لرغونې نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرغونې نړۍ یا زړه نړۍ (په لاتیني: Mundus Vetus) هغه اصطلاح ده چې د ۱۹۵۶ زکال په شاوخوا کې وروسته له هغه په اروپا کې آفرو – اوراسیا (افریقا او آسیا) ته کارول کېده چې اروپایان د امریکا لویې وچې له شتون څخه خبر شول. دغه اصطلاح د نړۍ په ختیځه نیمايي کره کې افریقا، اروپا او آسیا ته اشاره لري، ځکه چې مخکې د دغو لویو وچو د وګړو ترمنځ داسې ګمان شتون درلود چې ګویا همدغه برخې ټوله نړۍ جوړوي؛ خو په مقابل لوري کې یې د «نوې نړۍ» اصطلاح بیا د لویدیځي نیمايي کرې لپاره رامنځته شوه چې په ځانګړې ډول یې امریکا ته نغوته کوله. ورته مهال اسټرالیا چې په ختیځه نیمايي کره کې آفرو – اوراسیا ته څېرمه موقعیت لري، نه له زړې او نه هم له نوې نړۍ څخه ګڼل کېدله ځکه چې اروپایانو دغه لویه وچه د یاد توپیر له رامنځته کولو وروسته کشف کړه؛ پر ځای یې هغوی اسټرالیا او انترکتیکا دواړو ته د نه پېژندل شوي سویلي قلمرو نوم له دې امله کاروه چې اروپایانو یوازې په فرضي بڼه د یوې سویلي لویې وچې د شتون فکر درلود. [۱][۲]

د نوم ریښه[سمول]

د لرغون پوهنې او نړیوال تاریخ په اډانه کې د «لرغونې نړۍ» اصطلاح د نړۍ هغه برخې په ځان کې رانغاړلې دي چې د برونزو له دورې را وروسته یې له یو بل سره کلتوري اړیکې (په غیر مستقیم ډول) لرلې او له امله یې په معتدله سیمو کې لومړنیو تمدنونو په موازي توګه وده کړې وه؛ په دغه معتدل زون کې د افریقا د شمال په ګډون د مدیترانې سیمې تقریبا د ۴۵ او ۲۵ شمالي عرضي کرښو ترمنځ سیمه شاملېدله. همدارنګه په کې بین النهرین، د فارس پلات، د هند نیمه لویه وچه، چین او د افریقا د سویلي صحرا یو شمېر برخې شاملې وې.

دغه سیمې د ورېښمو د سوداګریزې لارې پر مټ له یوبل سره نښلېدلې وې چې د اوسپنې په دوره او له هغو څخه په وروسته د برونزو په دوره کې یې ځانته ځانګړې دوره لرله. له کلتوري پلوه د اوسپنې دوره د محوري دورې په اصطلاح دورې سره مل وه چې کلتوري، فلسفي او مذهبي بدلونونو ته اشاره لري او له امله یې تاریخي لویدیځ («کلاسیک» هېلنېزم»، نږدې ختیځ (زردشتي او ابراهیمي) او د لرې ختیځ کلتوري حوزې (هندوئیزم، بودېزم، جینېزم، سکېزم، کنفوسیوسنېزم، تائویېزم) رامنځته شوې دي.

نور نومونه[سمول]

د آفرو – اوراسیا اصلي ځمکې (د بریتانیا، جاپان، سرېلانکا، ماداګاسکار او د مالایي د مجموع الجزایر د ټاپوګانو په څېر د ټاپوګانو او یا د ټاپوګانو د ټولګو په استثنا) د یو نړیوال ټاپو په توګه ګڼل کیږي. دغه اصطلاح کېدای شي د هالفورډ جان مکېنډر له خوا د تاریخ د جغرافیايي محور (The Geographical Pivot of History) په نامه اثر کې ابداع شوې وي. [۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Old World". Merriam-Webster Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "New world". Merriam-Webster Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. See Francis P. Sempa, "Mackinder's World" Archived 3 March 2016 at the Wayback Machine.. American Diplomacy (UNC.edu). Retrieved 8 September 2018.