قاره اې سیستم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قاره اې محاصره  یا قاره اې سیستم ( چې په فرانسوي ژبه کې ورته Blocus continental وایي د برتانیې د سترواکۍ په وړاندې په ناپیلیوني  جګړو کې د ناپیلیون بناپارت بهرنی سیاست وه. د  ۱۸۰۶ ز کال د مې په ۱۶  د برتانیې د حکومت له خوا په فرانسوي ساحلونو کې سمندري محاصرې ته په ځواب، ناپیلیون د ۱۸۰۶ ز کال د نومبر په ۲۱ د برلېن فرمان صادر کړ چې له مخې یې د برتانیا د تجارت په وړاندې په پراخه کچه بندیزونه عملي شول. بندیز په نوبتي ډول عملي کیده او د ۱۸۱۴ ز کال د اپرېل په ۱۱ د ناپیلیون له لومړۍ استعفا وروسته پای ته ورسید. که څه هم دې محاصرې برتانیې ته د پام وړ اقتصادي زیانونه وانه اړول خو د ۱۸۰۲ او ۱۸۰۶ ز کلونو ترمنځ قارې ته د برتانیې د صادراتو کچه ( د دې هیواد د مجموعي سوداګرۍ د یوې برخې په توګه) له ۵۵٪ سلنې څخه ۲۵٪ ته را ولوېده. کله چې ناپیلیون په دې پوه شو چې د سوداګرۍ ډیره برخه د هسپانیا او روسیې له لارې ترسره کیږي نو په دواړو هېوادو یې یرغل وکړ. د هغه ځواکونه په هسپانیا کې چې په ورته وخت کې هلته د خپواکۍ جګړه روانه وه  ایسار کړل شول او ډیر زیانونه یې ولیدل او په پای کې يې له روسیې هم په ۱۸۱۲ ز کال کې شاته تګ وکړ.  [۱][۲][۳]

د برلين فرمان  هغو اروپايي هیوادونو ته چې په فرانسې پورې تړلي وه د برتانوي مالونو واردولو مخه ډب کړه او په اروپا کې یې قاره اې سیستم را منځته کړ.  له برتانیا سره ټول اتصالونه ان برېښنا لیکونه پرې شول. خو دا حالت په باورې توګه عملې کیدای نه شو او برتانوي سودا ګرو د ډیرو مالونو په قاچاق لاس پورې کاوه، له همدې امله قاره اې سیستم  پخپله د اقتصادې جګړې یوه بې اغیزې وسله ثابته شوه. د برتانيا سوداګرۍ ته په ځانګړې توګه د ۱۸۰۸-۱۸۱۲ ز پورې هم څه نا څه زیان ورسید خو د برتانیا له خوا په سمندرونو د شمالي او سويلي امریکا سره د سوداګرۍ ، په اروپا کې په پراخه کچه قاچاق کولو او د مالتا له لارې سویلي ايټالیا کې د برتانوي مالونو پلورلو لامل شو. د یوه سوداګریز شریک په توګه د برتانیا زیان د فرانسې او د هغه د متحدینو اقتصاد وځاپه. په غصه شوو حکومتونو ته دا انګېزه لاس ته ورغله چې قاره اې سیستم له پامه وغورځوي چې د ناپلیون د ائتلاف کمزوري کیدو لامل شو.[۴][۵][۶]

مخينه[سمول]

د برتانیا حکومت د ناپيلیونې فرانسې په وړاندې د متحدینو د هڅولو او تمویل یومرکزي ځواک وه. نا پیلیون نور برتانیا ته د ماتې ورکولو لپاره له دوامداره هڅو ستړی وه. هغه ټولې هڅې چې په هغو کې سمندري ځواکونه کاریدل  ټول ناکام شوي و او ترڅنګ یې فرانسوي او هسپانوي سمندرې ځواکونه هم له ماتې سره مخامخ شوي و. په ترافالګار Trafalgar کې تر سختې ماتې وروسته ناپيلیون بیا هڅه ونه کړه چې سمندرې ځواک بیا ورغوي، بلکې د دې کار په ځای یې اقتصادي جګړې ته لاس واچاوه او د برتانیا د اقتصاد د ځپلو لپاره یې پلان جوړ کړ. باور دا وه چې برتانیا د خپلې نیکمرغۍ لپاره په بشپړه توګه له اروپا سره په سوداګرۍ متکي ده، نو له اروپا سره د سوداګرۍ له منځه وړل به د برتانیا اقتصاد ړنګ او سولې غوښتلو ته به یې وهڅوي. په دې حال کې یوه محاصره نا شونې وه ځکه شاهي سمندري ځواکونو په سمندرونو کنترول درلوده او که ناپیلیون د اروپا بندرونه کترول کولای شو  نو هغه کولای شو چې د برتانیایی تولیداتو د ښکته کیدو مخه ونیسي. [۷]

