Jump to content

فيمينېزم (Feminism) په روسيه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فيمينېزم يا د ښځينه وو او نارينوو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ د پلويتوب غورځنګ، په روسيه کې په اتلسمه پېړۍ کې نوی رامنځته شو. نوموړې مفکوره د لوېدېځې اروپا له روښانفکرانو څخه په اغېزمنېدو سره رامنځته او ډېری په اشرافي حکومت پورې محدوده شوه. د نولسمې پېړۍ پر مهال، د فيمينېزم نظريه په انقلابي سياستونو او ټولنيزو اصلاحتو پورې تړلې پاتې شوه. په شلمه پېړۍ کې روسي فيمينېسټانو (د روسيې فيمينېزم پلويانو) له سوسياليستي نظريو څخه په الهام اخېستلو سره خپل پام له خيريه کارونو څخه واړاوه او د بزګرانو او فابريکو د کارکوونکو تر منځ په تنظيم يې تمرکز وکړ.

د فيمينېزم پلويانو د ۱۹۱۷ز کال د فبروري له انقلاب څخه وروسته، د ښځو لپاره د رايې ورکولو او مساوات حق تر لاسه کړ. که څه هم په  ۱۹۶۰ زاو ۱۹۷۰يمو کلونو کې ښځينه وو کارکوونکو په خپلو کاري ساحو او د عاېداتو په نامساوي وېش کې توپيري چلند تجربه کاوه. سره له دې هم له فيمينېزم یعنې د ښځينه وو او نارينه وو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ سره علاقه هم راکمه شوه.[۱]

په ۱۹۹۱ زکال د شوروي اتحاد له ماتې وروسته، د مېرمنو د حقونو پلوې کړۍ د روښانفکرانو تر منځ راپورته شوې. که څه هم د فيمېنېزم اصطلاح د معاصرو روسانو تر منځ منفي افکار واردول. په ۲۱ پېړۍ کې ځينې روسي فيمېنېسټانو، لکه: پنک روک (Punk-rock) ډلې او  پوسي راېټ (Pussy Riot) ځانونه د حکومت ضد غورځنګونو سره يو ځای کړل. لکه: په ۲۰۱۲ زکال د ولسمشر ولاديمير پوتين (Vladimir Putin) پر وړاندې مظاهرې چې د روسي ارتودوکس کليسا يوه استازي، فيمينېزم يوه انساني وژونکې ګناه وبلله.[۲]

اتلسمه پېړۍ

[سمول]

فيمينېزم په روسيه کې په اتلسمه پېړۍ کې د لويديځې اروپا له روښانفکرانو او د فرانسې په انقلاب کې د ازادۍ او ديموکراسۍ د سمبول په توګه د مېرمنو د روښانه رول څخه په اغېزمنېدلو سره نوی رامنځته شو. د الکسندر پوشکين (Alexander Pushkin) او الکسندر هرزن (Alexander Herzen) په شان د نولسمې پېړۍ مشهورو څېرو په خپلو ټولنو کې د ښځو د زياتېدونکي ځواک او خپلواکۍ په اړه په مثبت ډول ليکنې وکړې او د جنسي مساوات لپاره د مخ پر ودې علاقې يې ملاتړ وکړ. د نوموړي په مبهم ناول: «څه به وشي؟» کې ليکوال نيکولای چرنيشفسکی (Nikolai Chernyshevski) د ناول د اتلې په رول کې د نوي فيمينيسټ نظريات انځورکړي دي. اتله په کې ويرا پاولوفنا (Vera Pavlovna) ده، چې په يوه خيالي ټولنه کې د ښځو او نارينه جنسونو تر منځ د مساوات خوبونه ويني. [۳][۴]

په اشرافي روسي ټولنه کې لکه د کترين د ګريټ (Catherine the Great)، ماريا ناريشکينا (Maria Naryshkina) او کونډې ماريا رازوموسکيا (Maria Razumovskaya) په څېرمېرمنو ته یو څه ستره خپلواکي ورکول شوې ده، چې د مېرمنو د ځواک لوړوالی او په اجتماعي ډول سره تړلې مېرمنې رهبري کړي. د ليکوالۍ، شاعرۍ او خاطراتي برخو د روسي مېرمنو په شهرت تر لاسه کولو سره مېرمنو له نارينه وو سره سيالي پيل کړه.

