فعال استتار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فعال استتار (په انګلیسي: Active camouflage) یا تطبیقي استتار هغه ډول ستر کولو ته وايي چې یو شی تر ډېره پورې په چټکۍ سره خپل شکل په بیروني محیط کې له شته توکو لکه حیوان او یا هم پوځي وسیلې سره یو ډول کوي. له نظري پلوه فعال استتار کولای شي له لیدو څخه په بشپړه توګه یو شی خوندي کړي. څو ډلې حیوانات چې په کې د وچې خزندګان او په اوبو کې سرپایان، نرم تنان او کفشک ماهیان شاملېږي له فعال استتار څخه ګټنه کوي. حیوانات د خپل رنګ په بدلون او (د سمندري حیواناتو ترمنځ لکه مرکب ماهي) د نور/رڼا په خپرولو سره د رڼا لرونکو په توګه ځان پټوي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په پوځي برخه کې د نور په واسطه د استتار په موخه څېړنې ترسره شوې. له لید څخه تېښتې ته د لاسرسي په موخه وروستۍ څېړنۍ له کمرو څخه د پام وړ زمینې د درک او همدارنګه د پلیټیر پنلونو (Peltier panels) د کنټرول په موخه ترسره شوې چې کولای شي د هغو د څرګندېدو ډول ته بدلون ورکړي. [۱]

په حیواناتو کې[سمول]

له فعال استتار څخه څو ډلې حیوانات له دې ډلې نرم ځان لرونکي سرپایان، ماهیان او خزندګان ګټنه کوي. په حیواناتو کې د فعال استتار دوه ډوله شتون لري: د نور د جبران استتار (counter-illumination) او د رنګ د بدلون استتار.[۲][۳][۴][۵]

د نور جبران[سمول]

د نور د جبران استتار په روښانه بګروند کې د ترکیب په موخه له نور څخه په ګټنې ترسره کېږي. په سمندرونو کې نور له پورته خوا څخه لاندې ته راځي، له همدې امله هغه مهال چې سمندري حیوانات له لاندې څخه لیدل کېږي په خپل بګرونډ کې تیاره ښکاري. د سرپایانو یو شمېر ډولونه لکه چشمک وهونکي مرکب کبان د خپلو نور تولیدونکو غدو څخه په کار اخیستو نور تولید کوي څو له بګرونډ سره یو ډول مالوم شي. دغه چاره د سمندري حیواناتو ترمنځ ډېره معمول ده او له همدې امله په پراخه کچه شتون لري؛ له دې سره چې کېدای شي دا نور پیغامونه لکه د ښکار د جذب او یا هم پیغام لېږلو په موخه وي.[۶][۷][۸]

د رنګ بدلون[سمول]

د رنګ بدلون په مختلفو بګرونډونو کې د استتار لپاره لار برابروي. ډیری سرپایان له دې ډلې اته پښې لرونکي، سپیداج او مرکب کبان او له دې سربېره یو شمېر دوه ژوند لرونکي او ځمکني خزندګان له دې ډلې لمرپرستان او آنولانان کولای شي په چټکۍ سره خپل رنګ او شکل بدل کړي. خو کېدای شي د دغې چارې یوازنی لامل استتار نه وي او د پیغام رسولو په موخه وي. د سرپایانو فعال استتار په متحده ایالاتو کې پوځي څېړنې تحریک کړې دي. [۹][۱۰][۱۱]

د رنګ د بدلون اړوند فعال استتار د سمندر په تل کې د ژوند کوونکو کبانو لکه صاف ماهي، حلوايي ماهي او کفشک له خوا کارول کېږي چې په فعال ډول د خپلې لاندنۍ ځمکې رنګ او ډول کاپي کوي. د بېلګې په ډول کیڼ اړخی ګرمسیر کفشک (Bothus ocellatus) کولای شي خپل رنګ د بېلابېلو بګرونډونو سره په برابرۍ له دوه ثانیو څخه تر ۸ ثانیو پورې تغیر کړي. په همدې ترتیب سره مرجاني کبان او seaweed blenny کولای شي له خپل چاپېر سره خپل رنګ یو ډول کړي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د څېړنو په برخه کې[سمول]

فعال استتار نه یوازې د چاپېر محیط په څېر د یو شي په جوړلو بلکه په اغېزمنه توګه د «ګمراه کوونکي شفافیت» پر بنسټ د هغو د دقیقې څرګندونې او یا هم د ظاهري شکل په بدلون سره هغه له لید څخه پټوي. [۱۵]

لومړنۍ څېړنې[سمول]

په پوځي برخه کې د فعال استتار سره د لیوالتیا ریښه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نور د جبران اړوند مطالعاتو ته اړوندېږي. د دغه ډول استتار لومړنی مورد د «تیت کېدونې رڼا د استتار» (diffused lighting camouflage) په نوم و چې د کاناډايي ځواکونو په کوچنیو جنګی بېړیو له دې ډلې په اچ ام سي اس ریموسکي کې وازمویل شو. ورپسې دغه چاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا د الوتکو په یهودي لایټز (Yehudi lights) پروژه کې ترسره شوه. د یهودي څراغونو په پروژه کې، آبي رنګه څراغونه چې لږ رڼا یې لرله په الوتکو کې وکارول شول. له دې امله چې آسمان روښانه دی، کېدای شي هر ډول رنګ لرونکې له نور پرته الوتکه د لید وړ په کې وګرځي. د اندازه شوي آبي نور په تولید سره چې د آسمان له رنګ سره په سمه توګه روښنايي یې تولید کوله الوتکو کولای شول وړاندې له دې چې وپېژندل شي خپل موخو ته نږدې ځان ورسوي. [۱۶][۱۷]

