فلورنس میریام بیلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فلورنس میریام بیلی
فلورنس میریام بیلی
فلورنس میریام بیلی

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ اگسټ ۱۸۶۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 22 سپټمبر 1948 (85 کاله)[۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۷][۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه اورينتولوژي (د مارغانو علمي څېړنه)   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فلورنس اګوستا میریام بیلي (زوکړه: د ۱۸۶۳ زکال د اګست ۸ مه – مړینه: د ۱۹۴۸ زکال د سپټمبر ۲۲ مه) د الوتونکو مرغانو پېژندونکې، الوتونکو لیدونکې او د طبیعت اړوند لیکواله وه. د ۱۸۹۰ او ۱۹۳۹ زکال ترمنځ نوموړې په شمالي امریکا کې د الوتونکو د ژوندانه په اړه د لارښوونو ټولګه خپره کړه. په دغو لارښوونو کې تر ډېره پورې د الوتونکو مرغانو اړوند د اماتور لیکوالانو لیکنې په پام کې نیول شوې وې چې د الوتونکو د خوځښت د شهرت لامل وګرځېدلې.

میریام د ډېرو لږ رسمي زده کړو په لرلو د یو ماشومې په توګه په آدیرونداک غرونو کې چې د لوی کېدو سیمې ته یې نږدې و د پلټنو او همدارنګه د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه د خپل مشر ورور کلینټون هارټ میریام د علمي لیوالتیا له امله له طبیعي علومو سره لیوالتیا پیدا کړه. د طبیعت اړوند د هغې لیکوالي او فعالیت په ۱۸۸۲ زکال کې په سمیت کالج کې پیل شو چېرې چې نوموړې د یوې ځانګړې زده کوونکې په توګه نوم ثبت کړی و. نوموړې وروسته د ۵۸ کلنۍ په عمر د خپلو فعالیتونو او لیکنو له امله د زده کړو سند ترلاسه کړ. هغه مهال چې په دې ځای کې وه له فاني هارډي اکسټروم سره یې په ګډه د اوډوبون ټولنې یوه څانګه رامنځته کړه څو خپلو ټولګیوالو ته د الوتونکو پېژندنې په برخه کې روزنه ورکړي او هغوی د بڼکو لرونکو خولیو له اغوستلو منع کړي. هغه مهال چې په ۱۸۸۶ زکال کې میریام د سمیت کالج پرېښود د ټولو زده کړیالانو نږدې دریمه برخه په دغه ټولنه کې ښکېل وه.

په ۱۸۹۰ زکال کې میریام د الوتونکو د ځانګړنو اړوند یو لړ مقالې چې په اوډوبون مجلې کې یې خپرې کړې وې د Birds Through a Looking-Glass په نامه کتاب کې یې خپرې کړې. د الوتونکو پېژندنې د نورو ټولو اثارو پر خلاف چې په قفس کې دننه داخلي چاپېریال یې کې یې الوتونکي مرغان مطالعه کول؛ د میریام لیکونو په پرانیستې فضا کې په طبیعي ډول د الوتونکو مطالعه هڅوله. د هغې نور اثار لکه د کلي او صحرا الوتونکي (Birds of Village and Field) د هغې له لومړنیو اثارو څخه ډېر تخصصي و خو له دې سره یې په کې په چاپېریال پوهنه خپل تمرکز درلود. میریام په ۱۸۹۹ زکال کې له ویرنون اورلانډو بیلي سره چې د متحده ایالاتو د بیولوژیکي سروې د بنسټ غړی و؛ واده وکړ. له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۱۹ زکال پورې نوموړې د خپلو لیدنو پر بنسټ له ۵۰ زیاتې مقالې د The Condor  په څېر مهالیزو ته ولیکلې. د هغې تر ټولو لوی اثر د نیومکسیکو د الوتونکو په نامه و چې د ویلز کوک له مړینې وروسته یې د متحده ایالاتو د بیالوژیکي سروې د بنسټ په غوښتنه بشپړ کړ. په پیل کې هغه او کوک د دغه اثر د مشترکو لیکوالانو په توګه په پام کې نیول شوي و خو میریام له دغه بنسټ وغوښتل څو د خپلې ډېرې ونډې له مخې هغه د دغه اثر د یوازنې لیکوالې په توګه معرفي شي، چې په خپله غوښتنه کې بریالۍ شوه.

