فیمینېستان او د هسپانیا کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فیمینېستان د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل و، له دې سره چې په دغه جګړه کې د هغوی د ونډې لاملونه د هسپانیا له دویم جمهوریت څخه وړاندې مهال ته اړوندېږي.

په هسپانیا کې فیمینېستي خوځښت د نوولسمې پېړۍ پر مهال رامنځته شو، چې موخې یې د ښځو د حقونو خوندیتوب او د دې لپاره هڅه کول و چې ښځې وکولای شي له هغه حقونو څخه زیاتو حقونو ته لاسرسی ومومي چې دوی یې په کور کې د خپل ځایګي اړوند تمه لري. دغه خوځښت چې د ګڼ شمېر هسپانوي لیکوالانو ملاتړ ورسره و یو له هغو لومړنیو فیمینېستي خوځښتونو څخه و چې په فیمینېستي تفکر کې یې انارشېزم ور ګډ کړ. په نورو ځایونو کې د فیمینېزم د تحولاتو پر خلاف، ډیری هسپانوي فیمینېستان په دې هڅه کې و چې خپلو موخو ته د ښځو د زده کړو له لارې لاسرسی پیدا کړي. هغه مهال چې د دغو ډلو د فیمینېستي موخو او عامه هیلو اړوند سیاسي فعالیت پیل شو، لیوالتیا شتون درلود چې دغه هڅې خپله راپارېدلې او په داسې ډول وي چې په اسانۍ سره د نارینه و له خوا له پامه وغورځول شي په دې معنی چې هېڅ مخالفت ورسره وه نه شي. مارګاریتا نلکن، مایا مارتینز سیرا او کارمن ډي بورګس له جمهوریت وړاندې هغه مخکښې لیکوالانې وې چې د هسپانیا دننه یې په فیمینېستي تفکر اغېز وکړ.

د پریمو ده ریورا دیکتاتورۍ د هسپانیا په ولسي جرګه کې د ښځو په ګمارنې سره د ښځو لپاره د لا زیاتو فرصتونو لار برابره کړه چې له مخې یې هغوی وکولای شول په سیاسي ډګر کې ونډه پیدا کړي. ګمان کېده چې هغوی بریالۍ کېدای نه شي، خو په دغو چارو سره د ښځو د حقونو پر لور لومړني ګامونه واخیستل شول. د ښځو د خپلواکۍ غوښتنې چارې چې تر ډېره په مادرید کې د لیسیوم کلپ په شاوخوا کې تنظیم کېدلې د کاتولیک کلیسا د غړو له خوا وغندل شوې او هغه یې رسوايي وبللې. له دې سره ښځې منع وې په سیاسي او کارګري سازمانونو لکه د هسپانیا د کارګرانو په سوسیالېست ګوند او د هسپانیا د کار په ملي کنفدراسیون کې ونډه ولري.

د جمهوريت او کورنۍ جګړې په دورو کې فیمینېزم په معمول ډول د «دوه ګونو مخالفتونو» سره مخ و چې تر ډېره بریده د انارشېزم او د ټولنیزو تحولاتو د درک تر اغېز لاندې و. ورته مهال د ښځو د حقونو زیاتوالی په دوامداره بڼه د کیڼ اړخو د هڅو له خوا ګواښل کېده څو واک ته د رسېدو په برخه کې د خپلو مخالفینو مخه ونیسي. ډېری تر لاسه شوي پرمختګونه له دې ډلې د رایو د ورکړې حق، په مدني ډول واده کول، د جنین سقط ته قانونی لاسرسی او د زیږون د کنټرول حق د دویم جمهوریت له سقوط وړاندې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شول. په دغه دوره کې کلارا کامپوامور رودریګز د ښځو د رایو د ورکړې د حق له پیاوړو ملاتړو څخه وه.

د کورنۍ جګړې پر مهال د کیڼ اړخي فیمینېزم اصلي جریان تر ډېره د نابرابریو پر وړاندې فرد پالونکو کړنلارو ته مخه کړه په داسې توګه چې د ښځو خپلواکي باید شخصي یا سیاسي وي. د موخرس لیبرس په نامه د هسپانوي ښځو انارشیستي سازمان د ۱۹۳۶ زکال په می میاشت کې د لوسیا سانتشیز ساورنیل، مرسډس کوماپوسادا او امپارو پوتش وای جاسکون له خوا تاسیس شو چې د فیمینېستانو لپاره په تر ټولو مهم بنسټ واوښت. دولوریس ایباروری چې د لا پازیونوریا (La Pasionaria) مستعار نوم یې ګټلی و هېواد ته به یې سفر کاوه او د فرانکوئیست د ځواکونو په مخالفت به یې خبرې کولې چې له همدې امله په مهمې فیمینېستي غږ اوچتونکې واوښته.

