Jump to content

فیمینیزم د امریکا په متحده ایالاتو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فیمینیزم د امریکا په متحده ایالاتو کې هغو خوښتونو او نظرونو ته رسیږي، چې د امریکا په متحده ایالاتو کې يې ښځو ته د حقوقي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز مساوات لرونکي ایالت د تعریف کولو، رامنځته کولو او ورڅخه د دفاع کولو په موخه ده.[۱][۲][۳][۴]

فیمینیزم د امریکا په سیاست کې ژور اغېز لرلی دی. په سياسي او ټولنيزو حقونو کې د ښځينه او نارينه وو مساوات  (Feminism) د امریکا په متحده ایالاتو کې د زماني ترتيب له مخې په لومړۍ، دويمې او درېيمې څپې وېشل شوې دي. په ۲۰۱۷ کال د نړۍ والې اقتصادي جرګې د جنسيت تر منځ د بېلوالي په نوملړ کې امریکا د جنسيت د مساوات له مخې ۴۹ هېواد دی.[۵]

د فیمینیزم لومړۍ څپه

[سمول]

په امریکا کې د فیمینیزم لومړۍ څپه د سينيکا فالس( Seneca Falls) په غونډه پيل شوه. د ښځو د حقونو لومړنۍ جرګه د ۱۸۴۸ کال د نوامبر په ۱۹ او ۲۰ د نیویارک د Seneca Falls په (Wesleyan Chapel) کې جوړه شوه.[۶]

دغې جرګې ۱۸۴۰ کال له پېښې څخه الهام اخیست.هغه وخت چې ايلېزابت کېډي سټانټون  ( Elizabeth Cady Stanton) په لندن کې د غلامۍ ضد په یو نړۍ واله غونډه کې له لوکريشيا موټ ( Lucretia Mott) سره وکتل. کنفرانس موټ ( Mott) او نورو امریکايي ښځو ته د ګډون حق ورنه کړ. البته د هغوی د جنسیت له امله، سټانټون(Stanton ) چې د غلامۍ ضد ماموره ځوانه ناوې وه او اغلې موټ (Mott) چې یوه قوي مبلغه او د اصلاحاتو تجربه کاره ښځه وه؛ په ګډه چې د داسې یو مجلس د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې، چې د ښځو حالت منعکس کوي یا په نښه کوي. د لوکريشيا موټ (Lucretia Mott) او فريدريک دولاس (Frederick Douglass) په ګډون شاوخوا درې سوه تنو په غونډه کې ګډون وکړ. د غونډې په پای کې ۶۸ ښځو او ۳۲ نارینه وو، هغه پرېکړه لیک لاسلیک کړ، چې ايلېزابت کېډي سټاټون (Elisabeth Cady Stanton) او د ام کلينټوک (M’clintock) کورنۍ لیکلې و.[۷]

د پرېکړه لیک بڼه د خپلواکۍ اعلاميې ته ورته وه. د بېلګې په ډول د پرېکړه لیک اعلامیه کې راځي : ((موږ دا حقیقتونه د ځان لپاره روښانه کوو، چې ټول نارینه او ښځينه مساوي پيدا شوي او د خپل خالق په واسطه ورته ځانګړي غیر انتقالي حقونه برابر شوي دي)). همدارنګه اعلامیه کاږي چې: (( د بشریت تاریخ د نارینه وو په برخه کې د ښځو پر وړاندې د تکرار شویو، تکلیفونو او په زور اخیستنې تاریخ دی)).[۸][۷]

په اعلامیه کې همدارنګه هغه فوانین مشخص شوي دي، چې له امله يې یوه ښځه نه شي کولای د مزدورۍ، پيسو او جایداد څښتنه شي. یاد ټول حقونه یوازې د دوی مېړونو( خاوندانو) ته ورکول کېدل. هغو قوانینو ته چې په ټوله امریکا کې چې د یادو شويو حقونو غوښتنه یې کوله د پوښښ قوانینو په نوم یادېدل. زده کړو ته د ښځو د لاسرسي مسلکي دندو کموالي او ضعیفه حالت د ا ایجابولو چې ښځې په کلیساګانو کې کار وکړي.همدارنګه اعلامیې بیانول، چې ښځې باید د رايې ورکولو حق ولري.د سينيکا (Seneca) په غونډه کې ځينو ګډونوالو د روچستر ( Rochester) د ښځو د حقونو کنفرانس جوړ کړ. دغه کنفرانس د نیویارک په روچسټر (Rochester ) کې د لومړني کنفرانس څخه دوه اوونۍ وروسته جوړ شو. په اوهایو، پنسلوانیا او نیویارک کې نورو سیمه ییزو کنفوانسیون په ۱۸۵۰ کال کې د ماساچوست( Massachetts) په اورسيسټر ( Worcester) کې جوړ شو. د ښځو د حقونو کنوانسیونونه په ۱۸۵۰ څخه تر کورنۍ جګړې پورې په منظم ډول دایر شول.[۹][۱۰]

