فېنوټایپ
په جنتیک کې، فېنوټایپ (له لرغوني یوناني څخه اخېستل شوې ګړنه: φαίνω (فاینو) د «څرګندېدو، ښودلو، ځلېدو» او τύπος (túpos) د «نښې، ډول» په معنی) د یوه اورګانیزم د مشاهدې وړ ځانګړنو یا صفتونو ټولګې ته ویل کېږي. دغه ګړنه کې د اورګانیزم مورفولوجي یا فزیکي بڼه او جوړښت، ودې ته اړوند لړۍ، بیوکېمیاوي او فزیولوجیکي ځانګړنې، چلندونه او د چلندونو پایلې شاملې دي. د یوه اورګانیزم فېنوټایپ له دو سترو فکټورونو لهامله رامنځته کېږي: د اورګانیزم جنتیکي کوډ څرګندېدل یا د اورګانیزم جېنوټایپ او د چاپېریالي لاملونو اغېزښندنې. دواړه فکټورونه کېدای شي سره تعامل ولري او د پر فېنوټایپ باندې لا اغېزناک تمام شي. کله چې دوه یا څو بشپړ جلا فېنوټایپونه د نوعو په ورته وګړو کې شتون ولري، نوعو ته «پوليمورفیک» ویل کېږي. د پوليمورفیزم یوه ښه مستند شوې بېلګه د لابرادور رېتریور رنګَونه ده؛ په داسې حال کې چې د پوستکي رنګ زیاتو جېنونو پورې تړاو لري، په چاپېریال کې، په ښکاره ډول، په زېړ، تور او قهوهیي رنګونو کې لېدل شوی دی. ریچارد داوکینز په ۱۹۷۸ز او بیا ځلي په ۱۹۸۲ز کې د خپل اثر «پراخ شوی فېنوټایپ» لهلارې ویلي دي چې د مرغانو ځالې او د کادیس مچ لاروا او د اوبو سپي (سګلاهو) د بند جوړولو په څېر نور جوړ شوي جوړښتونه د «پراخ شویو فېنوټایپونو» په توګه انګېرلای شو.[۱][۲][۳]
وېلهلم یوهانسن د جېنوټایپ–فېنوټایپ توپیروالی په ۱۹۱۱ز کې مطرح کړ ترڅو د یوه اورګانیزم د وراثت او د هغه څه ترمنځ توپير، چې د په ارثي ډول تولیدېږي، روښانه کړل شي. دغه توپيروالی هغه څه ته ورته دی چې د اګوست ويزمن (۱۸۳۴ تر ۱۹۱۴ز) لهخوا مطرح شوی ؤ؛ ویزمن د نطفې پلازما (وراثت) او جسمي حجرو (جسم) ترمنځ توپیر کېښود.[۴][۵]
د جېنوټایپ–فېنوټایپ توپیروالی دې په تېروتنې سره د فرانسیس کریک له «د مالیکولي بیولوجي بنسټیز اصول» سره یوشان ونهانګېرل شي؛ دغه اصول د هغو مالیکولي پرلهپسې معلوماتو د جهت نیولو په هکله بیان دی، چې له DNA څخه پروتین ته (او نه برعکس) لېږدول کېږي.
تعریف ته اړوند ستونزې[سمول]
که څه هم د فېنوټايپ تعریف په ظاهره کې ساده برېښي، خو په حقیقت کې پټې باریکيګانې هم لري. کېدای شي داسې وبرېښي، د RNA او پروټینونو په څېر د مالیکولونو په شمول، هرڅه چې جېنوټایپ ته اړوند وي، یو فېنوټایپ ګڼل کېږي. ډېري مالیکولونه او هغه جوړښتونه چې د جنتیکي موادو پر مټ کوډ شوي دي په ظاهره کې د یوه اورګانیزم په څېر د لېدلو وړ نهدي خو لا هم د مشاهدې وړ دی (د بېلګې په توګه لوېدیځي داغ) او لهدې امله د فېنوټایپ یوه برخه ده؛ د انسان د وینې ګروپونه یوه ښه بېلګه ده. کېدای شي داسې وبرېښي چې، د ژوندیو موجوداتو پر ژوند باندې د تمرکز کولو لهامله، د غه مفهوم د اصلي هدفونو څخه ورهاخوا مسایل راسپړي. په هر صورت، د فېنوټایپ ګړنه هغه ذاتي صفتونه یا ځانګړتیاوې رانغاړي چې د مشاهدې وړ وي یا هغه صفتونه چې د ځینو تخنیکي پروسو لهلارې د لېدلو وړ وګرځي. د دغې نظریې یو د پاموړ پرمختیا د «عضوي مالیکولونو» یا هغو مېتابولیټونو شتون دی چې د انزایمونو د کېمیاوي ریکشنونو له اورګانیزمونو څخه تولیدېږي.
