فیلیپ کینډرډ ډیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


فیلیپ کینډرډ ډیک (زوکړه: د ۱۹۲۸ زکال د ډسمبر ۱۶مه – مړینه: د ۱۹۸۲ زکال د مارچ ۲مه) چې تر ډېره د PKD مختصره بڼه یې د نوم پر ځای کارول کېږي، د علمي تخیلي ژانر په برخه کې امریکايي لیکوال و. نوموړي ۴۴ ناولونه او شاوخوا ۱۲۱ لنډې کیسې لیکلې چې ډیری له دغو څخه د نوموړي د ژوندانه پر مهال په علمي تخیلي ژانر لرونکو مجلو کې خپرې شوې دي. د هغه کیسې بېلابېلې فلسفي او ټولنیزې پوښتنې لکه د واقعیت د ماهیت، درک، انساني طبیعت او هویت اړوند پوښتنې څېړي او په معمول ډول داسې شخصیتونه انځور کوي چې د متناوبو واقعیتونو، ویرونکو چاپېریالونو، انحصاري شرکتونو، د مخدره توکو څخه د ناوړه ګټنې، استبدادي دولتونو او همدارنګه د ادارکي بدلون موندلو حالاتو په څېر عناصرو سره مبارزه کوي. [۱][۲][۳][۴]

ډیک په شیکاګو کې وزېږېد او د نوې ځوانۍ پر مهال یې له خپلې کورنۍ سره یوځای د سانفرانسېسکو خلیج ته کډه وکړه. نوموړي د ۲۳ کلونو په عمر په ۱۹۵۲ زکال کې د علمي تخیلي کیسو په لیکلو پیل وکړ. دغه مهال نوموړي په لږ کچه سوداګریزې بریا ته لاسرسی وموند تر دې چې په جګه ماڼۍ کې د سړي (The Man in the High Castle) په نامه تاریخي ناول یې په ۱۹۶۲ زکال کې خپور شو او په پریمانه کچه وستایل شو؛ د همدغه ناول پر مټ نوموړي هغه مهال چې ۳۳ کلن و د غوره ناول لیکنې په برخه کې یې د هوګو جایزه ترلاسه کړه. له دې وروسته نوموړي د آیا اندرویدیان د برېښنايي پسه خوب ویني؟ (Do Androids Dream of Electric Sheep?) او یوبیک (Ubik) په نومونو علمي تخیلي ناولونه یې په نوبت سره په ۱۹۶۸ زکال او ۱۹۶۹ زکال کې خپاره کړل. په ۱۹۷۴ زکال د نوموړي خپور شوي ناول، پولیس وویل، زما اوښکې وبهوه (Flow My Tears, the Policeman Said) د علمي تخیلي ناولونو په برخه کې د جان ډبلیو کمبل د یاد جایزه ترلاسه کړه. [۵][۶][۷]

ډیک په راتلونکو کلونو کې د نشه یي توکو له څو کلنې ګټنې او همدارنګه په ۱۹۷۴ زکال کې د یو لړ عرفاني تجاربو وروسته د الهیاتو، متافزیک او د واقعیت د ماهیت اړوند موضوعاتو کې ښکېل شو او د A Scanner Darkly (۱۹۷۷ زکال)، VALIS (۱۹۸۱ زکال) او The Transmigration of Timothy Archer  (۱۹۸۲ زکال) په نومونو یې علمي تخیلي ناولونه ولیکل. د دغو موضوعاتو اړوند د هغه غیرداستاني لیکنې د نوموړي له مړینې وروسته د فیلیپ کې. ډیک د تفاسیرو (The Exegesis of Philip K. Dick) تر عنوان لاندې کتاب کې چې په ۲۰۱۱ زکال کې خپور شو، خپرې شوې. نوموړی په ۱۹۸۲ زکال کې د کالیفورنیا په سانتا انا ښار کې د ۵۳ کلونو په عمر د مغزي سکتې له امله ومړ. له مړینې وروسته «په پراخه کچه د علمي تخیلي ژانر استاد وبلل شو چې د فرانتس کافکا او توماس پینچون په تخیلي کیسو کې یې اغېز ریښه لرله.»[۸][۹][۱۰]

