Jump to content

فضل خالق نياﺯى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فضل الخالق نياﺯى

علمى، سياسى شخصيت او ليکوال فضل خالق نیازی د مولوی محمد صادق ماهر زوي دلغمان ولایت دعلینګار ولسوالی اوسیدونکی دی. لوړی زده کړي یی  د اسلام آباد اسلامی جهانی په پوهنتون کی ترسره کړی اوپه پنځه ژبو سره بشپړه بلدتیا لری لکه  پښتو، دری، عربی ،انګلیسی، اردو.  په رهبری،اداره، مدیریت، پلان او پالیسۍ کی زیاته تجربه لری.

اوپه ډیرو بستونو کی دندی ترسره کړی.  د لوړو زده کړو وزارت  مشاور، دختیځ زون د مخدره  موادو له منځه وړلو رئیس، د مخدره موادو پر ضد د مبارزي وزارت د مقام سکرتر، داسلام آباد. په سفارت کی دیپلومات، په دوبی کی دموترو تخنیکی مرکز مسئول (رئیس)په حیث دنده ترسره کړی. او داسی نور

لاسته راوړنې

فضل الخالق نیازی ﺯيات پلانونه، (طرحى) سياسى رهبرانو او دولت ته جوړ کړې د خپلو دندو په دوران کی ننګرهار کی مخدره مواد صفر درجه ته رسولی وو او د ننګرهار پوهنتون لیلیه نیازی صاحب په کوښښ جوړه شوی ده او زیات ځوانان یی تعلیمی برسونه کی لیګلی دی محترم نیازی صاحب فساد ضد شخص دی. او خپلی دندی یی په صداقت سرته رسولی دی.

ليکنه فضل خالق نياﺯي

پاک شعارونه او خیرن لاسونه

ډیر کلونه پخوا افغانانو د کور، کالي او ډوډۍ زړه راښکونکي شعارونه او نعری په داسی وخت کی واوریدل چی بی وزلئ او ولږی داسی پسی اخستی وو چی دغه شیانو ته یی ډیره سخته اړتیا درلوده. نو پدی هیله یی د شعار ورکونکو ملاتړ او مرسته پیل کړه چې ګواکی دوی به په رښتیا هم د نړی د نورو ملتونو په شان په معیاری ډول د کور، کالي او ډوډۍ څښتنان شي. ولی له بده مرغه چې په دغه زړه راښکونکو ژمنو او نعرو کې ریښتینولي نه وه بلکه یوۍ غولیدلۍ او پلورل شوۍ ډله وه چې غوښتل یی د دغه شعار تر سیوري لاندی دهریت او بی دیني په خلکو واکمنه او دوی د هغه وخت په شوروي اتحاد و پلوري. کله چې افغان مسلمان ولس  ولیدل چې د کور، کالي او ډوډۍ شعار په اصل کی د کمونیزم یو جال دې چې دوی پکې راګیرول غواړي نو د خپل دین، ایمان او ناموس ساتلو ته یی اولویت ورکړ او د جهاد او مبارزی لار یی غوره کړه. په دغه وخت کی یو ډله نور ښکاریان راڅرګند شول او د افغانانو د وضعیت او اړتیا سره برابر شعارونه یی پورته کړل او ویل یی چې راځی د الله رضا خپله موخه، دهغه پیغمبر خپل لارښود او دهغه کتاب خپل دستور او جهاد خپله لار وګرځوو ترڅو و کولی شو خپل هیواد د الله په مرسته او نصرت سره د تیری کونکی له تیری څخه وژغورو او بیرته په خپل هیواد کې د عزت  ژوند لاسته راوړو. خوش باوره افغانان په دغه شعارونو هم وغولیدل او د شعار ورکونکو ملا یی خاص د الله د رضا او د خپل هیواد د ازادي په موخه ور ټینګه کړه، جهاد یی پیل، خپل ځان او مال یی نذرانه او د میلونو شهیدانو، معلولینو او سرخندنو په بدل کی یی تیری کونکی مات او افغانستان یی د هغوی له ناپاکو منګلو څخه ژغوره. ولی د بریالیتوب وروسته معلومه شوه چی دغه شعار ورکونکي هم ریښتیني نه وو، چې څه یی ویل هغه یی نه غوښتل بلکه برعکس د دوی موخه پیسی او چوکی لاسته روړل وه، رهبر د الله پیغمبر نه بلکه دغرب استخباراتي کړی و، لارښونی یی د غربي غیر اسلامی هیوادونو څخه ترلاسه کولی او ارمان او هیله یی د کابل تخت لاسته راوړل وو چې له بده مرغه د ازادی وروسته د دغه روښانه څیرو بد اړخ څرګند شوو او په افغانستان کی یی د قدرت لاسته راوړلو لپاره چې د دوی اساسی هیله وه ناوړه سیالي پیل او هیواد یی د یو نوي نارین سره مخاخ کړ. د ظلم او بی عدالتی بازار ګرم شو، د خلکو مال، ځان او ناموس په خطر کی ولویده او افغانانو ته په هیواد کې ژوند کول ناشونی وګرځید تر دی پوری چې بیرته هجرتونو ته مجبور شول. د تحمیل شوو جګړو او ظلمونو په اوج کې یو بل زړه راښکونکی شعار پورته شو او د خلکو تر غوږو ورسید. افغانان بیا هم جوپی، جوپی د دغه شعار لاندی ودریدل ترڅو دوی له خپلمنځي جګړو او ګډوډیو څخه وژغوري او په افغانستان کی یو ریښتینی اسلامی نظام واکمن کړي.

د اسلامی عادل نظام واکمنی په هیله متدینو افغانانو د اوږدی مودی ولږه، بی وزلي او ډول ډول نوری ستونځی وزغملی ولی اسلام څه چې نظام هم معلوم نه شو برعکس ورځ تر بلی دغه هیله هم په نا امیدی بدله شوه او بیا کړیدلي افغانان یو بل نوی ژغورنکي ته سترګی په لار شول چې دغه ډله هم پخپله د هغوی د  تمویل کونکو له خوا څنډی ته کړی شوه او پرځای یی د سولی، دیموکراسی، او پرمختګ زړه راښکونکي شعارونه راپور ته شول ....................... ``فضل الخالق نیازی``