فرانسیسکو فرانکو او د هغه ځواکونو په ۱۹۳۹ زکال کې کورنۍ جګړه وګټله. په دې سره د فیمینېزم اصلي جریان له عامه بحث څخه ووت او په ښکاره توګه ظالمانه دولتي فیمینېزم د هغو ځای ونیو چې یوازې د ښځو له سنتي جنسیتي رول څخه یې ملاتړ  کاوه او په نورو برخو کې یې هغوی له سیاسي او شخصي آزادیو محرومې کړې. سنتي جنسیتي دودونه بېرته واکمن شول. له جګړې وروسته تر بندیزونو لاندې فیمینېستي لیکنو تر ډېره پورې د یو شمېر اشرافي ښځو لکه ماریا لافیت، د کامپو الانګا د کونټیسې او لیلي آلوارز له لیکنو سرچینه اخیسته. همدارنګه د جګړې وړاندې جمهوري غوښتونکو فیمینېستانو لکه د رسا چاچل او ماریا زامبرانو چارو په تبعید کې دوام درلود او لیکنې یې په قاچاق بڼه هسپانیې ته را رسېدلې. په پایله کې د کورنۍ جګړې پر مهال د ښځو او فیمینېستانو چارې تر ډېره له یاده ووتلې.

د پریمو ده ریورا دیکتاتوري (۱۹۲۳-۱۹۳۰ زکال)[سمول]

د پریمو ده ریورا دیکتاتوري په ۱۹۲۳ زکال کې پیل شوه او تر ۱۹۲۹ زکال پورې یې دوام وموند، هغه مهال چې د ۱۹۳۱ زکال د جون په میاشت کې ټاکنې ترسره شوې.[۱]

په دغه دوره کې ډېر لږ فیمینېستي چارې په هسپانیا کې ترسره شوې. هغه مهال به چې د دغو چارو مدیریت د ښځو په لاس کېده، نارینه و به یې چارو ته د ریشخندۍ په توګه کتل. د ښځو د خپلواکۍ غوښتنې چارې چې تر ډېره په مادرید کې د لیسیوم کلپ په شاوخوا کې تنظیم کېدلې د کاتولیک کلیسا د غړو له خوا وغندل شوې او هغه یې رسوايي وبللې. یو شمېر نارینه وو بیا هغه د شته وضعیت پر وړاندې ګواښ باله. د دیکتاتورۍ په دغه دوره کې فیمینېستانو تر ډېره پورې محدودې هڅې لرلې، خو هوډمن و چې د ښځو له سنتي ځایګي سره د خپلو کړنلارو په نه همغږۍ ډېر تمرکز ولري. د هغوی په چارو کې تر ډېره د داسې داستاني اثارو تولید شاملېده چې په یو ډول نه یو ډول ټولنیز نقد و. همدارنګه یو شمېر نور فیمینېستي سازمانونه هم تر ۱۹۲۰ زکال پورې رامنځته شول؛ په داسې حال کې چې موخې یې تر ډېره څرګندې نه وې او په خپلو هڅو کې ډېر لږ بریالي و. په دغه سازمانونو کې په بارسلونا کې د ښځو د پرمختګ او راتلونکې سازمان، په والنسیا کې د کانثیپشیون ارینال سازمان او په مادرید کې د ښځینه ټولنیزو چارو سازمان شامل و. [۲][۳]