د ښځو د رای ورکولو خوځښت په ۱۸۴۸ کال د سينيکا فالس ( Seneca Falls) له غونډې سره سم پيل شو. د غلامۍ د لغوه کولو پلوي خوځښت په ترڅ کې ډېری فعالان په سیاسي ډول پوه شوي دي. خوځښت له کورنۍ جګړې وروسته بیا منظم شو. تجربه لرونکي مبارزین ورسره یو ځای شول، چې اکثرو د مسیحي ښځو د اعتدال ټولنه کې د مخنیوي لپاره کار کړی وو. د نولسمې پېړۍ په پای ته رسېدو سره یوازې ځينو(محدودو) ایالتونو ښځو ته د رايې ورکولو بشپړ حق ورکړ. که څه هم ښځو د شتمنۍ او ماشومانو د ساتنې د حقونو په ترلاسه کولو سره مهمې قانوني بریاوې لرلې.[۱۱][۱۲]

په ۱۸۶۶ کال اغلې سټانټون (Stanton) او سوسن بي انتوني (Susan B. Anthony) د مساوي حقونو ټولنه جوړه کړه.د (American Equal Right Association) په نوم دغه سازمان د تور پوستو او سپين پوستو ښځو لپاره و او نارینه وو د ټولو لپاره د رايې ورکولو حق ډالۍ کاوه. د ۱۸۶۸ کال په قانون کې څوارلسم ۱۴ تعدیل ومنل شو. دا لومړنی تعدیل و، چې له مخې يې ښځو د سړیو په شان رایه وکاروله. په ۱۸۶۹ کال کې د ښځو د حقونو خوځښت د څوارلسم او ورپسې پینځلسم تعدیل پر سره د ځينو اختلافاتو له امله په دوه برخو/ګوندونو ووېشل شو، چې تر (۱۸۹۰) ز کال پورې بېرته یو موټي نه شول. ايلېزابت کېډي سټانټون (Elisabeth Cady Stanton) او سوسن بي انتوني (Susan B. Anthony) په نیویارک کې میشت د ښځو د رايې ورکولو ملي ټولنې په نوم یو راډیکال ګوند جوړ کړ، چې لنډيز يې (NWSA) و. بلک ول، لوسي سټون(Lucy stone، Blackwell) او جوليا وارد هووی ( Julia Ward Howe) د امریکايي ښځو د رايې ورکولو ټولنې په نوم محافظه کار ګوند جوړ کړ، چې د نوم لنډيز يې (AWSA) او مقر يې  په بوسټون (‌Boston) کې و. په ۱۸۷۰ کال پینځلسم تعدیل تور پوستو ښځو ته مدني حقونه ورکړل. (NWSA) تعدیل تصویب نه کړ او د شپاړسم تعدیل دعوه يې وکړه، چې (NWSA) په غوښتنه باید ټولو ته د رايې ورکولو زمینه مساعده کړي. فريدريک دوګلاس ( Fredrick Douglass) او د (NWSA) دریځ له امله له سټانټون ( Stanton) او انتوني (Anthony) سره اړیکه پرې کړه.[۱۳]

په ۱۸۶۹ کال ( Wyoming) لومړنۍ سیمه یا ایالت شو، چې ښځو ته يې د رايې ورکولو حق ورکړ، لوسا انا سوان (Louisa Ann Swan) په امریکا کې لومړنۍ ښځه وه، چې په ۱۸۷۰ کال يې په عمومي ټاکنو کې رایه وکاروله. نوموړې په 6-Sep-1870 نېټه د (Wyoming) په ( Laramie) کې خپله رایه وکاروله.[۱۴][۱۵][۱۶]

