قام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قام د خلکو يو کلک پيوستون وي ۔ د قاميت بنياد پۀ ژبه، سيمه، اقتصادي او سياسي مفاداتو پۀ اشتراک ايښودے شي۔ د ژبې پۀ بنياد پۀ پښتنو کښې د قاميت تصور اول ځل خوشحال خان بابا وړاندې کړے وو۔ د خوشحال خان د قاميت دغه تصور ته وروستو احمد شاه بابا عملي شکل ورکړو۔ خو د انګريزانو په راتګ سره د پښتنو دغه مملکت بيا پۀ مختلفو ټکړو کښې تقسيم کړے شو۔