قذافي او کورنۍ يې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قذافي او کورنۍ يې[سمول]

نيمه او کله کله هم پوره لېونى؛ د ليبيا ديکتاتور معمر القذافي په ١٩٦٩ زېږدي کال کې د يوې سپينې کودتا په لړ کې د خپلو نورو ملگرو پوځي افسرانو په مرسته ،چې ځانونه يې (د ازاد مصر افسرانو) په نامه نومولي وو د (ادريس السنوسي) پادشاهي رانسکوره کړه او د لېبيا د چارو واگې يې په لاس کې واخيستې.


د قذافي کورنۍ په ليبيا باندې د خپل ٤٢ کلن حکومت په لړ کې په سياسي چارو کې ډېر فعال وه، تر دې چې تراوسه لکه د نورو عربو پاچاهانو په ډول په دې فکر کې وو ،چې د خپل ځان له مرگ وروسته پادشاهي ميراثي کړي او واک خپل زوى سيف الاسلام ته وسپاري.


معمر القذافي په ١٩٤٢ زېږدي کال کې د ليبيا هېواد د (سرت) ښار د جهنم په نامه يوه کلي کې زېږېدلى دى ، لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې سرته ورسولې ، او وروسته د (سبها) ښار ته چې د ليبيا په سويل کې دى ،تللى، او په دې ښار کې يې له خپلې لومړنۍ مېرمنې سره واده وکړ. د محمد قذافي له زوکړې وروسته له خپلې دې مېرمنې څخه جلا شو، او له (صفيه پرکاش) نومې سره يې واده وکړ، له دې مېرمنې څخه د اوو ماشومانو پلار شو، چې مشر يې سيف الاسلام قذافي دى.


د ويکي ليکس د اسنادو له مخې (جين کريتز) د امريکا سفير په ليبيا کې په ٢٠٠٩ زېږدي کال کې د معمر قذافي د فردي او اخلاقي ځانگړنوپه باره کې ويلي دي : نوموړى ډېر عجيبه شخصيت اوچال چلند لري ، په داسې ډول چې په بل شخص کې وېره پيدا کوي ، د اس سورلۍ ډېر شوقي دى ، د اسپانيا د فلامينگو نڅا خوند ورکوي، او دوستان او دښمنان يې په يوه کچه ترې ځورېږي.


د اسنادو له مخې د ليبيا دا ديکتاتور مشر په غير ارادي توگه له جگ او لوړ ځاى څخه ډارېږي او غوره بولي چې د اوبو په سر په الوتکه کې سفر ونکړي، او د جامو په اغوستلو او د خپلو ساتونکو ښځو باډيگارډانو په ساتلو کې خورا مشهور دى حتى تر دې چې په ځلونو ليدل شوي دي ،چې معمر القذافي د ښځو په شان سينگار کړى وي.


د معمر القذافي زامن:


محمد:[سمول]

نوموړى د معمر قذافي د لومړۍ مېرمنې يوازينى زوى دى ، محمد د ليبيا د المپيک د ملي کمېټې رييس او د ليبيا د غير الکولي مشروباتو د ستر شرکت څلوېښت سلنه گډونوال دى او اوس مهال په دې هېواد کې د کوکا کولا د شرکت د امتياز څښتن هم دى او همدارنگه په ليبيا کې دپُستې ، ليني او بې سيم تليفونونوشرکتونه هم لري.


سيف الاسلام:[سمول]

نوموړى د معمر القذافي د دويمې مېرمنې لومړنى او پرلپسې دويم زوى دى ،چې قذافي د خپل ځاى ناستي په توگه غوره کړى دى ، نوموړي له لندن پوهنتون څخه د اقتصاد په څانگه کې زده کړې کړې دي او اوس د دوکتورا د بشپړولو په حال کې دى، دۀ هر وخت په ليبيا کې د سياسي او اقتصادي اصلاحاتو چيغې وهلې دي او د قذافي نړيوالې خيريه موسسې مشر هم دى.

نوموړى د (عبدالباسط المقرحي) د لاکربي د چاودنې د اصلي تورن نږدې ملگرى دى.