د برتانیا شاهي سمندري ځواکونو د فرانسې اړوند ساحلونو کې د ۱۸۰۶ ز کال د مې په ۱۶ تحریمونه ولګول، خو ناپیلیون اقتصادي جګړې میدان ته لاس واچاوه.  برتانیا د صنعتي انقلاب په پایله کې د اروپا یو صنعتي او تجارتي مرکز و. ناپیلیون په دې باور و چې دا به آسانه وي چې د هغو اروپایي ملتونو د تجارت له تحریمولو چې برتانیا کې د  تورم اوپور لامل کیده ګټه پورته کړي ترڅو د برتانیا ځواک و ځپل شي. د هغه دریځ د ۱۸۰۶ ز کال په اکتوبر کې دبرلین له  سقوط سره چې د پروشیا تړانګې یې هم تر کنترول لاندې رواستې نورهم قوي شو.  

د ۱۸۰۶ز کال په نومبر کې په داسې حال کې چې تازه وختو کې يې اروپايي قاره کې عمده قدرتونه فتح کړي وه یا يې له ځان سره یو ځای کړي وه، ناپیلیون د برتانیا د شورا د ۱۸۰۶ ز کال د مې میاشتې د امر په وړاندې چې له مخې یې له بریست Brest څخه تر البي Elbe پورې ‍د ټولو بندرونو د بندولو  امر شوی وه د برلین فرمان صادر کړ. دې فرمان د فرانسې ټولو متحدینو او نیول شوو هیوادونوته امر وکړ چې له ايټالیا سره تجارت پای ته ورسوي. برتانیا  د ناپیلیون په وړاندې د شورا د نورو امرونو په صادرولو سره د ۱۸۰۷ ز کال د جنورۍ په ۱۰ او ۱۱  غبرګون وښود، دې امرونو  له فرانسې، د فرانسې له متحدینو او بې پرې هیوادونوسره تجارت ممنوع کړ او شاهي سمندري ځواک ته یې امر وکړ چې د فرانسې او د فرانسې د متحدینو ټول بندرونه وتړي او د ټولوهغو انتقالاتو مخه ونیسي چې په بې پرې هیوادونو پورې اړوند وي که نه وي. ناپیلیون یوځل بیا د ۱۸۰۷ ز کال د میلان د فرمان د صادرولو له لارې برتانیا ته ځواب ورکړ او اعلان یې وکړ چې د بې طرفه هیوادونو انتقالات چې د برتانیا له بندرونو سرته رسیږي او یا برتانوي ګمرکي تعرفې پرې کوي باید برتانوي وبلل شي او ونیول شي. [۸][۹]

د ناپیلیون دې پلان چې برتانیا ته ماته ورکړي، د تجارت لپاره یې دهغه ځواک له منځه یووړ. د یوه ټا پوئيزملت په توګه، سوداګري د دې هیواد دژوند حیاتي کرښه وه. ناپیلیون په دې باور و چې که دی وکولای شي برتانیا د اقتصاد له اړخه ګوښې ته کړي، نو دی به وکولای شي په دې هیواد له اقتصادي ځوړ څخه وروسته یرغل وکړي. د ناپیلیون قضاوت دا و چې ټولې بېړۍ چې غواړې د اروپا په کاروبار کې ښکیل وي باید په پېل کې د فرانسې په یوه بندر کې تمې شي ترڅو ډاډه شی چې له برتانیا سره کومه سوداګري نه لري. هغه ټولو اروپایي هیوادونو ته او دفرانسې متحدینو ته امر وکړ چې له برتانیې سره تجارت ودروي. هغه روسیه هم وګواښله که د ده امر ونه منې له یرغل سره به مخامخ شي. د هغه امرونه د ايبري په شبه جزیره کې په تیره د پرتګال په هیواد کې ( چې دبرتانیې له متحدینو وه)  ونه منل شول چې د جزیره اې جګړې لامل شو. ناپیلیون په روسیې باندې ډیر فشار راووړ، دا فشار هم د قاره اې سیستم له اړخه و اوهم دپولند د یوې برخې تر کنترول راوستلو له پاره د هغه د غوښتنو له اړخه و. د ناپلیون له خوا د ۱۸۱۲ ز په کال کې په روسیې د یرغل پیل یوه غمیزه وه چې د ده د ځوړ پړاو یې پیل کړ.   [۱۰]

اغېزې[سمول]

دبرتانیا سترواکي[سمول]