د «فېنوټایپ» ګړنه ځیني وخت، په ناسمه توګه، د یوه ژوي اړېدلې بڼې او ځناورې بڼې ترمنځ د فېنوټایپي توپير لپاره د یوه لنډیز په توګه کارول کېږي، چې (که چېرې دغه توپیر د پاموړ نهوي) دغه څرګندنه راولاړوي چې، «یو اړېدلې بڼه (موتیشن) هېڅ ډول فېنوټایپ نهلري».[۶]
یوه بله ضمیمه، فېنوټایپ ته چلند هم وراضافه کوي، ځکه چې چلندونه د مشاهدې وړ ځانګړنې دي. چلندي فېنوټایپونو کې ادراکي، شخصیتي او چلندي نمونې شاملې دي. ځینې چلندي فېنوټایپونه کېدای شي رواني اختلالات یا سندرومونه مشخص کړي.[۷][۸][۹]
فېنوټایپي تنوع[سمول]
فېنوټایپي تنوع (د ارثي جنتیکي تنوع لهامله) د طبیعي انتخاب لهلارې د تکامل لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده. راتلونکي نسل کې ونډه اخېستنه، د یو کلي اصل په توګه، ژوندي اورګانیزم پورې اړه لري او لهدې امله طبیعي انتخاب د فېنوټایپونو د ونډې لهلارې، په غیرمستقیمه توګه، د یوې ټولنې پر جنتیکي جوړښت باندې اغېزه پرېږدي. پرته له فېنوټایپي تنوع څخه، د طبیعي انتخاب لهلارې به هېڅ کوم تکامل شتون ونهلري.[۱۰]
د جېنوټایپ او فېنوټایپ ترمنځ د تعامل مفهوم، تر ډېره، د لاندې اړیکې لهمخې بیانېږي:
جېنوټایپ (G) + چاپېریال (E) ← فېنوټایپ (P)
د پورتنۍ اړیکې لا دقیقه بڼه په لاندې توګه ده:
جېنوټایپ (G) + چاپېریال (E) + جېنوټایپ او چاپېریالي تعاملونه (GE) ← فېنوټایپ (P)
د فېنوټایپونو په اصلاح او څرګندولو کې جېنوټایپونه تر ډېره انعطافمنونکي دي؛ په ډېریو اورګانیزمونو کې دغه فېنوټایپونه په بېلابېلو چاپېریالي شرایطو کې، سره زیات توپیر لري. د «Hieracium umbellatum» نبات په سویډن کې په دوو بېلابېلو سیمو کې ډېره وده کوي. یوه سیمه یې د سمندر غاړې ډبرې دي چې د پلنو پاڼو لرونکي ګڼ بوټي له خورو بمبلونو سره په کې شنه کېږي. بله سیمه یې د شګو غونډۍ دي چې بوټي یې د خاورو پر مخ وده کوي او نرۍ پاڼې او ګڼ بمبلونه لري. دغه سیمې، په متناوب ډول، د سویډن د ساحلونو په اوږدو او هغو سیمو کې چې د «Hieracium umbellatum» بوټی پهکې شنه کېږي، د ودې فینوټایپ ټاکي.[۱۱]
د تصادفي تنوع یوه بېلګه، په دروزوفیلا مچانو کې د اوماتیدیا (کوچنیو سترګو) شمېر دی، چې کېدای شي (په تصادفي توګه) د یوه مچ د کیڼې او ښي سترګې ترمنځ (یا په جلا چاپېریالونو کې د لوی شویو کلونونو ترمنځ)، په همهغه کچه توپیر ولري چې په دوو جېنوټایپونو کې سره توپیر لري.
د فېنوټایپ د مفهوم لړۍ کېدای شي د جېن د کچې ترلاندې تر هغو بدلونونو پورې وغځول شي چې د یوه اورګانیزم پر وړتیا باندې اغېزه کوي. د بېلګې په توګه: غلې بدل شوې بڼې، چې د یوه جېن د امینواسید لړۍ نهبدلوي، کېدای شي د ګوانین-سایتوزین د خلاصو جوړو (د GC محتوا) ډېرښت ته بدلون ورکړي. دغه خلاصې جوړې، د ادنین-تایمین په پرتله، لوړ تودوخیز ثبات (د وېلې کېدو ټکی) لري. لوړ تودوخیز ثبات داسې یوه ځانګړنه ده چې کېدای شي د لوړې تودوخې لرونکو سیمو د اورګانیزمونو ترمنځ یو انتخابي غوراوی د GC محتوا بېلابېلو ډولونو ته ولېږدوي.
