Jump to content

فلورنس نايټينګل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فلورنس نايټينګل
فلورنس نايټينګل
فلورنس نايټينګل

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
استوګنځای د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه روغتيايي پاملرنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
فلورنس نايټينګل
فلورنس نايټينګل

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فلورنس نايټينګل د بيت المقدس د سينټ جان روغتون خورا د پام وړ ترتيب (OM RRC DStJ) چې د ۱۸۲۰ ز کال د می له ۱۲ څخه يې د ۱۹۱۰ ز کال د اګسټ تر ۱۳ نېټې پورې ژوند وکړ، يوه انګليسي ټولنيزه سموونکې، احصايه پوه او د عصري رنځورپالنې د روزنې او نظريې بنسټګره وه. نوموړې د روغتيا ساتنې او ژوند معيارونو په ښه کولو سره د کريميا د جګړې پر مهال د مړينې کچه د پام وړ کمه کړه.

نايټينګل د کريمیا جګړې پرمهال د رنځورپالو يا نرسانو د مديرې او روزونکې په توګه د خدمت کولو پر مهال نامتو شوه. نوموړې په قسطنطيه کې د يادې جګړې پر مهال د ټپي سرتېرو لپاره پاملرنه برابره کړه. نوموړې نرسنګ ته يو غوره نوم يا شهرت ورکړ او په ځانګړي ډول د «پېغله له څراغ سره» شخصيتونو کې د شپې د ټپي سرتېرو څخه د دورې کولو له امله د ويکتوريايي کلتور يوه نښه يا سمبول شوه. [۳][۴][۵]

وروستيو مبصرينو څرګنده کړې ده، چې د نايټينګل د کريميا د جګړې لاسته راوړنو په اړه د هغه وخت د رسنيو له لورې مبالغه شوې وه، مګر کره کتونکي يا منتقدين يې د ښځو لپاره د نرسنګ ونډو د مسلکي کولو په برخه کې د وروستي کار ارزښت مني. نوموړې په ۱۸۶۰ ز کال کې د لندن د “St. Thomas” روغتون “St. Thomas’ Hospital” کې د نرسنګ ښوونځي په جوړولو سره د مسلکي نرسنګ بنسټ کېښود. دا په ياده برخه کې د نړۍ لومړنۍ نامذهبي ښوونځی و او اوس د “King’s College London” برخه دی. د نرسنګ برخه کې د هغې د لار ماتوونکي کار په پېژندنه کې د نويو نرسانو له لورې د “Nightingale Pledge” او د فلورنس نايټينګل انعام “Florence Nightingale Medal” د نوموړې په وياړ ونومول شول، چې وروستی هغه يې د نرسانو له لورې ترلاسه کېدونکی تر ټولو لوړ امتياز و. د يادونې وړ ده، چې د نرسانو نړيواله ورځ په کلني ډول د نوموړې د زوکړې پر ورځ نمانځل کېږي. د هغې ټولنيز سمونونه د برتانوي ټولنې د ټولو برخو لپاره د روغتيايي پاملرنې ښه کول، هند کې د لوږې کچې د ښه کولو ملاتړ، د بدلمنۍ د هغو قوانينو په له منځه وړلو کې مرسته چې د ښخو په زيان وو او په کاري ځواک کې د ښځينه د ګډون د منلو وړ بڼو پراخول وو. [۶][۷]

نايټينګل په احصايه کې مخکښه وه. نوموړې له لومړنيو معلوماتو يا ډيټا څخه په اسانۍ د پايلو او عمل وړ معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه خپله شننه په ګرافيکي بڼو کې وړاندې کړه. نوموړې د قطبي سيمې د هندسي شکل يا دياګرام د کارونې له امله نامتو ده، چې د نايټينګل ګلاب دياګرام هم ورته وايي او د عصري دايروي زړکښه يا هستوګرام سره برابر دی. دا دياګرام اوس هم د معلوماتو په انځورونه کې کارول کېږي.

