لرغون‌پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرغون‌پېژندنه (چې په انګلیسي ژبه داسې «archeoastronomy» هم لیکل کېږي) کثیرالرشتوي او د څانګو تر منځ زده‌کړې دي، دا روښانوي چې پخوا خلکو څه ډول «اسماني پديدې درکولې، څه ډول یې له دغو پديدو څخه کار اخیست او اسمان د دوی په فرهنګونو کې څه رول لوباوه؟» کلایو راګلز (Clive Ruggles) داسې استدلال کوي چې دا منحرفوونکې ده چې موږ لرغون‌پېژندنې ته د لرغونې ستور پېژندنې مطالعه ووایو، ځکه چې مدرن ډول ستورپېژندنه/نجوم یوه علمي څانګه ده، حال دا چې لرغون‌پېژندنه په سمبولیک ډول له اسماني پدیدو څخه غني کلتوري تفسیرونه د نورو فرهنګونو په واسطه په ګوته کوي. دا تر ډېره په معاصرو ټولنو کې له توکم‌پوهنې/ستورپېژندنې او اسمان کتنې په اړه د بشر پوهنې له مطالعاتو سره تړلې ده. لرغون پېژندنه همدارنګه نجومي ستونزو او نجومي تاریخ ته د خواب ویلو لپاره د تاریخي ریکارډونو له جنتي پېښو څخه د کار اخیستنې او له تاريخي ستورپېژندنې سره نږدې اړیکه لري، چې د ستورپېژندنې د تمرین لپاره يې له مکتوبو ریکارډونو څخه کار اخیست. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

لرغون‌پېژندنه د پخوانیو عملیو د رابرسېره کولو لپاره له بېلابېلو طریقو لکه لرغون‌پوهنې، انسان پېژندنې، ستورپېژندنې احصایې او احتمالاتو او تاريخ څخه کار اخلي. دا چې دا طریقې سره بېلې دي او د دغه ډول بېلابېلو سرچینو څخه د معلوماتو/ډېټا کارولو د اوږدې مودې لپاره د لرغون پوهانو لپاره په یو اړونده منطقي استدلال کې راټولول ستونزمن کړي دي. لرغون‌پوهنه د لرغون‌پېژندنې په منظر او ادراکي لرغون‌پېژندنه کې بشپړوونکې تشې ډکوي. مادي شواهد او له اسمان سره یې اړیکې کولی شي دا روښانه کړي، چې څه ډول د طبیعت د دایرو اړوند باورونو لکه د مایانو ستورپېژندنه (Mayan astronomy) او له کرنې سره د هغې اړیکه په یو پراخ لیدلوري کې مدغمه کړي. د کیهاني نظم مطالعات چې د مېشتېدو پر لاره ځای پر ځای شوي نور هغه مثالونه دي چې د ادراک او منظر نظریې يې له یو بل سره یوځای کړې دي.    [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

لرغون‌پېژندنه په ټولو مهالنیو دورو او کلتورونو کې د پلي کېدو وړ ده. د اسمان معنا له یو کلتور څخه تر بل کلتور توپیر لري؛ سربېره پر دې علمي طریقې شته چې د فرهنګونو تر منځ یې د لرغونو باورونو د ارزونې پرمهال کارولی شو. دا ښايي د لرغون‌پېژندنې د ټولنیزو او علمي جنبو تر منځ د تعادل اړتیا ده، چې له امله یې کلایو راګلز هغه «په یو لور کې له لوړ کیفیت سره مل اکادمیک ډګر او په بل لور کې د لېونتوب پر کرښه د نه کنترول شویو ګمانونو په توګه تشرېح کړی.»[۱۲][۱۳]

تاریخچه[سمول]

جان مېشل د «ستورو-لرغون‌پوهنې» په نوم په‌خپل لنډ تاريخ کې استدلال وکړ چې په لرغونې ستورپېژندنه کې د څېړنو وضعیت د دوو تېرو پېړیو په بهیر کې رغېدلی دی او «له لېونتوب څخه بدعت او له هغه څخه په زړه‌پورې نظریو او په پای کې د اورټوډوکس دوازو ته ورسېده.» د نږدې دوه لسیزو له تېرېدو سره لا هم دا پوښتنه مطرح کېږي چې: ایا لرغون‌پېژندنه لاهم د اورټوډوکس په دروازو کې په تمه ده او که يې د دروازو دننه لار موندلې؟ - له جان مېشل څخه د ټاد بوستویک نقل قول[۱۴]

