لرغونې اناتولیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرغونې اناتولیا په لرغونې کلاسیکې دورې کې اناتولیا (انادولو) ته اشاره لري. د دغې دورې په لومړیو کې اناتولیا د اوسپنۍ دورې په څو پاچاهیو وویشل شوه چې تر ټولو مهمې یې په لویدیځ کې د لیدیه پاچاهي، په مرکز کې د فریګیه پاچاهي او په ختیځ کې د اورارتو پاچاهي وه. اناتولیا له میلاد وړاندې شاوخوا ۵۵۰ کال کې د هخامنشي فارسیانو تر حکومت لاندې راغله. د یونان او فارس ترمنځ له جګړو وروسته یوازې د اژه سمندرګي له سواحلو پرته نوره ټوله اناتولیا د فارسیانو تر کنټرول لاندې وه، چې بیا له میلاد وړاندې ۴۷۰مه لسیزه کې د دلیان اتحادیې برخه وګرځېده. بالاخره له میلاد وړاندې ۳۳۰مه لسیزه کې لوی سکندر د دغې سیمې کنټرول له فارسیانو څخه په بشپړه توګه خپل کړ. د سکندر له مړینې وروسته د هغه له خوا نیول شوي قلمروونه د ده د باور وړ جنرالانو ترمنځ ووېشل شول، خو د ګالیانو سربېره د پرګامون، پونتوس او مصر د پیاوړو واکمنانو له خوا د بریدونو له دایمي ګواښ سره مخ وو.

سلوکي سترواکي چې د اناټولیا په ګډون د سکندر د قلمرو ډېره برخه ورته اړونده وه، له روم سره په فاجعه جوړونکې جګړه کې ښکېل شوه چې په ترموپیل او مګنزیا جګړو سره د دوی ترمنځ کړکېچ لا زور واخیست. له میلاد وړاندې ۱۸۸ کال کې د اپامئیا هوکړه له اناتولیا څخه د سلوکیانو د شاته کېدو لامل وګرځېده. په اناتولیا کې پخواني سلوکي قلمروونه، په جګړه کې د روم متحدینو یعنې د پرګاموم پاچاهۍ او د رودس جمهوریت ته ورکړل شول. له دې وروسته اناتولیا د ګاونډیو سیالانو؛ رومي سترواکۍ او اشکاني سترواکۍ ترمنځ د جګړې په ډګر واوښته چې دغه جګړې د روم او فارسیانو جګړې بلل کیږي.

له میلاد وړاندې ۸۸ کال څخه تر ۶۳ کال پورې له مهردادي جګړو وروسته اناتولیا په بشپړ ډول د روم تر کنټرول لاندې راغله. په دغه سیمه باندې د روم واکمني د روم د «لرې څخه د واکمنۍ» په کړنلارې پیاوړې شوه ځکه چې سیمه ییزو کنټرول کوونکو ته یې اجازه ورکوله په خپلو سیمو کې په اغېزمنه بڼه حکومت وکړي او دوی هم یوازې په پوځي برخه کې د هغو ساتنه کوي. د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې لوی قسطنطین په قسطنطنیه کې نوی اداري مرکز جوړ او د همدغې پېړۍ په وروستیو کې یې د قسطنطنیې په مرکزیت نوې ختیځه سترواکي تاسیس کړه چې د تاریخ پوهانو له خوا بیزانسي سترواکي بلل کیږي او اصلي نوم یې هم بیزانتیوم و.

په راتلونکو پېړیو کې د منځنیو دورو تر پیل پورې ساساني فارسیان د پارتیانو ځای ناستي شول چې د روم او فارس سره یې د پېړیو سیالۍ ته دوام ورکړ او بیاځلي یې د اناتولیا په ختیځو برخو کې مکررو جګړو ته مخه کړه. بیزانسي اناتولیا په سویل ختیځ لوري کې د مسلمانانو د بریدونو تر فشار لاندې راغله، خو د اناتولیا ډیری برخه په یوولسمه پېړۍ کې د ترکیې د برید تر مهاله د بیزانسانو تر کنټرول لاندې پاتې شوه.