د دویم جمهوریت او کورنۍ جګړې له پیل سره د منځنۍ طبقې او لوړې طبقې ډېری ښځې فیمینېستانې شوې؛ هغوی په شپنیو او ورځنیو ښوونځیو کې د زده کړو پر مټ اګاهي ترلاسه کړه او په دې سره یې والدینو نور نشو کولای د هغوی سیاسي افکارو ته په خپله خوښه وده ورکړي. هغه والدینو چې خپلې لوڼې سیاسي فکر لرلو ته هڅولې، دوی یې تر ډېره هغو روزنیزو ځایونو ته لېږلې چې موخه یې د ښځو د ټولنیزو جنسیتي معیارونو وده وه. کیڼ اړخو کورنیو بیا د هغه نفوذ له امله چې په خپلو لوڼو یې درلود هڅه یې کوله باورونه یې د فیمینېستاتو په توګه د لوڼو له خوا څرګند شي. ښي اړخې کورنۍ بیا تر ډېره د دې شاهدې وې چې لوڼې یې د سختو او انعطاف نه منونکو جنسیتي معیارونو له امله فیمینېزم ته اوښتې او له امله یې کورنۍ پاشل کېدلې. [۴]

سیاسي فعالیت[سمول]

له جمهوریت غوښتنې څخه په وړاندې دوره کې هغه مهال چې د ښځو سیاسي فعالیتونه پیل شول تر ډېره خود جوشه و. ښځې تر ډېره د نارینه کیڼ اړخو سیاسي رهبرانو له خوا له پامه غورځول کېدې. له دې سره ترسره کېدونکو لاریونونو او اعتراضاتو د ښځو فعالیت ته د اړتیا اړوند د مخ پر ودې درک د رامنځته کېدو څرګندويي کوله؛ چې له مخې یې په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د دوی او د نور ښځو وضعیت د ښه توب پر لور هدایت کېده. [۵]

په ښاري سیمو کې منځنۍ طبقې ته اړوندې ښځې چې د کورنیو چارو له اجبار خلاصې شوې وې، د خپل ژوندانه د وضعیت د ښه کېدو په موخه یې لابي کولو ته مخه وکړه او د طلاق په قوانینو کې یې د بدلون، غوره زده کړو ته د لاسرسي او همدارنګه د برابرو امتیازاتو غوښتنه وکړه. هغه مهال چې سیاستوال له دغو غوښتنو سره مخ شول هغوی په دغو غوښتنو د «ښځینه مسایلو» نوم کېښود. په دې سره د پریمو ده ریورا د دیکتاتورۍ پر مهال هېڅ جدي اصلاحات رامنځته نه شول. [۶]

له ۱۹۲۷ زکال څخه تر ۱۹۲۹ زکال پورې د هسپانیا د ملي شورا (کرتس خنرالس) په غونډو کې د نوي اساسي قانون د مسودې په جوړولو کار پیل شو چې په ۵۵ ماده کې یې ښځو ته د رایو د ورکړې بشپړ حق په کې ورکړی و. دغه ماده تائید نه شوه، خو له دې سره هم ښځې په ولسي جرګه کې د کار کولو په شرایطو برابرې وګڼل شوې او د ۱۹۲۷ زکال د اکتوبر په لسمه په دغه جرګه کې ۱۵ څوکۍ ښځو ته ورکړل شوې. [۷][۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. de Ayguavives, Mònica (2014). Mujeres Libres: Reclaiming their predecessors, their feminisms and the voice of women in the Spanish Civil War history (Masters Thesis). Budapest, Hungary: Central European University, Department of Gender Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mangini, Shirley; González, Shirley Mangini (1995). Memories of Resistance: Women's Voices from the Spanish Civil War (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300058161. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mangini, Shirley; González, Shirley Mangini (1995). Memories of Resistance: Women's Voices from the Spanish Civil War (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300058161. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mangini, Shirley; González, Shirley Mangini (1995). Memories of Resistance: Women's Voices from the Spanish Civil War (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300058161. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lines, Lisa Margaret (2012). Milicianas: Women in Combat in the Spanish Civil War (په انګلیسي ژبه کي). Lexington Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780739164921. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ripa, Yannick (2002). "Féminin/masculin : les enjeux du genre dans l'Espagne de la Seconde République au franquisme". Le Mouvement Social (په فرانسوي ژبه کي). La Découverte. 1 (198): 111–127. doi:10.3917/lms.198.0111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Congress. "Documentos Elecciones 12 de septiembre de 1927". Congreso de los Diputados. Congreso de los Diputados. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Giménez Martínez, Miguel Ángel (Summer 2018). "La representación política en España durante la dictadura de Primo de Rivera". Estudos Históricos (الطبعة 64). Rio de Janeiro. 31 (64): 131–150. doi:10.1590/S2178-14942018000200002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Congress. "Documentos Elecciones 12 de septiembre de 1927". Congreso de los Diputados. Congreso de los Diputados. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)