فکري تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فکري تاریخ (په انګریزي: Intellectual history؛ همدارنګه د نظریاتو تاریخ هم ګڼل کېږي) د انساني فکر او مفکرینو د تاریخ مطالعې ته ویل کېږي؛ دا هغه کسان رانغاړي چې علمي مفاهیم وړاندې کوي او بحثونه کوي؛ همدارنګه د علمي مفاهیمو اړوند لیکنې کوي او ځانونه په بېلابېلو نظریاتو کې ښکېل کوي. د فکري تاریخ فرضیه داده چې نظریات له پوهانو پرته وده نه شي کولای ځکه چې هغوی د نظریاتو مفهومي بڼه وړاندې کوي او له هغو ګټنه کوي؛ له همدې امله د فکري تاریخ پوهان نظریات په دوه برخو کې مطالعه کوي: (۱) د انتقادي ګټنې په موخه د انتزاعي قیاس په بڼه؛ او همدارنګه (۲) د کلتور، ژوند او تاریخ له اړخه. [۱]

د فکري څېړنو د برخې په توګه د نظریاتو تاریخ له اروپايي کلتوري تاریخ (Kulturgeschichte) او فکري تاریخ (Geistesgeschichte) څخه سرچینه اخیستې چې له مخې یې کېدای شي تاریخ پوهانو هغه د نړیوال فکري تاریخ په توګه په پام کې نیولي وي چې په هره ټولنه کې د انتقادي تفکر د تاریخ یو ډول والی او یا هم متقابلې اړیکې بیانوي. په همدې ترتیب سره د مطالعې تاریخ او د کتاب تاریخ د کتابونو د تولید (طراحي، تولید او خپرول) مادي اړخونه رانغاړي چې د نظریاتو له تاریخ څخه یې وده کړې. [۲][۳]

فکري تاریخ د روڼ آندو له خوا د تولید شوو متنونو په برخه کې د بیان شوو نظریاتو له انتقادي مطالعې سره نغښتی دی. د کلتوري تاریخ له نورو ډلونو سره د فکري تاریخ جالب توپیر په دې کې دی چې دا د شواهدو لید وړ او غیر کلامي ډولونه څېړي. د علومو د تولید په برخه کې د مفکر یا روڼ آندي مفهوم د عامه ټولنې د هغه سیاسي وګړي استازولي کوي چې له ۱۹مې پېړۍ څخه یې راپدېخوا شتون لرلې او هغه نارینه او ښځینه رانغاړي چې په حرفوي ډول په انتقادي تفکر کې ښکېل دي او د ټولنې د پرمختګ لپاره دغه چاره ترسره کوي. له دې سره هر هغه کس چې خپل افکار د کاغذ پر مخ لیکي، کېدای شي د فکري تاریخ موضوع وګرځي. د بېلګې په توګه د پنیر او چینجینو (The Cheese and the Worms؛ ۱۹۷۶) په نامه اثر چې د ۱۶مې پېړۍ د ژرندګړي منوکیو (۱۵۳۲ – ۱۵۹۹ زکال) او د هغه د کاینات پوهنې اړوند د کارلو ګیینټسبورګ له خوا لیکل شوی د فکري تاریخ (په همدې توګه د کلتوري تاریخ، د افکارو د تاریخ او جزیي تاریخ) په ژانر کې شاملېږي. د نظریاتو د تاریخ په نامه مجله (Journal of the History of Ideas) د فکري تاریخ په برخه کې یو له مخکښو مجلو څخه ده. [۴]

تاریخ د فلسفې له[سمول]

