قمره اڅکزۍ وکيلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قمره اڅکزۍ وکيلي انګلیسي: Qamar Wakili (name by birth Atzeksei ) qa-ma-ra ɑː-ʦak-zɨ wa-keː-leː د مېرمنو او بشري حقونو فعاله او د پښتو ژبي ليکواله وه[۱]. هغه په ۱۹۴۸ ميلادي کال د کندهار ښار د دهخواجې په سیمه کي د غلام دستګير خان اڅکزي په کور کي زيږېدلې وه او د ۲۰۱۹ ميلادي کال د نوامبر په ۸مه نېټه يې د آلمان د کسل ښار په روغتون کي د ورپيښي ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. قمره اڅکزۍ د پښتو ژبي د ليکوال محمد سرور وکيلي سره واده وه او ورڅخه يوه لور او يو زوی لري.

زده کړې[سمول]

قمرې اڅکزۍ وکيلي خپلي لومړنۍ زده کړي د کندهار په زرغونه انا ليسه کي وکړې. هغه وروسته د لوړو زدکړو لپاره کابل ته ولاړه او هلته يې د کابل په پوهنتون کي د ښووني او روزني په پوهنځي کي خپلي زدکړي بشپړه کړې. نوموړې د هغه وخت په کندهار کي یوه له لومړيو نجونو څخه وه چي د لوړو زدکړو له پاره کابل ته ولاړه.

دندې[سمول]

آغلې وکيلي د کندهار د زرغونې انا په ليسه کي دوه کاله د سرښوونکي په توګه دنده ترسره کړه. وروسته يې د هغه وخت په اطلاعاتو او کلتور مديريت کي د طلوع افغان ورځپاڼي د مسلکي مرستیالي په توګه دنده درلوده. هغې د طلوع افغان ورځپاڼي لپاره د ښځو د حقونو، د بيان ازادۍ او ټولنيزو مسايلو اړوند مقالې هم ليکلې. د دغې ليکوالې ليکنې په هم مهاله توګه د طلوع افغان څخه علاوه په انیس او اصلاح ورځپاڼو کي هم چاپېدلې.

قمرې اڅکزۍ وکيلي په کندهار کي د مېرمنو د ټولنې مشري په غاړه درلوده. هغې په ۱۹۷۴ د افغان ليکوال محمد سرور وکيلي سره واده وکړ. په افغانستان کي د حالاتو د خرابېدو سره سم يې کورنۍ په ۱۹۸۱ ميلادي کال کي لومړی پاکستان او وروسته په ۱۹۸۲ کال کي جرمني ته مهاجره سوه.

کله چي په افغانستان کي د طالبانو واکمني پای ته ورسېده او د حامد کرزي په دوره کي نوی حکومت ایجاد سو نو آغلې وکيلي افغانستان ته ستنه سوه او هلته يې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیالي په توګه درې کاله دنده تر سره کړه.

آثار[سمول]

د رسمي دندې تر څنګ او بيا وروسته هم مېرمنې وکيلي د ژوند تر اخرنيو ورځو شپو پوري د افغانستان د مشهورو ورځپانو لپاره علمي مقالې لیکلې. هغې په آلمان کي د ځانګړې کلتوري ټولنې د کار په چوکاټ کي د افغان مېرمنو د ژوند د بهتره کولو په خاطر هڅي کړي او هم يې د کوچنيانو لپاره د الماني ژبي څخه پښتو ته کتابونه ژباړلي دي.

د قمرې اڅکزۍ وکيلي په آثارو کي د «غوره کيسې» په نوم د ماشومانو لپاره د داستانونو کتاب هم راځي. هغې په دغه کتاب کي له آلماني او نورو ژبو څخه و پښتو ته د ماشومانو نکلونه ژباړلي دي. دغه کتاب په کندهار کي چاپ سوی دی.

  1. "ژورنالسته قمره اڅکزۍ وکيلي په حق ورسېده". DW.com/ps. د لاسرسي‌نېټه December 2, 2020. Name: قمره اڅکزۍ وکيلي الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)