نولسمه پېړۍ

[سمول]

مېرمنو ته په اتلسمه پېړۍ کې د پيټردي ګريټ (Peter the Great) له خوا د زده کړو او شخصي خپلواکۍ په برخو کې د محدوديتونو نرمښت چې په قانوني ډول يې تصويب کړل، د لوستو مېرمنو يو نوی باب پرانيست. د دې مېرمنو له ډلې کولی شو، د شهزادګۍ نتاليا شيريميټيوا (Princess Natalia Sheremeteva) يادونه وکړو، چې په ۱۷۶۷زکال د نوموړې يادښت د يوې روسۍ مېرمنې لومړنۍ اټوبيوګرافي وه. د دې ډلې نارينه غړي انقلاب خوښوونکي اشراف وو چې په ۱۸۲۵ز کال د سترواکې نيکولای (Nikol I) د امپراطورۍ د له منځه وړلو په تور محکومم وو، چې د دوی له ډلې ډېرو ته يې په سايبريا کې د کاريګرو په کمپونو کې د خدمت کولو سزا ورکړه. که څه هم د ډسمبريسټ Decembrist (د روسيې په ساينټ پټرسبرګ کې د يوې ډلې نوم دی)  پلوي نارينه وو خويندو، ميندو او مېرمنو د خپلو نارينه خپلوانو سره ورته (مشابه) خپلواک ديموکراتيک سياسي نظريات شريک کړل؛ دوی يوازې د ښځې توب له امله په درغلۍ محکومې نه شوې. د دې مېرمنو له ډلې د شيريميتيوا (Sheremeteva) او شهزادګۍ ماريا فولکانسکايا (Mariya Volkonskaya) په ګډون (۱۱) مېرمنې تر اوسه د کاريګرو کمپونو ته د خپلو مېړونو، وروڼو او زامنو ملګرتیا کوي. که څه هم په عام ډول دې مېرمنو ته د اتلو مېرمنو خطاب کېده، مګر دوی فکر کاوه چې يوازې د خپلو خپلوانو پر وړاندې خپل مسؤليت ادا کوي. دې مېرمنو په سايبريا کې نه يوازې د خپلو، بلکې نورو بنديانو خيال هم ساته. دوی هلته مهم بنسټونه، لکه: کتابتونونه او کلينيکونه جوړ کړل ، کنفرانسونونه او کنسرتونه يې هم په کې برابر کړل. د هغه وخت په تاريخي ليکنو کې د ښځينه Decembrist پلووعاجزي د اتلسمې پېړۍ د اشرافي مېرمنو د چل او دسيې څخه بېله شوه. لکه د سترې کترينا (Catherina the Great) بې اعتدالي چې د مېرمنو د ازادۍ د ډېر ناڅاپي خطر په توګه ښکاره کېده. که څه هم دوی په ښکاره د ښځو او سړو تر منځ د ټولنيزو او سياسي حقونو د برابرۍ ننګه کوله. ښځينه Decembrist پلوې د وروستيو نسلونو له خوا د روسي فيمينسټانو د سمبول په توګه يادېدلې، چې د جنسي مساوات سره د دوی علاقه هم په بدلېدونکي سياسي پروګرامونو پورې تړلې وه.[۵][۶]

