لاتیني کلیسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

لاتیني کلیسا (په لاتیني ژبه، Ecclesia Latina) د کاتولیکي کلیسا په برخه کې تر ټولو لویه ځانګړې کلیسا ده، چې د دې کلیسا زیاتره غړي یې په روم ښار کې د شاوخوا ۱،۳ میلیارده عیسویانو ټولګه جوړوي، چې پاب ورسره مرسته کوي. لاتیني کلیسا د پاب اړوند ۲۴ کلیساوو Sui iuris له ډلې نه یوه کلیسا ده غړي یې په روم کې له پاپ سره تړاو جوړوي، چې ۲۳ نورې کلیساوې یې د ختیځو کاتولیک کلیساوو په نامه پېژندل کېږي او ټولټال شاوخوا ۱۸ میلیونه غړي لري. لاتیني کلیسا په دودیزه توګه لاتیي مذهبي مراسم ترسره کوي، چې د نولسمې پېړۍ له منځنۍ دورې راهیسې تر ډېره په سیمه ییزه ژبه ژباړل کېږي. مذهبي مراسم زیاتره یې رومي رسم او رواجونه دي، چې عناصر یې له څلورمې پېړۍ راهیسې ترسره کېږي. [۱][۲]

لاتیني کلیسا په مستقیمه توګه د پاپ په وسیله اداره کېږي، چې د روم مسیحي ملا یا مشر په توګه یې د رول اړوند دی، یعنې هغه چا په وسیله چې لویه او عمومي کلیسا یې د اسقف یا عیسوي مشر په توګه د ایټالیا د روم په Archbasilica Saint John Lateran کې واقع شوې ده. لاتیني کلیسا له تاریخي پلوه په خپل ځاني توګه وده کړې او غربي فرهنګ یې په ژوره توګه اغېزمن کړی دی. همدارنګه د غربي کلیسا (په لاتیني ژبه: Ecclesia Occidentalis) د رومي کلیسا  (په لاتین: Ecclesia Romana) او په ځینو مواردو کې د رومي کاتولیکي کلیسا په توګه پېژندل کېږي (سره له دې چې دا نوم کاتولیکي کلیسا ته هم کارول کېږي).[۳]

په ځینو برخو او متنونو کې د پاپ یو لوی دودیز لقب د غربي نړۍ سردار یا نېکه هم ویل شوی دی. کاتولیکي کلیسا داسې ښيي، چې د کلیسا اشقف یا عیسوي ملایان یې د عیسي(ع) ځایناستي دي او پاپ هم د سنت پیتر ځایناستی دي، چې حضرت عیسي مسیح(ع) هغه ته لومړیتوب ورکړی و. د لاتیني کلیسا په اساسي فرهنګي او الهیاتي وحدت په برخه کې ځایي دودونه په لرغوني وخت کې د بېلابېلو الهیاتي طریقو په وسیله وده وکړه، داسې چې څلور ستر او اساسي برخې یې د کلیسا د لاتیني ډاکټرانو په توګه پېژندل کېږي، چې له ۲مې تر ۷مې پېړۍ پورې یې په هغو سیمو کې ژوند کاوه، چې د افریقا د شمالی او فلسطین اړوند رومي برخو کې ژوند کړی دی.[۴]

