فلز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فلز (چې د یوناني μέταλλον، métallon څخه اخیستل شوی، او د "کان، د فلزاتو کان، فلز" په معنی دی) هغه ماده ده چې کله تازه چمتو شي، پالش شي یا مات شوي، یوه روښانه بڼه څرګندوي، او په نسبتاً غوره توګه بریښنا او حرارت لېږدوي یا هدایت کوي. فلزات په عموم ډول کشېدونکي وي (د وایرونو یا لینونو په بڼه بدلېدای شي) او د تورق کېدونکي دي (د یعنې د څټک خوړلو وړتیا لري او په نریو ورقو بدلېدای شي). دا خاصیتونه د فلز د اتومونو یا مالیکولونو تر منځ د فلزي اړیکو له امله دي.

فلز کېدای شي کیمیاوي عناصر وي لکه اوسپنه؛ یا یو الیاژ لکه د زنګ ضد فولاد؛ یا یو مالیکولي مرکب وي لکه پولیمیري سلفر نایتراید. [۱]

په فزیک کې، فلز په عموماً هرې هغه مادې ته ویل کېږي چې د مطلق صفر درجې په حرارت کې د بریښنا د لېږد (هدایت) وړتیا ولري. زیاتره عناصر او مرکبات چې په نورمال حالت کې فلزات نه طبقه بندي کېږي، تر لوړ فشار لاندې فلزي خاصیت اخلي. د بېلګې په توګه، غیر فلزي آیوډین په تدریجي ډول له ۴۰ څخه تر ۱۷۰ زره ځله د اتموسفیر تر فشار لاندې فلز کېږي. په ورته ډول، ځینې مواد چې فلزات ګڼل کېږي کېدای شي غیر فلز شي. د بیلګې په توګه،  سوډیم تر دوه میلیون ځله اتموسفیري فشار لاندې غیر فلزي کېږي [۲]

په کیمیا کې، دوه عناصر چې کېدای شي (په فزیک کې) د ماتېدونکو فلزاتو وړتیا ولري - یعنې ارسنیک او انټيموني - معمولا د دوی د خپلو کیمیاوي خواصو له امله (چې د ارسنیک لپاره غیر فلزي دي، او د انټيموني لپاره د فلز او غیر فلز ترمنځ  دي) شبه فلز ګڼل کېږي. په دوراني جدول کې د ۱۸۸ عناصرو له ډلې شاوخوا ۹۵ فلزات (یا دې ته ورته) دي. دا تعدا کره نه دی ځکه چې د فلزاتو، غیر فلزاتو او شبه فلزاتو تر منځ پولې د موجوده کټګوریو په اړه د جامع منل شوو تعریفونو د نشتوالي له امله یو څه توپیر لري.

په ستورپوهنه کې د "فلز" اصطلاح په پراخه کچه سترو کې ټولو هغو کیمیاوي عناصرو ته اشاره کوي چې د هیلیم څخه ډېر دروند وي، نه یوازې دا چې دودیز فلزات وي. په دې مفهوم کې هغه لومړي څلور "فلزات" چې د نیوکلیو سینتیزیس (هستوي تشکیلاتو) له لارې د ستورو په هسته کې راټولېږي، کاربن، نایتروجن، اکسیجن او نیون دي، چې دا ټول په کیمیا کې په کلکه غیر فلزات ګڼل کېږي. یو ستوری د خپل ژوند په اوږدو کې، ذوب په واسطه سپک اتومونه، لکه هایدروجن او هیلیم، د درنو اتومونو په بڼه ترکیب کوي. په دې معنی کې، د فضایي شي فلزي خاصیت د هغې د مادې هغه تناسب دی چې د درنو کیمیاوي عناصرو څخه جوړ شوی دی.[۳][۴]

د کیمیاوي عناصرو په توګه، فلزات د ځمکې د قشر ۲۵ سلنه برخه جوړوي او د عصري ژوند په زیاتره برخو کې موجود دي. د ځینو فلزاتو ځواک او انعطاف د دې لامل شوی چې په مکرر ډول وکارول شي، د بېلګې په توګه، د لوړ پوړ ودانیو او پلونو په ودانولو کې، همدارنګه زیاتره وسایط، د کور ډېری اسباب، وسایل، پایپونه او د اورګاډي په پټلۍ کې کارول کېږي. قیمتي یا نجیبه فلزات له تاریخي اړخه د سکې په ضرب کې کارول کېدل، خو په عصري زمانه کې، د سکې د ضرب فلزات لږ تر لږه ۲۳ کیمیاوي عناصرو ته غځول شوي دي.[۵]

داسې انګېرل کېږي چې د تصفیه شوو فلزاتو تاریخ نږدې ۱۱۰۰۰ کلونو وړاندې د مسو په کارولو سره پیل شوی. همدارنګه، د سره زرو، سپین زرو، اوسپنې (د فضایي اوسپنې په بڼه)، سرپو او زيړو (برنج) کارول د برونزو د لومړي پېژندل شوي ظهور څخه وړاندې په ۵مه زریزه مخکې له میلاد پیل شوي وي. ورپسې پرمختګونو کې د فولادو د لومړنیو ډولونو تولید، په ۱۹۰۹ کال د سودیم کشف - یعنې لومړی سپک فلز -؛ د فولادو د عصري الیاژ را منځ ته کېدل؛ او د دویمې نړیوالې جګړې له پای ورسته، د ډېرو پېچلو الیاژونو پراختیا ګډون لري. [۶]

سرچينې[سمول]

  1. Chiang, CK (1977). "Transport and optical properties of polythiazyl bromides: (SNBr0.4)x". Solid State Communications. 23 (9): 607–612. Bibcode:1977SSCom..23..607C. doi:10.1016/0038-1098(77)90530-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود); Greenwood, NN; Earnshaw, A (1998). Chemistry of the Elements. Oxford: Butterworth-Heinemann. د کتاب پاڼې 727. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7506-3365-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود); Mutlu, H; Theato, P (2021). "Polymers with sulfur-nitrogen bonds". In Zhang, X; Theato, P (سمونګران). Sulfur-Containing Polymers: From Synthesis to Functional Materials. Weinheim: Wiley-VCH. د کتاب پاڼې 191–234 (191). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-527-34670-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Yonezawa, F. (2017). Physics of Metal-Nonmetal Transitions. Amsterdam: IOS Press. د کتاب پاڼې 257. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61499-786-3. Sir Nevill Mott (1905-1996) wrote a letter to a fellow physicist, Prof. Peter P. Edwards, in which he notes... I've thought a lot about 'What is a metal?' and I think one can only answer the question at T = 0 (the absolute zero of temperature). There a metal conducts and a nonmetal doesn't. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Martin, John C. "What we learn from a star's metal content". John C. Martin's Homepage. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Roe, J.; Roe, M. (1992). "World's coinage uses 24 chemical elements". World Coinage News. 19 (4, 5): 24–25, 18–19. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Mortimer, Charles E. (1975). Chemistry: A Conceptual Approach (چاپ 3rd). New York: D. Van Nostrad Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)