لسمه مخزیږدیزه زریزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لسمه مخزیږدیزه زریزه له ۱۰۰۰۰ تر ۹۰۰۱ م ز (  له ۱۲۰۰۰ کلونو تر  ۱۱۰۰۰کلونو په حدودو کې ) کلونه ترپوښښ لاندې نیسي. دازریزه د ډبرې له لرغونې دورې د ډبرې تر نوې دورې پورې د لېږد پېل د ډبرو ددواړو دورو تر منځ د لنډ مهاله دورې ( شمالي اروپا او لویدیځه اروپا)  او ایپایپلیوتیک ( شام او نژدې ختیځ) دورې له لارې ښیي. دا دورې په ګډه د دځمکې پېژندنې اوسنۍ ‍تاریخی دوره جوړوي چې په ټولیزه توګه باور کیږي  دادوره ۹۷۰۰ م ز کال په حدودو کې ( ۱۱.۷ زره کلونو په حدودوکې) پېل شوې ده او د ځمکې پېژندنې اوسنۍ دوره ده. ناشونې ده چې په دقت سره هغو پېښو ته نېټه وټاکو چې په دې زریزه کې رامنځ ته شوې دي. هغه نېټې چې دلته ذکر شوې دی هغه اټکلونه دي چې د ځمکې پېژندنې او انسان پوهنې په شننو ولاړدي.  

د ځمکې پېژندنې اوسنۍ تاریخي دوره[سمول]

د ځمکې پېژندنې د دورې اصلي بېلونکی نښه د انسانانو ډېروالی ده. دا تاریخي دوره د کنګل له وروستۍ دورې وروسته پېل شوه چې دا دوره ۱۰۹ زره کاله د مخه پیل شوه او ۱۴ زره کاله دمخه چې بشر د ډبرې په وروستۍ دورې کې و پای ته ورسېده. دکنګل له وروستۍ دورې څخه وروسته له ۱۴ زرو کلونو تر ۱۲.۹ زرو کلونو پورې موده کې چې د نړې تودوخه خورا پورته لاړه  د Younger Dryas  ( د کنګل د دورې  د ۱۲۹۰۰ او ۱۱۶۰۰ کلونو ترمنځ موده چې په شمالي نیمه کره کې یې د تودوخې د ډېروالي په بهير اغیزه وکړه)  دوره پیل شوه. دا په شمالی نیمه کره کې  د کنګل د شرایطو د ګرمیدو یو  لنډ مهاله اقلیمی بدلون و چې د ډبرې له لومړي عصر سره یې سمون درلود. Younger Dryas د شا او خوا ۹۷۰۰ م ز کې  پای ته ورسید چې د ځمکې پېژندنې څلورمې دورې او دځمکې پېژندنې اوسني دورې تر منځ بیلتون ښيي. [۱]

د ځمکې پېژندنې  په زمانی مقیاس کې،  د اوسنۍ ځمکې پېژندنې طبقه پوهنه درې ( په ازماېښتي ډول څلور) پړاوونه لري چې شا او خوا په ۹۷۰۰ م ز کې له ګرینلندین Greenlandian ( د ځمکې پېژندنې اوسنۍ دورې لرغونی وخت)  سره پیل اوتر شا اوخوا ۶۲۳۶ م ز پورې دوام مومي. د ګرینلندین Greenlandian  له دورې وروسته د نارتګریپین Northgrippian ( د درې واړو دورو ترمنځ دوره ) ( تر شا او خوا ۲۲۵۰ م ز ) او میګالایان Meghalayan  دوره رامنځ ته شوه.  ټول درې واړه پړاوونه د نړېوال پوړ پوهنې کمیسون له خوا تصدیق شول  او دا وړاندیز وشو چې د میګالایان ځمکې پېژندنې دوره باید له منځه لاړه شي ( شا او خوا ۱۹۵۰ ز کې) او دهغه په ځای د یوه نوې دوره چې پخوا د انتروپوسین Anthropocene په نامه یادیده رامنځ ته شي.[۲]

د ځمکې پېژندنې د اوسنۍ تاریخې دورې په زرو کلونو کې موقعیت ته پام،  د ډبرې نوې دورې د ډبرې د زړې دورې ځای نیول پېل کړل. د تدریجی لیږد دا دوره کله کله د میسولیتیک Mesolithic یا د دبرو دوودورو ترمنځ دوره ( شمالې او لویدیځه اروپا) او یا  اپیپا لیوتیک Epipalaeolithic (شام او نژدې ختیځ) په نامه یادیږي. د نړۍ د اقلیم په تودیدو کنګلونه له منځه لاړل او یو کرنیز انقلاب یې وپاراوه ، که څه هم په پيل کې د احتمال له مخې ښایي سپی به یوازینی اهلی حیوان تیر شوی وي. له دې دورې سره ټولینز انقلاب یوځای شو چې په هغه کې انسانانو له کرهنې څخه د مېشت کېدو انګېزه ترلاسه کړه. مېشت کېدل د تمدن کلیدی جوړونکې عنصر دی چې د کوچاني ژوند سبک له لارې تر لاسه کیدای نه شي.  [۳][۴]

