Jump to content

قشر (ځمک‌پوهنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ځمک‌پوهنه یا جیولوژۍ کې قشر د یوې ډبرینې سیارې، سیاره‌ګۍ یا طبیعي سپوږمکۍ تر ټولو بېرونی جامد پوښ دی. له لاندېني پوښ سره یې توپیر معمولاً د کیمیاوي ترکیب په مرسته کېږي؛ له دې سره سره د کنګلیزو سپوږمکیو په مورد کې ښايي (د مایع پوښ په مقابل کې د جامد پوښ) پر بنسټ تشخیص شي.

د ځمکې، عطارد، زهرې، مریخ، ایو، سپوږمۍ او نورو سیاروي اجرامو قشرونه د انګاري یا اور ورینو پروسو له لارې جوړ شوي دي او وروسته د توږل کېدو، اتشفشان او رسوب په مرسته اصلاح شوي دي.

ډېری ځمکې ته ورته سیارې نسبتاً یو اړخیز قشرونه لري. ځمکه دوه بېلابېل قشرونه لري چې یو ډول یې قاره‌يي قشرونه او بل ډول یې سمندري قشرونه دي. دغه دواړه ډوله قشرونه متفاوت کیمیاوي ترکیبات او فزیکي خواص لري او د بېلابېلو جیولوژيکي پروسو په پایله کې رامنځته شوي دي.

د قشر ډولونه

[سمول]

سیاروي ځمک‌پوهان قشرونه د جوړښت د څرنګوالي او وخت له مخې په درېیو ډولونو وېشي.[۱]

لومړنی قشر

[سمول]

دا د یوې سیارې اصلي قشر دی. د یوه مګما سمندر له انجماد څخه جوړېږي. د سیارو د ودې په وروستیو کې ځمکې ته ورته سیارو داسې سطحې لرلې چې مګمايي سمندرونه وو. دغه سطحې له سړېدو سره پر جامدو قشرونو بدلې شوې. دغه قشرونه د لویو ټکرونو په پایله کې له منځه تللي او د لویو بمبارونو د دورې پای ته د نږدې کېدو تر مهال پورې څو څو ځله بیا جوړ شوي دي.[۲][۳]

د لومړنیو قشرونو ماهیت لا هم د بحث وړ دی. د دغو قشرونو کیمیاوي، منرالوژي او فزیکي خواص او اتشفشاني میکانیزمونه نامعلوم دي. تر ډېره یې دلیل دا دی چې د دغو برخو څېړنه یې ستونزمنه ده. د ځمکې هېڅ کوم لومړنی قشر تر ننه پورې باقي نه دی پاتې. د ټکټونیکي تختو له امله د ځمکې د توږنې لوړې کچې د ځمکې د لومړني قشر په ګډون ټولې هغه پخوانۍ ډبرې له منځه وړې دي چې تر شاوخوا ۴ میلیارده کلونو ډېرې لرغونې دي.[۴]

له دې سره سره ځمک‌پوهان کولای شي د نورو ځمک‌ډوله سیارو په څېړنې سره د لومړني قشر په اړه معلومات ترلاسه کړي. د عطارد ارتفاعات ښايي د لومړني قشر څرګندونه وکړي، خو بیا هم دا برخه د بحث وړ ده. د سپوږمۍ انورتوزیټ ارتفاعات لومړني قشرونه دي چې د سپوږمۍ له لومړنیو مګمايي سمندرونو څخه یې د پلاجیوکلازونو شکل اخیستی او جوړ شوي دي. خو دا ډېره شونې نه ده چې ځمکه دې هم د ورته بېلګې پیروي وکړي، ځکه چې سپوږمۍ یوه بې اوبو منظومه وه او ځمکه اوبه لرونکې منظومه ده. یوه مریخي اسماني ډبره چې «ALH84001» نومېږي، ښايي د مریخ د لومړني قشر څرګندونه وکړي. خو بیا هم دا خبره د بحث وړ ده. زهره هم د ځمکې په څېر لومړني قشرونه نه‌لري، ځکه چې ټوله سیاره څو څو ځله جوړه شوې او بدله شوې ده.[۵][۶][۷][۸]

دویمي یا ثانوي قشر

[سمول]

ثانوي قشر د ځمکې په پوښ کې د سیلیکاټ موادو د جزئي ذوب یا ویلي کېدو په پایله کې جوړېږي او له همدې امله د ترکیب له نظره تر ډېره بازالټي دی.[۹]

دا په لمریزه منظومه کې د قشر تر ټولو معموله بڼه ده. د عطارد، زهرې، ځمکې او مریخ ډېری سطحې له ثانوي قشر څخه جوړې دي. د ځمکې پر مخ موږ وینو چې ثانوي قشر تر ډېره د سمندر-منځي انتشار په مرکزونو کې رامنځته کېږي او دا هغه ځای دی چې د ځمکې د پوښ اډیاباټیکه را پورته کېدنه د نسبي ذوب یا ویلي کېدو لامل کېږي.