قاره اې سیستم په برتانیا باندې ګډې اغیزې درلودې. بندیز برتانیوي سوداګر و هڅول چې نوي مارکېټونه په زور سره ولټوي او له قاره اې اروپا سره په قاچاق کې ښکیل شي. د ناپیلیون له خوا په ځانګړې توګه  د ځمکني ګمرکونو اجرا‌ کوونکو نه شو کولای چې دبرتانوي قاچاق وړونکو مخه ونیسي، په تیره کله چې په دې  قاچاقونو د ناپیلیون له خوا د هسپانیا، ویستفالیا او نورو جرمني دولتونو لپاره د ټاکل شوو چارواکو له خوا سترګې پټیدې. د برتانیا صادرات د ۱۸۰۶ ز کال دمخه کچې په پرتله ۲۵٪ او ۵۵٪ ترمنځ راولویدل. سره له دې،  له نورې نړۍ سره سوداګري په چټکۍ سره ډیره شوه چې ترډیره یې د زوال مخه ونیوله [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

برتانیا د شورا د امر له لارې، نور هېوادونه ( یعنې، دهغه سوادګريز شریکان) له فرانسې سره له تجارت څخه منعه کړل. برتانیا دهغو بېړیو د غرقولو د ګواښ له لارې چې برتانیا بندر ته نه داخلیږي او یا د فرانسي امر ته غاړه ږدي قاره اې سیستم ته داخله شوه. دې دواړو ګواښونو د بې پرې هیوادونو لکه امریکا ورځ بده کړه. ددې ممانعت په وړاندې، د امریکا دولت د ۱۸۰۷ ز کال د بندیز قانون او په پای کې د ماکون Macon د دویم قانون پلی کړ. د ا بندیز د یوه اقتصادي متقابلې حملې په توګه دیزاین شو چژ برتانیا وځپي خو تر ډیره امریکایي سوداګرو ته زیان رسوونکی ثابت شو. د بهرنیو بیړې وانانو د بیګارولو د موضوع ترڅنګ په لويديځه امریکا کې د هند له یرغلونو څخه د برتانیا له ملاتړ څخه راپورته شوې ترینګیلتیا دامریکا له خوا د کال ۱۸۱۲ز د جګړې داعلان لامل شو. د ناپیلیون بندیز نه بلکې دې جګړې په چټکۍ له امریکا سره د برتانیا سوداګري کمه کړه.  [۱۵]

د برتانیې اقتصاد له ۱۸۱۰ تر ۱۸۱۲ ز پورې ډیر زیانونه په ځانګړي ډول دلوړې کچې بې روزګارۍ او تورم  له امله ولیدل. دې حالت په پراخه کچه اعتراضونه او سرغړونې را منځ ته کړې خو د منځنۍ او لوړې کچې طبقې خلکو په جدې توګه له دولت څخه ملاتړ وکړ او د کارکوونکې طبقې  په تیره د لودیت Luddite خوزښت ( دا د کارګرانو هغه ډله وه چې د ماشینونو په واسطه د تولید مخالفه وه خو اوس د هغو خلکو د تشریح لپاره کارول کیږي چې نوې تکنالوژي نه خوښوي) اله ګوله یې په پوځ باندې و ځپله. [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. David Stephen Heidler; Jteanne T. Heidler (2004). Encyclopedia of the War of 1812. Naval Institute Press. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59114-362-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Jean Tulard, Napoléon, Hachette, 2008, p. 207
  3. Alfred Fierro; André Palluel-Guillard; Jean Tulard (1995). Histoire et dictionnaire du Consulat et de l'Empire. Robert Laffont. د کتاب نړيواله کره شمېره 2-221-05858-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Paul W. Schroeder, The Transformation of European Politics 1763–1858 (1999) pp. 305–10
  5. Alexander Grab, Napoleon and the Transformation of Europe (2003) pp. 29–33
  6. François Crouzet, "Wars, blockade, and economic change in Europe, 1792–1815." Journal of Economic History (1964) 24#4 pp. 567–88 کينډۍ:JSTOR.
  7. Louis R. Gottschalk, The Era of the French Revolution. (1715–1815) (1929) p. 373.
  8. "Documents upon the ContinentaI System 1806". www.napoleon-series.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Holberg, Tom. The Acts, Orders in Council, &c. of Great Britain (on Trade), 1793–1812
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. On smuggling see Roger Knight, Britain against Napoleon (2013) pp. 402–03.کينډۍ:ISBN?
  12. Gavin Daly, "Napoleon and the ‘City of Smugglers’, 1810–1814." Historical Journal 50.2 (2007): 333–52.
  13. J.M. Thompson,Napoleon Bonaparte: His rise and fall (1951) pp. 235–40
  14. François Crouzet, "A serious cause of social and economic dislocation," Frank Kafter and James Laux, eds., Napoleon and his times (1989) pp. 179–92.کينډۍ:ISBN?
  15. Knight, Britain against Napoleon (2013) pp. 433–36.
  16. Knight, pp. 410–12.
  17. Francois Crouzet, Britain Ascendant (1990) pp. 277–79.