لاسپېله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د څرمنې لاسپېلې

لاسپېله چې جمع يې لاسپېلې (په انگرېزي: Glove يا Gloves) دی په بېلابېلو گړدودونو کې د دستکله، لاس ماغو او يا لاسپوښۍ په نوم هم يادېږي. لاسبېلې د ټوټې (ټوکر)، څرمن ، پلاستيک او وړيؤ څخه د لاسونو د ژغورنې او ساتنې په موخه جوړېږي. د دغه اغوستن توکي د کارېدنې ساحې په لويه کچه په ژمي کې د لاسونو د تودولو نه تر بېلابېلو لابراتوارنو او فابريکو کې د کار په چاپېريال کې د لاسونو د خوندي کولو په موخه هم کارېږي. لاسپېلې د هرې گوتې لپاره ځانگړی پوښ لري او د لاسپوښۍ سره يې توپير دا دی چې وروستۍ نومېدلې د هرې گوتې د پېيلو ځای نه لري او يواځې د بټې گوتې او پاتې څلورو گوتو د پوښلو ځايونه لري، چې شايد د همدې کبله لاسپوښۍ نومول شوې دي.

د لاسپېلو تاريخ

لاسپوښۍ

لاسپېلې د ديارلسمې پېړۍ شاوخوا په لومړي ځل د ښځينه ؤ په لاسونو کې د فېشن په موخه کارېدلي دي . هغه لاسپېلې د کتان او ورېښمو له ټوکر څخه جوړېدې او تر څنگلو پورې ېې لاسونه پوښل . دانکرېن ويسه ، انکورېسيس چې په څو نومونو د يوې ځانگړې تگلارې په توگه په ديارلسمې پېړۍ کې لیکل شوې رساله ده له قانون څخه ېې داسې جوتېږي چې د ديارلسمې پېړۍ په پيل کې دغه ډول اغوستن توکي د وخت د سپېڅلو ښځو لپاره نه وې . دغه د قانون تگلارې د لارښودنې په موخه هغو درېؤ خويندو ته په انگلینډ کې لیکل شوې وې چې په لومړي ځل ېې خپل په خوښه د ځانگړې جامې د اغوستلو او د خپل په فکر ژوند کولو تکل کړی و . دغه په اتو مادو وېشل شوې تگلارې وې . همدارنگه د سمپچوېري لاز په نامه د مذهبي پولو د خوندي کولو په موخه قوانین راووتل . دغه قوانین ددې لپاره راووتل چې په ټولنه کې د مذهبي بنديزونو پولې خوندي وساتي اودځانگړولاسپېلو په اغوستلو کې پاملرنه وشي . لومړی په ۱۲۹۴ کې په بولوگنا کې د سامېټ لاسپېلو په خلاف قانون پلي شو ، بیا په روم کې کال ۱۵۶۰ م کې د وږمينو لاسپېلو په خلاف پلي شو . د پاريس اتحاديې په نوم يا د لاسي توکيو صنعت په نوم (اگنتير) په ديارلسمې پېړۍ کې فعال و . دوی د څرمن يا بڼکو (پرو) څخه لاسپېلې جوړولې . خو د لاسي صنعت شرکت هغه وخت ډېر مخور شو کله چې د شپاړسمې پېړۍ په لړ کې لومړۍ ملکه اليزابت د دغه صنعت ځينې اغوستن توکي د فېشن په موخه پخپله د گاڼو ترڅنگ لاس گنډونکې لاسپېلې واغوستلې . همدا رنگه د اگېنټيرس شرکت څخه د اگېنټيرس د عطرونه راووتل