په ۲۰۰۵ زکال کې د ټایم مجلې د هغه یوبیک (۱۹۶۹ زکال) ناول له ۱۹۲۳ زکال راهیسې په انګریزي ژبه باندې د خپرو شوو ۱۰۰ مخکښو آثارو له ډلې وباله. په ۲۰۰۷ زکال کې ډیک د علمي تخیلي ژانر لومړنی لیکوال و چې دامریکایي کتابتون په نامه غیرانتفاعي سازمان د لیکوالانو په ډله کې یې ځای وموند. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

لومړنی ژوند[سمول]

ډیک او د هغه غبرګلونې خور جېن شارلوټ ډیک د خپل زیږون له عادي مهال شپږ اونۍ وړاندې د ۱۹۲۸ زکال د ډسمبر په ۱۶ مه د ایلینوی په شیکاګو ښار کې د ډروټي (کورنی نوم یې کنراډ؛ ۱۹۰۰- ۱۹۷۸ زکال) او د متحده ایالاتو د کرهڼې وزارت د مامور جوزف اډګار ډیک (۱۸۹۹- ۱۹۸۵ زکال) په کورنۍ کې وزېږېدل. د هغه نیکه او انۍ ایرلنډيان وو. د ډیک له زیږون شپږ اونۍ وروسته د ۱۹۲۹ زکال د جنوري په ۲۶مه د هغه د غبرګلونې خور جېن مړینې د فیلیپ په راتلونکي ژوندانه ژور اغېز وکړ چې هغه په خپلو ګڼو اثارو کې د «غبرګلونې ارواه» موضوع یاده کړې ده. [۱۶][۱۷][۱۸]

له دې وروسته د ډیک کورنۍ د سانفرانسېسکو خلیج سیمې ته کډه وکړه. هغه مهال چې نوموړی ۵ کلن و د پلار دنده یې د نواډا، رنو ته تبدیل شوه، خو هغه مهال چې ډروټي دغې سیمې ته له کډې کولو ډډه وکړه، هغه او جوزف له یو بل جلا شول. دواړو د فیلیپ په سرپرستۍ له یو بل سره مبارزه وکړه، خو بیا هم د هغه مسئولیت ډروټي ته وسپارل شو. هغې چې هوډ درلود فیلیپ په یوازې ځان ستر کړي په واشنګټن ډي سي کې یې دنده واخیسته او له خپل زوی سره یې هلته کډه وکړه. فیلیپ د جان ایتون په ابتدايي ښوونځي کې شامل شو (۱۹۳۶- ۱۹۳۸ زکال) او همدلته یې له دویم څخه تر څلورم ټولګي پورې زده کړې وکړې. هغه د لیکنې په برخه کې لږ نمرې لرلې په داسې حال کې چې ښوونکي یې وویل چې «له کیسو ویلو سره لیوالتیا لري او په دغو کې وړتیا هم له ځانه ښيي». هغه په کواکر ښوونځیو کې زده کړې وکړې. د ۱۹۳۸ زکال په جون میاشت کې ډروټي او فیلیپ کالیفورنیا ته کډه شول او دا هغه مهال و چې نوموړي له علمي تخیلي کیسو سره لېوالتیا پیدا کړه. ډیک څرګنده کړې چې هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۰ زکال کې د Stirring Science Stories په نامه د علمي تخیلي مطالبو لرونکې مجله ولوستله. [۱۹][۲۰]

ډیک د کالیفورنیا په برکلي ښار کې د برکلي په عالي لیسه کې شامل شو. نوموړی او د علمي تخیلي مطالبو همکار لیکوال اورسولا کي. لي ګوین په ۱۹۴۷ زکال کې په یوه ټولګي کې و، خو دغه مهال یې یو بل نه پېژندل. هغه ادعا کړې چې په ۱۹۴۷ زکال کې یې د KSMO راډیو د کلاسیکې موسیقۍ د یوې خپرونې کوربه توب هم کړی. له ۱۹۴۸ زکال څخه تر ۱۹۵۲ زکال پورې هغه د ټلګراف په واټ کې د موسیقۍ د ثبتولو اړوند د آرټ میوزیک په نامه شرکت سره کار وکړ. [۲۱]

