Jump to content

فېرمي پاراډوکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فېرمي پاراډوکس یا فېرمي تناقض (په انګلیسي: Fermi paradox) له ځمکې پرته د کائناتو په نورو برخو کې د ژوندانه اړوند د ښکاره او واضحو شواهدو د نشتوالي او د هغو د شتون د اړوند د بېلابېلو انګېرنو ترمنځ تضاد ته ویل کېږي. هماغه ډول چې په ۲۰۱۵ زکال کې په یوه مقاله کې راغلي، «که چېرې ژوند په دې آسانۍ دی، یو چا باید تر اوسه له کوم بل ځای څخه اړیکه نیولې وي». [۱][۲][۳]

د ایټالوي الاصله امریکايي فزیک پوه انریکو فېرمي نوم له دغه پاراډوکس سره اړوند دی، ځکه چې هغه په دې اړوند د ۱۹۵۰ زکال په اوړي کې له خپلو همکارو فزیک پوهانو اډوارډ ټلر، هربرت یورک او امیل کونوپینسکي سره په دې اړه یو معمولي بحث ترسره کړی. په داسې حال کې چې هغه د غرمې د ډوډۍ خوړولو پر لور روان و یو کس د نامعلومو الوتونکو اجسامو (UFO) اړوند د وروستیو راپورونو او د نور له چټکتیا څخه یې د چټک سفر د شونتیا خبرې کولې. دغه خبرې اترې نورو موضوعاتو ته واوښتې تر دې چې فېرمي د ډوډۍ خوړولو پر مهال وویل: «خو چېرې دي دا ټول کسان؟» (په داسې حال کې چې د هغه له خوا کارول شوی کره عبارت ناڅرګند دی). [۴]

د فېرمي پاراډوکس د توضیح په موخه ګڼ شمېر هڅې شوې دي. لومړنۍ څېړنې ښيي چې له ځمکې هاخوا نور ځیرک موجودات ډېر په ندرت سره شتون لري، د دغه ډول تمدنونو ژوندونه لنډ دي، یا هم شتون نه لري، خو (د بېلابېلو لاملونو له امله) انسانان د هغو هېڅ شواهد نه لري. دا ددې څرګندويي کوي چې د کایناتو په زماني او مکاني مقیاسونو کې هېڅکله هم دوه ځیرک تمدونونه له یو بل سره نشي مخ کېدای آن که چېرې د هغو ډیریو یې د کایناتو د شتون په اوږدو کې پراختیا موندلې وي. [۵][۶]

د استدلالونو لړۍ

[سمول]

لاندې موارد یو شمېر هغه حقایق او فرضیې دي چې د یوبل په خوا کې د څرګند تضاد څرګندويي کوي:

  • د شیدو په لار (شیري کهکشان) کې لمر ته ورته په میلیاردونو ستوري شتون لري. [۷][۸]
  • په ډېر احتمال سره یو شمېر دغه ستوري ځمکې ته ورته د استوګنې وړ سیاره په خپل مدار کې لري.[۹]
  • ډیری دغه ستوري او ورسره د هغو سیارې له لمر څخه زیات قدامت لري. که چېرې ځمکه یوه معمولي سیاره وي، دا احتمال شتون لري چې یو شمېر نورو هغو دې لا له ډېر وړاندې څخه ځیرک ژوند ته پراختیا ورکړې وي.[۱۰][۱۱]
  • یو شمېر دغو تمدنونو کېدای شي د ستورو ترمنځ سفرونو ته پراختیا ورکړې وي، هغه پړاو چې انسانان یې اوس د لټون په حالت کې دي.
  • د ستورو ترمنځ د سفر کولو د کمې چټکتیا سره چې اوس مهال یې وړاندوینه کېږي، د شیدو لارې کهکشان کېدلای شي د څو میلیونو کلونو په ترڅ په بشپړ توګه طی کړای شي.[۱۲]
  • له دې امله چې لمر ته ورته ګڼ شمېر ستوري په میلیاردونو کلونو پخواني دي، ځمکه باید لا له وړاندې؛ له ځمکې څخه د هاخوا تمدنونو یا حد اقل د هغو د څېړونکو له خوا لیدل شوې وي. [۱۳]
  • له دې سره هېڅ داسې قانع کوونکي شواهد شتون نه لري چې دغه ډول موارد دې ثابت کړي. [۱۴]

تاریخچه

[سمول]

