Jump to content

فېمینیزم په مکسیکو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فېمینیزم په مکسیکو کې هغه فلسفه او  کړنه ده، چې موخه یې د مکسیکو مېرمنو لپاره په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو مساواتو په برخه کې د هغوی د حقوقو رامنځته کول، تعریفول او ساتل دي. د فېمینیزم اصطلاح چې په لیبرال فکر کې رېښې لري، په نولسمه پېړۍ کې په مکسیکو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اشرافو تر منځ په عامه توګه کارول کېده. تاریخي پېښو ته په کتو سره په مکسیکو کې د فېمینیزم تاریخ په څو دورو وېشل کېدی شي. د فتحو او استعماري دورو لپاره ځينې شمېرې په اوسني عصر کې بیاځلي ارزول شوې دي او په مکسیکو د فېمینیزم د تاریخ برخه ګڼل کېدی شي. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د خپلواکۍ په وخت کې داسې غوښتنې وې چې، ښځې باید د وګړو په توګه تعریف شي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د فېمینیزم څرګند پرمختګ د یوې ایډیالوژۍ په توګه ولیدل شو. لیبرالیزم د عصري کولو پروژې د یوې برخې په توګه د نجونو او هلکانو د سیکولر زده کړې ملاتړ وکړ او ښځې د ښوونکو په توګه کاري ځواک ته شاملې شوې. دا ډول ښځې، د فېمینیزم په لومړیو کرښو کې وې، داسې ډلې(ګروپونه) به یې جوړولې چې، د حقوقي حالت، تعلیم ته د لاسرسي، اقتصادي او سیاسي واک په برخه کې د ښځو پر وړاندې شته چلند باندې به یې نیوکې کولې. ډېره علمي پاملرنه انقلابي دورې(۱۹۱۵-۱۹۲۵ز) باندې متمرکزه وه. که څه هم د ښځو تابعیت او حقوقي مساوات هغه ښکاره موضوعګانې نه وې، چې د هغو د انقلاب لپاره مبارزه شوې وه. دویمه څپه (۱۹۶۸ ز-۱۹۹۰ ز، ۱۹۷۵ ز-۱۹۸۵ ز کلونو کې اوج ته رسېدلې وه) او د ۱۹۹۰ ز کال نه وروسته هم د پام وړ علمي پاملرنه ورته وشوه. فېمینیزم د نارینه وو او ښځو د برابرۍ پلوي کړې ده، خو د منځنې طبقې ښځو د فېمینیستي ډلو جوړولو،د فېمینیستي فکر د خپرولو په موخه  د ژورنالونو جوړولو او د نورو ټولنیزو کړنو په برخه کې مشري کوله. په اوسني عصر کې کارګره طبقه، ښځې د خپلو ګوندونو او اتحادیو له لارې له خپلو حقوقو نه دفاع کولای شي. د مکسیکو په ۶۸(چې د the Games of the XIX Olympiad  ) په نوم هم یادېږي په ۱۹۶۸ ز کال کې په مکسیکو کې ترسره شوې. د دې لوبو له رسمي پرانیستې نه لس ورځې مخکې، د هغه وخت د رژیم  په لسګونو او ان په زرګونو مخالف محصلان د مکسیکو امنیتي ځواکونو له خوا په دار وځړول شول، چې دا پېښه (د تلاتیلوکو په وژنه شهرت لري) په نښتو کې برخه اخیستونکو، د دې نسل فېمینیست غورځنګ ته دوام ورکړ. په عمده توګه زدکړیالان(محصلین) او ښوونکي ول. هغه سلاکاران چې د ۱۹۸۵ ز کال زلزلې وروسته یې په اتحادیو کې ځان ته ځای جوړ کړ، هغه تعلیم یافته ښځې وې چې د منظم کار په سیاسي او حقوقي اړخونو پوهېدلې. هغه څه چې دوی درک کړل دا وه چې، یو باثباته او پرله پسې غورځنګ جوړ او د کارګرې طبقې هغه مېرمنې را جلب کړي، چې په لوړه کچه یې د غورځنګ منځنۍ برخه جوړوله. دوی اړ ول چې د یوه منظم او عملي کاري سیستم د جوړولو لپاره د کارګرانو له کاري مهارتونو او پوهې نه کار واخلي. په ۱۹۹۰ ز کال کې د ښځو حقوق په سیمه ییزو ټولنو، په ځانګړې توګه په چیاپاس د زاپاتیستا (د ملي آزادۍ پوځ چې د Zapatista  په نوم هم یادېږي یوه آزادۍ غوښتونکې ،سوسیالیستي، سیاسي او وسله واله ډله ده، چې د مکسیکو سویلي ایالت چیاپاس کې د پام وړ سیمه کنټرولوي) په پاڅون کې، په یوې موضوع باندې بدل شول. د زیږون حقوق یوه جاري مسئله پاتې شوه، په ځانګړې توګه د ۱۹۹۱ ز کال راهیسې، کله چې په مکسیکو کې کاتولیکې کلیسا نورد اساسي قانون له مخې په سیاسیت کې د ښکېلتیا څخه نه منع کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په مکسیکوکې د فېمینیست تیوري

