فېدرالیستي دور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فېدرالیستي دور په امریکا کې له ۱۷۸۸ څخه تر ۱۸۰۰ کال پورې دوام وکړ، هغه مهال چې فېدرالیست ګوند او د هغوی پلویان د امریکا پر سیاست واکمن وو. په دغه دوره کې فېدرالیستانو کنګره په بشپړ ډول کنترولوله او د ولسمشر جورج واشنګټن او ولسمشر جان ادمز له ملاتړ څخه برخمن وو. دا دور د نوي پیاوړي فېدرال دولت له رامنځته کېدو سره مل و چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون پر بنسټ، له ناسوسیالیزم څخه د ملاتړ پیاوړتیا او د یو مرکزي دولت له ظلم څخه د وېرې راکمول وو. دا دور په متحده ایالاتو کې د اساسي قانون له تصویب سره پیل او د جمهوري غوښتونکي ګوند له بریا سره په ۱۸۰۰ کال کې پای ته ورسېد. 

د ۱۷۸۰ لسیزې په بهیر کې، «د کنفېدراسیون دوره» نوي ملت د کنفېدراسیون د اصولو په چوکاټ کې چې د ایالتونو د ازاد کنفېدراسیون لپاره تیار شوي وو کار کاوه. په ۱۷۸۷ کال کې د فېلادېلفیا په کنوانسیون کې د ډېری ایالتونو استازو نوی اساسي قانون ولیکه چې یو لا پیاوړی فېدرال دولت یې رامنځته کړ. تر کنوانسیون وروسته دا اساسي قانون د تصویب لپاره د ایالتونو په واک کې ورکړل شو، هغه کسان چې د تصویب پلویان وو د فېدرالیستانو په توګه وپېژندل شول، حال دا چې د تصویب مخالفان د فېدرالیست ضد په توګه وپېژندل شول. د فېدرالیستانو تر بریا وروسته د تصویب به بحث کې له دوو ایالتونو پرته په ټولو ایالتونو کې نوی اساسي قانون پلی شو او د کنګرې او ولسمشرۍ لپاره نوې ټاکنې ترسره شوې. لومړنیو ټاکنو د فېدرالستانو لوی اکثریت په دواړو مجلسونو کې راوګرځاوه او جورج واشنګټن چې د فېلادېلفیا په کنوانسیون کې يې ګډون کړی و د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د واشنګټن ادارې او د متحده ایالاتو لومړي کانګرېس د نوي دولت په جوړښت کې بېلابېل او خورا ډېر سوابق رامنځته کړل. کانګرېس د فېدرال قضايي قوه د ۱۷۸۹ کال له قضايي قانون سره جوړه کړه حال دا چې د ماليې د وزیر الکساندر همیلټون اقتصادي پالیسي د یو پياوړي مرکزي دولت د ودې لامل شوه. لومړني کانګرېس همدارنګه د اساسي قانون پر بنسټ د فېدرال د صلاحیتونو د محدودولو لپاره د متحده ایالاتو د حقوقو منشور تصویب کړ. د فېدرالیزم په دوران کې د متحده ایالاتو بهرنی سیاست د بریتانیا، فرانسې او اسپانيې اړوند انديښنو تر واک لاندې و. واشنګټن او ادامز له هر یو یاد شوي هېواد سره له جګړو څخه د لرې‌والي او په ورته حال کې د سوداکرۍ د دوام د تضمین او د امریکا د کرښو د حل و فصل په لټه کې وو. [۱]

