لرغونی مقناطیسیت
لرغونی مقناطیسیت په ډبرو، رسوباتو او د لرغونپېژندنې په موادو کې د ځمکې د مقناطیسي ساحو د سوابقو څېړنه ده. په ډبرو کې مقناطیسي منرالونه کولای شي د جوړېدو پر مهال د مقناطیسي ساحې یا میدان مسیر او شدت ثبت کړي. دغه سوابق د ځمکې د لرغونو مقناطیسي ساحو د چلند او د ټکټونیکي تختو د پخوانیو ځایونو په اړه معلومات وړاندې کوي. د جیومقناطیسي بدلونونو هغه سوابق چې د اتشفشاني او رسوبي ډبرو په سلسلو کې باقي پاتې دي، یو داسې زماني مقیاس وړاندې کوي چې د جیوکرونولوژيکې وسیلې په توګه کارول کېږي. هغه جیوفزیک پوهان چې په لرغوني مقناطیسیت کې تخصص لري، د لرغوني مقناطیسیت پوهان بلل کېږي.
تاریخچه
[سمول]د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې څرګنده شوه چې د قطبنما یا پرکار ستنې د ځمکې د بېرون ته راوتلیو قوي مقناطیسي برخو په مقابل کې په شدت سره انحراف کوي. په ۱۷۹۷ کال کې «وون هامبولټ» دغه مقناطیس له برېښنايي ضربې سره تړلی وباله (برېښنا سطحي ډبرې مقناطیسي کوي). په نولسمه پېړۍ کې په ډبرو کې د مقناطیسي مسیرونو څېړنو وښوده چې ځینې وروستۍ لاواوې د ځمکې له مقناطیسي ساحې یا میدان سره په موازي کرښو مقناطیسي شوې دي. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د «ډېوېډ»، «برونهس» او «مرکانټون» څېړنو وښوده چې ډېری ډبرې په غیر موازي ډول له میدان یا ساحې سره مقناطیسي شوې دي. جاپاني جیوفزیک پوه «موټونوري ماټویاما» د ۱۹۲۰مې لسیزې په وروستیو کې وښوده چې د ځمکې مقناطیسي میدان د کوارټز دورې په منځنیو کلونو کې بدل یا معکوس شو او دا هغه بدلون و چې دا مهال د برونهس-ماټویاما د بدلون په نامه پېژندل کېږي.[۱][۲][۲]
انګرېز فزیک پوه «بلکټ» په ۱۹۵۶ کال کې حساسه سټاټیک مقناطیس سنجوونکې اله اختراع کړه او په دې سره یې د لرغوني مقناطیسیت لپاره لویه انګېزه رامنځته کړه. ده غوښتل خپله هغه تیوري وازمايي چې د ځمکې له څرخېدو سره د جیومقناطیسي میدان د اړیکې په اړه وه او دا تیوري یې بالاخره رد کړه. خو سټاټیکي مقناطیس سنج یې د لرغوني مقناطیس یوه بنسټیزه اله یا وسیله شوه او په پایله کې یې د قارهيي حرکت تیوري رامنځته شوه. «الفرډ واګنر» د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۵ کال کې وړاندیز وکړ چې لویې وچې یو وخت له یو بل سره یوځای وې او بیا وروسته سره جلا شوې. که څه هم ده ګڼ غیر مستقیم شواهد وړاندې کړل، خو په دوو دلایلو یې د تیورۍ کم هرکلی وشو: (۱) د قارهيي حرکت لپاره هېڅ کوم میکانیزم نه و مشخص شوی؛ او (۲) د وخت په اوږدو کې د لویو وچو د حرکت د بیارغونې لپاره هېڅ لاره نه وه موجوده. «کیټ رانکورن» او «اډوارډ ایروینګ» د اروپا او شمالي امریکا لپاره څرګند قطبي مسیرونه جوړ کړل. دغه منحني ګان له یو بله جلا شول، خو که فرض کړو چې لویې وچې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې سره تړلې وې، ښايي دغه منحني ګان بېرته سره یوځای شي. دغې چارې د قارهيي حرکت لپاره لومړني څرګند جیوفزیکي شواهد وړاندې کړل. وروسته په ۱۹۶۳ کال کې «مورلي»، «واین» او «میټوز» وښوده چې په سمندرونو کې مقناطیسي ګډوډۍ د سمندر د تل د پراخېدو شواهد په لاس راکوي.[۳][۴]