او ويل کېږي چې له خپلو وروڼو سره د قدرت په تر لاسه کولو کې هم ستر اختلاف لري.


الساعدي:[سمول]

د الساعدي قذافي درېيم زوى دى چې په ناوړه چلند، د نشه يي توکو او الکولي څښاک په استعمال ، په عياشو او چټي ميلمستياوو او بهر ته په سفر کولو کې نوم لري. پلار يې که څه هم رامنع کوي خو دى يې چندان پروا نه ساتي.نوموړى هم زياتره وخت د اروپا په ځانگړي ډول د ايټاليا هېواد (چې نوموړى ډېر ورځي) د پوليسو لپاره سردرد وي .


ويل کېږي چې د بنغازي د شورش په سرکوبولو کې يې ستر نقش درلود او د انجينري په څانگه يې لوړې زده کړې کړې دي .



معتصم:[سمول]

د فذافي ځلورم زوى دى او همدارنگه د معمر قذافي د ملي امنيت مشاور هم دى ، ډېرى خلک وايي چې يو کم عقل سړى دى او له خپل ورور سيف الاسلام سره دروند اختلاف لري.



هانيبال:[سمول]

د فذافي پنځم زوى دى نوموړى يو چل باز او جنجالي سړى دى ،هر ځل په اروپايي هېوادونو کې ددې هېواد له چارواکو سره لاس وگرېوان وي او په رواني او روحي ناروغيو اخته دى.


نوموړي د سويس د جينيواښار په يوه هوټل کې خپله خدمت گاره وهلې ټکولې وه ، چې له امله يې د سويس هېواد پوليسو د خدمت گارې د وهلو په تور بندي کړ، نو د معمر قذافي له خبرېدو وروسته د سويس او ليبيا تر منځ اړيکې تر دې حده ترينگلې شوې،چې معمر قذافي د سويس سفير وروشاړه، خپل هغه يې رواغوښت، د سويس له بانکونو څخه يې ځينې سرمايه رواکيښه ، خپل تېل يې په سويس بند کړل، اوويې ويل چې سويس په نامه هېواد په رسميت نه پېژنم بايد خپلو گآونډيو هېوادونو له خوا تجزيه شي، او همدارنگه يې د سويس هېواد پر ضد د جهاد اعلان وکړ، بالاخره سويس اړ شو او دده زوى يې ورپرېښود .


خميس:[سمول]

نوموړى د معمر القذافي شپږم زوى دى او د ليبيا د ځانگړو ځواکونو مشر ، په روسيه کې يې نظامي زده کړې کړې دي او ويل کېږي چې ددۀ ځواکونه د بنغازي د شورش په نسکورولو کې ستر رول لري.


عايشه:[سمول]

د فذافي دا لور چې دده د کورنۍ په زياترو اختلافونو او ستونزو په حل کې يې ستر رول لوبولى دى په غير دولتي سازمانونو کې کار کوي.


هناء:[سمول]

دا هم د القذافي له لورگانو څخه وه، چې په ١٩٨٦ زېږدي کال کې په طرابلس باندې په امريکايي بمبار کې ووژل شوه.

سیف العرب


سيف العرب:[سمول]

دده په اړه دومره ډېر معلومات نشته ،خو ويل کېږي چې خپل ډېر وخت په مېلمستياوواو جشنونو کې تېروي ، د ډيلي ټيليگراف ورځپاڼے له مخې په ٢٠٠٨ زېږدي کال کې د جرمني په مونيخ کې د زده کړې پر مهال پوليسو په دې بهانه ونيو ،چې د خپل موټر سلنگسر يې سورى کړى واو ډېر شور يې کاوه.خو اوس ويل کېږي چې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوى دى


ميلاد:[سمول]

نوموړى معمر القذافي په زويگلوي نيولى و او ويل کېږي چې په ١٩٨٦ زېږدي کال کې قذافي د استوگنې پر ځاى د امريکايي ځواکونو له خوا په بمبار کې وژل شوى وي.

عايل