[سمول]

د فېمینیست تیوري په نظري یا فلسفي برخو کې د فېمینیسزم پراختیا ده

دودیزکلیشه یي ډولونه( سټیروټایپونه)

[سمول]

په مکسیکو کې ډېری دا ډول تیوري ګانې، له استعمار وروسته او له ټولنیزو ساختماني ایډیالوژیو څخه سرچینه اخلي. د فېمینیزم پر وړاندې وروسته ماډرن تګلاره(چلند) د څو حقیقتونو ( د نارینه او ښځینه لیدلوریو پرځای) په ګوته کوي، چې په مکسیکویي افکارو کې یې پراختیا موندلې ده، په داسې حال کې چې د ماچیسمو (machismo  د نارینه توب حس یا ځان بساینه) پلارنی کلتور په څرګنده توګه نه، د یو ماریانیسمو( marianismo  د ښځينه جنس رول) خلاف نه، د یو مالینچیسمو(malinchismo يو ډول جذابیت ته ویل کېږي، کله چې د یوه کلتور کس، هغه  د بل کلتور لپاره خوښوي) سره یوځای کېږي. د مکسیکو په ځانګړو حالاتو کې د ښځو دودیز لیدلوریو متضادو موقعیتونو کې ځای موندلی دی. چېرته چې سوچه،پاک لمنه،مطیع،متواضع ماریانیسټیکه ښځه، لکه: د مېرمنې ګوادالوپ (په کاتولیک مذهب کې هغه پاک لمنې ښځه چې د بی بی مریم لقب هم ورته ورکول کېږي)په څېر ، چې دا ډول نظریه لري او ځینې ګناهکارې،مکارې،خیانت کارې،دوکه ورکوونکې، د میستیزو زېږونکې، لکه د لا مالاینش(چې د مکسیکو خلیج سواحلو اصلي اوسېدونکې وه، د ازټیک سترواکۍ د هسپانوي سوبه(فتحه) کې د مرستې لپاره پېژندل شوې) په څېر هم شته. دا ډول ستیروټایپونه، د ادب،هنر،نڅا،فلم،تلویزیون او سوداګریزو اعلانونو له لارې نور هم پیاوړي شوي دي. پرته له دې چې دا انځورونه دقیق،تاریخ بنسټه یا د شخصي ګټو لپاره کارول شوي وي، هغوی د مکسیکو د ښځینه هویت درې اصلي موضوعګانو-کاتولیزم، ښکېلاک او میستیزو ته وده ورکړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې، په ټولیزه توګه د ښځو ډېری انځورونه، په هنر یا هم ټولنه کې د نارینه وو یا د ښځو په اړه د نارینه وو د افکارو په وسیله ترتیب شوي ول. له انقلاب وروسته دولت یو نوی انځور د دې په اړه چې یو مکسیکن څوک دی، رامنځته کړ. دا په لویه کچه د ولسمشر ایلوارو ابریګون Álvaro Obregón  د هڅو پایله وه، چې یو ځايي هندی د یوه کلتوري سمبول په څېر وګرځېد. معمولا میستیزو ښځینه چې د استعمار او لوېدیځ امپیریالیزم سره یې د پرېکون استازیتوب وکړ، په داسې حال کې چې د ښځو په اړه د نارینه وو تعریفونه او د دوی سیمه، د «رسمي» مخکښ کلتوري ماډل په توګه پاتې شو، چې پیل یې له هماغې مودې نه ده، کله چې په ۱۹۲۰ز کال کې ښځو د دې غوښتنه وکړه چې، خپله سیمه به په خپله تعریفوي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په مکسیکو کې، د ښځو د برابرۍ ځینې غوښتنې، د کورنیو ژمنو او کم معاش لرونکو کارونو تر منځ د ښځو له مبارزې څخه سرچینه اخلي. د لوړې او منځنۍ طبقې کورنۍ، د کور دننه ښځې استخداموي، ترڅو ښځو ته دا موکه ورکړي چې د دودیزو جنسیتي رولونو د قبلولو وړتیا پیدا کړي. [۳۰]

