فېمينيزم او مساوات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


فېمینیزم د جنسونو د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې برابرۍ يوه نظريه ده. که څه هم زياتره فېمینیست غورځنګونه او نظريې  چې په حقيقي ډول کې  دي او کومې ادعاګانې او طرحې چې د مساوات د ترلاسه کولو لپاره حياتي او د توجيه وړ دي، توپير لري.[۱]

په داسې حال کې چې د زياتره فېمینیستانو له خوا د مساوات ملاتړ کېږي، مګر بيا هم په نړيواله کچه د فېمینیست غورځنګ ان د فيمينيسټانو له خوا هم د اړينې پايلې په توګه نه ليدل کېږي. ځینو ​​يې د ښځو حقونه له داسې اصل څخه زيات ګڼل، چې د بشپړ مساوات له ترلاسه کولو پرته د نارينه وو په پرتله لږ دي. د دوی منطق دا دی چې د واک ځينې لاسته راوړنې له هېڅ څخه غوره ده. د دوام په بل پای کې لږه کيو فېمينيسټانو استدلال وکړ، چې ښځې بايد لږ تر لږه د ښځو په مشرۍ يوه ټولنه او یو شمېر بنسټونه رامينځته کړي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د هغو ښځو له خوا د آزادۍ غوښتنه کېږي، چې پر باور يې مساوات ناغوښتل شوی يا غير اړوند دی. که څه هم ځينې د مساوات په لټه کې د نارينه وو په څېرد آزادۍ اندازه ترلاسه کوي، په دې ډول له هغو کسانو سره يو ځای کېږي، چې د فېمینیزم د مرکز په توګه د مساوات ادعا کوي.[۸][۹]

په تعريف توافق[سمول]

د ټلبرګ پوهنتون (Tilburg University) د ښځو د څېړنو د رئیس ټينيک ايم ويليمسن (Tineke M. Willemsen) په وينا: "دا ناممکنه ده چې د فېمینیزم داسې تعريف وړاندې کړو، چې هر فېمینیست ورسره موافق وي". برونوين وينټر (Bronwyn Winter) د متخصصينو او غير متخصصينو لپاره د فېمینیزم تعريف کولو مقاومت باندې نيوکه کړې ده. دا مقاومت "دومره پراخ دی چې، د غالب فېمینیست نظري درېځ "د غير موقف يو ډول" غوندې ښکاري. په هر حال، په ښځينه ادبياتو او عملونو کې تعريفونه وړاندې شوي دي.[۱۰][۱۱]

برابري ( مساوات)[سمول]

د ادب زياتره برخه فېمینیزم د ښځو لپاره د مساوي حقونو يا د جنسونو تر منځ د مساوات په توګه تعريفوي. فيمينيزم نه يوازې د جنسيت تر منځ په مساوات، بلکې په نسل کې هم اغېزه وکړه. د چيکانا فېمینیزم غورځنګ (The Chicana Feminism Movement) په امريکايي ټولنه کې د ښځينه او همجنسبازۍ مساوات په لټه کې په سياسي توګه فعال شو. دې د جنسيت کليشوي رول وګواښاوه.[۱۲][۱۳][۱۴]

د بېلابېلو ژبو په کارولو سره ريان ايسلر (Riane Eisler) "د جنسيت له ټوليز یا هراړخیز لید څخه د بشري ټولنې بيا کتنه" "د ټولنې دوه بنسټيز ماډلونه وړانديز کړل يا يې وړانديز کوي"، " لومړی هغه يې [د واکمنۍ] ماډل: يعنې هغه څه ته چې په مشهوره توګه د پلارواکۍ يا مورواکۍ په نوم یادېږي - د بل په پرتله د انسانيت نيمايي درجه " او "دويمه درجه، چې په کې ټولنيزې اړيکې په ابتدايي ډول د درجه بندۍ پر ځای د اړيکو پراصولو ولاړې وي، کېدای شي، د شراکت ماډل په توګه غوره تشرېح شي. په دې ماډل کې - زموږ په ډولونو کې په خورا بنسټيز توپير سره پيل کېږي، چې د نارينه او ښځينه ترمنځ - تنوع د کموالي يا لوړتيا سره مساوي نه ده". " ستونزه د يو جنس په توګه نارينه نه ده، مګر نارينه او ښځينه، لکه: څنګه چې دوی بايد په يوه واکمن سیستم کې ټولنيز شوي وي". هغې د اوسني تاريخي او عصبي سیستم په بدل کې د ګيلاني (gylany) يوه شراکت لپاره چې دوه جنسونه سره نښلوي، غوښتنه وکړه.[۱۵][۱۶][۱۷]