له ۱۸۷۰ ز کال څخه تر ۱۸۷۵ ز کال پورې د ویرجنټیا لويس ميرنر، ويکټوريا اووډهل ( Louis Mirnor, Victoria Woodhull) او ميا براډول (Myea Bradwell) په پرلپسې توګه هڅه وکړه، چې په محکمو کې د رايې ورکولو حق د څوارلسم تعدیل څخه په ګټنې محفوظ کړي؛ خوهڅې يې بریالۍ نه وې، په ۱۸۷۲ کال سوسن بي انتوني (Susan B. Anthony) ونېول شوه او د نیویارک په روچسټر (Rochester) کې محاکمې ته راوړل شوه. نوموړې په ولسمشریزو ټاکنو کې د يووسسیس اس ګرانټ ( Ulysses S. Grant) په پلوۍ د رايې ورکولو هڅه کړې وه. نوموړې (۱۰۰) ډالر او د څارنوالۍ د مصارفو په ورکړه، محکومه شوه، خو له اداینې یې ډډه وکړه. په  ۱۸۷۲ زکال کې ويکتوريا ووډهل (Victoria Woodhull) لومړنۍ ښځه شوه، چې د ولسمشرۍ لپاره يې کمپاین کاوه. که څه هم نوموړې یوازې محدودې رايې درلرلې او يووسسیس اس ګرانټ ( Ulysses S. Grant) په مقابل کې يې وبایلله،. نوموړې د مساویانه حقونود ډلې له خوا نوماند شوی وه. د ورځې د اته ساعته کار فارغې عایداتي ماليې ټولنیزو خیریه پروګرام او د موقفونو ترمنځ د ګټو د شراکت دفاع او پلوي يې کوله. په ۱۸۷۴ کال اني ويټټن ماير (Annie Witten Myer) د مسیحي ښځو د اعتدال جوړه جوړه کړه چې فرانسوي ويللارډ (Willard) ورسره په  ۱۸۷۶ زکال  کې د ټولنې د مشر په توګه په کار پيل کړ. د ټولنې عمومي موخه د الکولو بندول وو. یاده ټولنه ښځو ته د رايې ورکولو د حق یوه مهمه قوه شوه. په ۱۸۷۸ ز کال د لومړي ځل لپاره د امریکا په پارلمان (کانګرس) کې د ښځو د رايې ورکولو تعدیل معرفي شو؛ خو و نه منل شو. په ۱۹۲۰ کال نولسم تعدیل تصویب شو، چې سپين پوستو ښځو ته يې د رايې ورکولو حق ورکاوه. د فیمینیزم لومړنۍ څپه په همدې بریا پای ته ورسېده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مارګاريټ هېګين سنجر (Margaret Higgen Sanger) چې د جنسيت په برخه کې زده کړې کړې وې، ليکواله وه او د ولادت د کنترول لپاره يې مبارزه کوله. نوموړې د «ولادت کنترول» اصطلاح مشهوره کړه او د لومړي ځل لپاره يې په ۱۹۱۶ز کال د امريکا په متحده ايالاتو کې د (Birth Control) يو کلينيک خلاص کړ. همدارنګه هغه سازمانونه يې جوړ کړل چې په امريکا کې والدينو پلان شوي فدراسيون (Planned Parenthood Federation of America) ته يې وده ورکوله.

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. "Feminism – Definition and More from the Free Merriam-Webster Dictionary". merriam-webster.com. بياځلي په 12 June 2011.
  2. "Definition of feminism noun from Cambridge Dictionary Online: Free English Dictionary and Thesaurus". dictionary.cambridge.org. بياځلي په 12 June 2011.
  3. Engel, Kerilynn. "What Are the Three Waves of Feminism?". Answers. خوندي شوی له the original on July 14, 2014. بياځلي په June 30, 2014.
  4. Cochrane, Kira (10 December 2013). "The Fourth Wave of Feminism: Meet the Rebel Women". The Guardian.
  5. Johnson, David (2017-11-17). "48 Countries Are Ahead of the U.S. in Closing the Gender Gap". Time. بياځلي په 2018-05-31.
  6. Keller, Rosemary Skinner; Ruether, Rosemary Radford; Cantlon, Marie (2006). Encyclopedia of women and religion  ... – Google Books. ISBN 9780253346865. بياځلي په June 29, 2011.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ "seneca falls". Npg.si.edu. خوندي شوی له the original on July 9, 2011. بياځلي په June 29, 2011.
  8. "The Susan B. Anthony Center for Women's Leadership :: Susan B. Anthony and Elizabeth Cady Stanton". Rochester.edu. خوندي شوی له the original on June 28, 2011. بياځلي په June 29, 2011.
  9. "Women's Rights National Historical Park – Women's Rights Movement (U.S. National Park Service)". Nps.gov. August 17, 2010. بياځلي په June 29, 2011.
  10. "Legacy '98: A Short History of the Movement". Legacy98.org. September 19, 2001. خوندي شوی له the original on July 13, 2011. بياځلي په June 29, 2011.
  11. Rebecca J. Mead, How the Vote Was Won: Woman Suffrage in the Western United States, 1868–1914 (2006)
  12. Glenda Riley, Inventing the American Woman: An Inclusive History (2001)
  13. "Votes for Women: Timeline". Memory.loc.gov. August 26, 1920. بياځلي په June 29, 2011.
  14. Wyoming grants women the vote — History.com This Day in History — 12/10/1869
  15. Beeton, Beverly (1986). Women vote in the West: the Woman Suffrage Movement, 1869–1896. New York: Garland Science. p. 11. ISBN 978-0-8240-8251-2.
  16. Danilov, Victor J. (2005). Women and museums: a comprehensive guide. Lanham, MD: AltaMira Press. p. 68. ISBN 978-0-7591-0854-7.
  17. Linder, Doug. "The Susan B. Anthony Trial: A Chronology". Law.umkc.edu. خوندي شوی له the original on October 21, 2010. بياځلي په June 29, 2011.
  18. "Featured Document: The 19th Amendment". Archives.gov. بياځلي په June 29, 2011.
  19. "Who Is Victoria Woodhull?". Victoria-woodhull.com. بياځلي په June 29, 2011.
  20. "The LOC.GOV Wise Guide : The First Woman to Run for President . . . 50 Years Ago?". Loc.gov. بياځلي په June 29, 2011.