د لرغونې زمانې پیل[سمول]

د لیدیې پاچاهي له میلاد وړاندې ۷مې پېړۍ پر مهال د اناتولیا په لویدیځ کې په پیاوړي ځواک اوښتې وه، په داسې حال کې چې دغه سیمه تر ډېره پورې د آشور په واک کې وه. د لیدیې سترواکۍ د اوومې پېړۍ په وروستیو کې له آشور څخه خپلواکي واخیسته. له میلاد وړاندې شپږمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د یادې سترواکۍ د غوړېدو دوره د لیدیې د سترواکۍ د دورې په نوم یادېږي. په داسې حال کې چې فارسي وګړو له تاریخ وړاندې دوره کې د کاسپین سیند په سویل (ایراني فلات) کې شتون درلود، خو د هغوی نفوذ هغه مهال پراختیا ومونده چې مادیانو له میلاد وړاندې ۶۲۵ کال کې هغوی سره یو موټي کړل او لار یې برابره کړه څو د اشور سترواکي له منځه یوسي، همدا و چې سیاکسارس (واکمني: له میلاد وړاندې شاوخوا ۶۲۵ کال – ۵۸۵ کال) له میلاد وړاندې ۶۱۲ کال کې د اشور پر سترواکۍ باندې د برید مشري وکړه. د لیدیه پاچا سادیاتس (واکمني: له میلاد وړاندې ۶۲۴ کال – ۶۱۰ یا ۶۰۹ کال) له مادي واکمن سیاکسارس سره لاس یو کړ څو سیمریان له اناتولیا څخه وباسي. دغه اتحاد لنډ مهالی و، ځکه چې د هغه ځای ناستي الیاتس (واکمني: له میلاد وړاندې شاوخوا ۶۰۵ کال – ۵۶۰ کال) دې ته متوجه شو چې د سیاکسارس له خوا ورباندې برید شوی، په داسې حال کې چې د ګاونډۍ کیلیکیه سیمې پاچا مداخله وکړه او له میلاد وړاندې ۵۸۵ زکال کې یې د سولې خبرې ترسره کړې؛ په دې سره د مرکزي اناتولیا شمالي لور ته د هالیس سیند له لیدیه سره د هغو د پولې په توګه ومنل شو. هرودوت لیکلي:

«تسلیمۍ ته د الیاتس د نه راضي کېدو له امله د هغه پیروانو هغه مهال چې سیاکسارس یې له هغوی څخه د غوښتنې په موخه ولېږه، د لیدیانو او مادیانو ترمنځ جګړه پیل شوه او د پنځو کلونو لپاره یې د بېلابېلو اړخونو په بریاوو سره دوام وموند. په دغه مهال کې مادیانو پر لیدیانو باندې ګڼ شمېر بریاوو ته لاسرسی وموند او لیدیان هم څو ځله پر مادیانو برلاسي شول».

الیاتس د الکتروم سکې ووهلې او د هغه ځای ناستي کرزوس (واکمني: له میلاد وړاندې ۵۶۰ کال – ۵۴۶ کال) د لومړي ځل لپاره د سرو زرو د سکو د وهلو له امله شهرت وموند.

دغه مهال د اناتولیا سویل ختیځې برخې د آشور د سترواکۍ له خوا اداره کېدلې. تابال هم په سویلي مرکزي اناتولیا کې د لووي ژب ویونکې نیو- هیتي پاچاهۍ پاچا و؛ هغه پاچاهي چې له میلاد وړاندې ۷۱۳ کال کې د اشوریانو له خوا له منځه یووړل شوه.