نايټينګل يوه حيرانونکې او څو اړخيزه ليکواله وه. د هغې په ژوند کې ډېری کارونه يې د طبي پوهې په خپرولو پورې تړلي وو. ځيني مقالې يا اثرونه يې د دې لپاره په ساده انګليسي وليکل شول، چې د لږو ادبي مهارتونو درلودونکي هم پرې په اسانۍ سره وپوهېږي. نوموړې په انځوريزه بڼه د معلوماتو په وړاندې کولو کې هم له نورو مخکې وه، چې د اغېزناکې لارې په کارونې سره يې د احصايوي معلوماتو ګرافيکي پېژندنې وړاندې کولې. د مذهب او تصوف په اړه يې د پراخه کار په ګډون ډېری ليکنې له مرګ څخه وروسته خپرې شوې. [۶]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

فلورنس نايټينګل د ۱۸۲۰ ز کال د می پر ۱۲ نېټه د “Villa Colombia” په يوه شتمنه او ښه تړلې برتانوي کورنۍ کې زېږېدلې ده. ويلا کولمبيا د ايټاليا د “Tuscany” په فلورنس کې پرته سيمه ده او نوموړې د خپل زېږون ښار (Florence) په نوم نومول شوې ده. د فلورنس مشره خور فرانسس پارتينوپ “Frances Parthenope” هم په ورته ډول د خپلې زېږېدنې ښار (Parthenope) په نوم نومول شوې وه، چې د يو يوناني استوګنځای و او اوس د ناپل “Naples” ښار برخه ده. کورنۍ يې په ۱۸۲۱ ز کال بېرته انګليستان ته ستنه شوه، چې نايټينګل د هيمپشاير په ايمبلي “Embley, Hampshire” او د ډيربايشاير په لي هرسټ “Lea Hurst, Derbyshire” کې د خپلې کورنۍ په کورونو کې لويه شوه. [۸][۹][۱۰][۱۱]

فلورنس د خپلې کورنۍ له دواړو اړخونو (پلرني او مورني) څخه ازادي غوښتونکې انسان دوستانه نظريه په ميراث وېوړه. پلار يې ويليم ايډوارډ نايټينګل “William Edward Nightingale” نومېده، چې د ويليم ايډوارډ شور “William Edward Shore” په نوم (۱۷۹۴ – ۱۸۷۴) زېږېدلی و او مور يې فرانسس “Frances” يعنې فينني “Fanny” نومېده، چې کورنی نوم يې سمېت “Smith” و او د ژوند موده يې (۱۷۸۸ – ۱۸۸۰) وه. د ويليم مور ماري چې کورنی نوم يې ايوانس “Evans” دی، د پيټر نايټينګل ورېره وه او پيټر هغه شخص و، چې د وصيت له مخې يې ويليم په راتلونکي کې په “Lea Hurst” کې د نوموړي ملکيت په ميراث وړه او د نايټينګل نوم او د وياړ نښانونه يې خپل کړل. د فينني پلار (چې د فلورنس مورنی نيکه و) ويليم سمېت نومېده، چې د غلامۍ د له منځه وړلو پلوی او يو مذهبی يا موحد و. د نايټينګل پلار خپلې لور (نايټينګل) ته زده کړې ورکړې. د بي بي سي يو مستند څرګندوي چې «فلورنس او مشرې خور يې (پارتينوپ) د ښځو د زده کړو په اړه د خپل پلار له پرمختللو نظرياتو څخه ګټه پورته کړه. دوی تاريخ، رياضيات، ايټالوي ژبه، لرغوني ادبيات او فلسفه ولوستل او فلورنس چې له کوچنيوالي څخه د خپلې خور په پرتله زياته پوهنيزه وه، د معلوماتو د راټولونې او شننې لپاره يوه نا اشنا وړتيا ښکاره کړه، چې د خپل ژوند په وروستیو کې به يې د ستر اغېز په موخه وکاروي. [۶][۱۲]