څانګې
[سمول]لرغونی مقناطیسیت په بېلابېلو کچو کې څېړل کېږي:
- د جیومقناطیس اوږدمهالي بدلونونه په کوچنۍ کچه د ځمکې په مقناطیسي میدان یا ساحه کې د مسیر او شدت اړوند بدلونونه دي. د شمال مقناطیسي قطب د ځمکې د څرخېدو د محور په نسبت تل د بدلېدو په حال کې دی. مقناطیسیت یو وېکتور دی او له همدې امله د مقناطیسي ساحې بدلون د مقناطیسي انحراف د لرغونو مسیرونو د اندازو، مقناطیسي میل او لرغوني شدت په مرسته څېړل کېږي.
- د ځمکنیو طبقو مقناطیس پېژندنه د ځمکې د مقناطیسي میدان د قطبي بدلون هغه تاریخچه کاروي چې په ډبرو کې ثبت شوې ده تر څو د دغو ډبرو عمر وټاکي. بدلونونه د ځمکې د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو واټنونو کې په نامنظم ډول پېښ شوې دي. د دغو بدلونونو عمر او بېلګې د سمندر د تل د پراختیايي سیمو او اتشفشاني ډبرو د تاریخ ټاکنې په مرسته مشخص شوي دي.
استفادې
[سمول]د لرغوني مقناطیسیت شواهدو - چې هم بدلونونه او هم د قطبونو د لنډمهالي حرکت ډېټا په کې شامل دي – په ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰یمو لسیزو کې د قارهيي حرکت او ټکټونیکي تختو له تیوریو سره مرسته وکړه. د لرغوني مقناطیسیت د ځینو شواهدو استفادو د ځمکنیو جوړښتونو د تاریخونو د بیارغونې لپاره بحثونه راپورته کړي دي. د لرغوني مقناطیسیت شواهد د ډبرو د احتمالي عمر په ټاکلو او د قشر د ځینو برخو د شکلي بدلون د تاریخونو په بیارغونه او پروسو کې کارول کېږي.[۵]
د لرغوني مقناطیسیت څېړنې له جیوکرونولوژيکو مېتودونو سره ترکیب شوې دي تر څو د هغو ډبرو مطلق عمرونه وټاکي چې مقناطیسي سوابق په کې ساتلي دي. د بازالټ په څېر اتشفشاني ډبرو لپاره تر ټولو معمول مېتودونه د جیوکرونولوژۍ پتاشیم-ارګون او ارګون-ارګون مېتودونه دي.[۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ McElhinny & McFadden 2000
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Glen 1982، م. کينډۍ:Pn.
- ↑ Runcorn, S. K. (1956). "Paleomagnetic comparisons between Europe and North America". Proc. Geol. Assoc. Canada. 8: 77–85.
- ↑ Glen 1982، مم. 4–5.
- ↑ McElhinny & McFadden 2000
- ↑ Herries, A. I. R.; Kovacheva, M.; Kostadinova, M.; Shaw, J. (2007). "Archaeo-directional and -intensity data from burnt structures at the Thracian site of Halka Bunar (Bulgaria): The effect of magnetic mineralogy, temperature and atmosphere of heating in antiquity". Physics of the Earth and Planetary Interiors. 162 (3–4): 199–216. Bibcode:2007PEPI..162..199H. doi:10.1016/j.pepi.2007.04.006.