فېرمي لومړنی کس نه و چې دغه پوښتنه یې مطرح کړه. دغې موضوع ته لومړنۍ ضمني اشاره د کنستانتین تسیولکوفسکي له خوا په ۱۹۳۳ زکال کې په یوې نه خپرې شوې خطي نسخې کې وشوه. هغه څرګنده کړه: «خلک د نړۍ په سیارو کې د ځیرکو موجوداتو له شتون څخه انکار کوي» ځکه «(i) که چېرې دغه ډول موجودات شتون ولري له ځمکې څخه یې لیدنه کوله او (ii) که چېرې دغه ډول تمدنونو شتون درلود د خپل شتون اړوند یو شمېر نښانې یې موږ ته راښوولې». دا دهغو کسانو لپاره پاراډوکس نه و چې دغه موضوع یې د ځمکې هاخوا موجوداتو د نشتون په معنی بلله. خو د هغه لپاره دا پاراډوکس یا غیر منتظره چاره وه؛ ځکه چې هغه له ځمکې هاخوا په ژوند او د فضايي سفر په شونتیا باور درلود. له همدې امله نوموړي هغه موضوع چې نن ورځ د ژوبڼ د فرضیې په توګه پېژندل کېږي، مطرح کړه او اټکل یې وکړ چې انسانان تر اوسه پورې له ځان څخه د غوره موجوداتو اړیکې نیولو ته چمتو نه دي چې هغه له موږ سره اړیکه ونیسي. له دې سره تسیولکوفسکي خپله کېدای شي لومړنی هغه کس نه وي چې دغه پاراډوکس یې کشف کړی؛ ځکه چې هغه نورو کسانو ته په اشارې کولو سره چې د ځمکې هاخوا تمدنونو د شتون څخه منکر دي د دې څرګندونه کړې. [۱۵][۱۶]

په ۱۹۷۵ زکال کې، مایکل اچ. هارټ د دغه پاراډوکس اړوند جزیات لرونکې ارزونه خپره کړه؛ هغه یو له لومړنیو کسانو و چې دغه کار یې ترسره کړ. نوموړي استدلال وکړ که چېرې له ځمکې هاخوا ځیرک موجودات شتون لري او فضا ته د سفر توان لري په دغه صورت کهکشان د ځمکې له عمر څخه په کمه موده کې مستعمره کېدلای شو. ورته مهال هېڅ داسې لید وړ مدرک شتون نه لري چې وښيي هغوی دې دلته وي او هارټ هم هغه «الف یا A واقعیت» وباله. [۱۷][۱۸]

په نورو هغه نومونو کې چې د فېرمي پوښتنې(«دوی چېرې دي؟») ته نږدې دي لویه چوپتیا او silentium universi («د نړۍ چوپتیا») شاملېږي؛ دا ټول یوازې د فېرمي د پاراډوکس یوازې هغه برخې ته اشاره لري چې انسانانو د نورو تمدنونو اړوند هېڅ شواهد نه دي لیدلي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اصلي بحثونه

[سمول]

د ۱۹۵۰ زکال په اوړي کې انریکو فېرمي او همکارانو یې، امیل کونوپینسکي، اډوارډ ټلر او هربرټ یورک د نیومکسیکو د لوس آلاموس په ملي لابراتور کې د یوې یا څو غرمنیو پر مهال په دې موضوع بحثونه لرل. [۲۳][۲۴]

ټلر لیکي، په داسې حال کې چې درې کسان د غرمې ډوډۍ په لور روان و هغه یوه «مبهمه موضوع» یاده کړه دا موضوع چې «موږ د الوتونکو ناڅرګندو اجسامو اړوند خبرې کوو او دا څرګنده خبره ده چې دغه الوتونکي اجسام واقعي نه دي». په داسې حال کې چې بحث دوام درلود کونوپینسکي هم راورسېد؛ هغه په دغه موضوع کې د یوې مجلې د کارتون یادونه وکړه چې یو شمېر پردیان د نیویارک ښار د خځلیو سطلونه غلا کوي او دغه طنزي اړخ یې هم په بحث کې ور اضافه کړ. هغه لیکي: «تر ټولو خندونکی د فېرمی نظر و، دا چې دا یوه ډېره معقوله نظریه ده له دې امله چې دوه جلا ښکارندې یې له ځانه سره لرلې: د الوتونکو ناڅرګندو اجسامو راپور او همدارنګه د خځلنیو د سطلونو ورک کېدل». له دې سره هغه مهال چې اریک جونز څو لسیزې وروسته د دغه بحث ژوندیو کسانو ته لیک ولیکه یوازې کونوپینسکي دا یاده کړه چې کارتون د دغه بحث برخه وه. [۲۵]

ټلر لیکلي چې فکر کوي فېرمي دغه پوښتنه په مستقیم ډول له ده کړې ده: «څومره امکان لري چې موږ دې په راتلونکو لسو کلونو کې د نور له چټکتیا څخه د چټک مادي جسم ښکاره شواهد ولرو؟» ټلر ځواب ورکړ له یو میلیون څخه یو. فېرمي وویل: «دا ډېر لږ دی. امکان یې له لس سلنه څخه زیات دی». ټلر همدارنګه لیکي چې دغه لس سلنه «له معجزې څخه د فېرمي اخیستل شوی اټکل و». [۲۶]

د پخواني بحث اړوند د هرب یورک په یاد څه نه و پاتې، په داسې حال کې چې هغه وویل د فېرمي دغه یوځلي حس ته د ټولو دریو واړو غبرګون د یو څه څرګندويي کوله.

