قاجاري ایران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قاجاري ایران، چې د قاجاري پارس، قاجاري سترواکۍ او په رسمي توګه د ایران علیه دولت او همدارنګه د ایران د  حراست شوو خاورو په نوم هم یادېږي، د قاجار د کورنۍ تر واک لاندې یو ایراني دولت و. دا کورنۍ چې د نسب له مخې ترک وه، په مشخصه توګه د قاجار له قبیلې څخه، له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۹۲۵ کال پورې یې په ایران واکمني وکړه. د قاجار کورنۍ په ۱۹۹۴ کال کې، د لطف علي خان په لرې کولو سره چې د زند د کورنۍ وروستی شاه و، د ایرن بشپړ واک ترلاسه کړ او د قفقاز لویې برخې یې بیا د ایران تر واکمني لاندې راوستې. محمد خان قاجار په ۱۹۹۶ کال په آسانۍ سره مشهد ونیو او د افشار کورنۍ واک ته یې د پای ټکۍ کېښود. نوموړي ته د ګرجستان د موضوعاتو په وړاندې د ځپونکو هلوځلو څخه وروسته د شاهۍ تاج ورکړل شو. د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د قاجار کورنۍ په قفقاز کې د ایران ډېرې برخې په دایمي توګه د روسیې سترواکۍ ته له لاسه ورکړې چې اوسنی ګرجستان، داغستان، آذربایجان او ارمنستان په کې ګډون لري. د خپلې خاورې د لاسه ورکولو سربېره، قاجاري ایران خپله سیاسي خپلواکي وساتله او د ایران د پاچاهۍ مفکوره یې بېرته راژوندۍ کړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

تاریخچه[سمول]

نسب[سمول]

د قاجار واکمنان د قره کوز یا "تور سترګو" د قاجار فرقې غړي وو، چې پخپل وار سره د قاجار قبیلې یا د اوغوز ترکانو د "تور خولو" نسب غړي وو. قاجار په لومړي ځل د مغولیانو په دوره کې د ارمنستان په شاوخوا کې مېشت شول او د قزلباش له هغو اوو قومونو څخه وو چې د صفویانو ملاتړ یې کاوه. صفويانو "اران (د اذربایجان اوسنی جمهوریت) ځایی ترک خانانو ته پرېښود" او په "په ۱۵۵۴ کال کې ګنجه د شاه وردي سلطان زیاداوغلو قاجار لخوا اداره کېده، چې کورنۍ یې په سویلي اران کې د قره باغ حکومت د واک لپاره راغله".[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د صفویانو لپاره قاجاریانو له ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۷ پېړۍ پورې په یو شمېر ډیپلوماټیکو ماموریتونه او د واليانو په څوکیو کې دندې ترسره کړې. د لومړي شاه عباس له خوا قاجار په ټول ایران کې ځای پر ځای شول. یو لوی شمېر یې د کسپین سمندر سویل ختیځې برخې ته نږدې  د استار آباد (اوسنۍ ګورګان، ایران) په سیمه کې مېشت شول او دا هماغه قاجاریان وو چې چې واک ته را پورته شول. د قاجار د کورنۍ سکه نیکه، د ګنجې د قوانلو اوسېدونکی شاه قلي خان، د استارآباد په قوانلو قاجاریانو کې واده وکړ. د هغه زوی فتح علي خان ( چې د ۱۶۸۵ او ۱۶۹۳ کلونو تر منځ زیږېدلی) د صفوی شاهانو سلطان حسین او طهماسب د واکمنۍ پر مهال یو مشهور پوځي قوماندان و. نوموړي په ۱۷۲۶ کال کې د پاچا نادر شاه په امر ووژل شو. د فتح علي خان زوی محمد حسن خان قاجار (۱۷۲۲-۱۷۵۸) د محمد خان قاجار او حسین قلي خان (جهانسوز شاه) پلار و. حیسن قلي خان د بابه خان، چې راتلونکی فتح علی خان قاجار شو، پلار و. محمد حسن خان د زند د کورنۍ د غړي کريم خان په امر ووژل شو.  [۲۱]

د ۱۲۶ کلونو په اوږدو کې صفوي دولت د زوال او د ناصرالدین شاه قاجار د را پورته کېدو تر منځ، قاجاریان له شپنې جنګیالۍ قبیلې څخه چې د پارس په شمالي سیمو کې سنګرونه درلودل، را پورته شول او د داسې پارسي کورنۍ په توګه را منځ ته شول چې د پارسي – اسلام سلطنت یې ټول تر خپل واک لاندې راوست. [۲۲]

واک ته رسېدل[سمول]