پلار يې په ۱۸۳۸ ز کال کورنۍ په يو سفر اروپا ته وېوړه، چې په کې له انګليسي زېږېدلې ايرانۍ کوربتې (مېزبان) ماري کلارک “Mary Clarke” سره وپېژندل او فلورنس ورسره اړيکه جوړه کړه. نايټينګل ثبت کړل چې کلارکي هغه هڅوونکې کوربه وه، چې د هغې برسېره يا ظاهر ته يې پام نه کاوه او کله به يې چې نظريات د مېلمنو له نظرياتو سره همغږي نه وو؛ نو د هيچا د ستړي کولو توان يې نه درلود. د نوموړې د چلند په اړه ويل کېږي، چې پاروونکی او بې شانه يا عجيب و. د پورته پوړ برتانوي ښځو يې لږ احترام کاوه او هغوی يې په عمومي ډول بې اهميته ګڼلې. کلارکي وويل چې که چېرې د ښځه يا د بېړۍ د غلام اوسېدلو تر منځ ټاکنه ورکړل شي، نو هغه به د غلامانو خپلواکي غوره کړي. نوموړې په عمومي ډول ښځينه شرکت ونه مانه او خپل وخت يې له نارينه روڼ اندو سره تېر کړ. په هر حال، کلارکي د نايټينګل کورنۍ او په ځانګړي ډول د فلورنس په قضيه کې يوه استثنا رامنځته کړه. که څه هم د دواړو د عمر تر منځ ۲۷ توپير و، مګر کلارکي او فلورنس د ۴۰ کالونو لپاره نږدې ملګرې پاتې شوې. کلارکي څرګنده کړه، چې ښځې له نارينه وو سره برابرې اوسېدلې شي او دا هغه نظريه وه، چې فلورنس له خپلې مور څخه نه وه زده کړې. [۱۳]

نايټينګل د بېلابېلو ازمايښتونو لومړني هغه وزغمل، چې پر باور يې د ۱۸۳۷ ز کال په فبروري کې د خدای له لورې غوښتنې وې. نوموړې هغه مهال په ايمبلي پارک “Embley Park” کې وه، چې د نورو د خدمت لپاره د خپل ژوند د ځانګړي کولو پياوړې هيله يې وپارېده. د ځوانۍ په عمر د نرسې د کار پر وړاندې يې د کورنۍ د مخالفت درناوی کاوه او يوازې په ۱۸۴۴ ز کال کې يې يادې برخې ته د ننوتلو پرېکړه اعلان کړه. د خپلې مور او خور د غوصې او کړاو سره سره يې د ځان لپاره هغه د تمې وړ ښځينه ونډه رد کړه، چې مېرمن يا مور شي. نايټينګل د نرسنګ په هنر او پوهه کې د ځان لوستې کولو لپاره د خپلې کورنۍ له لورې د مخالفت او د شتمنې ځوانې انګزې ښځې لپاره د سختو ټولنيزو قوانينو په شتون کې ډېره هڅه وکړه. [۱۴]

نوموړې د يوې ځوانې ښځې په توګه زړه راښکونکې، دنګه او زړه سواندې ګڼل کېده. په داسې حال کې چې چلند يې زياتره وخت سخت و، د همدې له امله ويل کېږي، چې خورا زړه راښکونکې وه او برېښنده يا روښانه موسکا يې درلوده. د هغې تر ټولو تل پاتې مدعي سياستپوه او شاعر ريچارد مونکټن مېلنېس “Richard Monckton Milnes” و، مګر له نهه کاله مئينتوب څخه وروسته يې رد کړ او نوموړی يې وهڅاوه چې واده ښايي د هغې د نرسنګ برخې وړتيا زيانمنه کړي.

نايټينګل په ۱۸۴۷ ز کال په روم کې له سيډني هربيرت “Sydney Herbert” سره وکتل. نوموړی هغه سياستپوه و، چې د شاتومياشت پر مهال (۱۸۴۵ - ۱۸۴۶ پورې) د جګړې وزير و. هربرت او نايټينګل ژوندمهالي نږدې ملګري شول. هربرت هغه مهال يو ځل بيا د کريميا جګړې پر مهال د جګړې وزير شو، چې هغه او مېرمن يې په کريميا کې د نايټينګل د نرسنګ کار اسانه کولو کې مهمه ونډه لوبوله. نايټينګل د خپل سياسي مسلک په اوږدو کې د هربرت مهمه سلاکاره شوه، که څه هم په ۱۸۶۱ زکال د “Bright’s” په نوم ناروغۍ له امله د هربرت د مړينې په چټکولو ځکه تورنه شوه، چې د نوموړې د سمون خپرونې فشار پر هربرت باندې واچول شو. نايټينګل ډېره موده وروسته هم له بنجامين جويټ سره پياوړې اړيکې درلودې، چې ښايي له نايټينګل څخه يې د واده غوښتنه هم کړې وي. [۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118587951  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118587951  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. “Florence Nightingale” Archived 3 March 2020 at the Wayback Machine.. JMVH.org. Retrieved 17 June 2020
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Bostridge, Mark (2008). Florence Nightingale. p. 8. London
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).