درېیم قشر

[سمول]

درېیم قشر تر ډېره په کیمیاوي لحاظ له لومړني او ثانوي قشر څخه تعدیل شوی دی. دغه قشر په څو ډولونو جوړېدای شي:

  • اتشفشاني پروسې: له کم اوبیزوالي سره یوځای د ثانوي قشر جزئي ذوب یا ویلي کېدنه[۱۰]
  • توږنه او رسوب: له لومړني، ثانوي او درېیمي قشر څخه ترلاسه شوي رسوبات

د درېیم قشر یوازنۍ پېژندل شوې بېلګه د ځمکې قاره‌يي قشر دی. دا معلومه نه ده چې ایا نورې ځمکې ته ورته سیارې درېیم قشر لري که نه، که څه هم شواهد څرګندوي چې هغه سیارې دا ډول نه دي. احتمالاً دلیل یې دا دی چې د درېیم قشر د جوړېدو لپاره ټکټونیکي تختو ته اړتیا ده او ځمکه د لمریزې منظومې یوازنۍ سیاره ده چې د ټکټونیکي تختو جوړښت لري.

د ځمکې قشر

[سمول]

د ځمکې قشر له ځمکې څخه بهر یو نازک پوښ دی چې د ځمکې څه کم ۱ سلنه حجم جوړوي. دا برخه د لیټوسفیر پورتنۍ برخه ده. لیټوسفیر د ځمکې د لایو وېش دی چې قشر او د پوښ پورتنۍ برخه په کې شاملېږي. لیټوسفیر پر هغو ټکټونیکي تختو ماتېږي چې حرکت کوي او په دې توګه تودوخه د ځمکې له داخل څخه فضا ته لېږدي.[۱۱][۱۲]

د سپوږمۍ قشر

[سمول]

فکر کېږي چې د «تیا» په نامه یوه تیوريکي لومړنۍ سیاره د ځمکې د جوړېدو پر مهال له ځمکې سره ټکر شوې ده، د ټکر په پایله کې ځینې مواد فضا ته پورته شوي دي او سپوږمۍ یې جوړه کړې ده. کله چې سپوږمۍ جوړه شوه، فکر کېږي چې بېرونۍ برخه یې په مذاب یا ویلې حالت کې وه چې د سپوږمیزې مګما سمندر بلل کېږي. د دغې مګما له سمندر څخه ډېره اندازه فېلډسپار پلاجیوکلازونه جوړ شول او د سطحې پر لوري وخوځېدل. دغه قشر تر ډېره له ترکیبي ډبرو څخه جوړ دی. د قشر پورتنۍ برخه په متوسط ډول شاوخوا ۸۸ سلنه پلاجیوکلازونه لري. د قشر لاندېنۍ برخه ښايي ډېره برخه فرومګنیزیم کاني توکي ولري چې پیروکسنونه او الیوین یې د بېلګې په توګه یادولی شو، خو حتا لاندېنۍ برخه یې هم په متوسط ډول شاوخوا ۷۸ سلنه پلاجیوکلازونه لري. لاندېنی پوښ یې څه ناڅه متراکم دی او ډېره برخه الیوین لري.[۱۳]

د قشر ډبلوالی یې له ۲۰ څخه تر ۱۲۰ کیلومترو پورې دی. د سپوږمۍ په لیرې برخه کې د قشر ډبلوالی د نږدې برخې په پرتله په متوسط ډول ۱۲ کیلومتره ډېر دی. د متوسط ډبلوالي اټکلونه د ۵۰ تر ۶۰ کیلومترو په محدوده کې دي. د دغه قشر ډېره برخه پلاجیوکلازونه لري چې د سپوږمۍ تر جوړېدو لږ وروسته په ۴.۵ تر ۴.۳ میلیارد کاله مخکې مهال کې جوړ شوی دی. ښايي ۱۰ سلنه یا کمه برخه قشر اتشفشاني ډبرې ولري چې د لومړنیو پلاجیوکلاز لرونکو موادو تر جوړېدو وروسته ور اضافه شوې دي. په دغو اضافاتو کې تر ټولو مشخصې او حیجمې برخې بازالټونه دي چې له ۳.۹ تر ۳.۲ میلیارد کاله مخکې جوړ شوي دي. کوچنيو اتشفشانونو تر ۳.۲ میلیارد کاله یا هم ۱ میلیارد کاله مخکې مهال پورې دلته دوام کړی دی. په سپوږمۍ کې د ټکټونیکي تختو هېڅ شواهد نه‌شته.