پراخ شوی فېنوټایپ[سمول]
ریچارد داوکینز داسې یو فېنوټایپ، چې پهکې ټولې هغه اغېزې شاملې دي چې یو جېن یې (د نورو اورګانیزمونو په شمول) د ده پر شاواخوا چاپېریال باندې پرېږدي، د یوه پراخ شوي فېنوټایپ په توګه بیانوي او استدلال کوي چې، «د یوه ژوي چلند هڅېږي ترڅو د یاد چلند ‹لپاره› د جېنونو د پایښت احتمال تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي». د بېلګې په توګه: د اوبو سپي په څېر یو اورګانیزم د یوه بند جوړولو لهلارې خپل چاپېریال بدلوي؛ کېدای شي دغه پېښه د اوبو سپي د جېنونو څرګندېدنې په توګه وانګېرل شي، چې کټمټ دغه «بند» د ثنایا غاښونو ته یې (چې د چاپېریال د بدلولو لپاره یې کاروي) ورته دي. په ورته توګه، کله چې د کوترې په څېر یو مارغه خپل چرګوړي تغذیه کوي، په بېواکه توګه خپل فېنوټایپ پراخوي؛ او کله چې د یوه ارکید جېنونه د ارکید مچۍ پر چلند باندې اغېزه پرېږدي، ترڅو د ګردې خپرونې کچه لوړه یوسي، یا کله چې د یوه طاووس جېنونه د مونث طاووس د جوړه کېدلو پر تصمیمونو باندې اغېزه کوي، بیا هم د فېنوټایپ پراخېدنه رامنځته کېږي. د داوکیز په اند، جېنونه د فینوټایپي اغېزو لهمخې ټاکل کېږي.[۱۲]
نور بیولوجيپوهان تر ډېره بریده پر دې موافق دي چې د پراخ شوي فېنوټایپ مفهوم له تجربوي ازمایښتونو سره تړاو لري؛ خو وایي چې، خپله مفهوم تر ډېره بیانوونکی دی او د تجربوي ازمایښتونو طرح کولو ته مرستندوی نهواقع کېږي. [۱۳]
سرچينې[سمول]
- ↑ "phenotype adjective – Definition, pictures, pronunciation and usage notes". Oxford Advanced Learner's Dictionary at OxfordLearnersDictionaries.com. د لاسرسينېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۰.
the set of observable characteristics of an individual resulting from the interaction of its genotype with the environment.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Genotype versus phenotype". Understanding Evolution. د لاسرسينېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۰.
An organism's genotype is the set of genes that it carries. An organism's phenotype is all of its observable characteristics — which are influenced both by its genotype and by the environment.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Replicator selection and the extended phenotype"]. Zeitschrift Fur Tierpsychologie 47 (1): 61–76. May 1978. doi:10.1111/j.1439-0310.1978.tb01823.x. PMID 696023.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "William Johannsen and the genotype concept"]. Journal of the History of Biology 7 (1): 5–30. 1974. doi:10.1007/BF00179291. PMID 11610096.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The genotype conception of heredity. 1911"]. International Journal of Epidemiology 43 (4): 989–1000. August 2014. doi:10.1086/279202. PMID 24691957.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "'My mouse has no phenotype'"]. Genes, Brain, and Behavior 1 (2): 71. May 2002. doi:10.1034/j.1601-183X.2002.10201.x. PMID 12884976.کينډۍ:Cbignore
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Behavioral phenotypes in genetic syndromes: genetic clues to human behavior"]. Advances in Pediatrics 49: 59–86. 2002-01-01. PMID 12214780.
- ↑ O'Brien G, Yule W, المحررون (1995). Behavioural Phenotype. London: Mac Keith Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-898683-06-3. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ O'Brien, Gregory, المحرر (2002). Behavioural Phenotypes in Clinical Practice. London: Mac Keith Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-898683-27-8. د لاسرسينېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Units of Selection". Annual Review of Ecology and Systematics 1: 1–18. November 1970. doi:10.1146/annurev.es.01.110170.000245. http://joelvelasco.net/teaching/167/lewontin%2070%20-%20the%20units%20of%20selection.pdf.
- ↑ "Botany online: Evolution: The Modern Synthesis - Phenotypic and Genetic Variation; Ecotypes". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسينېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Dawkins R (1982). The Extended Phenotype. Oxford University. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-288051-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Extended phenotype redux. How far can the reach of genes extend in manipulating the environment of an organism?"]. EMBO Reports 10 (3): 212–215. March 2009. doi:10.1038/embor.2009.18. PMID 19255576.