د همېلټون سیاستونو متحده ایالات د ډلو تپلو د کرښو پر بنسټ سره ووېشل او د لومړي ځل لپاره یې د رایې ورکوونکو پر بنسټ سیاسي ګوندونه رامنځته کړل. همېلټون ښاري وتلې څېرې/ ممتاز قشر چې د هغه د مالي او اقتصادي سیاستونو پلوې وې چمتو کړې. د هغه مخالفان د ټوماس جېفرسون او جېمزمډيسون په شاوخوا کې سره متحد شول. جېفرسون له دې څخه وېرېده چې د همېلټون سیاستونه به د یوې اشرافي او بالقوه سلطنتي ټولنې د رامنځته کېدلو لامل شي چې د ځوانو کروندګرو پر بنسټ به د هغه د جوړ شوي جمهوریت سره په ټکر کې وي. د سیاسي اقتصاد دا بحث د فرانسې له انقلابي جګړو سره لا اغېزمن شو، ځکه چې جېفرسونیانو چې له فرانسې او همېلټونیانو له بریتانیا سره همدردۍ ته تمایل درلود. د جې تړون له بریتانیا سره سوله‌ييزې سوداګریزې اړيکې جوړې کړې، خو جېفرسونیان یې خواشیني کړل او له فرانسې سره یې اړیکې زیانمنې کړې. د همېلټون پلویان په فېدرالېست ګوند کې تنظیم شول حال دا چې جېفرسونیان په دیموکرات-جمهوري غوښتونکي ګوند کې تنظیم شول. که څه هم ډېری هغه کسان چې د اساسي قانون د تصویب په لټه کې وو له فېدرالیست ګوند سره یوځای شول، د اساسي قانون ځينې مدافعین د مډېسون په مشرۍ د دیموکرات- جمهوري غوښتونکو په غړو بدل شول. فېدرالیست ګوند او دیموکرات-جمهوري غوښتونکي ګوند د ۱۷۹۶ کال په ټاکنو کې له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته ووتل او فېدرالیست ادامز بریالی شو. متحده ایالات له ۱۷۹۸ څخه تر ۱۸۰۰ کال پورې له فرانسې سره په نسبي جګړه کې ښکېل شول او ډېری امریکایان له ادامز سره متحد شول د بهرنی سیاست د دغو ترېنګلتیاوو په بهیر کې، فېدرالیستانو د مخالفانو د ځپلو او د مهاجرانو د ښاروندۍ د ستونزمنولو لپاره د بلوا او د پردیو د استوګنې قوانین وتپل/تحمیل کړل. تاریخ‌پوه کارول برکېن استدلال کوي چې فېدرالیستانو ملي دولت په بریالیتوب سره پياوړی کړ، پرته له دې چې له ظلم څخه وېره راوپاوري.  [۲]

فېدرالېستانو ورته اشرافي او ممتازپاله لیدلوری ومانه چې له متوسطې طبقې بهر اکثر امریکایانو ته په زړه‌پورې نه و. د جفرسون د برابرۍ غوښتنې لیدلوری د متوسطې طبقې د کروندګرو او ښارمېشتو لپاره یو ډول جذابیت درلود او ګوند له هغه مبارزاتي تکتیکونو څخه ملاتړ کاوه چې د ټولنې ټولې طبقې يې سره سمبالولې. که څه هم فېدرالیستانو په نیوانګلنډ او ډېری شمال ختیځو برخو کې خپل واک خوندي کړی و، دیموکرات – جمهوري غوښتونکو پر سویل او لویدیځ واک خپل کړ او په ډېری شمال ختیځو سیمو کې په بریالي ګوند بدل شول. د ۱۸۰۰ کال په ټاکنو کې جېفرسون په ولسمشرۍ کې ادامز ته ماته ورکړه او د کانګرېس واک يې ترلاسه کړ. جېفرسون دا ټاکنې دقیقاً د «۱۸۰۰ کال د انقلاب» په نوم یادې کړې، ځکه په نورو لسیزو کې جېفرسوني ديموکراسیو پر هېواد تسلط وموند. فېدرالیستانو د ۱۸۱۲ کال د جګړې په بهیر کې لنډمهال بېرته راپورته کېدل تجربه کړل خو تر جګړې وروسته یې سقوط وکړ. د فېدرالیست ګوند د له منځه تللو سره سره به د ګوند له خوا رامنځته شوي ډېری جوړښتونه او بنسټونه دوام ومومي او د همېلټون اقتصادي سیاستونه به د امریکا د سیاسي مشرانو پر نسل اغیزه وکړي. [۳]