"تقریبا د ټولو هغو کورنیو په څېر چې له ۱۱مې پېړۍ راهیسې يې په پارس واکمني کړې وه، د قاجار کورنۍ د ترک قبیلوي ځواکونو په ملاتړ واک ته ورسېده، خو په حکومتي ادارو کې یې د لوستو پارسيانو څخه کار واخست. " په ۱۷۷۹ کال کې له زند د کورنۍ څخه د کریم خان له مړینې وروسته، د قاجاریانو مشر آغا محمد خان قاجار د ایران د بیا یوالي لپاره هڅې پیل کړې. محمد خان، حتی د اتلسمې پیړۍ د ایران د شرایطو پر بنسټ، له بې رحمه پاچاهانو څخه ګڼل کېده. نوموړي د واک د لاس ته راوړولو لپاره ښارونه ویجاړ کړل، لوی شمېر نفوس یې قتل عام کړ او د کرمان په ښار کې یې نږدې ۲۰۰۰۰ کسان ړانده کړل ځکه چې ځایي خلکو د هغه د محاصرې په وړاندې د ښار دفاع غوره کړې وه.[۲۳][۲۴]

هغه مهال د قاجار ځواکونه ډېری ترکمن جنګیالیو او د ګرجستان غلامان وو. محمد خان په ۱۷۹۴ کال کې، د زند د کورنۍ د وروستي غړي، لطف علي خان په ګډون، خپل ټول سیالان له منځه یوړل. هغه د ټول قفقاز په سیمو باندې د فارس واکمني بېرته تاسیس کړه او خپله پلازمینه یې تهران وټاکه چې د لرغوني ری ښار کنډوالو ته یې نږدې ځای درلود. نوموړي په رسمي توګه په ۱۸۹۶ کال کې د شاهۍ تاج په سر کړ. په ۱۷۹۷ کال کې محمد خان قاجار د قره باغ په خان مېشته پلازمېنه شوشا کې ووژل شو او د هغه وراره فتح علي شاه قاجار پر تخت کېناست.  [۲۵]

سرچينه[سمول]

  1. "Early Qajar Persia appeared to ..." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Charles Melville, المحرر (27 January 2012). Persian Historiography: A History of Persian Literature. د کتاب پاڼي 358, 361. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857723598. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Abbas Amanat, The Pivot of the Universe: Nasir Al-Din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831–1896, I. B. Tauris, pp 2–3
  4. Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, کينډۍ:ISBN, p. 1
  5. William Bayne Fisher. Cambridge History of Iran, Cambridge University Press, 1993, p. 344, کينډۍ:ISBN
  6. Dr Parviz Kambin, A History of the Iranian Plateau: Rise and Fall of an Empire, Universe, 2011, p.36, online edition.
  7. Abbas Amanat, The Pivot of the Universe: Nasir Al-Din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831–1896, I. B. Tauris, pp 2–3; "In the 126 years between the fall of the Safavid state in 1722 and the accession of Nasir al-Din Shah, the Qajars evolved from a shepherd-warrior tribe with strongholds in northern Iran into a Persian dynasty."
  8. Choueiri, Youssef M., A companion to the history of the Middle East, (Blackwell Ltd., 2005), 231,516.
  9. H. Scheel; Jaschke, Gerhard; H. Braun; Spuler, Bertold; T. Koszinowski; Bagley, Frank (1981). Muslim World. Brill Archive. د کتاب پاڼي 65, 370. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-06196-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Michael Axworthy. Iran: Empire of the Mind: A History from Zoroaster to the Present Day, Penguin UK, 6 November 2008. کينډۍ:ISBN
  11. Timothy C. Dowling. Russia at War: From the Mongol Conquest to Afghanistan, Chechnya, and Beyond, pp 728-730 ABC-CLIO, 2 December 2014 کينډۍ:ISBN
  12. Amanat 2017، ص. 177.
  13. Fisher او نور 1991، ص. 330.
  14. "Genealogy and History of Qajar (Kadjar) Rulers and Heads of the Imperial Kadjar House". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, کينډۍ:ISBN, p. 1
  16. William Bayne Fisher. Cambridge History of Iran, Cambridge University Press, 1993, p. 344, کينډۍ:ISBN
  17. Dr Parviz Kambin, A History of the Iranian Plateau: Rise and Fall of an Empire, Universe, 2011, p.36, online edition.
  18. IRAN ii. IRANIAN HISTORY (2) Islamic period, Ehsan Yarshater, Encyclopædia Iranica, (29 March 2012).[۱]

    The Qajar were a Turkmen tribe who first settled during the Mongol period in the vicinity of Armenia and were among the seven Qezelbāš tribes that supported the Safavids.

  19. K. M. Röhrborn, Provinzen und Zentralgewalt Persiens im 16. und 17. Jahrhundert, Berlin, 1966, p. 4
  20. Encyclopedia Iranica. Ganja. Online Edition Archived 11 March 2007 at the Wayback Machine.
  21. Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, کينډۍ:ISBN, p. 1
  22. Abbas Amanat, The Pivot of the Universe: Nasir Al-Din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831–1896, I. B. Tauris, pp 2–3
  23. Keddie, Nikki R. (1971). "The Iranian Power Structure and Social Change 1800–1969: An Overview". International Journal of Middle East Studies. 2 (1): 3–20 [p. 4]. doi:10.1017/S0020743800000842. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, کينډۍ:ISBN, p. 1
  25. Lapidus, Ira Marvin (2002). A History of Islamic Societies. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 469. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-77933-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)