فضل رحيم ساقي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فضل رحيم ساقي (۱۹۰۲ ز کال-۱۹۹۴ زېږدي کال د نومبر لومړۍ) د پښتو ژبې يو شاعر، کيسه ليکونکی، ډرامه ليکونکی، د باچا خان د ملي مبارزې يو کلک ملگری او د خدايي خدمتگارو غړی وو.

مخينه[سمول]

فضل رحيم ساقي پر ۱۹۰۲ ز کال په چارسده کې د عبدالعزیز خان کره زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړه يې د رځړو په جومات کې او بیا يې د څلورمې پوړۍ پورې په گل اباد مدرسې (ښوونځي) کې وکړې.

په ۱۹۲۷ ز کال کې د ځلميتوب جوبن کې يې د ادبي ژوند په درشل پښه کېښودله. دغه لړ کې يې د شاعرۍ دوه بېلگې د (نيم جام) او (ډک جام) په نومونو د پښتو ژبې ځولۍ ته وسپارلې. په نثر کې يې د ورځنۍ په ډول کې يو کتاب د (ژوندون) په نامه چاپ شوی، چې مونږ ورته د خدايي خدمتگار خوځښت ژوندی راپور ويلی شو. پر دغه کتاب لوی باچا خان بابا رحمة الله علیه پخپله سریزه لیکلې او د خدايي خدمتگار يوه مستنده حواله يې گرځولې ده.

د خپل مرام او خدايي خدمتگارۍ سره د ساقي بابا د تړون په اړه به دا يوه پېښه دلته ولیکو، چې دوېمه نړیواله جگړه (۱۹۳۹-۱۹۴۵) کې چې د خدايي خدمتگار خوځښت موخئیز تړون د سیاسي گوند کانگرس سره شوی دغه جگړه کې د پيرنگي واکمن سره د مرستې د پاره کانگرس دریځ خپل کړی وو، چې پیرنگی به هغوي سره د دغې جگړې پر بنسټ باندې د هند د ازادۍ لوظ کوي. پيرنگي دغه لوظ ته غاړه نهٔ ایښودله، نو خدائي خدمتگارو هم د کانګرس سره یو ځای د جگړې پر ضد خوځښت تود کړ. دغسې یوه ناسته د لوي باچاخان رحمة الله علیه په مشرۍ په سر دریاب کې کېدله. ماخوستن مهال په ساقي بابا پسې د هغه د زوي د ناروغتیا استازی راغی. د لوی باچاخان رحمة الله علیه په وېنا چې هغه سر دریاب نه خپل کور ته په نیمه شپه بې سورلۍ ورسېد، نو زوی يې مړ شوی وو. سحر د لمر ستركه غړېدلو سره ساقي بابا بيا د خپل نازولي زوي خواشيني په خپل زړه کې رانغښتلې د خپل لارښود او د خپل قامي مرام د ملگرو سره په سردریاب کې ولاړ وو.

مونږ به دلته د ساقي بابا د نثري اثر (ژوندون) څخه څو کرښې راواخلو، چې د هغه د نثر ژبه، د وييندود او لیکدود سپېځلتیا او ريښتینولي برسېره شي، هغه لیکي:

« ۱۹۳۹ ز کال وو. هټلر لکه د مست زمري غړمبېدهه. د جرمني چارچاپېره ملکونه يې د پښو لاندې کړل چې مونږ ته باچاخان څرخې را په اوږه کړې او د پښتونخوا گوټ گوټ ته ورسېدو. کلي په کلي وگرځېدو، حجرې، جوماتونه، لارې کوڅې مو جارو کړلې، د پښتنو په ټولو حجرو کې مو څرخې وکړې او پښتانهٔ مو په دې پوهه کړل چې د هوايي جهازونو جنگونه دي، بمونه وریږي، ښارونه ورانېږي، د رختونو کارخانې ورانېږي، توکي به ګران شي او د گرانېدو نه پس به ورک شي، خلق به بربنډ شي او مړي به بې کفنه ښخېږي. ښه به دا وي، چې له دې وخته خپل انتظام وکړو».

دا هغه فکر وو، چې د پښتون قام سر به پرې تل له وياړه هسک وي. دا هغه پوهه وه، چې د خدايي خدمتگار خوځښت په ځېلو کې او د دغه خوځښت سره د تړلي هر وگړي (مېړهه او مېرمن) په سرونو کې لکه د ساه ځای وه او نن مونږ په دې برندې سترگې، ویاړمن سر او هسکه غړۍ یو، چې زمونږ مشرانو مونږ له ویاړ او پت گټلی دی.

د ساقي بابا د شعري اثر نه به يو دوه بېلگې دلته وړاندې کړو:

د ځوانۍ عمر چې څه وو، په جېلخانو تېر شه- یا په کوڅو کې د بې ننگو پښتنو تېر شه

نه د بچو په خوند خبر شوم نه د مال او متاع- د مستۍ خوب وو، د ازغو په بسترو تېر شو

او 

ته چې وگورې، له قصده ما ته شا کړې- کاش کهٔ بل لېونی ما غوندې پېدا کړې

د سـاقي نه پيـاله پرېوته د لاسه- تا چې پورته د اثر سترگې شهلا کړې

ساقي صاحب د خپلې ملي مبارزې په بهير کې او د دغې مبارزې له لامله ۲۱ کاله د برتانوي هند په جيلونو کې تېر کړي دي. هغه په بنديخانه کې دننه هم خپل قلمي کار او ليکوالي نه ده پرې اېښې او د پښتو ژبې ادب ته يې يو شمېر اثار ډالۍ کړي دي.

مړينه[سمول]

فضل رحيم ساقي د خپل ژوند وروستۍ ورځې شپې خپل کلي وردگه (رځړو مېره) کې تېرې کړې، چې زیات وخت به يې جومات او حجره کې د کلي وړو ته د قران ښوونه کې تېرېده. نوموړی د اوږدې رنځورتیا نه وروسته د ۱۹۹۴ زېږدي کال د نومبر په لومړۍ نېټه له دې نړۍ نه د خپل نازولي الله سیوري ته ولاړ. په څلي يې دې يې رڼا ورېږي.

چاپ شوي اثار[سمول]

  1. نيم جام (شعري ټولگه).
  2. ډک جام (شعري ټولگه).
  3. ژوندون.

د شعر بېلگې[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. https://pashtonwriters.webs.com/ Archived 2020-10-31 at the Wayback Machine.
  2. https://www.mashaalradio.com/a/27692463.html