین په څېر ساده قندونو ته تجزیه کړي ترڅو په وړو کولمو کې لا نور هم تجزیه شي. د نشایسته کابو ۳۰ سلنه هضم په خوله کې ترسره کېږي. لعابي غدود همدارنګه لعابي لیپاز (د لیپاز یوه ډېره پیاوړې بڼه) هم افرازوي ترڅو د غوړو هضم پیل کړي. لعابي ليپاز په نويو زېږېدلو ماشومانو کې د غوړو هضم کې رغنده رول لوبوي ځکه د هغوی پانقراصي لیپاز لا ډېر وخت ته اړتیا لري ترڅو وده وکړي.[۱۳]

په خوند کې رول لرل[سمول]

لعاب د خوند په حس کې ډېر مهم دی. دا هغه مایع وسط دی په کوم کې چې کیمیاوي مواد د خوند آخذور ته لېږدول کېږي (اکثره توګه ژبني پاپیلا پورې تړلي دي). هغه کسان چې لږ لعاب یا لاړې لري له ډیسګویزیا (یعنې ګډوډ خوند، د بېلګې په توګه د خوند په څکلو کې د وړتیا کمښت یا ټول وخت په خوله کې یو بد، فلزي بوی لرل) څخه شکایت کوي. یو نادر حالت چې په خوند باندې اغیزه کوي او پېژندل شوی دی هغه «د لعابو هایپرناټریم» دی یا په لاړو کې د سوډیم کچې زیاتوالی دی چې د نورو حالتونو له امله نه رامنځته کېږي (لکه شوګرن سنډروم)، په دې حالت کې هرڅه «تروش» خوند پیدا کوي.

نور[سمول]

  • لعاب د خولې PH ساتي. لعاب له بېلابېلو آیونونو سره بډایه مشبوع شوې ده. ځانګړي لعابي پروټینونه له رسوب څخه مخنیوی کوي، کوم چې کېدای شي مالګه جوړه کړي. دا آیونونه د یوه بوفر په توګه عمل کوي، او د خولې اسیډي توب په یوه معین حد کې، یانې د خولې PH کابو له ۶.۲ – ۷.۴ پورې ساتي. دا د غاښونو په کلک نسج کې شته منرالونه له منځه تللو څخه ژغوري.
  • لعاب کاربونیک انهایډرېز (ګوسټین) افرازوي، کوم چې فکر کېږي د خوند جواني په وده کې رول لوبوي.[۱۴]
  • لعاب EGF هم لري. EGF د حجروي خپرېدو، تفریق او ژوندي پاتې کېدو لامل کېږي. EGF د کوچني مالیکولي وزن لرونکی پولي پپټایډ دی چې په لومړي ځل د موږک له سب منډیبولار غدې څخه پیدا شو، خو له هغه وروسته د سب منډیبولار غدې، پاروټیډ غدې په شمول په ګڼو انساني نسجونو کې وموندل شو. لعابي EGF، چې ښکاري د خوراکي غیرعضوي آیوډین په واسطه هم تنظیم کېږي، همدارنګه د خولې-مرۍ او معدې نسج د بشپړتوب په ساتلو کې هم رول لري. د لعابي EGF بیولوژیکي اغیزو کې د خولې، مرۍ او معدې زخمونو رغول، د معدې تېزابو تولید منع کول، د DNA سنټېز هڅول همدارنګه له داخلي صدمو لکه د معدې اسیډ، صفرا اسیډ، پپسین او ټرپسین او فزیکي، کیمیاوي او باکټریایي صدمو څخه د مخاطو ساتل شامل دي.[۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Nosek, Thomas M. Essentials of Human Physiology, Section 6, Chapter 4. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fejerskov, O.; Kidd, E. (2007). Dental Caries: The Disease and Its Clinical Management (الطبعة 2nd). Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-3889-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Edgar, M.; Dawes, C.; O'Mullane, D. (2004). Saliva and Oral Health (الطبعة 3). British Dental Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-904588-87-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Marcone, Massimo F. (2005). "Characterization of the edible bird's nest the "Caviar of the East"". Food Research International. 38 (10): 1125–1134. doi:10.1016/j.foodres.2005.02.008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Insect-produced silk" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Nonaka, Taichiro; Wong, David T.W. (13 June 2022). "Saliva Diagnostics". Annual Review of Analytical Chemistry (په انګلیسي ژبه کي). 15 (1): 107–121. doi:10.1146/annurev-anchem-061020-123959. ISSN 1936-1327. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Boron, Walter F. (2003). Medical Physiology: A Cellular And Molecular Approach. Elsevier/Saunders. د کتاب پاڼې 928. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4160-2328-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Boron, Walter F. (2003). Medical Physiology: A Cellular And Molecular Approach. Elsevier/Saunders. د کتاب پاڼې 928. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4160-2328-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Salivary Gland Disease and Tumors | Cedars-Sinai". Cedars-Sinai. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Edgar, M.; Dawes, C.; O'Mullane, D. (2004). Saliva and Oral Health (الطبعة 3). British Dental Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-904588-87-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dawes, C. (1972). "Circadian rhythms in human salivary flow rate and composition". Journal of Physiology. 220 (3): 529–545. doi:10.1113/jphysiol.1972.sp009721. PMC 1331668. PMID 5016036. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cohen-Brown, Gwen; Ship, Jonathan A. (2004). "Diagnosis and Treatment of Salivary Gland Disorders" (PDF). Quintessence International (Berlin, Germany : 1985). Quintessence International. 35 (2): 108–123. PMID 15000634. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Maton, Anthea (1993). Human Biology and Health. Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-981176-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Manuel Ramos-Casals; Haralampos M. Moutsopoulos; John H. Stone. Sjogren's syndrome: Diagnosis and Therapeutics. Springer, 2011. د کتاب پاڼې 522. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Venturi S, Venturi M (2009). "Iodine in evolution of salivary glands and in oral health". Nutrition and Health. 20 (2): 119–134. doi:10.1177/026010600902000204. PMID 19835108. S2CID 25710052. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Herbst RS (2004). "Review of epidermal growth factor receptor biology". International Journal of Radiation Oncology, Biology, Physics. 59 (2 Suppl): 21–6. doi:10.1016/j.ijrobp.2003.11.041. PMID 15142631. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)