د فېدرالي دور پيل[سمول]

د متحده ایالاتو اساسي قانون په ۱۷۷۸ کال کې د فېلادلفیا په کنوانسیون کې ولیکل شو او په ۱۷۸۸ کال کې د ایالتونو په واسطه تصویب شو او په ۱۷۸۹ کال کې لازم‌الاجرا شو. متحده ایالاتو د ۱۷۸۰ لسیزې په بهیر کې د کنفېدراسیون د اصولو پر بنسټ چې په بنسټیز ډول د ۱۳ خپلواکو هېوادونو تړون و، عمل کاوه. د کورني او بهرني سیاست ننګونو په متحده ایالاتو کې ډېری د نوي اساسی قانون لپاره اړتیا ته متقاعد کړل، چې یو پیاوړي ملي دولت ته لار هواره کړي. د اساسي قانون د تصویب پلویان يې فېدرالیستان او مخالفان يې د فېدرالیست خلاف ونومول. هغه بېړنۍ ستونزه چې فېدرالیستان ورسره مخ وو یوازې د اساسي قانون منل نه وو، بلکه بنسټیزه انديښنه د نوي جمهوري حکومت مشروعیت و. دغو ننګونو ته په پام سره، نوي ملي دولت له دغې نظریې سره مخته تله چې هر ګام لومړی ځل لري او له دې امله به دا ډېر ارزښت ولري او د سمبولي پایلو او عملي کرښو په کارونه کې په  پام کې نيول کېږي. د متحده ایالاتو د نوي کانګرېس لپاره لومړنیو ټاکنو د د فېدرالستانو لوی اکثریت ترلاسه کړ. جورج واشنګټن چې د فېلادلفیا د کنوانسیون ریاست یې پر غاړه و، د امریکا د ټاکنیز کالج په واسطه لومړنی ولسمشر وټاکل شو.    [۴][۵][۶]

د فېدرالیستي ضد غورځنګ د اساسي قانون له مسودې سره په لومړۍ درجه کې له دې امله مخالفت وکړ چې حقوقي منشور يې نه درلود. هغوی همدارنګه پر نوي ځواکمن مرکزي حکومت، د متحده ایالاتو د باور په له لاسه ورکولو نیوکه درلوده او اساسي قانون یې د شخصي ازادیو لپاره ځواکمن ګواښ باله. د تصویب د پروسې په بهیر کې، د فېدرالیست مخالفانو له درېیو ایالتونو پرته په ټولو ايالتونو کې د پام‌وړ مخالفت وړاندې کړ. د فېدرالیزم د عصر په نوم کتاب پر بنسټ چې د الکېنز او مک‌کېترېک اثر دی  د فېدرالیستانو د ضد اصلي معنا دا وه چې د اساسي قانون پلویان ډېر ژور ژمن وو، ډېر پام یې کاوه او په لږ انرژۍ مخالفانو يې یرغل کاوه. فېدرالي مخالفانو په لنډمهال ډول په دوه ایالتونو شمالي کارولینا او روډ ايلند (ټاپو) کې له تصويب څخه مخنیوی وکړ، خو دواړو ایالتونو تر ۱۷۸۸ کال وروسته اساسي قانون تصویب کړ.  [۷]

سرچينې[سمول]

  1. Gordon S. Wood, Empire of liberty: a history of the early Republic, 1789–1815 (2009) pp 1–52.
  2. Krischer, Elana (March 2019). "Review of Berkin, Carol, A Sovereign People: The Crises of the 1790s and the Birth of American Nationalism". H-War, H-Net Reviews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Peter S. Onuf, Jan Lewis, and James P.P. Horn, eds. The Revolution of 1800: Democracy, Race, and the New Republic (U of Virginia Press, 2002).
  4. Wood, pp. 7-8
  5. Stanley Elkins and Eric McKitrick, The Age of Federalism (1993), 32-33.
  6. Elkins and McKitrick, 33-34.
  7. Elkins and McKitrick, 32-