نوموړی د ۱۹۴۹ زکال له سپټمبر میاشتې څخه د ۱۹۴۹ زکال د نومبر تر ۱۱مې نیټې پورې په برکلي کې د کالیفورنیا پوهنتون ته ولاړ او د ۱۹۵۰ زکال کې د جنوري په لومړۍ نېټه له دغه پوهنتون څخه په افتخاري بڼه فارغ شو. هغه د خپلو زده کړو د څانګې اړوند څه نه دي ویلي خو د تاریخ، ارواه پوهنې، فلسفې او ژوو پوهنې په ټولګیو کې یې ګډون کړی. د هغه د دریمې ښځې د خاطراتو پر بنسټ نوموړي د دوامداره تشویش لرلو له امله زده کړې پرېښودې. هغې همدارنګه زیاته کړې چې نوموړي د ریزرف افسرانو د اجباري روزنیز پروګرام څخه کرکه لرله. په برکلي کې له شاعر رابرټ ډانکن او همدارنګه له ژب پوه او شاعر جک سپایسر سره ملګری شو چې وروسته یې نوموړي ته د مریخي ژبې اړوند فکر ورکړ. [۲۲]

سیاست[سمول]

ډیک تر ډېره کیڼ اړخی سیاسي لیدلوری درلود. د خپل ژوندانه په لومړیو کې یې د متحده ایالاتو د کمونېست ګوند په غونډو کې ګډون کاوه، خو د وخت په تېرېدو د کمونېزم پر ضد شو او کیڼ اړخی آزادي غوښتونکی لیدلوری یې وموند. هغه د یوې مرکې پر مهال ځان «مذهبي انارشېست» وباله. [۲۳]

ډیک تر ډېره هڅه وکړه چې د ویتنام د جګړې له امله د رامنځته شوې پراخې ټولنیزې ګډوډۍ له امله له سیاسي ډګر څخه لرې اوسي. ورته مهال هغه د ویتنام د جګړې ضد او همدارنګه دولت ضد احساسات څرګند کړل. په ۱۹۶۸ زکال کې نوموړی د «لیکوالانو او تصحېح کوونکو له مالیاتي اعتراضاتو» سره مل شو، هغه جګړه ضد ژمنتیا چې موخه یې د متحده ایالاتو د فدرال مالیاتو له ورکړې ډډه کول و او له امله یې د داخلي عوایدو د ادارې له خوا د هغه موټر مصادره کړای شو. ډیک د متحده ایالاتو د فدرال دولت له منتقدینو څخه و چې هغه یې «د شوروي اتحاد په څېر بد» باله او همدارنګه یې «په پراخه کچه د دولت غیرمتمرکز کولو» ته خلک هڅول. [۲۴][۲۵][۲۶]

مړینه[سمول]