د تاريخي ګټو په اړه اپلاتون د ايلين هوفمن باروچ (Elaine Hoffman Baruch) په وينا نږدې له ميلاده ۳۹۴ کلونه پخوا ، په داسې حال کې چې په دې باور وو، چې نارينه به بالاخره غوره وي، استدلال وکړ چې ښځې بايد په سياسي، ټولنيز، جنسي، تعليمي او پوځي جګړو کې له نارينه وو سره مساوي او د ټولنې تر ټولو لوړې طایفې (لوړې طبقې) ته د ننوتلو وړتيا ولري، چې د جنسيت زياتره توپيرونه د بيولوژي له لارې نه شي تشرېح کېدای. (اپلاتون يو له لومړنيو خپرو شوو مفکرينو څخه دی، چې داسې وايي): د ماشوم پاملرنې يو سیستم به، ښځې په ټولنه کې د ګډون لپاره آزادې کړي.[۱۸]

ځينو بنسټپالو فېمینیستانو د دې په ردولو سره چې "په يوه بې انصافه ټولنه کې مساوات د مبارزې لپاره ارزښت لري"، په مساوات نيوکه وکړه.[۱۹]

د مساوات په اړه پېچلتیا( ګونګتیا او ابهام)[سمول]

" فېمینیزم د دواړو جنسونو په استازيتوب په يوه جوړه شوې ټولنه کې د ښځو او نارينه وو تر منځ د ټولنيز، اقتصادي او سياسي ځواک د بيا انډول يا اندازه کولو ادعا کوي. هو، د دوی د ګډ انسانيت په نوم او دواړو جنسونو تر منځ توپيرونو ته په درناوي سره." کله چې په ۱۸۹۰ز لسيزو کې په اروپا او لويدیځه نيمه کره کې د فېمینیزم او اړوند نورو کلیمو په پراخه کچه کارول پيل شول او تر عصري وختونو پورې دوام لري، له مساوات سره د حالاتو اړيکه زياتره ناڅرګنده وه". له هغې وروسته لکه څرنګه چې اوس زياتره ګوندونو اصطلاحات د لنډيز په توګه په سياسي ډول کارولي، نه له تحليلي پلوه، بيا لکه څرنګه چې اوس دا کلیمې د هر چا له خوا د ورته معنا لپاره نه دي کارول شوې او لکه څرنګه چې د دوی تاريخ مطالعه څرګندوي، دوی ورته ډېر ځله د ښځو د حقونو په پرتله له نارينه وو سره مساوي حقونو ته اشاره کوي. د فېمینیزم کلیمه په پراخه کچه ټولنيز - سياسي هغې نیوکې ته اشاره کوي، چې د نارينه امتيازاتو په بريد ( حمله) کې ښځې متمرکز او د مېرمنې نمانځونکي وې". خلک کېدای شي استدلال وکړي، چې ايا دا خبره په رښتيا همداسې يو ژور توپير وړاندې کوي. د دې په پام کې نيولو سره چې ښځې د قانون او په عامه توګه د دوی د درېځ په اړه د درېدلو په لنډ پای باندې دی. دا د دې معنا لري، چې فيمينيزم د ښځو په حقونو تمرکز کړی دی.[۲۰][۲۱]