باور دادی چې شا اوخوا ۱۰۰۰۰ م ز کال کې به د نړۍ وګړو شمېر لږ یا ډیر ثابت وي. اټکل دادی چې د وروستۍ کنګلي دورې په وخت کې ۵ میلیونه انسانان اوسېدل چې تر ۵۰۰ م ز پورې ۴۰ میلیون او ۱۶۰۰ م ز کې ۱۰۰ میلیون ته ورسید چې دا د ډبرې د نوې دورې او برونزو د منځنۍ دورې تر منځ  د  وګړو د شمېر ۰،۰۲۷ سلنه اوسط ډیروالی ده. شا اوخوا په ۱۰۰۰۰ م ز کې ډیری هغه خلک چې په ښکار ټولوونکو ټولنو کې اوسېدل، له انترکتیکا او زیلندیا څخه پرته په ټولو قارو کې تیت شول. کله چې د ویس کانسین Wisconsin دوره پای ته ورسېده د شمالي سیمو استقرار یوځل بیا شونی شو.   [۵]

د کرهنې پیل[سمول]

کرهنې د نړۍ په مختلفو برخو په مختلفو وختونو کې پرمختګ وکړ. په ډیریو ځایو کې خلکو له بهرنۍ مرستې پرته کرهنه زده کړه خو په ځینو ځایو کې لکه لویدیځه اروپا کې مهارتونه له بهر راوړل شول. [۶]

ناتوفیانی Natufian کلتور په لیونت Levant/شام کې په لسمه زریزه کې لاسبری درلوده، اودا غیر عادی وه چې د نا خوځنده  یا نیمه خوځنده  وګړو څخه حتی د کرهنې له معرفۍ د مخه ملاتړ وکړي. یو پخوانی مثال یې د این ملاهه Ain Mallaha کلی وي او ښایي دا لومړنی کلې وي چې په بشپړه توګه ناخوځنده و. باور دا دی چې نتوفیانې وګړو به په جریکو ( فیل اس سلطان) کې چې هلته د ۹۶۰۰ او ۸۲۰۰ م ز کلونو  دودانیو شواهد شته  د بل پخواني مېشتځای بنسټ ايښی وي. په نتوفیانیانوپورې اړونده نېتې نامعلومې دي او ښايي شا او خوا ۱۳۰۵۰ تر ۷۵۵۰ م ز کلونو پورې وي. دا هم امکان لري چې د انځرو پخوانی کرهنه به د اردن سیند پورې اړونده دره کې له منځنۍ لس زریزې څخه وروسته پېل شوې وي. د انځرو د ونو تر څنګ خلکو ښایي د وحشی نباتاتو لکه اوربشې او پستې کرل هم پېل کړي وي او شونې ده چې هغوی به د وزو، خوک او غوایانو ګلې هم ساتلې وي.    [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د کرهنې پرمختګ د فرتایل کریسنت  Fertile Crescentله ټولنو چې شام هم پکې شامل دی پیل شو خو د ۲۰۰۰ نورو کلونو په موده کې چې د ډبرې نوې دوره د نژدې ختيځ په ډیرو سیمو کې غوړېدلې وه عملي نه شوه. د لرغونو کرل شوو نباتاتو په ډله کې دارزن ډولونه اووریجې شاملی دي چې په دې زریزه کې یا له ۹۰۰۰ م ز څخه وروسته کرل کېدل. تر شا اوخوا ۹۵۰۰ م ز پورې، خلکو د اناتولیا په سویل ختیځ کې وحشي شنیلي او غلې کرلې. د پسونو د لرغونې روزنې شواهد د عراق په شمال کې موندل شوي چې په ۹۰۰۰ م ز کال پورې اړه لري. [۱۵][۱۴]

پوهنه[سمول]

