قضايي لمونځونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قضاء راګرځولو د هغو لمونځونو ته وايي چې د سړي په غاړه پاته وي كړي يې نه وي قضاء فرض ده يعني راګرځول د هغو لمونځونو چې د سړي په غاړه پاته وي كړي يې نه وي فرض دي نو هغه سړى چې په غاړه يې لمونځ پاته وي او نه يې راګرځوي فاسق دى قضاء په ډول د اداء سره كيږي يعني دوه يي دوه كيږي درې يې درې او څلور يې څلور كيږي ډك يې ډك او تش يې تش كيږي قضاء په دريو وختو كې نه كيږي په وخت د لمر ختو كې په وخت د لمر لوېدو كې يعني په وخت د سوروالي د لمر كې په وخت د استواء كې. د قضائي لمانځه  نيت : نيت مې كړى دوه ركعته لمونځ كوم فرض قضايي د پرون سهار خاص خداى تعالى (جل جلاله) ته مخ مي كړى كعبې شريفې ته الله اكبر كه د سړي يو لمونځ په غاړه پاتي وو او وخت يې ځيني هير وو نه پوهېده چې د سهار و كه د ماسپښين مثلاً نو پنځه لمونځونه به راګرځوي او كه يې ډېر لمونځونه په غاړه پاتي وو او ځيني هير هم وو نو داسي نيت دي وكړي نيت مې كړى دوه ركعته لمونځ كوم فرض قضائي د اول سهار خاص خداى تعالى (جل جلاله) ته مخ مې كړى كعبې شريفې ته الله اكبر همدارنګه پسې ځه او نيت كوه . فايده:  قضاء د فرضو فرض ده او قضاء د واجبو واجب ده