فېمینسټ ليکوال بيل هوکس (bell hooks) ليکلي: "د خلکو ډله فکر کوي چې فېمینیزم تل او يوازې د ښځو په اړه دی، چې غواړي له نارينه وو سره مساوي وي ... د فېمینیزم په اړه چې دوی يې تر ټولو ډېر اوري، د هغو مېرمنو له خوا انځور شوی، چې په ابتدايي ډول د جنسيت مساوات ته ژمنې دي - مساوي معاش د مساوي کار لپاره او ځينې وختونه ښځې او نارينه د کور کارونه او د سرپرستۍ يا والدين اوسېدنې چارې سره شريکوي". فېمینیزم د جنسيتي ظلم د پای ته رسولو لپاره يو غورځنګ دی. سربېره پردې، فېمینیزم نارينه وو ته د هغو کارونو د ترسره کولو په برخه کې ګټه ورکوي، چې پخوا د ښځو له خوا ترسره شوي دي. زياتره نارينه نرسان، اوس زموږ په روغتونونو او وارډونو کې د کلونو پخوا په پرتله شته".[۲۲][۲۳]

ډيبورا سيګل (Deborah Siegel) " د ["فېمینیزم "] اصطلاح په عمومي معنا سره کاروي، چې فلسفې ته اشاره وکړي چې د جنسيت له منځه وړلو او د ښځو ژوند ښه کولو لپاره يو غورځنګ ځواکمنوي".[۲۴]

Genders (usually distinguished from sexes) are counted as other than two in some feminist utopian literature, according to Karin Schönpflug, analyzing works by Gabriel de Foigny (1676), Ursula K. Le Guin (1969), Samuel R. Delany (1976), Donna Haraway (1980), and Alkeline van Lenning (1995).

د کارين شونپ فلګ (Karin Schönpflug) په وينا: جنسونه (د عادت له مخې له جنسونو څخه توپير لري) د ځينو فېمینیست يوټوپيايي(خیالي) ادبياتو په نسبت له دوو څخه پرته شمېرل کېږي. د ګابريل دي فوګني (Gabriel de Foigny) (۱۶۷۶ز)، ارسولا کي لي ګين (Ursula K. Le Guin) (۱۹۶۹ز)، سمويل آر ډيلاني (Samuel R. Delany) ( ۱۹۷۶ز)، ډونا هاراوی (Donna Haraway) ۱۹۸۰ ز او الکيلاين وی ليننګ (Alkeline van Lenning) ۱۹۹۵ ز د کارونو ارزونه .[۲۵]

د برابرۍ پر لور پورته کېدل[سمول]

په عمل کې فېمینیزم ستړی کوونکی او ګران وي او نورې اړتياوې کېدای شي، د شخصي او سازماني سرچينو لپاره سيالي وکړي. پراکماتیزم ( واقعيت پالنه ) کېدای شي، د لږو موخو، لکه د فېمینیزم پرته، د ډېر ځواک درلودلو پلټل وهڅوي، په داسې حال کې چې د بشپړ مساوات په لټه کې نه وي.

د اليس ايکولز (Alice Echols) په وينا: "کارول هينيش (Carol Hanisch) ... استدلال وکړ چې ښکلې ښکاري او بې معنا عمل، د بقا ستراتيژۍ دي، چې ښځې بايد تر هغه وخته پورې کار ته دوام ورکړي چې " د يووالي ځواک" د دوی ځای ونيسي". [۲۶]

يو فېمینیست مشر ان سنيټو (Ann Snitow) اټکل وکړ چې:  توپيري فېمینیزم [هغه فېمینیزم چې فکر کوي، د نارينه او ښځينه تر منخ توپيرونه شته] د جنسيت مساوات پر وړاندې ښه بلل شوی دی؛ نو له همدې امله "نارينه کېدای شي ډېر ځواب ويونکي وي".[۲۷]

