كولكټيويزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

كولكټيويزم دغه اصطلاح د فرانسوي ژبې له Collective څخه چې د ’جمعې’ معنا وركوي، اخيستل شوې ده. كولكټيويزم د هغې ډلې په عقايدو، روشونو او اهدافو اطلاقيږي چې پر ټولو اجتماعي چارو او خصوصاً اقتصادي مسايلو د ټولنيزې څارنې او نظارت پلوي كوي. دغه اصطلاح د لومړي ځل له پاره په ۱۸۶۹ م كال كې د ’بال’ په ښار كې د سوسياليستانو د لومړني انترناسيونال په مهال كې باب شوه او دغه كليمي د سوسياليزم سره نژدې رابطه پيدا كړه. د بال په كنگره كې ددې اصطلاح له استعمال څخه د ماركس او پرودن په مقابل كې د سوسياليزم د يو دريم مكتب په توگه استفاده شوې ده او هدف په كې دا ؤ چې يو ډول داسې سوسياليزم وړاندې شي چې په زور، تشدد او ديكتاتورۍ ولاړ نه وي. ددې اصطلاح د استعمال مواد وروسته ډير پراخه شول او څو مفاهيم يې راچاپيره كړل.