کيسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له كيسه نه مخ گرځېدلی)

کيسه (په انگرېزي: Story) په انگرېزي ډېکشنري کې ستوري ته وایِي چې د history (تاریخ) د کلیمې یو لنډیز دی چې د روایت بیانولو یا د رامنځ ته شوې پېښې مانا ورکوي. کیسه یا داستان د هغو کارنامو او پېښو بیان دی چې پکې د ژوند په هر اړخ څه ناڅه ذکر موجود وي د کیسو ډولونه د هغو د اندازو په نسبت ډیر دي.

كه څه هم ځينې كسان كيسه او داستان يو گڼي، خو كه داستان د ادبياتو يو داسې ډول وگڼو، چې شپېته اويا كاله وړاندې زموږ په هېواد كې دود شوى، بيا يې د اروپايي ليكوالو د سبك پر بنسټ يوه بڼه خپله كړې ده، نو بايد چې د كيسې او داستان ترمنځ توپيرونو ته هم نغوته (اشاره) وكړو. كيسه ليكنه او ويل، زموږ په هېواد كې له ډېر پخوا څخه ځانگړى ځاى لري. په پخوا وختونو كې به كيسه له يوې سينې څخه بلې ته لېږدېدله، كيسه ويل او د پېښو بيانول به د تېر او راتونكي وخت ترمنځ د اړيكي يوه وسيله وه. په حقيقت كې كيسې او داستان ته د انسان لېوالتيا، د تجربو د لېږدونې رالېږدونې يوه وسيله وه او ده. كيسه، يوه ساده او يې طرفه روايت دى، چې پر پېښو او څرگندونو ولاړه ده. كله چې يې لوستونكى لولي، يا يې اوري، له كومې ځانگړې پېچلتيا، لوړتيا او ځوړتيا سره نه مخ كېږي. په كيسه كې، د پېښو چورليځ (محور) پر بېړنيو پېښو راڅرخي، يانې پېښې كيسه زېږوي، په حقيقت كې يې بنسټيز ركن جوړوي. پرته له دې چې د كيسې د شخصيتونو په پراختيا او جوړونه كې كوم رول ولوبوي. په بله مانا، ويلاى شو: د كيسې شخصيتونه او اتلان ډېر لږ بدلون مومي، خو اكثره د بېلابېلو پېگښو په منگولو كې ښكېل دي. د كيسې جوړښت نقلي او روايتي دى. ژبه يې هم محاورې او خبرو اترو ته نژدې ده. ان توري، اصطلاحگانې او ولسي متلونه هم په كيسه كې زيات پيدا كېږي، نو د كيسې ژبه دوديزه او معمولي ده. د خلكو ژوند، دغه راز نور اړخونه د طبيعت د بېلابېلو انځورونو په مرسته انځور شوي دي. په دې توگه كولاى شو، كيسه انسان ته د انسان د پېژندنې او د خير و شر د بيان تر ټولو ځواكمنه پديده وگڼو.