فکري تاریخ د فلسفې له تاریخ او کلتوري تاریخ څخه وده کړې چې د ولټیر (۱۶۹۴ – ۱۷۷۸ زکال) او یاکوب بورکهارت (۱۸۱۸ – ۱۸۹۷ زکال) له مهاله کارول شوی. د اتلسمې پېړۍ علمي چارې کولای شو د فرانسېس بیکن د زده کړو د پرمختګ (The Advancement of Learning) تر عنوان لاندې اثر کې ومومو چې هغه «ادبی تاریخ» بللی. د اقتصاد په برخه کې جان مینارډ کینز (۱۸۸۳ – ۱۹۴۶ زکال) له دې سره چې خپله د اقتصادي تفکر تاریخ لیکونکی و، د کینزي انقلاب د اهمیت له امله د اقتصادي افکارو د تاریخ لیکونکو موضوع وګرځېد. [۵][۶]

د نظریاتو د تاریخ په بڼه د فکري تاریخ څخه معاصر درک له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۴۰مې لسیزې پر مهال د نظریاتو د تاریخ په نامه مجلې د بنسټګر، آرتور لاوجوی د چارو پر مټ رامنځته شو. له دغه مهال څخه را وروسته د «واحدې نظریې» اړوند د لاوجوی فورمول بندۍ د بېلابېلو او متعددو فکري جهتونو له امله وده وکړه او هغه یې منعکس کړه، په دغو کې زمینه ګرايي او له فکري فعالیتونو څخه په خپله اړونده تاریخي دوره کې حساس تاریخي راپورونه شامل و؛ او له امله یې دغه څېړنیز بدلون رامنځته شو چې «د نظریاتو د تاریخ» اصطلاح یې د «فکري تاریخ» اصطلاح ته بدله کړه. [۷]

فکري تاریخ د څو څانګو ټولګه ده چې د فلسفې تاریخ او همدارنګه د اقتصادي تفکر تاریخ په کې شاملېږي.

د اروپا په لویه وچه کې د فکري تاریخ مناسبه بېلګه د راینهارت کوزلک له خوا د مفاهیمو د تاریخ په نامه اثر دی (Begriffsgeschichte؛ ۲۰۱۰ زکال). په لویه بریتانیا کې د سیاسي مفکورې تاریخ د ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې ځانګړی ځایګی لرلی چې په ځانګړې بڼه د جان دان او کوئنتین سکینر په څېر د کمبرېج مورخینو ته اړوند و او د اروپا سیاسي افکار یې د دولت او آزادۍ په څېر یو شمېر مفاهیمو په رامنځته کېدو او ودې باندې په ټینګار په تاریخي اډانه کې مطالعه کړل. سکینر د خپلو تحریک کوونکو او میتودولوژیکي مقالو له امله پېژندل کېږي چې د فکري تاریخ کارونې ته یې اهمیت وروبخښه.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. Grafton, Anthony. "The History of Ideas: Precept and Practice, 1950–2000 and Beyond", Journal of the History of Ideas 67#1 (2006): 1–32. online
  2. "The Invention of Humanity – Siep Stuurman | Harvard University Press". www.hup.harvard.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Herbjørnsrud, Dag (2019-05-10). "Beyond Decolonizing: Global Intellectual History and Reconstruction of a Comparative Method". Global Intellectual History: 1–27. doi:10.1080/23801883.2019.1616310. ISSN 2380-1883. S2CID 166543159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Julie Fox-Horton (November 2015). "Review of Ginzburg, Carlo, The Cheese and the Worms: The Cosmos of a Sixteenth-Century Miller". H-Net Reviews. د لاسرسي‌نېټه May 10, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. John Maynard Keynes, Essays in Biography, Macmillan, 1933.
  6. Clark, Peter. The Keynesian Revolution in the Making, 1924–1936 (1988); Donald Markwell, John Maynard Keynes and International Relations: Economic Paths to War and Peace (2006) Oxford University Press.
  7. Richter, Melvin. "Begriffsgeschichte and the History of Ideas", Journal of the History of Ideas (1987): 247–263. in JSTOR
  8. Richter, Melvin. "Reconstructing the History of Political Languages: Pocock, Skinner, and the Geschichtliche Grundbegriffe", History and Theory (1990): 38–70. online[مړه لينکونه]