له تاریخ د مخه تاریخ پوهنه په بشپړه توګه په مادې شیانو د تاریخ په لیکنې متکي ده چې له دې ډلې د خټینو لوښو جوړول ( کلالي) په پراخه کچه موجوده وه او جوړ شوي لوښي د خرابیدو په مقابل کې مقاومت کوونکي و. ټولوځایونو او نسلونو د خپلې کلالۍ بڼو، اندازو او ډولونو ته پراختیا ورکړه چې په هغه کې د لوښو دیکور یا سینګارول هم شامل و خو پوړیزو زیرمو او حتی د کودوړو ( د ماتو شوو خټینو لوښو ټوټې) ترمنځ یو شان والی موجود و چې د وخت او ځای له اړخه ډلبندي کېدای شول. باور دادی چې کلالي په مستقله توګه په مختلفو ځایو کې کشف شوې وی خو شا اوخوا په ۱۸۰۰۰ م ز کې په چین کې پېل شوې وي او دا لوښې به داور په واسطه د سريښانکې خاورې له پخېدولاس ته راغلي وي. د کلالۍ د کشف  اصلي نېټه په سویل ختیځې ګانا د کواهو Kwahu په هوارو ځمکو کې  د بوسومپرا Bosumpra په مغاره کې تر لسمې  زریزې او دمرکزي مالي په اونجوګو Ounjougou سیمه کې ۹۴۰۰ م زته رسیږي چې د کلالۍ د مستقلې اختراع شواهد د افریقا په جنوبي بیدیا کې په مختلفو اقلیمی زونونو کې برابروي.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰] [۲۱][۲۲]

د کلالۍ لومړنی تاریخي تسلسل سیستم د  Minoan کرت  تمدن د کار چوکات لرغوني ، منځني او عصري برخې دي چې په شلمه پېړۍ کې د سر آرتور ايوان Sir Arthur Evans له خوا په کناسوس Knossos کې دخپلو موندونو لپاره اختراع کړ. دې سیستم د برونز عصر په ۱۲ پړاوونو کې له شا اوخوا ۲۸۰۰ م ز تر شا او خوا ۱۰۵۰ م ز پورې تر پوښښ لاندې راوست او دا قاعده وروسته د یونان اصلي سیموته  ( چې هلته هلادیک تمدن و) او د اجین Aegean جزیرو ته  ( چې هلته سیسلادیک تمدن و) ولېږدول شوه.   [۲۲][۲۳][۲۴]

میرمن  کاتلین کنوین په تیل اس سلتان Tell es-Sultan ( لرغونې جریکو Jericho) کې  یوه مشهوره لرغونپوهه وه او هغی دا وموندله چې هلته  هیڅ کلالی موجوده نه وه. د کلالۍ عرابه لاتراوسه کشف شوط نه وه او کلالي کارونه د لاس په واسطه او ډیری وخت د حلقه ورکولووسایلو  اوله اور نه ډکو ژور ځایونو( غوچوړو) په څیروسایلو تر سره کېدل. [۲۴][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Bronowski 1973، صص. 59–60.
  2. (په 29 August 2016 باندې). The Anthropocene epoch: scientists declare dawn of human-influenced age. The Guardian.
  3. Bronowski 1973، ص. 60.
  4. Bronowski 1973، صص. 60–61.
  5. Biraben, Jean-Noël (1979). "Essai sur l'évolution du nombre des hommes". Population. 34 (1): 13–25. doi:10.2307/1531855. JSTOR 1531855. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Roberts 1993، ص. 22.
  7. Balter, Michael (په 2 May 2011 باندې). First Buildings May Have Been Community Centers.
  8. Kislev et al. (2006a, b), Lev-Yadun et al. (2006)
  9. Grosman, Leore; Munro, Natalie; Belfer-Cohen, Anna (2008-12-01). "A 12,000-year-old Shaman Burial from the Southern Levant (Israel)". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 105 (46): 17665–9. Bibcode:2008PNAS..10517665G. doi:10.1073/pnas.0806030105. PMC 2584673. PMID 18981412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mithen 2003، ص. 29.
  11. García-Puchol او Salazar-García 2017، ص. 16.
  12. Edwards 2012، ص. 21.
  13. Freedman، Myers او Beck 2000، صص. 689–691.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Roberts 1993، ص. 23.
  15. Gibbons, Ann (په 14 July 2016 باندې). The world's first farmers were surprisingly diverse.
  16. Chazan 2017، ص. 197.
  17. Richard 2004، ص. 244.
  18. Kuijt, I.; Finlayson, B. (June 2009). "Evidence for food storage and predomestication granaries 11,000 years ago in the Jordan Valley". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 106 (27): 10, 966–10, 970. Bibcode:2009PNAS..10610966K. doi:10.1073/pnas.0812764106. ISSN 0027-8424. PMC 2700141. PMID 19549877. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ozkaya, Vecihi (June 2009). "Körtik Tepe, a new Pre-Pottery Neolithic A site in south-eastern Anatolia". Antiquity. 83 (320). مؤرشف من الأصل في ۱۹ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "(PDF) Bosumpra revisited: 12,500 years on the Kwahu Plateau, Ghana, as viewed from 'On top of the hill'". مؤرشف من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bradley, Simon (18 January 2007). "Swiss archaeologist digs up West Africa's past". SwissInfo. Berne: Swiss Broadcasting Corporation. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Bury او Meiggs 1975، ص. 6.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Mithen 2003، ص. 60.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Bellwood 2004، ص. 384.