په بریتانیا کې د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې مري وولسټونکرافټ (Mary Wollstonecraft) د ښځو د حقونو په ملاتړ وليکل چې :"له هغو حقونو څخه يې دفاع کوي، چې ښځې بايد له نارينه وو سره په ګډه، د هغو لپاره مبارزه وکړي".[۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Merriam-Webster dictionary, as accessed April 1, 2018, entry feminism, sense 1.
  2. کينډۍ:Harvp
  3. کينډۍ:Harvp
  4. کينډۍ:Harvp, citing Snitow, Ann, Retrenchment vs. Transformation: The Politics of the Anti-Pornography Movement, in Caught Looking: Feminism, Pornography and Censorship (N.Y.: Caught Looking, 1986), pp. 11–12.
  5. Andrea Dworkin: "Take No Prisoners", in The Guardian, May 13, 2000, as accessed September 6, 2010.
  6. Spender, Dale, For the Record: The Making and Meaning of Feminist Knowledge (London: The Women's Press, 1985 (کينډۍ:ISBN)), p. 151 (on institutions) but see p. 214 (antibureaucratic).
  7. Chesler, Phyllis, Women and Madness (Garden City, N.Y.: Doubleday, 1972 (کينډۍ:ISBN)), pp. 298-299.
  8. کينډۍ:Harvp
  9. Gilman, Charlotte Perkins, What is "Feminism"?, in The Sunday Herald, Sep. 3, 1916, [§] Magazine, p. [7] [of §], of The Boston Herald (Boston, Mass.).
  10. Willemsen, Tineke M., Feminism and Utopias: An Introduction, in Lenning, Alkeline van, Marrie Bekker, & Ine Vanwesenbeeck, eds., Feminist Utopias: In a Postmodern Era (Tilburg Univ. Press, 1997 (کينډۍ:ISBN)), p. 5.
  11. Winter, Bronwyn, Who Counts (or Doesn't Count) What as Feminist Theory?: An Exercise in Dictionary Use, in Feminist Theory, vol. 1, no. 1 (April, 2000), as accessed Apr. 5, 2012 (possibly via different URL), p. 106 (internal single quotation marks so in original) (DOI 10.1177/14647000022229092).
  12. Sources:
    • Ruiz, Vicki L. (1998). From Out of the Shadows: Mexican Women in Twentieth-century America. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 99–101. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-513099-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Humm, Maggie (1990), "wave (definition)", The Dictionary of Feminist Theory, Columbus: Ohio State University Press, د کتاب پاڼې 251, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8142-0507-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Cornell, Drucilla (1998). At the Heart of Freedom: Feminism, Sex, and Equality. Princeton University Press. د کتاب پاڼې X. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-6910-2896-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Messer-Davidow, Ellen (2002). Disciplining Feminism: From Social Activism to Academic Discourse. Durham, North Carolina: Duke University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-2843-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Harding, Sandra (2003). The Feminist Standpoint Theory Reader: Intellectual and Political Controversies. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-4159-4501-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Cott, Nancy F. (1987). The Grounding of Modern Feminism (الطبعة 2nd). New Haven: Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0300042280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Freedman, Estelle B. (2003). No Turning Back: The History of Feminism and the Future of Women. London: Ballantine Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-3454-5053-1-. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sources:
  14. Sources:
  15. کينډۍ:Harvp
  16. کينډۍ:Harvp
  17. کينډۍ:Harvp
  18. کينډۍ:Harvp, citing Rohrlich, R. & Elaine Hoffman Baruch, Women in Search of Utopia: Mavericks and Mythmakers (N.Y.: Schocken Books, 1984), and Plato, The Republic (ca. 394 B.C.).
  19. کينډۍ:Harvp
  20. کينډۍ:Harvp
  21. کينډۍ:Harvp
  22. کينډۍ:Harvp
  23. کينډۍ:Harvp
  24. Siegel, Deborah, Sisterhood, Interrupted: From Radical Women to Grrls Gone Wild (N.Y.: Palgrave Macmillan, 2007 (کينډۍ:ISBN)), p. 15.
  25. کينډۍ:Harvp
  26. کينډۍ:Harvp
  27. کينډۍ:Harvp, citing Snitow, Ann, Retrenchment vs. Transformation: The Politics of the Anti-Pornography Movement, in Caught Looking: Feminism, Pornography and Censorship (N.Y.: Caught Looking, 1986), pp. 11–12.
  28. کينډۍ:Harvp
  29. کينډۍ:Harvp
  30. کينډۍ:Harvp (italicization so in original)