ډوډۍ ته له کښېناستلو وروسته هغه مهال چې دغه بحث نورو موضوعاتو ته پراختیا ومونده، فرمي یوځل وویل: «دا ټول چېرې دي؟« (د ټلر لیک) یا «آیا هېڅکله مو دا فکر نه دی کړی چې دا ټول چېرې دي؟» (د یورک لیک)، یا «خو دا ټول چېرې دي؟» (د کونوپینسکي لیک). [۲۶]

ټلر لیکي: «د هغه د پوښتنې پایله د ټولو خندا وه، ځکه دا یو ډېر عجیبه واقعیت و، له دې سره چې د فېرمي دغه پوښتنه له څرګند آبي څخه رامنځته کېده (شاید مفهوم یې آسمان وي)، داسې ښکارېده چې د مېز په شاوخوا ټول کسان ورته متوجه و، هغه مهال چې هغه د ځمکې هاخوا موجوداتو اړوند خبرې کولې».

هربرت یورک لیکلي: «په هغه ډول (او شاید په هغه توګه چې تاسو یې توضیح کوۍ دا له پخواني بحث سره اړونده وه، حتی که هغه مې په یاد هم نه دی) موږ ټول پوهېدو چې د هغه موخه له ځمکې هاخوا موجودات و. [۲۶]

امیل کونوپینسکي یوازې لیکلي: «د هغه د بیان ډول داسې و چې زموږ د خندا لامل وګرځېد».

د دغه بحث د دوام اړوند یورک په ۱۹۸۴ زکال کې ولیکل چې فېرمې « د ځمکې په څېر د سیارو د احتمال، ځمکې ته د ورکړل شوي ژوند د احتمال، انسان ته د ورکړل شوي ژوند د احتمال، احتمالي زیاتوالي، همدارنګه د عالي ټکنالوژۍ او نورو مواردو اړوند یو لړ محاسبات ترسره کړل. نوموړی د دغو محاسباتو پر بنسټ دې پایلې ته ورسېد جې موږ باید له ډېر وړاندې یا څو ځله د هغو څخه لیدنه کړې وای». [۲۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. "Where is everybody?": An account of Fermi's question" Archived June 29, 2007, at the Wayback Machine., Dr. Eric M. Jones, Los Alamos technical report, March 1985. Jones wrote to Edward Teller on July 13, 1984, Herbert York on Sept. 4, and Emil Konopinski on Sept. 24, 1984.
  5. If the Universe Is Teeming with Aliens ... WHERE IS EVERYBODY?: Seventy-Five Solutions to the Fermi Paradox and the Problem of Extraterrestrial Life, Second Edition, Stephen Webb, foreword by Martin Rees, Heidelberg, New York, Dordrecht, London: Springer International Publishing, 2002, 2015.
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. "Star (astronomy)". Encyclopædia Britannica.  "With regard to mass, size, and intrinsic brightness, the Sun is a typical star." Technically, the sun is near the middle of the main sequence of the Hertzsprung–Russell diagram. This sequence contains 80–90% of the stars of the galaxy. [۱] Archived July 16, 2011, at the Wayback Machine.
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Accepted for publication in MNRAS. See Figure 15 in particular.
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Tsiolkovsky, K. (1933). The Planets are Occupied by Living Beings, Archives of the Tsiolkovsky State Museum of the History of Cosmonautics, Kaluga, Russia. See original text in Russian Wikisource.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. "Where is everybody?": An account of Fermi's question" Archived June 29, 2007, at the Wayback Machine., Dr. Eric M. Jones, Los Alamos technical report, March 1985. Jones wrote to Edward Teller on July 13, 1984, Herbert York on Sept. 4, and Emil Konopinski on Sept. 24, 1984.
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ ۲۶٫۲ ۲۶٫۳ "Where is everybody?": An account of Fermi's question" Archived June 29, 2007, at the Wayback Machine., Dr. Eric M. Jones, Los Alamos technical report, March 1985. Jones wrote to Edward Teller on July 13, 1984, Herbert York on Sept. 4, and Emil Konopinski on Sept. 24, 1984.