۲۰۰ کاله مخکې له دې چې جان مېشل پورته لیکنه ولیکي، هېڅ مسلکي لرغون‌پېژوندونکی او لرغون‌پوه نه و، خو ستورپېژندونکي او [1]عتیقه‌شناسان شته وو. د هغوی ځينې کارونو د لرغون‌پېژندنې وړاندینې بلل کېږي؛ عتیقه‌شناسانو د انګلستان د کلیوالو سیمو په کنډوالو کې د ستورپېژندنې خواره جهتونه تفسیر کړل، لکه څنګه چې وېلیم سټاکلي په ۱۷۴۰ کال کې د سټون هنج/Stonehenge  (د انګلستان په سویل کې د ډبرمهال او برونز مهال تاریخي یادګار دی، ژباړن) په اړه ترسره کړي وو، حال دا چې جان اوبوري په ۱۶۷۸ کال کې او هنري چانسي په ۱۷۰۰ کال کې د ورته ستوریزو/نجومي اوصولو په لټه کې و چې د کلیسا د جهت موندنې بېخ‌بناوې وې. وروسته د ۱۹مې پېړۍ ستورپېژندونکو لکه ریچارډ پراکټور او چارلس پایزي سمېث د هرمونو د جهت موندنې پر ارزونه پيل وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د لرغون پېژندنې اصطلاح د الیزابېث چېسلي بایټي (د ايوان مک‌کای په وړاندیز پسې) له خوا په ۱۹۷۳ کال کې مطرح شوه، خو د مطالعې د موضوع په توګه ښايي ډېره زړه وي، دا په دې پورې اړه لري چې لرغون‌پېژندونکي يې څه ډول تعریفوي. کلایو راګلز وايي چې هاینرېش نیسن د نولسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې کار کاوه، داسې استدلال کېږي چې نوموړی لومړنی لرغون‌پوه و. رالف سېنکلېیر وايي چې نورمن لاکیېر چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې يې کار کاوه، د لرغون‌پوهنې پلار بلل کېدی شي. وروسته ايوان مک‌کای ان هغه سرچینه یاده کړه او ویې ویل چې د مدرنې لرغون‌پېژندنې رامنځته کېدل او سپړېدل باید  په ډاډه ډول د ۱۹۳۰ او ۱۹۷۰ لسیزو تر منځ په بریتانیا کې د الکساندر ټام کار وي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۱۹۶۰ لسیزه کې د انجنیر الکساندر ټام، ستورپېژندونکي جرالډ هاوکېنز کار وړاندیز وکړ چې سټون هنج د نوي حجر عصر/نیلوتیک دور کمپیوټر دی، دې کار لرغونو ځایونو او ستوریزو/نجومي ځانګړنو ته نوې لېوالتیا راوپاروله. د هاوکېنز ادعاوې تر ډېره رد شوې، خو دا چاره د الکساندر ټام د کار په اړه چې د بریتانیا په ټاپوګانو کې يې د [2]مګالیتیک (megalithic ) ځایونو د ارزونې پایلې چې په پراخ ډول یې د کره ستورپېژندنې تمرین په فرضي ډول تشرېح کاوه صدق نه کوي. ايوان مک‌کای د دې موضوع له درکولو سره چې د ټام نظریې ازموینې ته اړتیا لري، په ‍۱۹۷۰ او ۱۹۷۱ ز کلونو کې یې د ارګېل‌شایر په ولاړو کېنېترا ډبرو کې پلټنه وکړه تر څو وګوري چې ایا د کتنې له دريځ/پلټ فارم څخه دویمه وړاندوینه د یوې غونډۍ په پېچومي کې د تېږې پر سر سمه ده که نه؟ هلته یو مصنوعي دریځ شته و چې دا د ټام د ناپېیلتیا د اوږدمهاله فرضیې (کېنترا د ژمني انقلاب/لمرګرځېدنې د یو کره ځای په توګه تشخیص شو) څرګند تصدیق و چې هغه يې په اېسلي (Islay) کې د کولټون (Cultoon ) په ډبریزه دایره کې د ټام هندسي نظریو د ارزونې لور ته بوتله چې مثبتې پایلې يې ترلاسه کړې. په دې توګه مک‌کای په پراخ ډول د ټام پایلې ومنلې او د بریتانیا نوی قبل‌التاریخ یې خپور کړ. په مقابل کې يې د کلایو راګلز په واسطه د ټام له ميداني/ډګري کار څخه په یوه نوې ارزونه کې هغه داسې استدلال وکړ چې شواهد له لوړ دقت سره په بشپړ ډول د ستورپېژندنې په اړه د ټام له ادعاوو څخه ملاتړ نه کوي. له دې سره ډ ټام میراث پیاوړی دی، اېډون سي کروپ په ۱۹۷۹ ز کال کې لیکي: «نږدې په یوازې ځان يې د ستوریزې لرغون‌پېژندنې د ډګري کار لپاره سټندردونه جوړ کړي، او په تېرو درېیو لسیزو کې د هغه حیرانوونکو پایلو بحثونه او شخړې راپارولې دي.» اغېز يې تل پاتې دی او د ډېټا/خاموارقامو ارزونه د لرغون‌پېژندنې يوه طریقه پاتې شوې. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