د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې ځينو نورو اشرافي مېرمنو هم د ښځو او نارينه وو د سياسي او ټولنيزو حقونو په برابرۍ تمرکز وکړ. د دوی له ډلې يوه يې انا پاولوفنا (Anna Pavlovna) وه چې د مسکو په يوې اشرافي کورنۍ پورې يې تړاو درلود اوله يوه لوړپوړي بيروکرات سره يې واده وکړ. یاد بيروکرات د ښځو په ګډون د ټولنې له غريبو وګړو سره د مرستې لپاره خپله انرژي مصرف کړه. آغلې انا (Anna) د ماريا تتروبنیکويا (Maria Trubnikoya) نديژدا سټوسووا (Nadezhda Stosova) او ايوجينيا کونرادي (Evgenia Konradi) سره په ګډه سترواکه (امپراطوره) تشويق کړه، چې د مېرمنو لپاره د لوړو زده کړو کورسونه جوړ او تمويل کړي. نوموړې د روسي مېرمنو د دوه اړخيزې خيريه ټولنې غړې هم وه. د ۱۹۰۸ زکال د ټولو مېرمنو کانګرس (جرګې) په تنظيمولو کې يې د مرستې کولو مسؤليت درلود. د پېړۍ په وروستيو کې ځينو باسواده نامتو روسي مېرمنو په خپلو کارونو کې په سياسي او ټولنيزو حقونو کې د جنسونو (نارينه – ښځينه) د برابرۍ په اصل تمرکز وکړ. په وروستيو کلونو کې ليو تولستوی (Leo Tolstoy) د واده اړوند عنعنوي وضع شوي پر وړاندې مبارزه وکړه او هغه يې د غلامۍ او په زور فحشا سره پرتله کړ، هغه موضوع چې هغه په خپل ناول انا کارنينا (Anna Karenina) کې حس کړه. انټون چيکنوف (anton Cheknov) په خپلو لنډو کيسو او ناولونو کې هغه نامتو او اتلې مېرمنې له اداکارۍ څخه تر حکومتولۍ پورې مجسم کړي، چې په ټولنه کې د خپل حيثيت تر لاسه کولو او مالي خپلواکۍ په برخو کې يې قرباني ورکړه. له دې قربانيو سره سره دا مېرمنې د هغو محدودو چيکوويين (Chekhovian) کرکترونو له ډلې څخه وې چې په خپل ژوند په رښتيني ډول قانع وې. [۷][۸][۹][۱۰]

انقلاب او شوروي دوره (وخت)

[سمول]

له انقلاب څخه مخکې

[سمول]

د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په پيل کې د روسي فيمينيزم (Feminism) تمرکز له اشرافو څخه واوښت او بزګرانو او کاريګرې طبقې ته يې پام وکړ. ځوانو مېرمنو د سوسياليستي نظريې څخه په الهام اخېستلو سره د فابريکو د هغو ښځينو کاريګرو تر منځ د ښځو د اتحاديو په جوړولو پيل وکړ، چې نه يې غوښتل د نارينه سوسيالیستانو له لورې په جهالت کې پاتې شي. د ۱۹۰۷ز او ۱۹۱۷ز کلونو تر منځ « د ښځو د مساوي حقونو اتحاديه» په روسيه کې تر ټولو مهم فيمينسټ سازمان و. د روسي مېرمنو د دوه اړخيزه خيريه ټولنې په شان، ياد سازمان د ښځو په زده کړواو ټولنيزو خيريه فعاليتونو تمرکز کاوه. د ښځو لپاره د رايې ورکولو، مساوي وراثت او د پاسپورټ اړوند محدوديتونو په ګډون د مساوي حقونو لپاره مبارزه کوله. د ۱۹۱۷ز کال انقلاب د ښځينه مظاهرو په برخه کې تیزوالی راوست او په ادارو کې يې د مېرمنو غړيتوب په څپو راوړ. په همدې کال د ټولنې د پرله پسې هڅو له امله روسيه د نړۍ تر ټولو لومړنی هغه ستر ځواک شو، چې مېرمنو ته يې د رايې کارونې حق ورکړ.[۱۱][۱۲]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Rochelle Goldberg Ruthchild (2010). Equality and Revolution. University of Pittsburgh Pre. p. XVIII. ISBN 978-0-8229-7375-1.
  2. The New York Times او 8 August 2012.
  3. Posadskaya 1994، مم. 154–156.
  4. Saurer، Lanzinger او Frysak 2006، م. 365.
  5. Vowles 1999، مم. 14–15.
  6. Pushkareva او Levin 1997، مم. 201–203.
  7. Mandelker 1993، م. 6.
  8. Gottlieb 2000، م. 218.
  9. Bisha 2002، مم. 300–301.
  10. Vowles 1999، م. 15.
  11. Noonan او Nechemias 2001، مم. 38–40.
  12. Glickman 1984، م. 243.