د نظرونو (افکارو) بدلول

[سمول]

په هنر، ناولونو او عکاسۍ کې د ښځو انځورول د هنر د موضوع په توګه د دوی له اعتراض او انځور وړاندې کولو سره په ټکر کې وه. د خپل هنر په جوړولو سره،له انقلاب څخه وروسته دوره کې، هنرمندانو کولی شوی، د خپل هویت ادعا او د ښځینه توب تفسیر وکړي.[۳۱]

په داسې حال کې چې له انقلاب نه وروسته دوره کې ښځينه هنرمندانو خپلو ځانګړو لارو چارو په وسیله د دې کوښښ وکړ،  چې د بدن او د انځورجوړونې په اړه شخصي افکار او نظریات په نوو طریقوسره بیا تعریف کړي، خو دوی په معمول ډول له ټولنیز بدلون نه په سمه توګه دفاع او ملاتړ ونه کړ. دا هغه فېمینیستان ول چې وروسته راڅرګند شول،د دوی په کار باندې یې بیا کتنه وکړه، چا چې د دې  ټولنیز بدلون په رامنځته کولو کې د انقلابي په توګه پېژندل پیل کړل. په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې د مکسیکو لیکوالانو یوه ډله چې د «۵۰از نسل» په نوم هم یادېدل د مکسیکو د ټولنې ارزښتونو په پوښتلو کې اغېز درلود. روساریو کاستیلانوس( Rosario Castellanos ) یو له هغو لومړیو کسانو نه وه چې د منځنۍ طبقې مېرمنو پام یې په ظلم او په جنايي جرمونو کې د دوی ښکېلتیا ته راواړوله او وې ویل: د وروستي خادم په ورکېدو سره به لومړی قهرجن یاغي را څرګند شي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

کاسټیلانوس د خپلې لیکنې له لارې د دې کوښښ وکړ چې، ذات او امتیاز، ظلم، توکم پالنه او جنسیت تر پوښتنې لاندې راولي. ایلینا پونیاتوسکا (Elena Poniatowska) په ژورنالیزم، ناولونو او لنډوکیسوکې یې په فلسفي توګه د هغو ښځو رول وڅېړه او د هغو ارزونه یې وکړه چې په لویو ټولنو کې یې هېڅ ځواک هم نه درلود، د هغو له غږ سره یوځای شوه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

تر ۱۹۸۰ز کلونو پورې د فېمینیزم ډېری بحثونه د نارينه او ښځو اړیکو،ماشوم محوره برخو او معاشاتو باندې متمرکز ول. له هغې دورې وروسته د بدن، شخصي اړتیاوو او جنسیتي بحثونه را څرګند شول. له ۱۹۸۰مې ز لسیزې راهیسې، ځینې فېمینیست پوهانو د ښځو د تاریخي ریکارډ ارزونه وکړه او دایې وښوده چې، دوی د هېواد په تاریخ کې رغنده رول درلود.