انسان‌پوهانو چې په نوې نړۍ کې په امریکايي تمدونونو کې د ستورپېژندنې رول په بشپړ ډول ارزولی، د پام‌وړ توپير لیدل شوی. هغوی هغه سرچینو ته لاسرسی درلود چې د اروپا تر تاریخ مخکې یې نه لرلې، لکه توکم‌کښنه او د لومړنیو استعمارګرانو تاریخي سوابق. د انتوني اوېني د ابتکاري بېلګې څارلو د نوې نړۍ لرغون‌پوهانو ته اجازه ورکړه تر څو د هغو انګيزو په اړه ادعا ولري چې په پخوانۍ نړۍ کې یوازې خیال او ګمان وې. پر ځينو خامو تاريخي ارقامو/ډېټا تمرکز د لوړ دقت په اړه د ځينو ادعاوو لامل شو چې په اروپا کې د احصایوي څېړنو په پرتله نسبتاً کمزورې وې.   [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

[1] په لاس جوړ شویو تاریخي پخوانیو اثارو خطي کرښو مطالعه ده، له لرغون پېژندنې سره لږ توپير لري.

[2] یو له بل سره نښتې لویې ډبرې چې تر تاریخ مخکې له یو بل سره نښتې دي تر څو تاریخي ځای یا بنا جوړه کړي، ژباړن.

  1. Aveni 1982: 1
  2. Aveni, Anthony F. (1995), "Frombork 1992: Where Worlds and Disciplines Collide", Archaeoastronomy: Supplement to the Journal for the History of Astronomy, 26 (20): S74–S79, Bibcode:1995JHAS...26...74A, doi:10.1177/002182869502602007, S2CID 220911940 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sinclair 2006:13
  4. Ruggles 2005:19
  5. Ruggles 1999:155
  6. Bergeron, Jacqueline (1993). "History of Astronomy". Reports on Astronomy: 461–462. doi:10.1007/978-94-011-1100-3_31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-010-4481-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Brosch, Noah (29 March 2011). "Thinking about Archeoastronomy". History and Philosophy of Physics. arXiv:1103.5600. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Aveni 1980
  9. Iwaniszewski 2003, 7–10
  10. Chiu & Morrison 1980
  11. Magli 2008
  12. McCluskey 2005
  13. Carlson 1999
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Michell, 2001:9–10
  15. Johnson, 1912:225
  16. Hoskin, 2001:7
  17. Michell, 2001:17–18
  18. Baity, Elizabeth Chesley (1973), "Archaeoastronomy and Ethnoastronomy So Far", Current Anthropology, 14 (4): 389–390, doi:10.1086/201351, JSTOR 2740842, S2CID 146933891 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sinclair 2006:17
  20. Ruggles 2005:312–13
  21. Sinclair 2006:8
  22. Mackie 2006:243
  23. Hawkins 1976
  24. Atkinson 1966
  25. Thom 1988:9–10
  26. MacKie 1977
  27. Gingerich 2000
  28. Krupp 1979:18
  29. Hicks 1993
  30. Iwaniszewski 1995
  31. Zeilik 1985
  32. Zeilik 1986
  33. Milbraith 1999:8
  34. Broda 2000:233
  35. Hoskin 1996