احتمالي ټکنالوژۍ[سمول]

فعال استتار کېدای شي د نور غورځونکو ډایوډونو (organic light-emitting diodes) او نورو تکنالوژیو په مرسته چې کولای شي په یوه سطحه کې له ځانه نامنظم انځور وړاندې کړي، رامنځته شي. د یوې کمرې له انځوریزې ډاټا څخه په ګټنې کېدای شي یو جسم په کافي کچه پټ کړای شي او د درېدو پر مهال د انسان له سترګو او نوري حس اخیستونکو څخه پټ پاتې شي. استتار په حرکت سره ضعیف کېږي خو فعال استتار کولای شي د متحرکو شیانو لید ستونزمن کړي. له دې سره فعال استتار هر ځل په یو لوري کې غوره عمل کوي او دغه چاره په دې پوهې ته اړتیا لري چې د پټ کېدوني شي او د لیدونکي د ځای اړوند معلومات شتون ولري. [۱۸]

په ۲۰۰۳ زکال کې د توکیو پوهنتون څېړونکو د سوسومو تاچي تر نظر لاندې د انعکاس اخیستونکو شیشو له مهرو څخه د ډکو موادو څخه په کار اخیستنې د فعال استتار لومړنۍ نمونه رامنځته کړه. لیدونکی به د یوې تکې مخ ته درېد او د دغو شفافو شیشو د پاڼو پر بنسټ به یې هماغه تکه لیدله. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. McKee, Kent W.; Tack, David W. (2007). "Active Camouflage For Infantry Headwear Applications" (PDF). HumanSystems: iii. مؤرشف من الأصل في October 7, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  2. "Midwater Squid, Abralia veranyi". Midwater Squid, Abralia veranyi (with photograph). Smithsonian National Museum of Natural History. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sumner, Francis B. (May 1911). "The adjustment of flatfishes to various backgrounds: A study of adaptive color change". Journal of Experimental Zoology. 10 (4): 409–506. doi:10.1002/jez.1400100405. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wallin, Margareta (2002). Naturens palett | Hur djur och människor får färg [Nature's Palette | How animals, including humans, produce colors] (PDF) (په سونسکا ژبه کي). 1. Bioscience-explained.org. د کتاب پاڼي 1–12. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wallin, Margareta (2002). Naturens palett | Hur djur och människor får färg [Nature's Palette | How animals, including humans, produce colors] (PDF) (په سونسکا ژبه کي). 1. Bioscience-explained.org. د کتاب پاڼي 1–12. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Young, R.E.; Roper, C.F. (1976). "Bioluminescent countershading in midwater animals: evidence from living squid". Science. 191 (4231): 1046–1048. Bibcode:1976Sci...191.1046Y. doi:10.1126/science.1251214. PMID 1251214. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Haddock, S. H. D.; et al. (2010). "Bioluminescence in the Sea". Annual Review of Marine Science. 2: 443–493. Bibcode:2010ARMS....2..443H. doi:10.1146/annurev-marine-120308-081028. PMID 21141672. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Midwater Squid, Abralia veranyi". Midwater Squid, Abralia veranyi (with photograph). Smithsonian National Museum of Natural History. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Reid, Amanda (2016). Cephalopods of Australia and Sub-Antarctic Territories. CSIRO. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-486-30393-9. Not surprisingly, this aspect of cephalopod biology has become the subject of US military research with millions of dollars currently being poured into studies on cephalopod camouflage. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Forbes, Peter. Dazzled and Deceived: Mimicry and Camouflage. Yale, 2009.
  11. Wallin, Margareta (2002). Naturens palett | Hur djur och människor får färg [Nature's Palette | How animals, including humans, produce colors] (PDF) (په سونسکا ژبه کي). 1. Bioscience-explained.org. د کتاب پاڼي 1–12. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sumner, Francis B. (May 1911). "The adjustment of flatfishes to various backgrounds: A study of adaptive color change". Journal of Experimental Zoology. 10 (4): 409–506. doi:10.1002/jez.1400100405. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ramachandran, V. S.; C. W. Tyler; R. L. Gregory; et al. (29 February 1996). "Letters to Nature". Rapid Adaptive Camouflage in Tropical Flounders. 379 (6568): 815–818. Bibcode:1996Natur.379..815R. doi:10.1038/379815a0. PMID 8587602. S2CID 4304531. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bester, Cathleen. "Seaweed blenny". Ichthyology. Florida Museum of Natural History. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. McKee, Kent W.; Tack, David W. (2007). "Active Camouflage For Infantry Headwear Applications" (PDF). HumanSystems: iii. مؤرشف من الأصل في October 7, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  16. "Naval Museum of Quebec". Diffused Lighting and its use in the Chaleur Bay. Royal Canadian Navy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bush, Vannevar; Conant, James; Harrison, George (1946). "Camouflage of Sea-Search Aircraft" (PDF). Visibility Studies and Some Applications in the Field of Camouflage. Office of Scientific Research and Development, National Defence Research Committee. د کتاب پاڼي 225–240. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 23, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. McKee, Kent W.; Tack, David W. (2007). "Active Camouflage For Infantry Headwear Applications" (PDF). HumanSystems: iii. مؤرشف من الأصل في October 7, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  19. "Light and Dark: The Invisible Man". Time magazine. 18 November 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)