په ۱۹۸۷ز کال کې جولیا تونان پابلوس( Julia Tuñón Pablos ) یوه لیکنه ( ښځې د مکسیکو په تاریخ کې) تر سرلیک لاندې ولیکله، چې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د مکسیکو تاریخ جوړونې په برخه کې د ښځو تاریخي مرستو په اړه لومړنی جامع حساب ګڼل کېږي. له هغه وخت راهیسې، پراخو څېړنو د دې څرګندونه کړې ده، چې ښځو د مکسیکو د ژوند په ټولو برخو کې ونډه لرله. له ۱۹۹۰مې ز لسیزې را پدېخوا، د جنسیت په اړه لیدلوری، د اکاډمیکې مطالعې لپاره د پراخېدو په حال کې تمرکز باندې بدل شوی دی. [۴۰][۴۱]

تاریخچه

[سمول]

د تاریخ په اوږدو کې ښځو د مکسیکو په سیاسي مبارزو کې مهم او رغنده رول لوبولی دی، خو بیاهم هېواد ته د دوی خدمت د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې، کله چې ښځو د رایي ورکولو حق ترلاسه کړ، د سیاسي حقونو پایله نه درلوده. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. "Feminism – Definition and More from the Free Merriam-Webster Dictionary". merriam-webster.com. نه اخيستل شوی 12 June 2011.
  2. "Definition of feminism noun from Cambridge Dictionary Online: Free English Dictionary and Thesaurus". dictionary.cambridge.org. نه اخيستل شوی 12 June 2011.
  3. Cano, Gabriela. "Feminism" in Encyclopedia of Mexico. Chicago: Fitzroy Dearborn 1997, p. 480.
  4. Miller, Francesca, "Feminism and Feminist Organizations" in Encyclopedia of Latin America History and Culture, vol 2, pp. 549-50. New York: Charles Scribner's Sons 1996.
  5. Guy, Donna. "Gender and Sexuality in Latin America" in The Oxford Handbook of Latin American History, ed. José C. Moya. New York: Oxford University Press 2011, p. 369.
  6. Schneider, Julia Maria (2010). "Recreating the Image of Women in Mexico: A Genealogy of Resistance in Mexican Narrative Set During the Revolution" (PDF). Graduate Faculty - Thesis. Louisiana State University and Agricultural and Mechanical College: 24–29, 12. Archived from the original (PDF) on 2010-07-17. نه اخيستل شوی 16 February 2015. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  7. Frazier, Lessie Jo; Cohen, Deborah (2003). "Defining the Space of Mexico '68:Heroic Masculinity in the Prison and "Women" in the Streets". Hispanic American Historical Review. 83 (4): 646–649. doi:10.1215/00182168-83-4-617. S2CID 142082178. Archived from the original on 27 December 2019. نه اخيستل شوی 18 February 2015.
  8. Foweraker (1990), p 220
  9. Cano, "Feminism" p.485
  10. Abbot, Pamela; Wallace, Claire; Melissa Tyler (1996). An Introduction to Sociology: Feminist Perspectives (2nd ed.). London: Routledge. p. 380. ISBN 978-1-134-38245-3.
  11. Hurtado, Aída (2003). Voicing Chicana Feminisms: Young Women Speak Out on Sexuality and Identity. New York, New York: New York University Press. p. 15. ISBN 978-0-814-73574-9.
  12. Allatson, Paul (2007). Key Terms in Latino/a Cultural and Literary Studies. Malden, Massachusetts: Blackwell Publishing. p. 149. ISBN 978-1-405-10251-3.
  13. Cypess, Sandra Messinger (1991). La Malinche in Mexican literature from history to myth (1st ed.). Austin: University of Texas Press. ISBN 978-0-292-75131-6. نه اخيستل شوی 16 February 2015.