د عبادت بېلابېلو ډولونو په هکله له ډېرو لرغونو زمانو راپدېخوا د لاتین بیلابېل مذهبي شعایر یا رواجونه موجود و او دي، چې تر ټولو پراخ او غالب یې رومي رسم دی. د نورو مذهبي او دیني کورنیو له ډلې اصلي پاتې شونې یې هغه څه دي، چې اوسمهال په رسمي توګه د د هیسپانوموزارابیک د شعایرو په توګه پېژندل کېږي او اوس هم په هیسپانیا کې په محدوده توګه کارول کيږي. د آمبروسیانو شعایر او رواجونه چې له جغرافیایي پلوه ایټالیا کې د میلان په اشقف یا رهبر کېدو باندې متمرکزه و، د شکل له پلوه که څه هم ځانګړې محتوا یې رومي شعایر او رواجونه ته ډېره نېږدې وه. دغه راز د کارتوسیانو شعایر او رواجونه، چې د کارتوسي رهباني سخت او ستونزمن رسم په برخه کې ترسره کېږي او په عمومي اصطلاحاتو کې هم د رومي شعایر او رسمونه ته ورته شکلونه کاروي؛ خو یو شمېر مهم توپیرونو سره مل وي، چې هغه د کارتوسیانو د ځانګړي او جلا ژوند سره تطبیق کړی دی، دا آیین یو وخت موجود و، چې د ګالیکن شعایر یا رسمونه په نامه یادېده او په ګوليش یا فرانکش سیمو کې کارول کېده. دا ټول د بېلابېلو بڼو او شکلونو یوه ټولګه وه، چې د اوسني هیسپانوي موزاربي شعایرو یا رسمونو سره یې شباهت درلود؛ خو هیڅکله په دقیق او کره توګه راټول او مدون نه شول او لږ تر لږه له اوومې پېړۍ راهیسې په تدریجي توګه یې دې شعایرو او رواجونو کې نفوذ وکړ ا بیا په زیاتره مواردو کې ګڼ شمېر مذهبي او عبادتي متنونه د هغه ځایناستي شول. هغه شکلونه او بېلابېلې بڼې چې د روم په اشقف یا عیسوي رهبرانو د استوګنې اړوند برخو پورې یې منشاء درلوده. نور لرغوني او قدیمي «شعایر یا رسمونه» چې په تېرو وختونو کې به یو شمېر مذهبي احکامو او مهمو ښارونو کې عملي او تطبیق کېدل په حقیقت کې د رومي دین یا تمدن جزیي برخې وې او اوسمهال سره له دې چې یو شمېر رومي چارواکو یې د یو شمېر بیا راوژندي کولو لپاره محدودې هڅې او هلې ځلې وکړې بیا هم ټول یې تقریباً په بشپړه توګه له کاره لوېدلي دي.

په ۱۰۵۴ ز کال کې د روم او قسطنطنیې او روم دواړو د ختیځ او لویدیځ وېش تر وخته پورې لاتیني کلیسا د ختیځ له ارتدوکس کلیسا سره بشپړې اړیکې درلودې. له هغه وخته او له هغه مخکې د یونانیانو او بیزانسیانو په وړاندې د لویدیځ مسیحیان په نړۍ کې د لاتینيانو په نامه مشهور شو. له اسلامي فتوحاتو وروسته د غربیانو په وسیله له ۱۰۹۵ تر ۱۲۹۱ ز کاله پورې صلیبي جګړې پیل شوې، چې موخه یې هم دا وه، ترڅو په سپېڅلې خاوره کې د عیسویانو او د هغو د اموالو ساتنه وکړي او دغه راز د هر ډول ځورونو په وړاندې د هغوی دفاع وکړي. صلیبیان په اوږدمهاله توګه په دې و نه توانېدل ترڅو د اسرائیلو او یهودیانو سیاسي او نظامي کنترول بیا رامنځټه کړي، چې د مخکیني مسیحي په څېر شمالي افریقا او پاتې نوره منځنۍ آسیا د اسلام تر واک او تسلط لاندې پاتې وه. د دې سیمې د زیاتره عیسوي ملایانو یا مشرانو نومونه تر اوسه هم د کاتولیک کلیسا په وسیله د کاتولیکیانو د مذهبي مرکزونو په توګه یوازې د مذهبي کورنیو له نظره کارول کېږي.