میریام او مېړه یې په واشنګټن ډي سي کې ژوند کاوه؛ چېرې چې نوموړې په حیواني ملي پارک کې د الوتونکو د څارنې په ټولګیو کې درس ورکاوه. نوموړې لومړنۍ مېرمن وه چې د امریکا د الوتونکو پېژندونکو په ټولنه کې یې غړیتوب ته لار ومونده او ورسره یې د بروسټر مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۴۲ زکال کې د خپل مېړه له مړینې وروسته مریام په ۸۵ کلنۍ کې د خپلې مړینې تر مهاله له عامه ژوند څخه ځان شاته کړ او یوازې توب ته یې مخه کړه.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

فلورنس اګوستا میریام د ۱۸۶۳ زکال د اګست په اتمه د نیویارک په لوکاسټ ګرو سیمه کې وزېږېده؛ نوموړې د کلینټون لیوي او کارولین (کورنی نوم یې هارټ) میریام د څلورو ماشومانو کوچنۍ وه. پلار یې چې مرکانټلېست و لوکاسټ ګرو ته له کډه کولو وړاندې په یوټیکا او نیویارک ښار کې بانکوال و او د دې له زیږون ډېر لږ مهال وړاندې دلته میشت شو. د ۱۸۷۱ او ۱۸۷۵ زکالونو ترمنځ کلینټون میریام د نیویارک له لیویس ټاکنیزې حوزې څخه د متحده ایالاتو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي غړي په توګه خدمت وکړ. مور یې کارولین میریام د راټګرز ښځینه کالج څخه فارغه شوې وه او د نیویارک د قاضي او همدارنګه له کالینزویل څخه د نیویارک د ایالتي شورا د غړي لیوي هارټ لور وه.  [۹][۱۰][۹][۱۱]

د میریام د کورنۍ ډېری غړو له طبیعي علومو سره لیوالتیا لرله. هغه مهال چې کارولین په راټګرز کې وه له ستور پوهنې سره یې لیوالتیا پیدا کړه او د هغې مېړه او ماشومانو ته اجازه ورکړل شوه څو د تلسکوپ څخه په ګټنې فلکي جوړښتونو او کسوفونو ته وګوري. میریام یو مهال خپله عمه هلن بګ د خپلې کورنۍ د «بوټو پېژندونکې» په توګه یاده کړه. له دې سره هغه مهال چې پلار یې په ۱۸۷۰ زکال کې د لویو وچو ترمنځ د لومړنۍ اوسپنۍ پټلۍ په واسطه کالیفورنیا ته سفر وکړ له طبیعت سره یې لیوالتیا پیدا کړه. کلینټون له یخبندان سره لیوالتیا لرله چې دغه لیوالتیا یې یوسمیت درې ته د سفر له امله رامنځته شوې وه؛ له همدې امله هغه په دې اړوند له طبیعت پېژندونکي جان مویر سره په دې اړوند اوږدې لیکنې تبادله کړې. [۱۰][۱۲][۱۳][۱۴]

د هوم ووډ په نامه د میریام کورنی جایداد د آدیرونداک غرونو ته څېرمه موقعیت درلود چې له امله یې نوموړې د سیمه ئیز ځنګلي ژوند د موندنو لپاره پریمانه وخت درلود. میریام به له خپل پلار او ورور سره په خپلو ځمکو کې قدم واهه او په دغه سیمه کې به یې د ژوندیو موجوداتو د ډولونو اړوند خپله پوهه زیاتوله. د هغې لومړنۍ لیوالتیا له الوتونکو سره وه چې د هغو عادتونه، غږونه او ډولونه یې د خپلې کوټې له کړکۍ څخه د سهارنۍ پر مهال تشخیص کول. هغه مهال چې ۹ کلنه وه میریام له خپل پلار او مشر ورور کلینټون هارټ میریام سره فلوریدا ته په چکر لاړه. کلینټون هارټ هماغه ډول چې د خپل لویوالي پر مهال یې دوام ورکړ له طبیعي علومو سره یې لیوالتیا لرله او د خپلې نوې ځوانۍ دوره یې د خپلې کورنۍ په جایداد کې د الوتونکو په مطالعه او تاکسیډرمي تېره کړه. په کانګرس کې یې د پلار دنده د واشنګټن له طبیعي صحنې سره د هغوی د اړیکې لامل وګرځېده؛ همدا وه چې مشر میریام وکولای شول د سمیت سونین انیستیتوت د مرستیال منشي سپنسر فولرټون بیرډ سره ناسته تنظیم کړي او پر هغه باندې په ۱۸۷۲ زکال کې سي. هارټ په یلوسټون نومي پارک کې د الوتونکو پېژندونکي په توګه مقرر کړي. [۱۲][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د میریام ډیری لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې وې، چې هغه د خپلې کورنۍ د غړو د علمي او طبیعي علایقو په توګه توصیف کړې. هغې خپلې لومړۍ رسمي زده کړې د نیویارک په سیراکوز کې پیل کړې، چېرې چې میریام د عمومي ناروغۍ له امله د درمنلې په موخه لېږل شوې وه. نوموړې یوکال د خپل ډاکټر له کورنۍ سره ژوند وکړ او د هماغه ځای په سیمه ئیز دولتي ښوونځي کې یې زده کړې وکړې. له دغې تجربې وروسته میریام د نیویاک ښار په اوټیکا کې چې کورنۍ به یې د ژمي پر مهال هلته کډه کوله د میرمن پیات خصوصي ښوونځي ته لاړه. [۹][۲۰]

