قحطي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


قحطي د خوراکي توکو پراخ کمښت ته وايي چې، ګڼ لاملونه لري، لکه جګړه، طبیعي پېښې، د کښتونو نه کېدل، د نفوسو نابرابري، پراخه بېوزلي، اقتصادي ناورین او حکومتي پالیسي ګانې. دا ښکارنده له ځان سره سیمه ییزه خوارځواکي، لوږه، ټولنیونکې ناروغۍ او په ستره کچه مړینه راوړي او یا پدوی پسې راځي. د دې نړۍ د هرې لویې وچې اوسېدونکو د تاریخ په اوږدو کې قحطي تجربه کړې ده. په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې په ټوله کې جنوب ختیځه او جنوبي آسیا او همدا ډول ختیځه او منځنۍ اروپا د قحطۍ سره مخ وه او ډېر خلک پکې مړه شول. له قحطۍ د مړو کېدونو کسانو شمېره له ۲۰۰۰مو کلونو راوروسته خورا کمه شوې ده. له ۲۰۱۰م کال راهیسې، افریقا په نړۍ کې هغه لویه وچه ده چې له قحطۍ تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې ده. [۱][۲]

د ۲۰۲۱ز کال د نومبر میاشتې په ۸مه نېټه، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې په ۴۳ هېوادونو کې ۴۵ میلیونه وګړي د قحطۍ پر څنډه ولاړ دي. افغانستان د نړۍ په تر ټولو ستر بشري ناورین واوښت او او د دغو هېوادونو وضعیت بیا د نورو په پرتله زښته خراب دی: ایتوپیا، جنوبي سوډان، سورته او آن یمن. [۳]

تعریفونه[سمول]

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي قحطي هغه مهال رامنځته کېږي چې پراخه خوارځواکي رامنځته شي او خلک د لوږې له امله مري ځکه کافي او مغذي خوړو ته لاسرسی نه لري. د یولاس غذايي امنیت پړاو ډلبندۍ معیارونه د پنځمې مرحلې قحطي د خوراکي توکو شدیدې ناامنۍ ته وايي چې په لاندې حالاتو کې رامنځته کېږي:[۴][۵]

په یوه سیمه کې لږترلږه ۲۰ سلنه کورنۍ د خوړو د شدید کمښت سره مخ وي او د دې وضعیت سره د مقابلې محدوده وړتیا ولري؛ او

په ماشومانو کې د شدیدې خوارځواکۍ پراختیا له ۳۰ سلنې واوړي؛ او

د مړینې کچه د ورځې دوو تنو ته په ۱۰۰۰۰ کسانو کې ورسېږي.

د قحطی اعلانول د ملګرو ملتونو یا غړو دولتونو لپاره کوم مکلفیت نه رامنځته کوي خو ستونزې ته د نړیوالې پاملرنې په راټولولو کې مرسته کوي.[۶]

تاریخچه[سمول]

قحطي په دوره یی بڼه په هغو ټولنو کې ډېره رامنځته کېږي چې له هماغه ازله او لومړي سره له کرنې سره سروکار لري. د تاریخ په اوږدو کې د قحطۍ ډېروالی یا شدت بدلون لرلی دی او د خوراکي توکو په تقاضا کې د بدلون لکه د نفوس په وده، او د اقلیمي بدلونونه له امله د عرضې د لوري په بدلېدلو پورې تړاو لري. په لومړي ځل قحطي په ۱۷مه پېړۍ کې په هالنډ او برتانیا کې له منځه یووړل شوه او لامل یې هم د کرنې سوداګریز کول او د کښتونو د ښه فصل ورکولو په موخه د لاغوره تخنیکونو کارول و.  

د قحطی کمېدل[سمول]

په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې فیوډالي سیسټم په له منځه تللو پیل وکړ او ډېرو هوسا بزګرانو د خپلو ځمکو  په راچاپېرولو او د خپلو کښتونو په لاښه کولو پیل وکړ تر څو اضافي محصولات د ګټې ترلاسه کولو په موخه وپلوري. د ځمکې دې پانګوالو ځښتنانو خپلو کارګرانو ته پیسې ورکړې او پدې توګه یې د کلیوالي سیمو سوداګریز کول ډېر کړل. د کار په راټوکېدونکی سیالي ګر بازار کې، په ډېرېدونکې بڼه د کاري ځواک د ګټورتوب د لاښه کولو لپاره غوره تخینکونو ته ارزښت او بدله ورکول کېده. دا د بزګرانو په ګټه وه چې په خپلو ځمکو کې د امکان تر کجې ډېر تولید ولري او خپل تولیدات په هغو سیمو کې خرڅ کړي چې اړتیا ورته لیدل کېده. د وس سره سم به دوی هرومرو هر کال د خپلو اړتیاوو څخه اضافي کښت تولیدواه. 

نفقه ګټونکي بزګران هم اړ شول چې د مالیاتو د ډېرېدو له امله خپل فعالیتونه هم زښته ډېر سوداګریز کړي. مالیه به د پیسو په بڼه ورکول کېده نو ځکه بزګرانو به هم د خرڅلاو په موخه محصولات تولیدول. ځینې مهال به دوی صنعتي محصولات تولیدول خو دوی وروسته داسې لارې وموندلې چې خپل محصولات ډېر کړي تر څو هم یو څه روزي وګټی او هم مالیه ورکړلای شي. بزګرانو به په ګټلو پیسو تولیدي توکي اخیستل. هغه کرنیز او ټولنیز پرمختګونه چې د خوراکي تولیداتو د ډېرېدو لامل شول، په تدریجي ډول په ۱۶مه پېړۍ کې ترسره شول خو د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې یې بیا پراختیا ومونده.