د ۱۹۸۲ زکال د فبروري په ۱۷ مې د یوې مرکې له کولو وروسته ډیک له خپل ډاکټر سره اړیکه ونیوله او د لید له کمزورتیا یې شکایت وکړ، هغه ته لارښوونه وشوه چې له ځنډ پرته روغتون ته مراجعه وکړي، خو هغه دا کار وه نه کړ. راتلونکې ورځ نوموړی د کالیفورنیا په سانتا آنا سیمه کې په خپل کور کې لوېدلی وموندل شو چې مغزي سکته یې کړې وه. د ۱۹۸۲ زکال د فبروري په ۲۵مه ډیک په روغتون کې بیاځلي مغزي سکته وکړه چې له امله یې د هغه مغز ومړ. پنځه ورځې وروسته یعنې د ۱۹۸۲ زکال د مارچ په ۲مه هغه د ژوندانه د ملاتړو ماشینونو څخه لرې کړای شو. د نوموړي له مړینې وروسته یې پلار، جوزف د خپل زوی ایرې د کلراډو په فورت مورګان ښار کې د ریورسایډ هدیرې ته یووړې او هغه یې د ده د غبرګلونې خور جېن په خوا کې خښې کړې. د دوی د دقبر ډبره ۵۳ کاله وړاندې جوړه شوې چې د دغه خور او ورور نومونه پرې یوځای لیکل شوي و. [۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. (په October 26, 2022 باندې). The Essential Philip K. Dick - A nuclear-strength imagination powered his stupendous output. Here's where to start.. The New York Times.
  2. (په October 7, 2017 باندې). Just because you're paranoid ... Philip K Dick's troubled life.
  3. (په July 23, 2022 باندې). 8 facts about Philip K. Dick. Salon.com.
  4. Kimbell, Keith. "Ranked: Movies Based on Philip K. Dick Stories". Metacritic. مؤرشف من الأصل في March 8, 2013. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Liukkonen, Petri. "Philip K. Dick". Books and Writers (kirjasto.sci.fi). Finland: Kuusankoski Public Library. د اصلي آرشيف څخه پر April 25, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "1963 Award Winners & Nominees". Worlds Without End. مؤرشف من الأصل في July 30, 2012. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "1975 Award Winners & Nominees". Worlds Without End. مؤرشف من الأصل في April 18, 2012. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Behrens, Richard; Allen B. Ruch (مارچ 21, 2003). "Philip K. Dick". The Scriptorium. The Modern Word. د اصلي آرشيف څخه پر اپریل 12, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 14, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Boucher, Geoff (September 15, 2007). "The future keepers". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في October 29, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Philip K. Dick - Biography, Books, & Facts". Britannica. مؤرشف من الأصل في April 29, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Chi Hyun Park, Jane (2010). Yellow Future: Oriental Style in Hollywood Cinema. University of Minnesota Press. د کتاب پاڼې 54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Stoffman, Judy "A milestone in literary heritage" Toronto Star (February 10, 2007) Archived October 6, 2012, at the Wayback Machine.
  13. Library of America Philip K. Dick: Four Novels of the 1960s Archived April 15, 2008, at the Wayback Machine.
  14. Associated Press "Library of America to issue volume of Philip K. Dick" Archived January 13, 2012, at the Wayback Machine. USA Today (November 28, 2006)
  15. Grossman, Lev (October 16, 2005). "ALL-TIME 100 Novels". Time. مؤرشف من الأصل في April 6, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kucukalic, Lejla (2008). Philip K. Dick: canonical writer of the digital age. Taylor and Francis. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-96242-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sutin, Lawrence (2003). "Philip K. Dick". Author – Official Biography. Philip K. Dick Trust. د اصلي آرشيف څخه پر April 10, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. The Search for Philip K Dick by Anne R Dick, Tachyon Publications 2010
  19. Vitale, Joe. "Interview with Philip K. Dick". Philip K. Dick – Official Site. د اصلي آرشيف څخه پر April 8, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Sutin p.3
  21. Sutin, p. 53
  22. Dick, Philip K. "An Interview With America's Most Brilliant Science-Fiction Writer" Interview by Joe Vitale. Interview With Philip K Dick. Print Interviews. Web. October 22, 2011.
  23. Dick, Philip K.; Panter, Gary; Panter, Nicole; Jeter, KW (May 1980). "The Philip K. Dick / Punk Rock Connection". Slash. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Dick, Philip K. "An Interview With America's Most Brilliant Science-Fiction Writer" Interview by Joe Vitale. Interview With Philip K Dick. Print Interviews. Web. October 22, 2011.
  25. "Writers and Editors War Tax Protest". New York Post. January 30, 1968.
  26. "IRS Property Seizures Against War Tax Resisters - National War Tax Resistance Coordinating Committee". nwtrcc.org (په انګلیسي ژبه کي). 2015-12-01. مؤرشف من الأصل في April 28, 2023. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Harvilla, Rob (October 5, 2017). "'Blade Runner' Is Still the Truest Philip K. Dick Adaptation". The Ringer. مؤرشف من الأصل في June 2, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Carrère, Emmanuel (2004). I Am Alive and You Are Dead: A Journey Into the Mind of Philp K. Dick. New York: Metropolitan Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8050-5464-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Sutin, pg.289