وروستی ژوند[سمول]

هغه مهال چې دوی نور سفر ته تلل بس کړل د بېلي کورنۍ په واشنګټن ډي سي کې مېشت شوه او د خپل ژوند وروستي کلونه یې د کلاروما په ۱۸۴۳ سړک کې په خپل کور کې تېر کړل. د دغه کور لیدونکو یاده کړې چې هغوی خپل کور په هغو توکو باندې تزئین کړی و چې په خپلو سفرونو کې یې د یادګار په توګه راغونډ کړي و. د کور په منځنۍ برخه کې یې د بنګالي پړانګ مجمسه وه چې هغه مهال یې په ملي پارک کې ژوند کاوه. د دوی د واشنګټن کور د طبیعت پالونکو د ډېری ماښامنیو کوربه و چې د میلمنو په ډله کې یې الیس ایسټووډ، کلارنس برډسي او طبیعت پالونکې جوړه اولا او مارګاریت موري شاملېدل. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د بیلي کورنۍ هېڅکله ماشوم پیدا نه کړ ځکه میریام وروسته واده کړی و او د هغې امیدواري د جنین په سقط سره پای ته رسېدلې وه، خو هغې له ماشومانو سره مینه لرله او د بېلابېلو سیمه ئیزو او ملي بنسټونو په ځانګړې توګه د Boy Scouts of America په نامه د ځوانانو د ټولنې، د Playground and Recreation ټولنې، د کور جوړونې د ملي کمېتې، د کارګري ماشومانو د ملي کمېتې او په واشنګټن کې د کاریګرو هلکانو د کور په نامه بنسټ په مرسته یې له هغو سره کار کاوه. میریام همدارنګه خپلو دوه ویرورونو فلودي او ډیرډری ته فداکاره عمه وه او له هغوی سره یې مرسته وکړه چې په جورج واشنګټن پوهنتون کې شامل شي؛ وروسته له هغه چې وه یې نشو کولای په سمیت پوهنتون کې خپل نومونه ثبت کړي. [۲۲][۲۴][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 69 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Florence-Augusta-Merriam-Bailey — subject named as: Florence Augusta Merriam Bailey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fn1xfs — subject named as: Florence Augusta Merriam Bailey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Mormon Literature and Creative Arts Database artist ID: https://mormonarts.lib.byu.edu/people/florence-a-merriam-bailey — subject named as: Florence A. Merriam Bailey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Florence Merriam Bailey — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=1733 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://mormonarts.lib.byu.edu/people/florence-a-merriam-bailey/
  7. سرليک: American Women Writers
  8. دوتنه: Nina Baym — سرليک: Women Writers of the American West, 1833-1927
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Oehser 1971، ص. 82.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Oehser 1952، ص. 19.
  11. Creese او Creese 1998، ص. 123.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Kofalk 1989، ص. 9.
  13. Bonta 1991، ص. 187.
  14. Kofalk 1989، ص. 4.
  15. Wolfe 2019.
  16. Kofalk 1989، ص. 14.
  17. Bonta 1991، ص. 186.
  18. Holmes 2004، ص. 39.
  19. Kofalk 1989، ص. 3.
  20. Kofalk 1989، ص. 21.
  21. Oehser 1952، ص. 24.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Creese او Creese 1998، ص. 125.
  23. Kofalk 1989، ص. 116.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Oehser 1952، ص. 23.
  25. Kofalk 1989، صص. 143, 158, 161.
  26. Oehser 1952، ص. 22.
  27. Barrow, Jr. 1998، ص. 130.
  28. Holmes 2004، ص. 46.
  29. Oehser 1971، ص. 83.
  30. Kofalk 1989، صص. 179–187.
  31. Kofalk 1989، ص. 179.