د سپوږمۍ څېړنې ښودلې ده چې قشر د یوې داسې ډبرینې سیارې پر مخ جوړېدای شي چې تر ځمکې پام وړ کوچنۍ وي. که څه هم د سپوږمۍ شعاع د ځمکې شاوخوا څلورمه برخه ده، خو د سپوږمۍ د قشر متوسط ډبلوالی په پام وړ ډول ډېر دی. دغه ډبل قشر د سپوږمۍ تر جوړېدو سملاسي وروسته رامنځته شو. مګماټېزم د اسماني ډبرې د کلک ټکر تر دورې وروسته تر شاوخوا ۳.۹ میلیارده کاله مخکې مهال پورې دوام درلود، خو تر ۳.۹ میلیارد کاله ځوانې اتشفشاني ډبرې د قشر یوه کوچنۍ برخه جوړوي.[۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Hargitai, Henrik (2014). "Crust (Type)". Encyclopedia of Planetary Landforms (په انګليسي). Springer New York. pp. 1–8. doi:10.1007/978-1-4614-9213-9_90-1. ISBN 9781461492139.
  2. Chambers, John E. (2004). "Planetary accretion in the inner Solar System". Earth and Planetary Science Letters. 223 (3–4): 241–252. Bibcode:2004E&PSL.223..241C. doi:10.1016/j.epsl.2004.04.031.
  3. Taylor, Stuart Ross (1989). "Growth of planetary crusts". Tectonophysics. 161 (3–4): 147–156. Bibcode:1989Tectp.161..147T. doi:10.1016/0040-1951(89)90151-0.
  4. Earth's oldest rocks. Van Kranendonk, Martin., Smithies, R. H., Bennett, Vickie C. (1st ed.). Amsterdam: Elsevier. 2007. ISBN 9780080552477. OCLC 228148014.{{cite book}}: ساتل CS1: نور موارد (link)
  5. Venus II—geology, geophysics, atmosphere, and solar wind environment. Bougher, S. W. (Stephen Wesley), 1955–, Hunten, Donald M., Phillips, R. J. (Roger J.), 1940–. Tucson, Ariz.: University of Arizona Press. 1997. ISBN 9780816518302. OCLC 37315367.{{cite book}}: ساتل CS1: نور موارد (link)
  6. Albarède, Francis; Blichert-Toft, Janne (2007). "The split fate of the early Earth, Mars, Venus, and Moon". Comptes Rendus Geoscience. 339 (14–15): 917–927. Bibcode:2007CRGeo.339..917A. doi:10.1016/j.crte.2007.09.006.
  7. Taylor, G. J. (2009-02-01). "Ancient Lunar Crust: Origin, Composition, and Implications". Elements (په انګليسي). 5 (1): 17–22. doi:10.2113/gselements.5.1.17. ISSN 1811-5209.
  8. Taylor, Stuart Ross (2009). Planetary crusts : their composition, origin and evolution. McLennan, Scott M. Cambridge, UK: Cambridge University Press. ISBN 978-0521841863. OCLC 666900567.
  9. Hargitai, Henrik (2014). "Crust (Type)". Encyclopedia of Planetary Landforms (په انګليسي). Springer New York. pp. 1–8. doi:10.1007/978-1-4614-9213-9_90-1. ISBN 9781461492139.
  10. Taylor, Stuart Ross (2009). Planetary crusts : their composition, origin and evolution. McLennan, Scott M. Cambridge, UK: Cambridge University Press. ISBN 978-0521841863. OCLC 666900567.
  11. "Earth's internal heat".
  12. Robinson, Eugene C. (January 14, 2011). "The Interior of the Earth". U.S. Geological Survey. نه اخيستل شوی August 30, 2013.
  13. Wieczorek, M. A. & Zuber, M. T. (2001), "The composition and origin of the lunar crust: Constraints from central peaks and crustal thickness modeling", Geophysical Research Letters, 28 (21): 4023–4026, Bibcode:2001GeoRL..28.4023W, doi:10.1029/2001GL012918, S2CID 28776724
  14. Herald Hiesinger and James W. Head III (2006). "New views of Lunar geoscience: An introduction and overview" (PDF). Reviews in Mineralogy & Geochemistry. 60 (1): 1–81. Bibcode:2006RvMG...60....1H. doi:10.2138/rmg.2006.60.1. Archived from the original (PDF) on 2012-02-24. نه اخيستل شوی 2022-08-28. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)