  14. Cassidy, Laurie M. (editor); O'Connell, Maureen H.; Rodriguez, Jeanette (2012). "Theological Aesthetics and the Encounter with Tonantzin Guadalupe". She who Imagines: Feminist Theological Aesthetics. Collegeville, Minnesota: Liturgical Press. ISBN 978-0-8146-8027-8. نه اخيستل شوی 17 February 2015. {{cite book}}: |first1= has generic name (help)
  15. Lindauer, Margaret A. (1999). Devouring Frida: The Art History and Popular Celebrity of Frida Kahlo. Middletown, Conn.: Wesleyan Univ. Press. p. 34. ISBN 978-0-8195-6347-7. نه اخيستل شوی 16 February 2015.
  16. King, Judy (January 1, 2006). "La Virgen de Guadalupe - Mother of all Mexico". MexConnect. نه اخيستل شوی 17 February 2015.
  17. Day, Stuart A. (2004). Staging Politics in Mexico: The Road to Neoliberalism. Lewisburg [Pa.]: Bucknell University Press. pp. 125–131. ISBN 978-0-8387-5587-7. نه اخيستل شوی 16 February 2015.
  18. Seed, edited by Patricia (2008). José Limón and La Malinche: The Dancer and the Dance (1st ed.). Austin: University of Texas Press. pp. 24–29. ISBN 978-0-292-71735-0. نه اخيستل شوی 16 February 2015. {{cite book}}: |first1= has generic name (help)
  19. Robb, J. D. (April 1961). "The Matachines Dance: A Ritual Folk Dance". Western Folklore. 20 (2): 87–101. doi:10.2307/1495977. JSTOR 1495977.
  20. de la Mora, Sergio (2006). Cinemachismo: Masculinities and Sexuality in Mexican Film. Austin, Texas: University of Texas Press. pp. 22–24. ISBN 978-0-292-71296-6. نه اخيستل شوی 17 February 2015.
  21. Rivadeneyra, Rocío (2011). "Gender and Race Portrayals on Spanish-Language Television". Sex Roles. 65 (3–4): 208–222. doi:10.1007/s11199-011-0010-9. S2CID 143702424.
  22. Villegas, Jorge; Lemanski, Jennifer; Valdéz, Carlos (2010). "Marianismo and Machismo: The Portrayal of Females in Mexican TV Commercials". Journal of International Consumer Marketing. 22 (4): 327–346. doi:10.1080/08961530.2010.505884. S2CID 145471383.
  23. Poole, Stafford (1995). Our Lady of Guadalupe: The Origins and Sources of a Mexican National Symbol, 1531-1797. University of Arizona Press. p. 10. ISBN 978-0-8165-1526-4. نه اخيستل شوی 17 February 2015.
  24. Schneider, Julia Maria (2010). "Recreating the Image of Women in Mexico: A Genealogy of Resistance in Mexican Narrative Set During the Revolution" (PDF). Graduate Faculty - Thesis. Louisiana State University and Agricultural and Mechanical College: 24–29, 12. Archived from the original (PDF) on 2010-07-17. نه اخيستل شوی 16 February 2015. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  25. Gilboa, Anat (2005). "Gender in Art". Encyclopedia.com. New Dictionary of the History of Ideas. نه اخيستل شوی 27 February 2015.
  26. Sullivan, Mary Ann (2002). "Oh What A Difference a Difference Makes: Gender in the Visual Arts". bluffton.edu. Bluffton, Ohio: Bluffton University. p. 2. نه اخيستل شوی 27 February 2015.
  27. Morgan (2012) p 5, 10
  28. Foweraker, Joe (editor); Craig, Ann L. (editor) (1990). Popular movements and political change in Mexico. Boulder: L. Rienner Publishers. pp. 156–157. ISBN 978-1-55587-211-3. نه اخيستل شوی 23 February 2015. {{cite book}}: |first1= has generic name (help)