په ۱۹۵۰مو کلونو کې، دې چارط د هالند په بډایه او سوداګریز ولایت کې په کافي کچه پرمختګ وکړ او په هغه وخت کې په لویدیځه اروپا کې د قحطۍ په پراخېدلو سره یې د هغه سیمې لاسنیوي وکړ. په هغه مهال، هالنډ په اروپا کې تر ټولو ډېر سوداګريز کرنیز سیسټمونه درلودل. دوی ګڼه غله کرله لکه پنبه، کنف [د بنګو بوټی] او رازک یا د بېرو وربشې کرلې. کرنه ډېره تخصصي او اغېزمنه شوه. همدا د د کرنې اغیزمنتیا وه چې د ۱۶مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې د اروپا د بل هر ځای په پرتله په هالنډ کې د ښارمېشتېدنې امکان ډېر چټک شو. په پایله کې، ګټورتوب او شمتني ډېره شوه او هالنډ د خوراکي توکو ثابته عرضه وساتله. [۷]

په ۱۶۵۰ زکال کې، د انګلستان کرنه هم په پراخه کچه سوداګریزه شوه. په انګلستان کې د سولې د مهال وروستۍ قحطي په ۲۴-۱۶۲۳ کې وه. د هالنډ په څېر دلته هم څه ناڅه لوږه شته وه حو بیا هېڅکله قحطي رانغله. د څړځاینو ګډې سیمې د خصوصي کارونې لپاره راچاپېره شوې او په ستره کچه، اغېزمن فارمونه جوړ شول. د کوړمو (جبه زارونو) وچول، د فارمونو د لااغېزمنې کارونې بېلګې او د صنعي محصولاتونه پراخه پېژندنه نور تخنیکي پرمختګونه وو. دا کرنیز پرمختګونه د دې لامل شول چې په انګلستان کې هوساینه رامنځته او ښارمېشتېدنه ډېره شي. د ۱۷مې پېړۍ په پای کې، د انګلستان کرنې د اروپا تر ټولو ډېر تولید درلود. هم په انګلستان او هم په هالنډ کې، د ۱۶۵۰ او ۱۷۵۰ کلونو تر منځ نفوس ثبات وموند، او په ورته مهال په کرنه کې پراخ بدلونونه راغلل. له دې سره سره، د اروپا په نورو برخو کې بیا هم قحطي راتلله. په ختیځه اروپا کې، تر شلمې پېړۍ پورې هم قحطي راتلله. [۸][۹]

د قحطۍ د راکمولو هڅې[سمول]

سکیبیرین، آیرلنډ د سترې قحطۍ پر مهال، ۱۸۴۷ د الیسټرېټېډ لندن نیوز لپاره د جېمز مانوي په لاس کښل شوی

د قحطۍ د شدت په پار، دا د حکومتونو او نورو چارواکو لپاره یوه ستره اندېښنه وه. له صنعتي کېدو وړاندې اروپا کې، د قحطۍ مخنیوی او پروخت د خوراکي توکو د عرضې څخه ډاډ ترلاسه کول د ډېری حکومتونو ستره اندېښنه وه خو دوی د بهرنۍ سوداګرۍ او زېربناوو د محدودو کچو له امله زښته محدود انتخابونه درلودل او بېروکراسي خو بیا دومره ابتدايي وه چې په رېښتیني مرسته یې نشوای کولای. ډېری دولتونو قحطۍ ته اندېښنه درلوده ځکه دا چاره بیا د پاڅونونو او د ټولنیزو ګډوډیو د نورو بڼو لامل کېده.

په ۱۹مې پېړۍ او د صنعتي انقلاب په پیل کې، د حکومتونه لپاره د لاندې لارو څخه د قحطۍ اغېزو راکمول شوني شول: د نرخونو کنټرول، په ستره کچه له بهرنیو بازارونو څخه د خوراکي تولیداتو راواردول، ذخیره کول، راشن ورکول، د تولیداتو تنظیمول او خیریه چارې. په آیرلنډ کې د ۱۸۴۵م کال ستره قحطي لومړۍ هغه وه چې دا ډول اقدامات پکې ترسره شول، خو بیا هم ډېری مهال د حکومت غبرګون کمزوری و. د اف اس ال لیونز په وینا، د قحطۍ په لومړي پړاو کې د برتانیا حکومت لومړنی غبرګون "چټک او نستباً بریالی" و. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Fighting famine". wfp.org. World Food Programme. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kelly, James (May 1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Scarcity and Poor Relief in Eighteenth-Century Ireland: The Subsistence Crisis of 1782–4"]. Irish Historical Studies 28 (109): 38–62. doi:10.1017/S0021121400018575. 
  3. (په 8 November 2021 باندې). 45 million people at risk of famine require urgent intervention. World Food Programme
  4. "Famine prevention". wfp.org. World Food Programme. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "When a food security crisis becomes a famine". UN News (په انګلیسي ژبه کي). 21 July 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 20 February 2017 باندې). South Sudan declares famine in Unity State. BBC News.
  7. Bieleman, Jan. "Dutch Agriculture in the Golden Age, 1570–1660" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Curtler, W.H.R. (2005). "ch. 11". A Short History of English Agriculture. Etusevi Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781450515030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Burns, William E. (2001). The Scientific Revolution: An Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87436-875-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Blake, Robert (1967), Disraeli, St. Martin's Press, د کتاب پاڼې 221, LCCN 67011837 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lyons, Francis Stewart Leland (1973), Ireland since the famine, Fontana, د کتاب پاڼې 30 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Woodham-Smith, Cecil (1962), The Great Hunger, د کتاب پاڼي 78–86 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Blake 1967، صص. 221–241.