د فارسیانو واکمني[سمول]

د ماد سترواکۍ ډېر لنډ عمر درلود (له میلاد وړاندې شاوخوا ۶۲۵ کال – ۵۴۹ کال). له میلاد وړاندې ۵۵۰ کال کې د اناتولیا په ختیځ کې د مادیانو سترواکي د سل کاله هڅو پرمټ واک ته رسېدلې وه، خو له میلاد وړاندې ۵۵۳ کال کې په ناڅاپي ډول د دویم کوروش (لوی کوروش) په مشرۍ د فارسیانو د پاڅون له امله وپاشل شوه او له منځه ولاړه. له دې وروسته مادیان د فارسیانو تابع وګرځېدل.

فارسیانو چې د خپلې پراخې سترواکۍ لپاره یې ډېر لږ منابع لرل، د نسبتا مهربانو فاتحینو په توګه یې حکومت کاوه او هڅه یې کوله له سیمه ئیزو متنفذینو سره په حکومتولۍ کې مرسته وکړي. هغوی د سیمه ئیزو حاکمانو په ټاکلو سره د خپلو ټاکلو حاکمانو مسئولیت پر غاړه درلود او په دې بڼه یې په خپلو تر لاس لاندې ولایتونو باندې حکومت کاوه. ورته مهال یونانیانو بیا دغه حاکمان ظالمان بلل؛ ځکه چې هغوی نه په دیموکراتیکه بڼه ټاکل کېدل او نه هم کومې واکمنې لړۍ ته اړوند وو. له دې سره هم لوی داریوش (له میلاد وړاندې ۵۲۱ کال – ۴۸۶ کال) د هخامنشي سترواکۍ پراختیا ته دوام ورکړ. ده هم د سیمه ئیزو حاکمانو له سیسټم ګټنه کوله، هغو ته یې پراختیا ورکړه او نورې دولتي پراختیايي چارې یې هم ترسره کړې. [۱][۲]

د فارس تر واکمنۍ لاندې اناتولیا په سیمه ئیزو اداري جوړښتونو (د منابعو پر بنسټ ولایتونو) ووېشل شوه او له فتحې وړاندې د پخوانۍ پاچاهۍ ځای یې ونیو. پاچاهان په حاکمانو بدل شول. والي ته یې ساتراپ او ولایت ته یې هم ساتراپي ویل. په دغو ادارو کې د مراتبو سلسلې شتون درلود چې د لویو، اصلي او همدارنګه کوچنیو ساتراپیانو په توګه یادول کېدلې. د اناتولیا په اصلي اداري واحدونو کې په لویدیځ کې د ساردیس لویه ساتراپي (سپاردا/ لیدیه)، په مرکز کې د کاپاډوکیا اصلي ساتراپي، په شمال ختیځ کې د ارمنستان اصلي ساتراپي او همدانګه په سویل ختیځ کې د آشور اصلي ساتراپي شاملې وې. دغه اداري جوړښت د هرودوت له خوا هغه مهال د سیمو د توضېح شوي جوړښت سره مطابقت درلود. په داسې حال کې چې د ساتراپیانو شمېر او پولو د وخت په اوږدو کې بدلونونه لرل.

ورته مهال آشور د بابل د لویې ساتراپي اصلي ساتراپي وه چې کلیکیه هم په کې شامله وه، په داسې حال کې چې ارمنستان بیا د ماد د لویې ساتراپي اصلي ساتراپي وه. [۳]

اناتولیا د فارسي سترواکۍ په اوږدو کې د دغې سترواکۍ د اصلي برخې په توګه پاتې شوه. د لوی داریوش د واکمنۍ پر مهال یو سلطنتي سړک جوړ شو چې د شوش ښار یې په مستقیم ډول د اناتولیا له لویدیځ ښار ساردیس سره نښلاوه.

سرچينې[سمول]

  1. De Souza, Philip (2003). The Greek and Persian Wars 499–386 BC. 36 of Essential histories. Osprey Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781841763583. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. From Cyrus to Alexander: A History of the Persian Empire, Pierre Briant, Eisenbrauns: 2002, کينډۍ:ISBN
  3. Encyclopaedia Iranica: Achaemanid Satrapies