  29. Morgan (2012), p 12
  30. "Gay Women Face Taboo In Mexico, Keep Low Profile". Orlando Sentinel. Cox News Service. March 13, 1994. Archived from the original on 2015-04-02. نه اخيستل شوی 18 February 2015.
  31. Morgan (2012), p 148
  32. Chicago, Judy; Borzello, Frances (2010). Frida Kahlo: Face to Face. Munich: Prestel. ISBN 978-3-791-34360-0. نه اخيستل شوی 28 February 2015.
  33. Ibsen, Kristine (editor) (1997). The Other Mirror: Women's Narrative in Mexico, 1980-1995. Westport, Conn. [u.a.]: Greenwood Press. pp. 62–65. ISBN 978-0-313-30180-3. نه اخيستل شوی 28 February 2015. {{cite book}}: |first1= has generic name (help)
  34. Morgan (2012), pp 141-143
  35. Oropesa, Salvador A. (2003). The Contemporáneos Group: Rewriting Mexico in the Thirties and Forties (1. ed.). Austin, TX: Univ. of Texas Press. pp. 100–103. ISBN 978-0-292-76057-8. نه اخيستل شوی 26 February 2015.
  36. Olcott, Jocelyn (2009). ""Take off That Streetwalker's Dress" Concha Michel and the Cultural Politics of Gender in Postrevolutionary Mexico". Journal of Women's History. 21 (3): 37–38. doi:10.1353/jowh.0.0098. S2CID 144542817. نه اخيستل شوی 28 February 2015.
  37. O'Connell, Joanna (1995). Prospero's Daughter: The Prose of Rosario Castellanos (1. ed.). Austin, Tex.: Univ. of Texas Press. ISBN 978-0-292-76041-7. نه اخيستل شوی 4 March 2015.
  38. Lamas, Marta (2011). Feminism: Transmissions and Tetransmissions / Marta Lamas ; translated by John Pluecker ; introduction by Jean Franco (1st ed.). New York: Palgrave Macmillan. p. 3. ISBN 978-0-230-10508-9. نه اخيستل شوی 4 March 2015.
  39. Martinez, Elizabeth Coonrod (March–April 2005). "Elena Poniatowska: Between the Lines of the Forgotten: Acclaimed for Her Powerful Journalism Revealing Social Injustices, This Contemporary Mexican Writer Is Also Known for Her Poignant and Disturbing Fiction". Americas (English Edition). 57 (2). نه اخيستل شوی 4 March 2015.
  40. Foster, David William (editor); Nelson, Emmanuel Sampath (editor) (1994). Latin American writers on gay and lesbian themes : a bio-critical sourcebook (1. publ. ed.). Westport, Conn. u.a.: Greenwood Press. p. xxvii. ISBN 978-0-313-28479-3. نه اخيستل شوی 4 March 2015. {{cite book}}: |first1= has generic name (help)
  41. Fernández-Aceves, María Teresa (Spring 2007). "Imagined Communities: Women's History and the History of Gender in Mexico". Journal of Women's History. 19 (1): 200–205. doi:10.1353/jowh.2007.0010. S2CID 144114366.
  42. Wilkinson, Tracy (September 13, 2010). "The more colorful aspects of Mexico's history". Los Angeles Times.
  43. Foppa, Alaide; de Aguilar, Helene F. (Autumn 1979). "Women in Latin America: The First Feminist Congress in Mexico, 1916". Signs. 5 (1): 192–199. doi:10.1086/493701. JSTOR 3173552. S2CID 144990118.
  44. Morton, Ward M. Woman Suffrage in Mexico. Gainesville: University of Florida Press 1962.
  45. Manzanera del Campo, Maria Elena. La igualdad de derechos políticos. Mexico DF: 1953, p. 143.