د «لاتنیانو او یونانیانو» تر منځ وېش د عیسویت اړوند ټولې لرغونې او دودیزې کلیساوې نه رانغاړي، ځکه د ختیځ اړوند کاتولیکي کلیساوې په جدي توګه له پامه غورځوي، چې له دې ډلې یو شمېر یې د بیزانس مذهبي شعایرو او دودونو پیروي کوي؛ خو یو شمېر نورې یې له بېلابېلو لرغونو ډولونو سره له پامه غورځوي. د کلسیدوني له مسیحیت څخه بهر کلیساوې، چې په مشترکه توګه د ختیځ اړوند ارتدوکس په توګه پیژندل کېږي او د روم سترواکۍ د پنتارشیکال له دولتي کلیسا څخه بهر د ختیځ لویې کلیسا په توګه پېژندل کېږي او له ډېرو بېلابېلو فرهنګي، معنوي او مذهبي شعایرو او دودونو لکه د ختیځ سیرو، د انتیوکېن سیرو، آرمانیایي مسیحیت او قطبي مسیحیت څخه پیروي کوي.

د لاتین کلیسا د عصري او ماډرن دورې په لومړیو او دغه راز له دې دورې وروسته یو شمېر ګټور او تبلیغاتي ماموریتونه آمریکا او د عصري دورې له وروستیو بیا د آفریقا لویې دښتې سویلي هېوادونو ته ترسره کړل. په شپاړسمه زېږدیزه پېړۍ کې پروتستاني اصلاحات د پروتستانتیسم د جدایۍ لامل شول او په پایله کې یې غربي مسیحیت هم وپاشل شو، چې یوازې د لاتیني کلیسا پروتستاني څانګې او برخې نه، بلکې د نولسمې پېړۍ د خپلواکو ډلو کوچنۍ څانګرې هم په کې شاملې وې.

اصطلاحات[سمول]

نوم[سمول]

په لویدیځ کې د کاتولیک کلیسا یوه برخه د لاتین کلیسا په نامه یادېږي، ترڅو په دې توګه د ختیځ کاتولیکي کلیساوو څخه یې توپیر وشي، چې هغه کلیساوې هم د پاپ په لومړیتوب کې راځي. په تاریخي لحاظ ۱۰۵۴ ز کال کې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د واټن رامنځته کېدو مخکې لاتین کلیسا کله وخت د غربي کلیسا په نامه پېژندل کېږي. د بېلابېلو پروتستاني ډلو اړوند لیکوالان کله وخت د لویدیځې کلیسا کلمه د یوې ضمني یا څرګندې ادعا په توګه د مشروعیت لپاره کارول.

د لاتین کاتولیک اصطلاح تر ډېره د لاتین مذهبي شعایرو اړوند پیروانو ته کارول کېږي، چې د هغو په ډله کې بیا رومي شعایر تر ډېره غالب او بریالي دي. د لاتین مذهب دیني مراسم تر ډېره د شرقي کلیساوو له مذهبي شعایرو سره په تضاد کې دي.

«کلیسا» او «مذهبي دود»[سمول]

په ۱۹۹۰ ز کال کې د شرقي کلیساوو اړوند قانون د «کلیسا» او «مذهبي دود» اړوند کلمو کارول تعریفوي. د دې قانون اړوند تعریف پر بنسټ په شرقي کاتولیکي کلیساوو او لاتیني کلیسا باندې د حاکمو «مذهبي دودونو» یا شعایرو کارول د عیسوي مومنانو داسې یوه ډله ده، چې د یو شمېر بېلابېلو پړاوونو په وسیله متحد شوي او د کاتولیکي کلیسا د لوړ مقام په وسیله د یوې ځانګړې کلیسا Sui iuris په توګه پېژندل شوي دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Fr. Adrian Fortescue, The Mass: A Study of the Roman Liturgy, s.l., 1912, p. 213
  2. کينډۍ:Cite encyclopaedia
  3. Turner, Paul (2007). When other Christians become Catholic. Liturgical Press. د کتاب پاڼې 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8146-6216-8. When other Christians become Catholic: the individual becomes Eastern Catholic, not Roman Catholic الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Holy Bible: Matthew کينډۍ:Bibleverse-nb
  5. "CCEO, canon 27". w2.vatican.va. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. CCEO, canon 28 §1
  7. "Code of Canon Law, canons 383 §2". www.vatican.va. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. 450 §1
  9. 476
  10. 479 §2
  11. 1021