قصر امان الله خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دغازي امان الله خان ماڼۍ مقر دغزني ولایت له لومړۍ درجو ولسوالیو څخه ده چې د ولایت له مرکز غزني ښاره ۱۴۰ کیلومتره د لویدیځ خواته پرعمومي لویه لار او د کابل کندهار په منځ کي پرته ده. تیرمهال چي به له کابله قافله روانه شوه پر رباطونوبه یې شپې کولي یوه شپه به یې پرمقر باندي وه ، کله چي غازی امان الله خان واک ته ورسېد له انګریزانو یې خپلواکي واخیستله د کابل، کندهار پرلار به په مقر کې د تم کیدولپاره مناسب ځای نه درلود نو یې د غزني ولایت په مقر ولسوالي کي یو ښکلي قصر جوړکړ شاوخوا یې باغ کیناوه، وني غټي شوې، ښکلایې په زړه پوري شوه . غازی امان الله خان چي له کابل څخه کندهار یا بیرته راګرځيدو د مقر په قصر کي به څو ورځي تم کیدو او دمه به یې نیوله، دمقر دخلګوپه غوښتنه یې یو ښونځي هم جوړکړ . دخلګو ستونزي به یې اوریدلې اوله خلګوسره به یې په دې قصر کي لیدل .

وروسته داقصر دولتي هوټل شو چي لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکو میلمه پالنه په کي کیدله دهیواد دوښمنانو تل هڅه کړیده چي زموږ تاریخي ځایونه او یادګارونه له منځه یو سي ترڅو ددې ولس تاریخ محو ه او نابود کړی له بده مرغه دمجاهدینودواکمني پرمهال ترینه ساقي خانه او بانډارخانه شو . دطالبانو دواکمني پرمهال دطالبانو هستوګنځی جوړشو . دجګړو خپل سریو او دیو ه منظم دولت او اداری دنه شتون له امله له پامه ورغورځيد . دنوي نظام له راتلو سره هم کومه پاملرنه ورته ونه شوه له څوکلونو راپه دې خوا چي دمقر په ولسوالي کي ملي اردو میشته شو ماڼۍ ته بیاهم نه یواځې دا چي پاملرنه ونه شوه بلکي اشپزخانه یې ورڅخه جوړه کړه چي اوس هم داشپزخانې کار ترینه اخېستل کیږي ،داسي یوبا احساسه پیدانه شو چي ورته پاملرنه وکړي او درناوي یې وکړي . دقصر ډيرځایونه نړیدلي او په منځ کي ځیني له لرګیو جوړي شویدي ماتي او حتي سوځيدلي دي .چت يې له منڅه تللی بیخونه یې وران شویدي . که زرترزره پاملرنه ورته ونه شي دوردانید وامکان یې ډير دی .

دا قصر چي خلګ په عامیانه ژبه ورته دغازی امان الله خان کوټۍ وایې دمقر دولسوالي یو تاریخي او له ویاړه ډک ځای دی. دغازی امان الله خان یاد ګاردی. په ټولو اصولو او قوانینو په تاریخي ځایونوکي راځي ، ملي ارزښتونه ملي تاریخي اثار دیوې ټولني دکلتور ،هنر ، علم تمدون څرګندویه کوي . هیله ده، چې د اسلامي تمدن د پلازمینې د ګڼو نورو تاریخي ځایونو ترڅنګ دغزني ولایت دمقر ولسوالي کي دغازي امان الله خان یادګار او تاریخي قصر ترمیمولو او جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو له ورانیدو وژغورل شي او داتاریخي ویاړ دزماني له

دا هم وګورئ[سمول]

سرچینې[سمول]